• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

له پاکستان نه د جبري اېستلو بهیر؛ افغانه محصله وايي د زده‌کړو خوب یې نیمګړی پاتې کېږي

۸ زمری ۱۴۰۵ - ۳۰ جولای ۲۰۲۶، ۰۴:۰۱ GMT+۱

د افغانستان د پکتیا ولایت اوسېدونکې صایمه بي‌بي چې په پاکستان کې یې لوړې زده‌کړې کولې وايي، د افغان کډوالو د اېستلو په اړه د پاکستان حکومت د پالیسۍ له امله یې د زده‌کړو او راتلونکي هیلې له جدي ګواښ سره مخ شوې دي.

نوموړې ویلي، غوښتل یې خپلې زده‌کړې په پاکستان کې بشپړې کړي او وروسته افغانستان ته ستنه شي؛ څو خپل هېواد او خلکو ته خدمت وکړي، خو اوس وېره لري چې زده‌کړې او ټول ارمانونه به یې نیمګړي پاتې شي.
صایمې زیاته کړې، دغه ستونزه یوازې د هغې نه‌ده؛ بلکې ګڼې نورې افغان زده‌کوونکې او محصلانې هم له ورته حالت سره مخ دي او د هغې د کورنۍ یوشمېر نجونې هم اړې شوې، چې خپلې زده‌کړې نیمګړې پرېږدي.
د صایمې تره سعیدخان احمدزي ویلي، دوی د خپلو ماشومانو د زده‌کړو لپاره په پاکستان کې پاتې شوي وو؛ ځکه هلته د زده‌کړو اسانتیاوې شته خو اوس د کډوالو د اېستلو له امله د هغوی د زده‌کړو بهیر هم په ټپه درېدلی دی.
هغه ویلي، په پاکستان کې د کار او ژوند ښه فرصتونه وو؛ خو افغانستان دامهال له سختې بې‌کارۍ سره مخ دی، چې د ډېرو افغانانو لپاره یې بېرته ستنېدل ستونزمن کړي دي.
صایمه بي‌بي له طالبانو غواړي، چې د نجونو پر زده‌کړو لګېدلي بندیزونه لرې کړي او له پاکستان حکومت نه یې هم غوښتنه کړې چې په دغه هېواد کې د افغان زده‌کوونکو لپاره د ویزو د غځولو او ترلاسه کولو بهیر اسانه کړي؛ څو وکولای شي خپلې زده‌کړې بشپړې کړي.
طالبانو له ۲۰۲۱کال راهیسې په افغانستان کې له شپږم ټولګي د پورته نجونو پر زده‌کړو، پوهنتونونو او طبي زده‌کړو محدودیتونه لګولي او وایي دغه بندیزونه به د مناسب ښوونیز چوکاټ تر جوړېدو پورې دوام ولري.

ترویج لرونکی

د طالبانو مشران څنګه ساتل کېږي؟
۱
ځانګړی

د طالبانو مشران څنګه ساتل کېږي؟

۲
روغتیا او ژوند

روغتیا نړیوال سازمان: په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۶۰ زره افغانان په تور او ژېړ ژېړي اخته شوي

۳

د طالبانو پخواني چارواکي د ملي بیرغ په ورځ د درې‌رنګه بیرغ ستاینه کړې

۴

طالبانو: د غوري سمنټو فابریکه هره ورځ ۷۰۰ ټنه سمنټ تولیدوي

۵

د پېښور سترې محکمې د «قايداعظم» د شړلو مخه ونیوله

•
•
•

نور کیسې

وحید عمر: تجربو ثابته کړې چې درې رنګه ملي بیرغ بدلېدونکی نه‌دی او ټول یې باید احترام وکړي

۸ زمری ۱۴۰۵ - ۳۰ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۰۱ GMT+۱
100%

د مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني سلاکار او ویاند وحید عمر د ملي بیرغ د ورځې په مناسبت وايي، تجربو ثابته کړې، چې دغه درې رنګه بیرغ نه‌‌بدلېدونکی دی او باید ټول یې احترام وکړي. هغه زیاتوي، د افغانستان معاصر تاریخ کې یوازینی ملي سمبول چې له ټولو ناخوالو ژوندی پاتې دی؛ هغه همدا بیرغ دی.

وحید عمر د چهارشنبې په ورځ د زمري په ۷مه د ملي درې رنګه بیرغ د ورځې په مناسبت وايي، د افغانستان په معاصر تاریخ او په تېرو یو سلو څو کلونو کې که په افغانستان کې یو ملي سمبول رامنځته شوی وي، او له ټولو بحرانونو او ناورینونو سره سره ژوند پاتې وي او همداراز افغان ولس ورسره عاطفي تړاو ولري؛ هغه همدا درې رنګه ملي بیرغ دی.

هغه زیاته کړې: «په دې موده کې نور سمبولونه هم جوړ شوي، خو ډېری یې مقطعي وو او د ملي بیرغ په څېر یې دوام نه‌دی کړی. موږ او تاسو ټول پوهېږو چې دا ډېر ښایسته بیرغ دی».

وحید عمر په ټینګار سره څرګنده کړې، چې له دغه درې رنګه بیرغ سره د افغانستان هویت تړلی دی او په باور یې هېڅ بل سمبول د افغانستان هویت په بشپړه توګه نه‌شي تعریفولی، لکه چې دغه بیرغ یې کولای شي.

عمر زیاته کړې: «په تېرو یو سلو څو کلونو کې ډېر داسې کوششونه وشول چې دغه بیرغ یو رقم بدل شي، خو نه د خلق ډیموکراټیک سور بیرغ، نه د مجاهدینو سپین، تور او شین بیرغ او نه د طالبان سپین بیرغ د افغانستان ملي سمبول شوی نه‌دی او هېح یوه د دغه بیرغ ځای نه‌دی نیولی».

هغه په ډاګه کړې: «تجربو ثابته کړې، چې دغه بیرغ بدلېدونکی نه‌دی او دا د افغانستان له حکومتونو سره نه‌، بلکې د افغانستان د خلکو له هویت سره تړلی دی او ټول یې باید احترام وکړي. دا بیرغ به ژوندی وي او افغانانو چې کله هم په خپله خوښه بیرغ پورته کړی، همدا بیرغ یې پورته کړی دی».

وحید عمر همداراز څرګنده کړې: «[له] حکومت سره‌ زما د کار یو افتخار دا وو چې په اخرو دوو کلونو کې د وزیر اکبرخان لوی بیرق مستقیما زما تر نظر لاندې جوړیده او تقریبا هره میاشت چې بیرق بدلیده، نوی بیرق مې شخصا په ډېر افتخار پورته کوو».

د زمري ۷مه د افغانستان د ملي بېرغ ورځ ده. دغه ورځ د طالبانو له واکمنۍ مخکې هرکال په ځانګړو مراسمو نمانځل کېده، خو په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته تر ډېره د دغې ورځې نمانځنه په بېلابېلو هېوادونو کې د مېشتو افغانانو او د خواله رسنیو کاروونکو پورې محدوده شوې ده.

د ایران سرکونسل: هڅه کوو افغانستان یوازې واردوونکی نه بلکې صادرونکی هېواد هم شي

۸ زمری ۱۴۰۵ - ۳۰ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۲۱ GMT+۱
100%

په هرات کې د ایران سرکونسل علي‌رضا مرحمتي ویلي، هېواد یې هڅه کوي چې افغانستان یوازې یو واردوونکی هېواد پاتې نه شي، بلکې داسې ظرفیت ومومي چې خپل تولیدات ایران او نورو هېوادونو ته هم صادر کړي.

هغه په هرات کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل، د افغانستان د کورنیو تولیداتو د ودې او د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پیاوړتیا اړینه ده.

مرحمتي زیاته کړه، د تولیدي ظرفیتونو لوړول او د صادراتو پراختیا نه یوازې د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره مهم دي، بلکې د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ به سوداګریزې اړیکې هم لا پیاوړې کړي.

د نوموړي په وینا، ایران چمتو دی چې د سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي همکاریو په برخو کې له افغانستان سره خپلې اړیکې نورې هم پراخې کړي، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ متقابلې اقتصادي ګټې زیاتې شي.

د ایران سرکونسل دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې چې افغانستان لا هم تر ډېره پر وارداتو متکي اقتصاد لري او د صادراتو د زیاتوالي لپاره د تولید، پانګونې او سیمه‌ییزو سوداګریزو همکاریو پراختیا د اقتصادي ودې له مهمو اړتیاوو څخه بلل کېږي.

په ناروې کې یو افغان د خپلې ملګرې د وژنې په تور نیول شوی

۸ زمری ۱۴۰۵ - ۳۰ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۱۹ GMT+۱
100%

د ناروې پولیسو یو ۳۴ کلن افغان د خپلې ناروېژۍ ملګرې د وژنې په تور نیولی دی. دغه ښځه تر سختو ټپونو وروسته روغتون ته ولېږدول شوه، خو هلته یې ساه ورکړه. تورن کس تر دې وړاندې هم د یوې بلې ښځې پر وړاندې د تاوتریخوالي له امله په یو کال او دوو میاشتو بند محکوم شوی و.

دې پېښې یو ځل بیا په ناروې کې د کورني تاوتریخوالي د شکایتونو د څېړنې، د پولیسو د چلند او د ورته جرمونو د مخنیوي په اړه بحثونه راپارولي دي.

د ناروې پولیسو د یکشنبې په ماښام، د زمري میاشتې په څلورمه، د یوې ټپي شوې ښځې د راپور تر ترلاسه کولو وروسته د هېواد په سوېل لوېدیځ کې د یرن سیمې یوه کور ته ورغلل.

پولیسو هلته مارن سومه له سختو ټپونو سره وموندله. هغه روغتون ته د لېږد پر مهال ژوندۍ وه، خو د دوشنبې په ورځ، د اسد په پنځمه، یې ساه ورکړه.

د هغې ۳۴ کلن ملګری، چې د افغانستان تبعه دی، هماغه ورځ ونیول شو. پولیسو لومړی هغه د وژنې د هڅې په تور تورن کړی و، خو د مارن سومه تر مړینې وروسته دا تور په وژنه بدل شو.

د پولیسو په وینا، دواړو له یو بل سره عاطفي اړیکه لرله.

محکمې د سې‌شنبې په ورځ، د اسد په شپږمه، پرېکړه وکړه چې تورن به د څلورو اوونیو لپاره په موقتي توقیف کې پاتې شي او د هغه لیدنې او اړیکې به هم محدودې وي.

د نوموړي مدافع وکیل د محکمې پر پرېکړې اعتراض کړی او ویلي یې دي چې محکمې د دوسیې شواهد په سمه توګه نه دي ارزولي.

پولیسو د چهارشنبې په ورځ د عدلي طب لومړني راپور ترلاسه کړ، خو د روانو څېړنو له امله یې د هغه جزئیات خپاره نه کړل. پولیسو همدارنګه ویلي چې د پېښې له ځایه یې ځینې توکي ضبط کړي، خو د هغو د ډول په اړه یې څه نه دي ویلي.

تورن کس د وژنې تور رد کړی دی.

د هغه مدافع وکیل، آروید شویدین، ویلي چې موکل یې ادعا کوي مارن سومه ناڅاپه له روغتیايي ستونزې سره مخ شوه او ساه یې بنده شوه. د هغه په وینا، تورن د مرستې لپاره چیغې وهلې او له ګاونډي یې غوښتي وو چې امبولانس ته زنګ ووهي.

وکیل دا ادعا هم کړې چې د مارن سومه پخواني کبود د زینو څخه د لوېدو له امله رامنځته شوي وو، خو پولیسو دا ادعا نه ده تایید کړې.

د پولیسو په وینا، تورن د لومړنۍ نیونې پر مهال ځینې څرګندونې کړې وې، خو کله چې تور یې په وژنه بدل شو، بیا یې له ځواب ویلو ډډه وکړه.

له وژنې مخکې د کورني تاوتریخوالي دوسیه

د مړینې څخه څو ورځې مخکې، مارن سومه پر خپل بدن د کبودو نښو له امله روغتیايي مرکزونو ته مراجعه کړې وه.

له دې وروسته، پولیسو د سرطان په ۲۶مه د کورني تاوتریخوالي دوسیه پرانیسته او د هغې ملګری یې ونیو.

د پولیسو څارنوال، فریدریک سوما، وویل چې په دې دوسیه کې له دواړو کسانو څخه پوښتنې شوې وې، خو تورن لږ وخت وروسته خوشې شو، ځکه د پولیسو په وینا، د هغه د دوامداره توقیف لپاره قانوني شرایط نه وو برابر.

د دې دوسیې څېړنې لا روانې وې چې مارن سومه په سختو ټپونو سره وموندل شوه. پولیس وايي، اوس د دواړو د اړیکو مخینه او د تاوتریخوالي پخوانۍ دوسیه د وژنې د څېړنو برخه ده.

د مارن سومه د کورنۍ وکیل، براګه نوردګورد، دا پېښه «د اټکل وړ غمیزه» بللې او ویلي یې دي چې قربانۍ له دې پېښې مخکې اړینه مرسته نه وه ترلاسه کړې.

د تورن د محکومیت مخینه

تورن د ۲۰۰۰مې لسیزې په لومړیو کې له خپلې کورنۍ سره ناروې ته کډه شوی او د خپل ژوند ډېره برخه یې د یرن په سیمه کې تېره کړې ده.

هغه په ۲۰۱۹ کال کې د خپلې پخوانۍ ملګرې پر وړاندې د څو ځله تاوتریخوالي او نورو جرمونو له امله په یو کال او دوو میاشتو بند محکوم شوی و.

د محکمې د پرېکړې له مخې، هغه دغه ښځه څو ځله وهلې وه، پر مخ یې پرې سګرټ مړ کړی و او د اوسپنیز سوک‌وهونکي (پنجه بکس) په وسیله یې پرې برید کړی و. نوموړي د اړیکو له منع کېدو سره سره د هغې کور ته هم تللی، د کور ښیښې یې ماتې کړې او ګواښونه یې ورته کړي وو.

د محکمې په حکم کې راغلي وو چې دا اړیکه له دوامدار تاوتریخوالي او کنټرولوونکي چلند سره مل وه. محکمې ویلي وو چې تورن د خپلې ملګرې د اړیکو او تګ راتګ په اړه پرېکړې کولې او قرباني د یوې مودې لپاره په ویره کې ژوند کاوه.

هغه په همدې دوسیه کې د ګواښ، د شتمنۍ د تخریب، غلا، د چاقو او تبر د ناقانونه لېږد او د نشې په حالت کې د موټر چلولو په جرمونو هم محکوم شوی و.

تورن هغه مهال هم د تاوتریخوالي تورونه رد کړي وو، خو محکمې د شاهدانو د څرګندونو، انځورونو او نورو شواهدو پر بنسټ هغه مجرم پېژندلی و.

نوموړی تر دې وړاندې په ۲۰۱۷ کال کې هم د خپلې بلې پخوانۍ ملګرې سره د سخت ناوړه چلند په یوه دوسیه کې محکوم شوی و، خو وروسته استینافي محکمې د شک د موجودیت له امله هغه حکم لغوه او نوموړی یې بری کړ.

ولې تورن خوشې شو؟

د مارن سومه پر وړاندې د تاوتریخوالي د دوسیې له جوړېدو وروسته د تورن خوشې کېدل، په ناروې کې د بحث یوه مهمه موضوع ګرځېدلې ده.

پولیسو ویلي چې د مخنیوي د اقداماتو په اړه راپورته شوې پوښتنې درک کوي، خو اوس مهال یې ټول تمرکز د وژنې پر څېړنو دی او د څېړنو له پرمختګ وروسته به د خپلو ارزونو او پرېکړو په اړه معلومات وړاندې کړي.

د پولیسو د کړنو د ارزونې خپلواک بنسټ هم ویلي چې اوسمهال د پولیسو د فعالیتونو د پلټنې لپاره کوم دلیل نه ویني، خو د دې دوسیې پرمختګونه له نږدې څاري.

دې پېښې په ناروې کې یو ځل بیا د «کلر قانون» په نوم د وړاندیز شوې طرحې په اړه بحثونه راژوندي کړي دي.

د دې طرحې له مخې، وګړي یا د هغوی د کورنۍ غړي کولای شي له پولیسو څخه وپوښتي چې آیا د دوی اوسنی یا احتمالي د ژوند ملګری د کورني تاوتریخوالي یا جنسي جرمونو د محکومیت مخینه لري که نه.

د ناروې محافظه‌کار ګوند دا طرحه د بریتانیا له تجربې څخه په الهام وړاندې کړې وه، خو پارلمان د ۲۰۲۶ کال په مارچ میاشت کې رد کړه.

د دې طرحې مخالفان وايي چې دا کار د خلکو د شخصي معلوماتو د خوندیتوب حق زیانمنوي او د پولیسو ډېرې سرچینې به مصرف کړي. خو ملاتړي یې باور لري چې د ژوند د ملګري د تاوتریخوالي له مخینې څخه خبرتیا کولای شي د ورته جنایتونو په مخنیوي کې مهم رول ولوبوي.

طالبان وایي په پروان کې یې ۶۰۰ کیلوګرامه تریاک نیولي

۷ زمری ۱۴۰۵ - ۲۹ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۳۳ GMT+۱
100%

د پروان ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ مسوولین وايي، د هېواد له شمال څخه سویل ته یې د ۶۰۵ کیلوګرامه تریاکو له قاچاق کېدو مخنیوی کړی دی. دوی زیاتوي، دغه مواد د ګازو په ډبو کې ځای پر ځای شوي وو او د قاچاق په تړاو یې ۴ کسان هم نیولي دي.

د پروان ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند فضل‌الرحیم مسکین‌یار وايي، دغه مواد د چهارشنبې په ورځ (د زمري ۷مه) په دوو جلا جلا عملیاتو کې په سالنګ ولسوالۍ کې ترلاسه شوي دي.

مسکین‌یار زیاتوي: «یاد نشه‌ یي توکي په ډېر ماهرانه ډول د یوه « دو هزار» ډوله موټر د ګاز په بالون او بار وړونکي سوزکي موټر ګاز ډبو کې ځای پر ځای شوي وو او غوښتل کېدل چې د هېواد له شمال څخه جنوب ته انتقال شي، چې د پروان ولایت د سالنګ ولسوالۍ کې کشف او ونیول شول».

د نوموړي په وینا، د یادو نشه ‌یي توکو د قاچاق او انتقال په تړاو څلور تنه چې د بیلابیلو ولایتونو اوسیدونکي دي نیول شوي دي.

د شنونکو په باور، په شمالي ولایتونو کې د دومره ډېرې اندازې تریاکو موجودیت او قاچاق د دې ښکارندويي کوي، چې د کوکنار پر وړاندې د طالبانو مبارزه او همداراز صفر کچې د کوکنارو د کرکېلې د رسېدو په تړاو ادعاوې ناسمې دي.

له دې سره سم، ویل کېږي، چې په هېواد دننه او بهر ته یې په قاچاق کې په خپله یو شمېر طالبان هم ښکېل دي، ځکه په چېک پاينټونو کې د طالبانو اړوند موټر نه‌تلاشي کېږي او په ډاډه زړه کولای شي، دغه ډول مواد له یوه ځایه بل ځای ته ولېږدوي.

په پروان کې یو پلار د خپل زوی د ژغورنې په هڅه کې ومړ

۷ زمری ۱۴۰۵ - ۲۹ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۱۲ GMT+۱
100%

د پروان ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ مسوولین وايي، یو کس د چاریکار ښار په یوه کانال کې د خپل زوی د ژغورنې په هڅه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ. د دوی په وینا، د هغه زوی د سیمې د اوسېدونکو په مرسته ژغورل شوی دی.

د پروان ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند فضل‌الرحیم مسکین‌یار وايي، یو پلار پرون (سې‌شنبه د زمري ۶مه) د چاریکار د دویمې امنیتي حوزې اړوند په کانال پروژه کې د خپل زوی د ژغورنې په لړ کې په اوبو کې ډوب او ومړ.

د نوموړي په وینا، د دغه کس زوی د خلکو په مرستو له ډوبېدو وژغورل شو، خو پلار یې په دې هڅه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

په پروان کې د طالبانو امنیه قومندانۍ له خلکو وغوښتل، چې د ګرمۍ په موسم کې د لامبو پر مهال ایمني اصول مراعات کړي او خطرناکو اوبو ته له نږدې کېدو ډډه وکړي، څو د ورته پېښې له رامنځته کېدو مخنیوی وشي.

۵ ورځې مخکې (د جولای ۲۵مه د زمري ۳مه) په اوبو کې د ډوبېدو د مخنیوي له نړیوالې ورځې سره هم‌مهاله د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې اعلان کړی وو، چې په تېر یوه کال کې په ټول هېواد کې ۱۴۸ کسان په اوبو کې د ډوبېدو له امله مړه شوي او ۴ نور کسان لادرکه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان «په اوبو کې د ډوبېدو د مخنیوي نړیوالې ورځې» په مناسبت ویلي وو، هر ساعت په نړۍ کې شاوخوا ۳۰ کسان په اوبو کې د ډوبېدو له امله مري او په دې سره هر کال په نړۍ کې له ۳۰۰ زرو ډېر کسان په اوبو کې د ډوبېدو له امله مري، چې نږدې څلورمه برخه یې ماشومان دي.