• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سویلي وزیرستان کې ګرځبندیز او سخت امنیتي بندیزونه لګېدلي

۱۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱ اګست ۲۰۲۶، ۰۶:۰۳ GMT+۱تازه شوی: ۱۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱ اګست ۲۰۲۶، ۰۸:۱۶ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا سویلي وزیرستان ولسوالۍ ادارې د خراب امنیتي وضعیت او احتمالي وسله‌والو ګواښونو له امله ګرځبندیز او یو لړ نور امنیتي محدودیتونه لګولي دي.

د ولسوالۍ ادارې د خبرتیا له مخې، د اګست په لومړۍ نېټه په واڼه کې له سهار ۶ بجو تر ماښام ۷ بجو پورې بشپړ ګرځبندیز نافذ دی. د دغه بندیز له مخې په واڼه ښار، بازار، بای‌پاس او شاوخوا سیمو کې د خلکو پر تګ راتګ، بازارونو، دوکانونو او سوداګریزو فعالیتونو بندیز لګېدلی دی.

همدارنګه د واڼه، تیارزه ګېټ، کرب کوټ، تنایي، عزیز اباد څلورلارې، درګۍ پل، ګل کڅ او توی خلې په ګډون پر یو شمېر لارو د مسافر وړونکو او بار وړونکو موټرو او موټرسایکلونو تګ راتګ هم منع شوی دی.

د ښکته سویلي وزیرستان مرستیال کمېشنر مسرت زمان افغانستان انټرنیشنل-پښتو ته ویلي، دغه محدودیتونه د «باوري استخباراتي معلوماتو» له ترلاسه کېدو وروسته د خلکو د امنیت د خوندي کولو او د احتمالي وسله‌والو ګواښونو د مخنیوي لپاره د پاکستان د جزا قانون د ۱۴۴مې مادې له مخې لګول شوي دي.

د نوموړي په وینا، نوي امنیتي بندیزونه د جولای له ۲۸مې نافذ شوي او د ۳۰ ورځو لپاره به دوام وکړي. د امنیتي ځواکونو د مرکزونو، پولیسو تاڼو، پوستو او نورو مهمو دولتي ودانیو شاوخوا د ملکي موټرو درول او پارکېنګ هم منع شوی دی.

مرستیال کمېشنر ویلي، موټر چلوونکي باید امنیتي پوستو ته له رسېدو لږ تر لږه ۲۰۰ متره وړاندې خپل موټر په خوندي ځای کې ودروي او د امنیتي ځواکونو له اجازې پرته د پوستې پر لور تګ نه شي کولای.

هغه زیاته کړې چې د امنیتي ځواکونو د کاروانونو د تېرېدو پر مهال باید ټول ملکي موټر د سړک غاړې ته ودرول شي او د کاروان تر بشپړ تېرېدو پورې انتظار وکړي. د امنیتي تاسیساتو او پولیسو مرکزونو په ۲۰۰ مترۍ کې د ملکي موټرو موجودیت هم منع شوی دی.

مسرت زمان خبرداری ورکړی چې د ۱۴۴مې مادې د بندیزونو د سرغړونې په صورت کې به د پاکستان د جزا قانون د ۱۸۸مې مادې او نورو اړوندو قوانینو له مخې قانوني اقدام وشي.

دغه امنیتي اقدامات یوه ورځ وروسته له هغه شوي چې د سویلي وزیرستان په لنډي دوګ سیمه کې پر یوه مدرسه د یوه ادعا شوي ډرون برید له امله دیني عالم مولوي امان الله وژل شوی و.

ترویج لرونکی

د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې له کندهاره وسله وال فعالیتونه پیل کړل
۱

د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې له کندهاره وسله وال فعالیتونه پیل کړل

۲
د محبوب شاه محبوب لیکنه

د قدرت ۱۰۷ کلنه تراژیدي؛ له ماڼۍ تر وژل کېدو او تبعیده د افغانستان د واکمنو تکراري برخلیک

۳
ځانګړی

سراج الدین حقاني د روان وضعیت په تړاو په پکتیا کې له خپلو پلویانو سره پټه ناسته کړې

۴

د طالبانو د اړیکو کمیسیون افغانستان ته د دوو پخوانیو چارواکو د ستنېدو خبر ورکړی

۵

طالبانو په بلوچستان کې د ۳۴ کان کیندونکو پر مړینه خواشیني وښوده

•
•
•

نور کیسې

لکي مروت کې د وژل شویو پولیسو کورنیو د اګست ۴مې مراسمو د تحریم ګواښ وکړ

۱۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱ اګست ۲۰۲۶، ۰۳:۵۰ GMT+۱
100%

په لکي مروت کې د وژل شویو پولیسو کورنیو د خپلو غوښتنو د نه منل کېدو پر ضد احتجاج کړی او خبرداری یې ورکړی چې د ستونزو د نه حل په صورت کې به د اګست په ۴مه د شهیدانو ورځې په مراسمو کې ګډون ونه کړي.

اعتراض کوونکو د ولسوالۍ پولیسو په مرکز کې د پولیسو مشرنذیر خان پر ضد شعارونه ورکړل او ویې ویل چې له څو کلونو راهیسې یې خپلې غوښتنې له اړوندو چارواکو سره مطرح کړې، خو تر اوسه ورته عملي پاملرنه نه ده شوې.

د اعتراض پر مهال د یوه وژل شوي پولیس سرتېري ورور رسنیو ته وویل چې په ۲۰۲۴ کال کې نامعلومو وسله‌والو د چاودېدونکو توکو په وسیله د دوی کور په نښه کړ او په پېښه کې یې د پولیس په توګه دنده ترسره کوونکی ورور ووژل شو.

هغه وویل، له پېښې وروسته یې د انصاف او حکومتي مرستو د ترلاسه کولو لپاره له بېلابېلو پولیسو او حکومتي چارواکو سره لیدنې کړي، خو تر اوسه یې ستونزو ته عملي حل نه دی موندل شوی.

نوموړي وویل: «دوه کاله تېر شول، نه زموږ کورنۍ ته لازمې اسانتیاوې برابرې شوې او نه زموږ غوښتنې عملي شوې. که د وژل شویو پولیسو د کورنیو غږ هم نه اورېدل کېږي، نو بیا به انصاف له چا وغواړو؟»

اعتراض کوونکو خبرداری ورکړ چې که یې غوښتنې ونه منل شي، د اګست په ۴مه به د شهیدانو ورځې او نورو رسمي مراسمو کې ګډون ونه کړي.

د وژل شویو پولیسو کورنیو له خیبر پښتونخوا حکومت او د پولیسو له لوړپوړو چارواکو وغوښتل چې د دوی ستونزې ژر تر ژره هوارې کړي، قانوني او فلاحي غوښتنې یې ومني او هغه اسانتیاوې ورته برابرې کړي چې مخکې ورسره ژمنه شوې دي.

د بلوچستان د سکرو کان په پېښه کې ټول مړه شوي ۳۴ کارګر د خیبرپښتونخوا اوسېدونکي وو

۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۰۴ GMT+۱
•
فضل عزیز
100%

د بلوچستان ایالت د کوټې ښار اړوند د سورینج په سیمه کې د سکرو په یوه کان کې د مېتان ګاز د چاودنې له امله ټول مړه شوي ۳۴ کارګر د خیبر پښتونخوا او ډېری یې بیا د شانګلې ولسوالۍ د میا کلي اوسېدونکي وو. طالبانو هم په یاده پېښه کې د ۳۴ کان کیندونکو پر مړینې خواشیني څرګنده کړې ده.

د کان کېندونکو استازي وايي، ډېری قربانیان ځوانان او زده‌کوونکي وو او په کانونو کې د خوندیتوب د اسانتیاوو او کارګرو ته د حفاظتي معیاري وسایلو نشتوالی د دې ډول پېښو اصلي لامل دی.

د سورینج پېښه څنګه رامنځته شوه؟

په پاکستان کې د کانونو د کارګرانو د ټولنې (ال پاکستان ماین لېبر فېډرېشن) مشر عابد یار خان افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل، یاده پېښه د پنجشنبې په ورځ (د زمري ۸مه) د سکرو په کان کې د مېتان ګاز د چاودنې له امله رامنځته شوه. د ده په وینا، ۳۴ کارګر په کان کې بند پاتې شول، چې تر اوسه د ۳۲ کسانو جسدونه را اېستل شوي او د دوو نورو د جسدونو د را اېستلو عملیات روان دي.

100%

هغه وویل، د بارانونو په دې موسم (پشکال) کې چې کانونه ډېر ژور وي، نو په‌کې د اکسیجن اندازه کمه وي او د مېتان ګاز د راټولېدو له امله د چاودنې خطر زیاتېږي.

د نوموړي په وینا، کانونو ته د اکسیجن د رسولو مناسب سیستم نه‌شته او په دې پېښه کې هم ځینو بند کارګرانو له کان څخه د مرستې غوښتنه کوله، خو د اکسیجن د رسولو لپاره د امکاناتو د نشتوالي له امله یې ژوند له لاسه ورکړ.

د شانګلې ځوان کارګران قرباني شول

عابد یار خان وویل، په دغو ۳۴ مړه شویو کارګرانو کې ۳۲ تنه د شانګلې ولسوالۍ، یو د صوابۍ او بل د سوات اوسېدونکي وو. د شانګلې له قربانیانو څخه ۲۸ تنه یوازې د میا کلي اوسېدونکي وو.

هغه وویل، په دغو ۲۸ کسانو کې یوازې دوه تنه له ۴۰ کلونو پورته عمرونه درلودل او پاتې ټولو یې د ۱۸ او ۲۵ کلونو ترمنځ عمرونه درلودل.

د هغه په وینا، ډېری مړه شوي ځوانان زده‌کوونکي وو چې د ښوونځيو او کالجونو د جون او جولای د رخصتیو پر مهال یې د خپلو کورنیو د لګښتونو د برابرولو لپاره په کانونو کې کار کاوه.

هغه وویل: «شانګله یوه غرنۍ او بې‌وزله سیمه ده. خلک یې د کار روزګار فرصتونه نه‌لري، نو ځوانان یې د رخصتیو پر مهال کانونو ته ځي چې لږې پیسې وګټي، خو له بده مرغه همدوی خپل ژوند له لاسه ورکړ».

100%

عابد یار خان زیاته کړه، د پاکستان په کانونو کې شاوخوا ۸۰ سلنه کارګران د شانګلې ولسوالۍ دي، ځکه د دې ولسوالۍ خلک د سختو غرنیو شرایطو له امله له دغسې درنو کارونو سره عادي دي.

د هغه په وینا، د شانګلې نږدې ۲۵۰ زره اوسېدونکي د هېواد په بېلابېلو کانونو کې کار کوي.

په میا کلي کې ماتم

د شانګلې د میا کلي اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي، په کلي کې د «قیامت» په څېر حالت دی. د دوی په وینا، یوه کور ته د درېیو وروڼو او د هغوی د تره او دوو نورو کورونو ته د دوو- دوو وروڼه جنازې وروړل شوي دي.

د سیمې اوسېدونکي وايي، په نږدې کلیو کې اعلانونه کېدل چې خلک د قبرونو د کېندلو لپاره ورشي، ځکه په یوه وخت کې د ۲۸ قبرونو کېندل د کلي د خلکو له وسه وتلې خبره وه.

دوی وایي، د کلي د ښځو ژړا او چیغې هر ځای اورېدل کېدې او هر کور د غم پر ټغر ناست وو.

عابد یار خان وویل، په قربانیانو کې یوه ځوان یوازې ۱۵ ورځې مخکې واده کړی وو او په ۱۶مه ورځ یې جنازه کور ته وروړه او د ۱۵ ورځو ناوې یې ګونډه شوه.

100%

په کانونو کې د خوندیتوب د اسانتیاوو څرنګوالی

په پاکستان کې د کانونو د کارګرانو د ټولنې مشر عابد یار خان وویل، په بلوچستان او د پاکستان په نورو سیمو کې د سکرو او نورو کانونو ډېری چارې د خصوصي شرکتونو او قراردادیانو په لاس کې دي، خو د کارګرانو د خوندیتوب لپاره هېڅ مناسب تابیاوې نه‌شته.

د هغه په وینا، کارګرانو ته لازمې روزنې نه‌ورکول کېږي، د خوندیتوب معیاري وسایل نه‌لري، د اکسیجن د رسولو سیستمونه زړې او ناکافي دي، عصري ماشینونه نه‌شته او نه هم روغتیايي او نور اساسي حقوق ورته برابر شوي دي.

هغه زیاته کړه، د کارګرانو له خوندیتوب څخه نیولې تر معاشونو پورې د هغوی له ډېرو حقونو سرغړونه کېږي او ډېری دا ډول پېښې د شرکتونو د بې‌پروايۍ له امله رامنځته کېږي.

د قانون نیمګړتیاوې

په پاکستان کې د کانونو د کارګرانو د ټولنې د مشر په وینا، د کانونو اړوند قانون لا هم هغه دی چې په ۱۹۲۳م کال کې د انګرېزانو د واکمنۍ پر مهال جوړ شوی وو او اوسنیو اړتیاوو ته ځواب نه‌وایي.

هغه وویل، د کارګرانو اتحادیو څو ځله له پارلمان او حکومت څخه غوښتي، چې قانون دې اصلاح کړي، کانونه دې قانوني او خوندي شي او کارګرانو ته دې د روزنې، خوندیتوب، روغتیا او استوګنې اسانتیاوې برابرې شي، خو تر اوسه یې غوښتنو ته پام نه‌دی شوی.

د کارګرانو حقونه تر پښو لاندې کېږي

په پاکستان کې د کانونو د کارګرانو د ټولنې مشر عابد یار خان زیاتوي، کارګر ته د یو ټُن سکرو د اېستلو په بدل کې یوازې ۸۰۰ پاکستانۍ کلدارې ورکول کېږي، حال دا چې همدغه سکاره وروسته په بازار کې له ۴۰ زرو تر ۵۰ زرو کلدارو پلورل کېږي.

هغه وایي، د دغو کارګرانو د حقونو لپاره نه څوک غږ پورته کوي او نه هم د هغوی د خوندیتوب لپاره اغېزناک قانون جوړ شوی دی.

د نوموړي په وینا، د سکرو په کانونو کې کار دومره سخت او خطرناک دی چې ډېری کارګران وروسته د سږو، پښتورګو، زړه او سترګو پر ناروغیو اخته کېږي او ځینې یې د تل لپاره معلولېږي.

100%

د کارګرانو بې‌وسي

په پاکستان کې د کانونو د کارګرانو د ټولنې د مشر په وینا، له اړوندو چارواکو په وار وار غوښتل شوي، چې د قربانیانو جسدونه دې په یخچالي امبولانسونو کې خپلو سیمو ته ولېږدول شي، ځکه جسدونه سوځېدلي وي او کورنۍ یې غواړي د وروستي ځل لپاره د خپلو عزیزانو مخونه وویني، خو دا غوښتنه تر اوسه نه‌ده منل شوې.

هغه زیاته کړه، اوس د قربانیانو جسدونه په عادي موټرو کې لېږدول کېږي، ځینې تابوتونه د موټرو پر سر تړل شوي وي.

د هغه په وینا، د دغو کارګرانو بې‌وسي تر دې حده ده، چې د امبولانس لګښت هم نه‌شي ورکولای، ځکه ټول عاید خپلو کورنیو ته استوي. هغه زیاته کړه، د کارګرانو ډېری پخواني مشران، چې کلونه یې په کانونو کې کار کړی، اوس پر بېلابېلو ناروغیو اخته دي او د درملنې وس هم نه‌لري.

د پاکستان حکومت لا تر اوسه د دغو څرګندونو په تړاو څه سپیناوی نه‌دی کړی.

له دې سره سم، د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د بلوچستان په سورینج سیمه کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې د چاودنې له امله د ۳۴ کان کیندونکو پر مړینې خواشیني څرګنده کړې ده. یاد وزارت د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت مراتب وړاندې کړي او د پاتې کسانو د ژغورلو هیله یې ښودلې ده.

د خیبرپښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې په یوه وسله‌وال برید کې ۲ پولیس سرتېري وژل شوي

۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۴۶ GMT+۱
100%

د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ولسوالۍ کې د نامعلومو وسله‌والو له‌خوا د پولیسو پر ګزمې په برید کې دوه پولیس سرتېري وژل شوي دي.

د سیمې د پولیسو مشر غلام مبشر میکن ویلي، دا پېښه د جمعې په ورځ (د زمري ۹مه) د چودوان د پولیسو د حوزې په ساحه کې هغه مهال رامنځته شوه، چې پولیس سرتېري د یوه لاریون له امنیت ساتنې څخه د بېرته راستنېدو په حال کې وو.

چارواکو ويلي، په دغه وسله‌وال برید کې د پولیسو يو چارواکی فقیر حسین او بل پوليس سرتېری وزیر خان وژل شوي دي. په دغه برید کې د ګزمې دوه نور پولیس سرتېري، چې پر موټر سایکلونو سپاره وو، روغ رمټ پاتې شوي دي.

ويل شوي، تر برید وروسته امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي، د وژل شویو پولیسو جسدونه یې روغتون ته لېږدولي او د بریدګرو د موندلو لپاره یې د پلټنې عملیات پیل کړي دي.

د پاکستان د پوځ ویاند: په تېرو ۷ میاشتو کې په پاکستان کې ۳۱۴۵ بریدونه شوي

۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۴۷ GMT+۱
100%

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال احمد شریف چودري وايي چې د روان ۲۰۲۶ کال له پیله تر اوسه په خیبرپښتونخوا کې ۱۹۷۱، په بلوچستان کې ۱۱۴۸ او د پاکستان په نورو برخو کې ۲۶ وسله وال بریدونه شوي دي. نوموړی وايي، په دغو بریدونو کې ۸۱۹ نظامیان او ملکیان وژل شوي دي.

جنرال چودري نن جمعه (د جولای ۳۱مه) په یوه خبري ناسته کې وویل، چې په تېرو اوو میاشتو کې د پاکستان امنیتي ځواکونو په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې ۴۰ زره او ۳۴۸ ځانګړي عملیات هم کړي دي چې له امله یې ۲۰۸۴ وسله وال وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ د ویاند په وینا، په دغه هېواد کې په تېرو اوو میاشتو کې په اوسط ډول هره ورځ ۴ نظامیان او ملکیان د وسله والو په بریدونو کې وژل شوي دي.

هغه په خپلو خبرو کې وویل، چې د وسله والو مخالفانو په بریدونو کې ۳۰۳ د پوځ سرتېري، ۱۹۴ پولیس او ۳۲۲ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د نوموړي په وینا، په روان کال کې تر اوسه ۲۸ ځانمرګي بریدونه شوي دي.

د سليمان خېلو قومي مشرانو د افغانانو په نوم د پاکستاني وګړو د نیولو پرضد د احتجاج ګواښ وکړ

۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۹:۲۳ GMT+۱
100%

د سویلي وزيرستان په پرېس کلب کې د سليمان خېلو قومي مشرانو په یوې خبري ناسته کې ویلي، د افغان کډوالو پرضد د روانو عملياتو په نوم ځينې پاکستاني وګړي هم بې‌دليله نيول کېږي او ځورول کېږي. دوی خبرداری ورکړی، که دغه لړۍ ونه درېږي نو احتجاجي غورځنګ به پيل کړي.

په دغه خبري ناسته کې ملک اعظم سليمان خېل، سردار ملک متين، ملک حق‌داد او ملک کالاخان ويلي، پوليس د افغان کډوالو پرضد د عملياتو پرمهال د سليمان خېلو ځينې پاکستاني وګړي هم نيسي.
د دوی په وينا؛ که د کومې کورنۍ له غړي سره په هماغه وخت کې د پېژندنې کارت (شناختي کارت) نه وي، نو له پلټنې او تصديق پرته افغان ګڼل کېږي او افغانستان ته د لېږلو هڅه يې کېږي.

دغه قومي مشرانو ويلي، د دغه چلند له امله ګڼې کورنۍ له وېرې او ذهني فشار سره مخ دي. هغوی زياته کړه، د سليمان خېلو زرګونه کسان په پنجاب، بلوچستان او د پاکستان په نورو سيمو کې ژوند کوي؛ نو دغه ډول کړنې د پاکستاني وګړو لپاره هم ستونزې جوړوي.

دوی غوښتنه وکړه، که د کوم وګړي سره په هغه وخت کې شناختي کارت يا نور اسناد نه‌وي؛ نو د سليمان خېلو د پنځو معتبرو قومي مشرانو تصديق دې د لنډمهال لپاره د باور وړ وبلل شي، څو بې‌ګناه پاکستاني وګړي له نيولو او قانوني ستونزو وژغورل شي.

یادو قومي مشرانو له فدرالي او صوبايي حکومت، ځایي ادارې او د پوليسو له لوړپوړو چارواکو غوښتي، چې د دغه موضوع سملاسي جاج واخلي او د پاکستاني وګړو قانوني او بنسټیز حقونه خوندي کړي.

دوی خبرداری ورکړی، که د پاکستاني وګړو د بې‌ځايه نيولو او ځورولو لړۍ ونه درېږي؛ نو د سليمان خېلو قوم به پراخ احتجاجي غورځنګ پيل کړي، چې بشپړ مسووليت به يې د اړوندو ادارو پر غاړه وي.