بېرته ستنېدونکو کډوالو رویټرز ته ویلي، چې دوی د ټولنیزو رسنیو د ویډیوګانو او د ملګرو د پیغامونو له امله وهڅېدل، چې ګواکې دا سخته امنیتي پوله ماتېدلی شي.
د فېز ښار اوسېدونکي ابراهیم، چې د نانوایۍ کار یې پرېښی و او د نورو زرګونو کسانو په څېر یې له پولې د اوښتو هڅه کړې وه، وویل: «موږ د پرمختګ لپاره راغلي وو، نه د دې لپاره چې وغولول شو. فکر مې کاوه هلته به ښه راتلونکی جوړ کړم، خو په سیوتا کې حیران شوم».
هغه ویلي، درې ورځې یې یوازې په اوبو تېرې کړې، ځکه د هسپانیا په لور کې یې د ګرانبیه خوړو د پېرلو توان نه درلود.
نوموړي پوښتنه کړې: «څنګه کېدای شي چې د یو برګر بیه ۱۰۰ درهمه (شاوخوا ۱۰،۷۵ ډالر) وي؟».
یو شمېر کډوالو سیوتا د «زندان» په څېر بللې او ویلي یې دي چې هلته د تېرېدو بله لاره نه وه او ډېر دوکانونه او بازارونه تړلي وو.
رویټرز ویلي، د مراکش د فنیدق ښار پر لور د پولې لارې د پنجشنبې ورځې د راټولو شویو زرګونو کسانو په پرتله نږدې تشې ښکارېدې. ځوانان له پولې بېرته روان وو او ځینو د ټکسي انتظار ایست.
ځینو کډوالو ادعا کړې چې د سیوتا د «ال پرنسیپ» سیمې ځینو اوسېدونکو پرې بریدونه کړي او هغوی یې له سیمې شړلي دي، خو رویټرز دغه ادعاوې په خپلواکه توګه نه دي تایید کړې.
یو مراکشي یاسین ایشو ویلي، چې وهل شوی او له سیمې شړل شوی دی.
هغه ادعا کړې چې «دوی هرڅه محاصره کړل، څو موږ خپله له سیوتا ووځو او په خپل پلان کې بریالي شول».
د راپور له مخې، تر ۵۰ زرو ډېرو کسانو له دې سرحده د اوښتو هڅه کړې وه، خو ډېری یې بېرته ستانه شوي او یو شمېر لا هم د پاتې کېدو هڅه کوي.