افغانستان ته د بېرته ستنېدو فشار، د نیول کېدو وېره، د کاروباري فعالیتونو کمښت او د راتلونکي په اړه بې باوري هغه کورنۍ هم د خپلو جایدادونه پلورلو ته اړ اېستې، چې دغه شتمنۍ یې د کلونو د سختې خوارۍ او سپما په پایله کې جوړې کړې وې.
د پېښور په بېلابېلو سیمو کې وضعیت یو شان نهدی. په ځینو سیمو کې د جایدادونو خاوندان بېړني پېرودونکي نهشي موندلای او په ځینو نورو برخو کې پېرودونکي د بازار له روانې بیې څخه د پام وړ ټیټه بیه وړاندې کوي؛ په داسې حال کې چې په ځینو سیمو کې د افغانانو د کاروباري فعالیتونو له کمښت سره د هټیو او سوداګریزو جایدادونو غوښتنه هم اغېزمنه شوې ده.
د پېښور په کارخانو بازار کې د یوه هوټل افغان څښتن خیرباز افغانستان انټرنشنل پښتو ته وايي، چې اوس افغانستان ته د بېرته ستنېدو په حال کې دی او غواړي د مزار شریف په ښار کې خپل ژوند بیا له سره پیل کړي.
خیرباز وايي، په کارخانو بازار کې یې خپل هوټل درلود چې شاوخوا ۲۵ لکه پاکستانۍ کلدارې ارزښت یې لاره؛ خو د اوسنیو شرایطو او مجبورۍ له امله اړ شو، چې دغه هوټل یوازې په اته لکه کلدارو وپلوري. په دې معامله کې یې شاوخوا ۱۷ لکه کلدارو پورې مالي زیان کړی دی.
خیرباز وايي، نږدې دوه میاشتې بېروزګاره و او د هوټل له پلور وروسته ترلاسه شوې ۸ لکه کلدارې هم د کور پر کرایې، ورځنیو لګښتونو او نورو اړتیاوو لګول شوې دي. هغه وايي، اوس ورسره یوازې شاوخوا ۳ لکه کلدارې پاتې دي چې افغانستان ته د سفر د لګښتونو لپاره یې ساتلې دي.
خیرباز زیاتوي، چې په پېښور کې د پاتې کېدو پرمهال د کور کرایه د ورځني ژوند لګښتونه او نور مالي مسوولیتونه پرې ډېر درانه شوي وو؛ ځکه یې افغانستان ته د بېرته ستنېدو پرېکړه وکړه. شاوخوا درې ورځې وړاندې یې ورور پولیسو نیولی و او وروسته د تورخم له لارې افغانستان ته ډیپورټ شوی دی.
په پېښور کې مېشت افغان وګړي محمد فاروق افغانستان انټرنشنل پښتو ته وايي، خپل کور یې د کلونو د سختې خوارۍ او سپما په پایله کې جوړ کړی و چې شاوخوا دوه کروړه پاکستانۍ کلدارې لګښت پرې راغلی دی؛ اوسنیو شرایطو افغانستان ته د بېرته ستنېدو فشار او د راتلونکي په اړه د ناڅرګندتیا له امله اوس اړ شوی چې خپل کور وپلوري.
فاروق وايي، کله چې یې د کور د پلور لپاره له پېرودونکو سره خبرې وکړې؛ نو ورته د شاوخوا یوه کروړه څخه تر یو نیم کروړه پاکستانۍ کلدارو پورې وړاندیزونه وشول، چې د هغه د اصلي پانګونې پرتله ډېر کم دي.
د هغه په وینا؛ که کور په یو نیم کروړ کلدارو وپلورل شي، نو شاوخوا ۵۰ لکه کلدارې مستقیم مالي زیان به وکړي. هغه وایي: «په دې کور کې یوازې پیسې نهدي لګېدلې؛ بلکې د کلونو خواري، سپما او د خپلې کورنۍ د ښه راتلونکي هیلې هم ورسره تړلې دي».
هغه وايي: «اوس له داسې سخت حالت سره مخ یو، چې له یوې خوا د کور پرېښودو وېره لرو او له بلې خوا اړ یو خپله جایداد د اصلي ارزښت پرتله په ډېره ټیټه بیه وپلوري. موږ دا کور د کلونو په خوارۍ جوړ کړی و؛ خو نن حالات داسې شوي چې اړ یو خپله جایداد په زیان وپلورو. که حالات عادي وای هېڅکله به مو په دومره ټیټه بیه کور نه پلوره».
فاروق وايي، د کور له پلور وروسته ترلاسه شوې پیسې به افغانستان ته د ستنېدو او هلته د نوي ژوند د پیل لپاره وکاروي؛ خو که کور په ټیټه بیه وپلورل شي، نو د نوي ژوند د پیل لپاره به ورسره د پخوا پرتله ډېره کمه پانګه پاتې شي.
د خیبر ولسوالۍ لنډي کوتل بازار له اوږدې مودې راهیسې د ځايي او افغان سوداګرو لپاره یو مهم سوداګریز مرکز پاتې شوی دی. په دې بازار کې له هټیو، ګودامونو او بېلابېلو کاروبارونو سره د زرګونو کسانو روزګار تړلی دی.
افغان سوداګر جنید افغانستان انټرنشنل پښتو ته وايي، چې د خپل ژوند ټوله سپما یې په کاروبار او هټۍ پانګونه کړې وه؛ خو اوسنیو شرایطو د بازار سوداګریز فعالیتونه سخت اغېزمن کړي دي. بازار ته د اخستننکو تګراتګ کم شوی، یوشمېر هټۍ او کاروبارونه تړل شوي او په سوداګرو کې پر نوې پانګونې باور هم نږدې لهمنځه تللی دی.
جنید وايي: «موږ له کلونو خوارۍ وروسته خپل کاروبار جوړ کړی و؛ خو اوس نه هغه پخواني پېرودونکي شته او نه په بازار کې پخوانۍ رونق پاتې دی. د نوې پانګونې خبره خو پرېږده، اوسنی کاروبار ساتل هم ورځ تر بلې سختېږي».
د نیول کېدو له وېرې د هټیو تړل
د پېښور په صدر بازار کې د وچې مېوې افغان سوداګر او هټۍوال امتیاز خان افغانستان انټرنشنل پښتو ته وايي، چې د پولیسو د عملیاتو او د نیول کېدو له وېرې یې له تېرو لسو ورځو راهیسې خپله هټۍ په بشپړه توګه تړلی ده. په سیمه کې د پولیسو د پرلهپسې چاپو او عملیاتو له امله د هټۍ خلاصول یې د نیول کېدو له ګواښ سره مخ کوي او هغه په پاکستان کې د اوسېدو لپاره کوم قانوني سند هم نهلري.
د هغه په وینا؛ تر دې وړاندې هم پولیسو نیولی و او د خوشې کېدو لپاره یې ۲۰زره پاکستانۍ کلدارې ورکړې وې؛ خو اوس اندېښنه لري چې که بیا ونیول شي د قانوني او نورو لګښتونو د ورکولو لپاره کافي مالي امکانات نهلري.
د افغان کورنیو له بېرته ستنېدو سره د جایدادونو بازار هم اغېزمن شوی
پاکستاني جایداد پلورونکی محمد عثمان افغانستان انټرنشنل پښتو ته وايي، چې د افغان کورنیو د پراخې ستنېدنې له امله د پېښور په ځینو سیمو کې د جایدادونو پر پېر او پلور او د کورونو پر کرایو هم څرګند اغېز شوی دی. پخوا به ځینې هغه کورونه چې بیه یې تر ۷۰ لکه پاکستانۍ کلدارو پورې رسېده ،اوس په ځینو سیمو کې په نږدې ۵۰ لکه کلدارو هم موندل کېږي.
د محمد عثمان په وینا؛ د جایدادونو د پېرلو په برخه کې د خلکو د لېوالتیا کمېدو له امله د ځینو جایدادونو بیې په څرګند ډول راټیټې شوې دي، د دغه وضعیت اغېز د کورونو پر کرایو هم لیدل کېږي.
هغه زیاتوي، د افغان کورنیو له وتلو سره په ځینو سیمو کې د کورونو او هټیو غوښتنه کمه شوې ده.