په همدې ورځو کې تر ښار وروسته د کندهار هوايي ډګر لاهم د افغان امنیتي ځواکونو په لاس کې و. د هوايي ډګر د ځواکونو یوه برخه تر څو ورځو پورې کلابنده وه او وروسته د هوا له لارې له سیمې واېستل شوه.
سرچینو ویلي، د کندهار سقوط ځکه ځانګړی اهمیت درلود چې دا د افغانستان دویم لوی ښار او د طالبانو د غورځنګ تاریخي مرکز و. د ښار له سقوط سره طالبان وتوانېدل، چې د هېواد په سویل کې خپل پوځي او جغرافیایي نفوذ لا پراخ کړي.
د هلمند د سقوط پرمهال رامنځته شوې ویجاړي
په همدې ورځ لښکرګاه؛ د هلمند مرکز هم سقوط وکړ
د کندهار له سقوط یوازې څو ساعته وروسته په هلمند کې د جګړې وروستی پړاو هم پیل شو. د لښکرګاه ښار له څو اوونیو راهیسې د طالبانو تر سخت فشار لاندې و. د زمري په ۲۲مه طالبان د لښکرګاه ښار پر مهمو برخو واکمن شول. د راپورونو له مخې؛ د افغان امنیتي ځواکونو یوشمېر لوړپوړي چارواکي له ښاره ووتل او د حکومت وروستی مقاومت هم مات شو. په دې توګه لښکرګاه د طالبانو لاس ته ولوېده.
د لښکرګاه سقوط د هلمند لپاره هم مهم تحول و، ځکه هلمند د افغانستان له هغه ولایتونو څخه و چې د طالبانو او بهرنیو ځواکونو ترمنځ پهکې د کلونو لپاره سختې جګړې شوې وې.
د زمري په ۲۲مه؛ د سقوط لړۍ پراخه شوه
د اګست ۱۳مه یوازې د کندهار او هلمند د سقوط ورځ نه وه. په همدې ورځ طالبانو د افغانستان په نورو برخو کې هم چټک پرمختګ وکړ. د راپورونو له مخې؛ په دې ورځ غور – فېروزکوه، لوګر، زابل، روزګان او په غور کې د ولایت مرکز له پراخې جګړې پرته طالبانو ته وسپارل شول.
په لوګر کې افغان ځواکونو مقاومت وکړ؛ خو په پای کې پلعلم سقوط وکړ. په زابل او روزګان کې هم سیمهییزو ځواکونو د وضعیت له خرابېدو وروسته شاتګ وکړ.
د جمهوري نظام د سقوط وروستي پړاوونه
د جمهوري نظام د سقوط وروستي پړاوونه
د کندهار، هلمند او نورو مهمو ولایتونو سقوط د افغانستان د جمهوري نظام د دفاعي کرښو د چټک ماتېدو نښه وه. د اګست تر ۱۳مې طالبانو د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه د ۱۸ ولایتونو مرکزونه نیولي وو او د هېواد له نیمايي څخه په ډېره برخه کې یې خپل حضور پراخ کړی و.
د ولایتونو پرلهپسې سقوط د کابل پر لور د طالبانو لاره نوره هم هواره کړه.
د طالبانو امربالمعروف ډاکټرانو ته خبرداری ورکړی، که کومه ښځه له شرعي محرم پرته یې کتنځي ته مراجعه وکړي، باید یا بېرته وګرځول شي او یا تر هغې انتظار وباسي چې محرم یې حاضر شي.
د کندهار د پوهنې ریاست د کارکوونکو د معلوماتو له مخې؛ د جمهوري نظام پرمهال په دغه ولایت کې د ښځینه ښوونکو او اداري کارکوونکو شمېر دوو زرو ته رسېده، خو اوس ډېرې ښځې له دندو لرې شوې دي او شمېر یې سلګونو ته راکم شوی دی.
له چادري سره مشروط وتل
په کندهار او ډېرو نورو ښارونو کې ښځې اوس د پوښتنو او محدودیتونو د مخنیوي لپاره چادرۍ اغوندي او هڅه کوي لږترلږه دوه یا درې تنې یوځای سفر وکړي.
ارزو د چادرۍ په اړه چې خپله یې هم تجربه کړې وویل: «د چادرۍ اغوستل اسانه کار نهدی، یو خوا د سترګو د لید ساحه محدودوي، بل ډېر وخت د ساه بندۍ ستونزې هم پیدا کوي. له مخ سره چادري که په لاس ټینکه ونه نیسو، نو د لید کچه لا کمزورې کېږي او که یې په لاس نیسو بیا له نفس تنګۍ سره مخ کېږو».
سره له دې چې په کندهار کې پر ښځو پراخ محدودیتونه لګېدلي؛ خو بیا هم اقتصادي اړتیاوې ښځې اړ باسي چې د مرستو ترلاسه کولو لپاره د اقتصاد ریاست، کډوالو ریاست، سرې میاشتې او نورو ادارو مخې ته راټولې شي.
ډېری وخت دغه ښځې د ساعتونو لپاره په کتارونو کې ولاړې وي ځکه د ژوند اړتیاوې بل انتخاب نه ورپرېږدي. ارزو وايي، چې طالبانو له یوې خوا د ښځو پر کار بندیز لګولی؛ خو له بلې خوا بیا د مرستو د وېش مرکزونو مخې ته او په واټونو کې ناستې سوالګرې مېرمنې نه منع کوي او د کار زمینه ورته نه برابروي.
که څه هم د افغانستان د سینما عمر د ځینو هېوادونو له جوړېدو ډېر دی؛ خو په کور دننه د جګړو، ناخوالو او د طالبانو د پراخو محدودیتونو له امله یې دغه سفر له ستونزو، ستړیا او د لاسته راوړنو له لاسه ورکولو سره مل دی.
په داسې حال کې چې د افغانستان او هندوستان لومړنی فلم هممهاله جوړ شوی و؛ خو په افغانستان کې جګړې، ناخوالې او د طالبانو محدودیتونه د بالیوډ په څېر د افغان سینما د پرمختګ پر وړاندې لوی خنډونه بلل کېږي. د افغانستان لومړی فلم د افغانستان لومړنی فلم د (عشق او دوستي) په نوم و، چې په ۱۹۴۶کال کې د پردې پر مخ نندارې ته وړاندې شو. د دغه فلم يوازې څو مرکزي نارينه پرسونل، سناريو او د فلم لپاره سندرې چې افغاني موسیقیار کمپوز کړې وې؛ نور ټول تخنيکي پرسونل، ډايرکتر، فلم اخيستونکى او ښځينه لوبغاړې یې هندي وګړي وو. خو په افغانستان کې لومړنی بشپړ پښتو هنري فلم (ارمان) وو، چې واحد نظري په ۱۹۸۸کال کې جوړ کړی و. د افغانستان د سینما په تاریخ کې داسې فلمونه شته، چې لاهم د خلکو په ذهن او زړونو کې ځای لري. له دې ډلې «اختر مسخره، دهکدهها بيدار میشود، تابستان داغ کابل، فرار، لحظهها، صبور، پرندههای مهاجر، زمين، ارمان، مرد هاره قول است او د کوڅو سر ګردان» شامل دي. د دې ترڅنګ د ټلوېزيون پر څپو «اشک ولبخند، دختر با پيراهن سپيد، د لمر په لور، سر بند او د کونډې زوى» سريالونه هم شامل دي. که څه هم د افغانستان او هندوستان لومړنی فلم هممهاله جوړ شوی و؛ خو په افغانستان کې لسیزو جګړو، ناخوالو او د طالبانو محدودیتونو د بالیوډ په څېر د افغان سینما د پرمختګ پر وړاندې لوی خنډونه بلل کېږي. تیاتر او ډرامهیي هنرونه که د ایخانم په لرغوني ښارګوټي کې د سیمې تر ټولو د لوی تیاترسالون ته پام وکړو، چې د یونانوباختري پېر یادګار دی؛ نو په افغانستان کې د تیاتر تاریخ تر میلاد وړاندې پېړیو ته ورګرځي. خو د معاصر تیاتر تاریخچه بیا د هر بل موډرن او مدني پیل په شان د غازي امان الله شاه دوران ته رسېږي. د خپلواکۍ جشن پرمهال پر ۱۳۰۱لمریز کال د بهرنیو چارو وزارت په ستوري ماڼۍ کې شاهي کورنۍ ته لومړۍ ننداره وړاندې شوه. ویل کېږي، چې په افغانستان کې د نندارې د ښوولو او دودولو لومړنی هڅوونکی هم محمود طرزي و. وروسته د پوهنې نندارې او بیا افغان نندارې په جوړېدو د تیاتر هنر په افغانستان کې وده وکړه، لوی هنرمندان دریځ ته راغلل او ګڼې افغاني او بهرنۍ ډرامې پر سټيژونو ولوبول شوې. عبدالرشید لطیفي چې د افغان نندارې له بنسټوالو څخه و، د قهرمانان په نامه د پښتو بشپړې نندارې په ښوولو د پښتو تیاتر بنسټ رسماً کېښود؛ که څه هم تر دې پخوا په پښتونخوا کې د عبدالاکبرخان اکبر او نورو لیکوالو پښتو ډرامې لیکلې او پر سټېژونو لوبېدلې وې. هغه مهال د کابل د هنرمندانو ځای هماغه د استقلال لیسې د سپورت سالون و، چې د علامه سلجوقي لهخوا د مطبوعاتو خپلواک مشر و، د «پوهنې نندارې» په نوم ونومول شو او د مطبوعاتو تر ریاست لاندې پهکې په رسمي ډول نندارې پیل شوې. په ۷۰مه لسیزه کې تیاتر هم د کورنۍ جګړې په اور کې وسوځېده، کابل نندارې ته داسې اور واچول شو چې ان د جمهوریت په کلونو کې هم کنډواله پاتې شوه. سینما د سینما هنر هم په نړۍ او هم په افغانستان کې نوی دی. ویل کېږي، چې ۱۹۱۴ او ۱۹۱۵ کلونو ترمنځ د سینما لومړنی پروجکتور انګرېزانو امیرحبیب الله خان ته ډالۍ کړ. د فلم کتلو لومړني بشپړ وسایل شاه امان الله خان له ځان سره له اروپا راوړل او په پغمان کې یې یوه سینما پرانیستله. هغه مهال په پغمان کې ګڼو خلکو لومړنی فلم ولید. د اړدوړ پرمهال افراطيانو سینما وتړله؛ خو د نادرشاه پرمهال بېرته پرانیستل شوه او بیا ګڼې سینماوې په کابل او نورو ولایتونو کې جوړې شوې. د افغانستان سینما زرین پېر په ۱۹۸۰لیسزه کې و. یوشمېر ځوانانو په ۱۹۷۰او ۱۹۸۰لسیزو کې شوروي اتحاد او نورو هېوادونو کې د فلم جوړونې بورسیې ترلاسه کړې. خو د لسیزو جګړو او ناخوالو له امله د سینما مخ پر ودې مزل یو وار بیا ټکنی شو. د افغانستان په ولایتونو کې د جوړو شویو ګڼو سېنماوو ژوند د خلق دیموکراتیک ګوند د حاکمیت ختمېدو او د مجاهدینو په لاس د ډاکټر نجیب الله د حکومت له نسکورېدو سره پای ته ورسېد. په کورنۍ جګړه کې هم د سینما څو ودانۍ ویجاړې شوې. د اریوب او بهارستان سینماوې هم د تل لپاره وتړل شوې. خو وروسته په کابل کې بیا د جمهوریت پرمهال هم د افغان سینما د رغولو هڅې وشوې، نړۍوالو هم مرستې وکړې؛ خو داسې کومه لویه بریا او پایله یې نهلرله. په تېر کې په کابل ښار کې شاوخوا ١٨ دولتي او شخصي سېنماوې فعالې وې، چې يوشمېر يې د جګړو او بېغورۍ له امله ويجاړې شوې دي. په ۱۴۰۰کال کې د طالبانو له واکمنۍ سره سینماوې په بشپړه توګه وتړل شوې. له دې ډلې د پامیر، اریانا، بریکوټ، پارک، بهارستان، د خېرخانې بهزاد، زینب، تیمورشاهي، فرخي، میوند، اقبال او اریوب سینما د ۱۹مې لسیزې ترټولو مشهورې سینماوې وې؛ خو دلته به په هغه سینماوو تم شو، چې په وروستیو کلونو کې فعالې وې؛ خو اوس یا ویجاړې شوې او یا یې هم ځای نورو فعالیتونو نیولی.
مروه ۲۳ کلنه ده او د جوزجان ولایت اوسېدونکې ده. هغې پخوا هیله لرله چې د دماغو جراحه شي.
خو د ښځو پر پوهنتوني زدهکړو له بندیز وروسته یې د غاښونو د مصنوعي غړو په برخه کې انلاین زدهکړې پیل کړې او اوس په یوه خصوصي روغتون کې د غاښونو د ډاکټرې د مرستیالې په توګه کار کوي.
مروه وايي، د طالبانو چارواکي او د «امر بالمعروف او نهې عن المنکر» کسان د هغې د کار ځای څارنه کوي او د دې په اړه پوښتنې کوي چې دا ځوانه ښځه څوک ده، سرپرست یې څوک دی او ولې یوازې کار کوي.
ګارډین وايي، سره له دې چې د دغو ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونه او خطرونه شته، هغوی لا هم هڅه کوي چې خپل ژوند روان وساتي، کار وکړي، زدهکړه وکړي او خپله هیله له لاسه ور نه کړي.