د ښځو د عدالتغوښتنې نړیواله شبکه: د طالبانو حکومت او تبعیضي سیاستونه نه منو
د ښځو د عدالتغوښتنې نړیوالې شبکې د ۲۰۲۶ کال د اګست ۱۵مې په مناسبت، د طالبانو حکومت او د هغوی «ځپونکي او تبعیضي سیاستونه» رد کړي او په افغانستان کې یې د یوه مشروع، ټولشموله، ځوابویونکي او د بشري حقونو پر بنسټ د نظام غوښتنه کړې ده.
ددغه شبکې لخوا خپره شوې اعلامیه، چې د «سولې، ازادۍ، زدهکړې او انساني کرامت» تر شعار لاندې خپره شوې، ویل شوي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست ۱۵مه او له هغې وروسته د افغانانو ژور کړاوونه نه هېروي او د بشري حقونو، برابرۍ او انساني کرامت پر ساتنې ټینګار کوي.
اعلامیه وايي: «موږ د طالبانو حکومت او د هغه ځپونکي او تبعیضي سیاستونه نه منو او د یوه مشروع، ټولشموله، ځوابویونکي او د بشري حقونو پر بنسټ د نظام غوښتنه کوو.»
په اعلامیه کې د نجونو او هلکانو د زدهکړې پر برابر حق ټینګار شوی او د طالبانو د «تحمیلي او تبعیضي تعلیمي نظام» د نه منلو اعلان شوی دی. په سند کې له افغانستانه د نجونو او ښځو د زدهکړو، کار، ازادۍ او ټولنیز او سیاسي مشارکت د محدودولو د پای ته رسېدو غوښتنه هم شوې ده.
په اعلامیه کې له نړیوالې ټولنې غوښتل شوي چې د افغانانو، په ځانګړي ډول د ښځو، نجونو، ماشومانو او له ګواښ سره مخ کسانو ملاتړ وکړي او په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو پر وړاندې «روښانه او مسولانه دریځ» غوره کړي.
د اعلامیې په پای کې ویل شوي: «موږ د قربانیانو او ژوندي پاتې شویو کسانو غږ نه چوپېدو ته ژمن یو او د یوه ازاد، سولهییز، عادلانه او د انساني کرامت پر بنسټ افغانستان لپاره به هڅې کوو.»
په اعلامیه کې د اګست ۱۵مې په اړه ټینګار شوی: «۱۵ اګست نه هېروو؛ د کړاو او بېعدالتۍ پر وړاندې چوپتیا جرم دی.»
اعلامیه په «نه تاوتریخوالي، نه تبعیض، نه له زدهکړو محرومیت، نه د ښځو حذف او نه بېعدالتۍ» شعارونو پای ته رسېدلې او د افغانستان ټولو خلکو ته یې د سولې، ازادۍ، زدهکړې او انساني کرامت غوښتنه کړې ده.
په «افغانستان کې د ماشومانو پر ودونو د نجونو د زدهکړو د محدودیتونو اغېزې» تر سرلیک لاندې دا راپور د نړیوالو او کورنیو حقوقي اسنادو پر شننې او د افغانستان په ۱۸ ولایتونو کې له ۴۰ ښځو او نجونو سره پر ژورو مرکو ولاړ دی.
لیمه (مستعار نوم) یوه له هغو نجونو ده چې کیسه یې په راپور کې رااخیستل شوې ده. هغې غوښتل لوړې زدهکړې وکړي، د انګلیسي ژبې کورسونه ولولي او ډاکټره شي، خو پر زدهکړو بندیز یې د ژوند مسیر بدل کړ.
ثنا وایي: «کورنۍ مې د واده مخه نه شوای نیولی، ځکه هغوی مخکې له مخکې هوکړه کړې وه».
راپور وايي، په افغانستان کې روان اقتصادي او بشري ناورین ځینې کورنۍ دې ته اړ باسي چې د خپلو لوڼو واده د اقتصادي پیټي د کمولو د یوې لارې په توګه وګوري. کله چې نجلۍ ښوونځي، کار او د راتلونکي عاید فرصت نه لري، پر کورنۍ د هغې اقتصادي وابستګي هم زیاتېږي.
ثنا لا هم د زدهکړو هیله لري. هغه وایي: «زه لا هم غواړم خپلو زدهکړو ته دوام ورکړم، خو له شپږم ټولګي پورته نجونو ته په کورسونو کې د کېناستلو اجازه هم نه ورکول کېږي».
د راپور د شمېرو له مخې، دا کچه په هلمند کې ۶۴،۱ سلنه، په هرات کې۶۱،۵ سلنه او په فاریاب کې ۵۸،۷ سلنه ښودل شوې ده. په پکتیا کې دا کچه ۲۲،۶ سلنه، په لوګر کې ۲۳،۱ او په پروان کې ۳۲،۴ سلنه ښودل شوې ده.
څېړنه د ولایتونو ترمنځ دا توپیر له بېوزلۍ، بېځایه کېدو او زدهکړو ته له محدود لاسرسي سره تړلی بولي.
راپور وايي، په افغانستان کې د کمعمره ودونو کچه له ۲۰۰۰ کال وروسته د نجونو د زدهکړو او خوندیتوبي پروګرامونو په پراخېدو سره په تدریجي ډول راکمه شوه، خو له ۲۰۲۱ کال وروسته دا بهیر بېرته مخ په بدلېدو دی.
د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې د اټکل له مخې، که د نجونو پر زدهکړو بندیزونه دوام وکړي، د ماشومانو ودونه به ۲۵ سلنه، له وخت مخکې امیندوارۍ به ۴۵ سلنه او د میندو مړینه به لږ تر لږه ۵۰ سلنه زیاته شي.
راپور ټینګار کوي چې د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو سروې لا د زدهکړو د وروستیو بندیزونو ټولې اغېزې نه شي ښودلی، ځکه د نن ورځې له زدهکړو محرومې نجونې لا د ښوونځي په عمر کې دي. د څېړونکو په وینا، د اوسنیو بندیزونو بشپړه اغېزه به هغه مهال په احصایو کې راڅرګنده شي چې دا نجونې ځوانۍ ته ورسېږي.
له همدې امله، راپور خبرداری ورکوي چې اوسني ارقام باید د ستونزې وروستۍ کچه ونه ګڼل شي.
د راپور مرکزي موندنه دا ده چې ښوونځي ته تګ د نجونو لپاره یوازې د زدهکړې فرصت نه و، بلکې د کمعمره واده پر وړاندې یې د خوندیتوب رول هم درلود.
«لومړی د ښځو حقونه» بنسټ له مرستندویو هېوادونو، ملګرو ملتونو او مدني بنسټونو غوښتي چې د نجونو زدهکړې، د ماشومانو خوندیتوب، رواني او ټولنیز ملاتړ، روغتیايي خدمتونه او له بېوزلو کورنیو سره اقتصادي مرستې په یوه ګډ پروګرام کې سره وتړي.
راپور ټینګار کوي، تر هغه، چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړلې وي، د میلیونونو نجونو لپاره به له ټولګي څخه د خسر تر کوره واټن ورځ تر بلې لنډېږي.
نوموړې وايي، په کور کې یې نارینه نهشته او دوی درې خويندې له خپلې مور سره ژوند کوي. هغه وایي، د کور د لګښتونو برابرول ورته ډېر ستوزمن وو. په افغانستان کې ښځو ته د کار اجازه نه ورکول کېده؛ نو له همدې امله دوی اړ شول چې افغانستان پرېږدي او پاکستان ته کډه شي. د طالبانو لهخوا پر موسیقۍ هم سخت بندیز لګېدلی دی. موسیقي د افغانستان د کلتور یوه مهمه برخه ده خو اوس موسیقار او هنرمندان نهشي کولی په ازاد ډول خپلو هنري فعالیتونو ته دوام ورکړي.
نوموړې وايي، د موسیقۍ له امله یوازې هنرمندان نهدي زیانمن شوي بلکې د افغانستان کلتور هم له ستونزو سره مخ شوی دی، د ځینو هنرمندانو د موسیقۍ وسایل له کورونو وړل شوي، مات شوي او یا هم سوځول شوي دي.
ښکلا وايي، «د ښځو ستونزې یوازې تر موسیقۍ نه محدودېږي. ښځې له زده کړو، کار، تګراتګ او د خپل ژوند د ډېرو پرېکړو له حقونو هم بېبرخې شوې دي. ښځې باید د زدهکړو او کار حق ولري. یوه ښځه چې زدهکړې وکړي، خپل حقونه ښه پېژني او کولی شي د خپلې کورنۍ او ټولنې لپاره ښه رول ولوبوي».
ښکلا وايي، د ښځو پر زدهکړو بندیز یوازې د ښځو ستونزه نه ده بلکې د ټول افغانستان راتلونکی هم زیانمنوي. که نجونې له زدهکړو پاتې شي، په راتلونکي کې به افغانستان له لا ډېرو ستونزو سره مخ شي.
نوموړې وايي، د طالبانو د بندیزونو له امله د افغان ښځو اقتصادي ستونزې هم ډېرې شوې په ځانګړي ډول هغه کورنۍ له سختو ستونزو سره مخ دي چې د کور د لګښتونو لپاره نارینه نهلري.
د موسیقۍ په اړه ښکلا وايي، رباب د هغې لپاره یوازې د موسیقۍ یوه اله نهده بلکې د ژوند یوه مهمه برخه ده. کله چې له ستونزو او فشار سره مخ شي رباب غږوي او دا کار یې ذهن اراموي.
نوموړې وايي، افغانستان ته د بېرته ستنېدو په اړه اندېښنه لري ځکه هلته نهشي کولی خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي، کار وکړي او یا په ازاد ډول رباب وغږوي؛ په کور کې یې نارینه نهشته او که بېرته افغانستان ته ستنه شي، نو د کور لګښتونه به څنګه برابر کړي، دا ورته لویه ستونزه ده او که موسیقي هم پرېږدي نو د هغې لپاره به ژوند لا سخت شي. موسیقي د هغې د احساساتو د څرګندولو او د سختو حالاتو د زغملو یوه وسیله ده.
ښکلا وايي، په پاکستان کې هم افغان کډوال له ګڼو ستونزو سره مخ دي؛ د کار، زدهکړو، ویزې او راتلونکي په اړه اندېښنې لري. افغان زدهکوونکي د زدهکړو لپاره ویزې او قانوني اسنادو ته اړتیا لري او دا کار د ډېرو افغان کورنیو لپاره اسانه نهدی.
ښکلا وايي، هغې په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې تر لسم ټولګي پورې زدهکړې کړې وې خو واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته یې زدهکړې په ټپه ودرېدې. نوموړې وايي، ډېری افغان نجونې هم ورته حالت لري او له زدهکړو بېبرخې شوې دي.
د ښځو د زدهکړو په اړه ښکلا وايي، ښځې هم د زدهکړو حق لري او باید خپلې زدهکړې بشپړې کړي. ښکلا وايي، په افغانستان کې د کم عمره نجونو د ودونو ستونزه هم د اندېښنې وړ ده.
نوموړې افغان نجونو او ښځو ته پیغام ورکړی، چې له خپلو خوبونو لاس وانهخلي. هغې وویل، که ستونزې هر څومره زیاتې وي باید خپلې زدهکړې، هنر او مهارتونه پرېنږدي او د خپل راتلونکي لپاره هڅې وکړي. د هغې په وینا، افغان ښځې باید د ستونزو له امله خپل خوبونه هېر نهکړي؛ بلکې تر خپلې وسې پورې دې د زدهکړو، هنر او خپلواک ژوند لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
ساپکو ویلي، اوس به دا ډېره سخته وي چې څوک پر امریکا باور وکړي. جان ساپکو د پنجشنبې په ورځ د سياېناېن له ویاندې کرېسټين امانپور سره په مرکه کې له هغه افغانانو سره د امریکا د حکومت پر چلند سختې نیوکې وکړې، چې د امریکا له حکومت او پوځ سره یې همکاري کړې ده.
ساپکو د افغانستان د ښځو وضعیت لویه «تراژیدي» وبلله او ویې ویل: «که ښځه یاست، افغانستان ستاسو لپاره دوزخ دی». ساپکو پر نړۍوالې ټولنې په ځانګړې توګه د ډونالډ ټرمپ پر حکومت نیوکه وکړه او ویې ویل، چې د دغه وضعیت د بدلون لپاره کوم اغېزمن اقدام نهکېږي.
هغه د امریکا د نړۍوالې پراختیایي ادارې (USAID) د مرستو او بشري پروژو کمښت هغه لاملونه وبلل، چې د افغانانو ژوند یې لا ستونزمن کړی دی. ساپکو د مرکې په یوه بله برخه کې له افغان حکومت او امریکايي ځواکونو سره د همکارو افغانانو وضعیت ته هم اشاره وکړه. هغه وویل، سلګونه زره دغه کسان لاهم په افغانستان کې پاتې دي او په دې لټه کې وو چې امریکا ته ولېږدول شي. د هغه په وینا، شاوخوا ۱۷زره کسان په یوه پړاو کې امریکا ته د لېږد په لړۍ کې شامل وو، هغوی خپل اسناد بشپړ کړي او امنیتي ارزونې یې هم تېرې کړې وې؛ خو اوس دغه بهیر په ټپه درول شوی دی.
ساپکو د دغه کسانو د امنیتي ارزونې له بهیر څخه دفاع وکړه او هغه یې «تر ټولو غوره د امنیتي ارزونې نظام» وباله. د هغه په وینا، دغه نظام د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې جوړ او وروسته لا پیاوړی شو.
ساپکو وویل، له افغان همکارانو سره د امریکا چلند یوازې اخلاقي موضوع نهده؛ بلکې د دغه هېواد له ملي امنیت سره هم تړاو لري. د هغه په وینا، که واشنګټن هغه کسان چې په افغانستان کې د امریکا ترڅنګ ولاړ وو، پرېږدي او له هغوی سره خپله ژمنه پوره نهکړي، نو په راتلونکي کې به د باور وړ متحدانو موندل ورته لا ستونزمن شي.
هغه په پای کې پوښتنه وکړه: «تاسو فکر کوئ، له هغوی سره زموږ د چلند له څرنګوالي وروسته، بل ځل چې موږ د جګړې لپاره متحدانو ته اړتیا ولرو، که هغه په اوکراین کې وي، که ایران او یا په بل هر ځای کې ایا څوک به پر امریکا باور وکړي؟»
په اعلامیه کې ویل شوي، چې نجونې له ښوونځیو او پوهنتونونو منع شوي، ښځې له کاره اېستل او منع شوي او د اعتراض غږونه یې له نیونو، شکنجې، ګواښونو او تاوتریخوالي سره مخ شوې دي.
د ښځو دغو اعتراضي خوځښتونو ویلي، چې د طالبانو محدودیتونه یوازې پر عادي ښځو نهدي لګېدلي، بلکې ډاکترانې، خبریالانې، استادانې، ښوونکې، محصلانې، ښځینه کارکوونکې، پخوانۍ پولیسې او پوځي ښځینه کارکوونکې او ځوانې نجونې هم له زدهکړو، کار او په ټولنه کې له مشارکت څخه محرومې شوې دي.
په اعلامیه کې راغلي: «هغه څه چې پر افغان ښځو تپل شوي، یوازې د محدودیتونو ټولګه نهده، بلکې د ښځو د له منځه وړلو او له ټولنې او عامه ژوند څخه د هغوی د حذف سیستماتیک سیاست دی».
دوی له ملګرو ملتونو، یوناما، له امنیت شورا او همداراز له بشري حقونو شورا او د نړۍ له حکومتونو غوښتي، چې له تکراري غندنو ورهاخوا، د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو د پالیسۍ د پای ته رسولو لپاره عملي او بېړني اقدامات وکړي.
د ښځو خوځښتونو همداراز د طالبانو د «حساب ورکولو» غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې د افغانستان د راتلونکي په اړه هېڅ بحث او پرېکړه باید د ښځو، په ځانګړي ډول د معترضو او عدالتغوښتونکو ښځو له «واقعي او معناداره حضور» پرته ترسره نه شي.
دوی له نړیوالو رسنیو غوښتي، چې د افغان ښځو د غږونو رسولو ته دوام ورکړي او د هغو نجونو، ډاکترانو، استادانو، خبریالانو او معترضو ښځو د وضعیت په تړاو راپورونه خپاره کړي، چې د طالبانو د محدودیتونو او ځپنې له امله اغېزمنې شوې دي.
په اعلامیه کې د ښځو د حقونو غوښتنې په دې ټکو راټولې شوې دي: «زدهکړه زموږ حق دی. کار زموږ حق دی. ازادي زموږ حق دی. له کرامت سره ژوند زموږ حق دی».
د ښځو خوځښتونو د اګست ۱۵مه د «تسلیمېدو نه، بلکې د افغان ښځو د ازادۍ، عدالت او برابرۍ لپاره د مقاومت او بیا ژمنې ورځ» بللې او ټینګار یې کړی، چې د نجونو تر بېرته ښوونځیو او پوهنتونونو ته د ستنېدو او ښځو ته د کار او ازادۍ تر حق ورکولو پورې به یې مبارزه دوام ولري.