پاکستان په سعودي عربستان کې د خپلو پوځي ځواکونو حضور تایید کړ

د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چوهدري په سعودي عربستان کې د دغه هېواد د پوځي ځواکونو حضور د «مکې تړون» په نوم د دفاعي همکاریو په چوکاټ کې تایید کړ. هغه ویلي، پاکستاني ځواکونه د بېلابېلو پوځي وړتیاوو په لرلو سره اوسمهال په سعودي عربستان کې مېشت دي.
هغه ټینګار کړی، چې د پاکستان او سعودي عربستان ترمنځ پوځي همکاري څو لسیزې پخوانۍ مخینه لري او نوی اېتلاف هم پر همدې پخوانیو اړیکو ولاړ دی. د مکې اېتلاف شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان په ګډون جوړ شوی او موخه یې د دفاعي همکاریو او ګډې مخنیوي وړتیا پیاوړتیا بلل شوې ده.
د دغه تړون سیاسي ـ دفاعي کمېټې د اکتوبر په ۵مه په ریاض کې د سعودي عربستان پر وړاندې د ګواښونو او په یمن کې د حوثیانو پرضد د ریاض د ملاتړ وړ ځواکونو پرمختګونو ته په پام د هوکړه شویو پوځي وړتیاوو پر چټک ځای پر ځای کولو ټینګار کړی دی.
له اسلاماباد نه د سياېناېن خبریال په ژوندۍ خپرونه کې راپور ورکړی، چې احمد شریف چوهدري په دې مرکه کې د ناټو د ډلهییزې دفاع له اصل سره ورته عبارت کارولی او ټینګار یې کړی چې: «پر یوه غړي برید پر ټولو غړو برید دی».
د پاکستان د پوځ ویاند دغه څرګندونې داسې مهال کړې، چې سعودي عربستان ته د حوثیانو بریدونو د سیمې د جګړې پراختیا په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي. خو دغه پاکستاني چارواکي له سياېناېن سره په خبرو کې په سعودي عربستان کې د مېشتو پاکستاني ځواکونو د شمېر، پوځي تجهیزاتو او په یمن کې د حوثیانو پر ضد په عملیاتو کې د هغوی د احتمالي ګډون په اړه له جزییاتو ورکولو ډډه کړې او ویلي یې دي چې دغه معلومات محرمانه دي.
د پاکستان پارلمان په ۲۰۱۵کال کې د حوثیانو پر ضد په پوځي عملیاتو کې د ګډون لپاره د سعودي عربستان غوښتنه رد کړې وه؛ خو داسې ښکاري چې د اوسنیو دفاعي همکاریو شرایط له هغه وخت سره توپیر لري.
د سياېناېن خبریال په خپل راپور کې زیاته کړې، چې ترکیه د خپل پوځي ځواک او د ناټو د غړیتوب، سعودي عربستان د خپل اقتصادي ځواک او پاکستان د اټومي وسلو د لرلو له امله هڅه کوي، د سیمهییزو ګواښونو پر وړاندې د ګډ اتحاد او ګډې مخنیوي وړتیا روښانه پیغام واستوي.
