د دغه سازمان په خبرپاڼه کې، چې د چهارشنبې په ورځ خپره شوې، ویل شوي چې متحده عربي اماراتو د اکتوبر پر ۲۱مه لانا نسیبه په رسمي ډول د ملګرو ملتونو د راتلونکي عمومي منشي لپاره نومولې ده.
د بشري حقونو د څار سازمان د مدافعې چارو مشر برونو ستاګنو اورګارته ویلي، نسیبې له کلونو راهیسې له خپل مقام څخه په استفادې هڅه کړې چې په یمن کې د اماراتو د جګړهییزو جنایتونو او په سوډان کې د چټک ملاتړ ځواکونود ملاتړ په اړه پام واړوي او شواهد رد کړي.
هغه زیاته کړې، د اماراتو د بشري حقونو د وضعیت په اړه د نسیبې ناسمو معلوماتو، په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو د هغو راپورونو ردولو چې له چټک ملاتړ ځواکونو سره د اماراتو اړیکې مستندوي، د قربانیانو لپاره د عدالت او حسابورکونې بهیر زیانمن کړی دی.
په سوډان کې د چټک ملاتړ ځواکونو د ملاتړ تورونه
د بشري حقونو د څار سازمان وايي، نسیبې څو ځله دا رد کړې چې متحده عربي امارات د سوډان له چټک ملاتړ ځواکونو سره پوځي مرسته کوي، خو د دې ادعا پر خلاف یې د شته شواهدو په اړه روښانه ځواب نه دی ورکړی.
چټک ملاتړ ځواکونه له سوډاني پوځ سره په جګړه بوخت دي او د بشري حقونو د څار سازمان په وینا، دغه ځواکونه په پراخو جګړهییزو جنایتونو او د بشریت پر ضد جنایتونو کې لاس لري. په دې کې د دارفور په سیمه کې د قومي تصفیې کمپاین هم شامل دی.
د سوډان په اړه د ملګرو ملتونو د حقیقت موندنې ماموریت د شمالي دارفور د الفاشر ښار پر وړاندې د دغو ځواکونو بریدونه ارزولي او ویلي یې دي چې د دغه ښار د نیولو پر مهال د هغوی کړنو د نسلوژنې نښې لرلې.
د بشري حقونو د څار سازمان د معلوماتو له مخې، نسیبې د ۲۰۲۴ کال په سپټمبر کې د «اکانومېسټ» ورځپاڼې د لیکونو په برخه کې په یوه لیک کې ویلي وو، چې امارات له چټک ملاتړ ځواکونو یا په سوډان کې له ښکېلو جګړهییزو لورو سره وسلې او نورې مرستې نه کوي.
دغه څرګندونې د سوډان په اړه د ملګرو ملتونو د کارپوهانو د پلاوي د یوه راپور تر خپرېدو وروسته شوې وې. په راپور کې داسې «باوري ادعاوې» یادې شوې وې چې ګواکې امارات د چاد له لارې چټک ملاتړ ځواکونو ته پوځي مرستې رسوي.
د ۲۰۲۴ کال په اپرېل کې هم نسیبې د سوډان د حکومت هغه تورونه رد کړي وو چې امارات د چټک ملاتړ ځواکونو پوځي، لوژستیکي او سیاسي ملاتړ کوي. نوموړې دغه ادعاوې بېبنسټه بللې وې.
د بهرنیو جنګیالیو د لېږد په اړه راپورونه
د بشري حقونو د څار سازمان د ۲۰۲۶ کال د مې میاشتې په یوه راپور کې ویلي، چې داسې شواهد شته چې د کولمبیا خصوصي پوځي قراردادیان، چې ګومان کېږي د اماراتو مېشت یوه شرکت ګومارلي وو، سوډان ته تر لېږد مخکې د متحده عربي اماراتو له پوځي اډو تېر شوي دي.
د دغه سازمان په وینا، دغو جنګیالیو په سوډان کې د چټک ملاتړ ځواکونو په لیکو کې جګړه کړې، په ځانګړي ډول د الفاشر ښار د نیولو پر مهال. د راپور له مخې، په دغه عملیاتو کې د چټک ملاتړ ځواکونو ګڼې عاموژنې، پراخ جنسي تاوتریخوالی او د پیسو په بدل کې د خلکو تښتونې ترسره کړې دي.
د سوډان په اړه د ملګرو ملتونو د حقیقت موندنې ماموریت هم د ۲۰۲۶ کال په اګست کې په یوه راپور کې ویلي، چې له متحده عربي اماراتو سره تړلو کسانو او ادارو د هغو شبکو په جوړولو او فعالیت کې مهم رول درلود چې د بهرنیو جنګیالیو په ګومارلو، تمویل، لېږد او ځای پر ځای کولو او چټک ملاتړ ځواکونو ته د پوځي مرستو په برابرولو کې ښکېلې وې.
د بشري حقونو د څار سازمان وايي، دغه موندنې د دې په اړه نور شواهد وړاندې کوي چې اماراتو د چټک ملاتړ ځواکونو له وړتیاوو سره مرسته کړې او یا یې د جګړهییزو جنایتونو د ترسره کولو ظرفیت پیاوړی کړی دی.
په یمن کې د اماراتو د پوځي عملیاتو دفاع
د بشري حقونو د څار سازمان د خبرپاڼې له مخې، لانا نسیبې د ملګرو ملتونو په استازولۍ کې د اماراتو د استازې په توګه په یمن کې د دغه هېواد د پوځي مداخلې دفاع هم کړې او د سرغړونو په اړه یې مستند شواهد کماهمیته بللي دي.
د ۲۰۱۵ کال له مارچ راهیسې متحده عربي امارات د هغو هېوادونو په ائتلاف کې مهم غړی و چې په یمن کې یې پوځي عملیات ترسره کول. د بشري حقونو د څار سازمان په وینا، اماراتو په دغو عملیاتو کې له ۳۰ څخه ډېرې جنګي الوتکې کارولې، د سمندري محاصرې لپاره یې بېړۍ برابرې کړې او د سیمهییزو هغو ځواکونو ملاتړ یې کړی چې د سرغړونو په تورونو تورن شوي دي.
دغه سازمان وايي، په ۲۰۱۶ کال کې یې د سعودي عربستان او اماراتو په مشرۍ د ائتلاف ۵۸ ناقانونه هوايي بریدونه مستند کړي وو، چې نږدې ۸۰۰ ملکي وګړي پکې وژل شوي وو. په دغو بریدونو کې کورونه، بازارونه، روغتونونه، ښوونځي، سوداګریز ځایونه او جوماتونه په نښه شوي وو. سازمان همداراز په یمن کې د کلستر مهماتو د کارولو یادونه کړې ده.
په ۲۰۲۱ کال کې اماراتو او سعودي عربستان د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د هغو خپلواکو کارپوهانو د ډلې د ماموریت د پای ته رسولو لپاره د لابي هڅې هم کړې وې چې په یمن کې یې د بشري حقونو سرغړونې څېړلې.
د ملګرو ملتونو د مشرتابه لپاره د نوماندې وړتیا تر پوښتنې لاندې
د بشري حقونو د څار سازمان وايي، د اکتوبر پر ۲۷مه د ملګرو ملتونو له غړو هېوادونو او مدني ټولنو سره په یوه متقابل بحث کې له نسیبې څخه د سوډان په اړه د ملګرو ملتونو د کارپوهانو او حقیقت موندنې ماموریت د راپورونو د ردولو په اړه پوښتنه وشوه.
د سازمان په وینا، نوموړې د دې پوښتنې مستقیم ځواب ورنه کړ چې ایا د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په توګه به هم د دغه سازمان د خپلو څېړنیزو بنسټونو موندنې ردوي که نه. هغې یوازې وویل چې د اماراتو د وزیرې له دندې یې رخصتي اخیستې او د متحده عربي اماراتو په اړه پوښتنې باید د دغه هېواد له حکومت سره شریکې شي.
د بشري حقونو د څار سازمان د مدافعې چارو مشر برونو ستاګنو اورګارته ویلي، د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه باید د نسیبې د نوماندۍ پر مهال د دې په اړه جدي پوښتنې مطرح کړي چې ایا نوموړې به د دغه سازمان د خپلواکۍ، بشپړتیا او څېړنیزو بنسټونو دفاع وکړي، په ځانګړي ډول په داسې وخت کې چې د دغو بنسټونو پر فعالیتونو فشارونه زیات شوي دي.
د بشري حقونو د څار سازمان په دې توګه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د څوکۍ لپاره د نسیبې د وړتیا او د بشري حقونو په اړه د هغې د دریځ په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي.