طالبانو په تورخم کې د پاکستاني ځواکونو په ډزو کې د دوو ماشومانو د وژل کېدو خبر ور کړی

د طالبانو د ننګرهار د والي رسنیز دفتر وايي، تورخم دروازې ته نږدې په خاناباد کلي کې د پاکستاني ځواکونو په ډزو کې دوه ماشومان وژل شوي او دوه ملکي وګړي ټپیان شوي دي. د طالبانو په وینا، دغه پېښه د چارشنبې په ورځ، د لړم پر شپږمه شوې ده.
په ننګرهار کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند طیب حماد د پنجشنبې په ورځ وویل چې له ټپیانو څخه یو د سیمې اوسېدونکی او بل د «هارو» په نوم د یوې خیریه موسسې کارکوونکی دی.
طالبانو تر اوسه د وژل شویو ماشومانو نومونه او عمرونه، د ټپیانو روغتیايي وضعیت او د ډزو د څرنګوالي په اړه نور جزئیات نه دي خپاره کړي.
د چارشنبې په ورځ سیمهییزو سرچینو د تورخم په دروازه کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د نښتې خبر ورکړی و.
په تورخم کې نښته وروسته له هغه وشوه چې د پکتیکا ولایت په انګور اډه سیمه کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ ډزې تبادله شوې.
د طالبانو د دفاع وزارت وايي، پاکستاني ځواکونو د سېشنبې په ورځ، د لړم پر پنځمه، په انګور اډه کې پر سرحدي تاسیساتو د څلورو بېپیلوټه الوتکو بریدونه وکړل. دغه وزارت ویلي چې د طالبانو ځواکونو په ځواب کې د پاکستان یوه پوځي اډه او څو پوستې په نښه کړې او پاکستاني ځواکونو ته یې مرګژوبله اړولې ده.
د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزارت هم د چارشنبې په شپه په خپره شوې خبرباڼه کې د طالبانو د دفاع وزارت ادعا رد کړه. دغه وزارت ادعا کړې چې پاکستاني ځواکونو په ځوابي برید کې د طالبانو اووه پوستې ویجاړې کړې او د دې ډلې ځواکونو ته یې درنه مرګژوبله اړولې ده.
په تازه پېښه کې د پنجشنبې په ورځ د پکتیکا په انګور اډه کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ یوځل بیا نښتې شوې دي.
