دراني په یوې تحلیلي لیکنه کې ویلي، اصلي پوښتنه دا نه ده چې ایا مسکو به د کابل لپاره د اسلاماباد ځای ونیسي که نه، بلکې دا ده چې د روسیې پراخېدونکې اړیکې به طالبانو ته د پاکستان په وړاندې څومره سیاسي او ډیپلوماټیک انعطاف ورکړي.
د هغه په وینا، روسیې په جولای ۲۰۲۵ کې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژاند او له دې مخکې یې د ۲۰۲۵ کال په اپرېل کې طالبان د ممنوعه ترهګرو ډلو له نوملړه وایستل.
نوموړي زیاته کړې چې مسکو د ۲۰۲۶ کال په مې میاشت کې له کابل سره د امنیتي، سوداګریزو، بشري او کلتوري همکاریو د «بشپړې ملګرتیا» اعلان هم وکړ.
اصف درانی وايي، د روسیې دغه تګلاره تر ډېره د خپلو امنیتي اندېښنو له امله ده. د هغه په وینا، مسکو د داعش خراسان، د نشهيي توکو د قاچاق او منځنۍ اسیا ته د افراطیت د پراخېدو په اړه اندېښمن دی او له همدې امله له طالبانو سره تعامل د یوه عملي ضرورت په توګه ګوري.
هغه باور لري چې د طالبانو په رسمیت پېژندل د پاکستان پر ډیپلوماټیک نفوذ هم اغېز کوي. دراني لیکي چې اسلاماباد پخوا د جغرافیایي نږدېوالي، اقتصادي اړیکو او تاریخي اړیکو له امله کابل ته ځانګړی لاسرسی درلود، خو اوس طالبان د مشروعیت، امنیتي همکاریو او اقتصادي فرصتونو لپاره له روسیې سره یوه بله مهمه دروازه لري.
د نوموړي په وینا، دا بدلون پدې معنا نه دی چې د پاکستان نفوذ له منځه ځي، خو اسلاماباد نور نشي کولی یوازې پر تاریخي اړیکو او جغرافیایي موقعیت تکیه وکړي.
اصف درانی د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) موضوع د پاکستان او روسیې د لیدلوري ترمنځ مهم اختلاف بولي. هغه وايي، د پاکستان اصلي اندېښنه په افغانستان کې د هغو وسلهوالو ډلو حضور دی چې پر پاکستان بریدونه کوي، خو د روسیې تمرکز تر ډېره پر داعش خراسان او د منځنۍ اسیا امنیتي ګواښونو دی.
نوموړی خبرداری ورکوي چې اسلاماباد باید دا تمه ونه لري چې د روسیې او طالبانو نږدې اړیکې به په اتومات ډول د ټيټيپي پر ضد د طالبانو اقدام تضمین کړي.
دراني په عین حال کې روسیه د سیمهییز ثبات لپاره یو مهم لوبغاړی بولي او وايي چې مسکو کولی شي د کابل او اسلاماباد ترمنځ د خبرو اترو او کړکېچونو د کمولو په برخه کې رغنده رول ولوبوي.
هغه د شانګهای همکاریو سازمان د سیمهییزو همکاریو لپاره مناسب چوکاټ ګڼي او وايي پاکستان، روسیه، چین او د منځنۍ اسیا هېوادونه د ترهګرۍ، سرحدي امنیت او نشهيي توکو پر ضد ګډې ګټې لري.
د پاکستان پخوانی ځانګړی استازی ټینګار کوي چې اسلاماباد باید د طالبانو له مشرانو سره مستقیمې اړیکې وساتي او له چین، روسیې او د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره همغږي زیاته کړي.
هغه وايي، د پاکستان او طالبانو ترمنځ د استخباراتي معلوماتو تبادله، د سرحدي پېښو ګډې څېړنې، د وسلهوالو بریدونو مخنیوی او د سوداګرۍ پراخول د دواړو خواوو په ګټه دي او کولی شي تاوتریخوالی کم کړي.
اصف درانی لیکي چې د روسیې لهخوا افغانستان ته نږدې کېدل نه د پاکستان لپاره حتمي ستراتیژیکه ماتې ده او نه هم په خپله د سیمې د امنیت تضمین. د هغه په وینا، د اسلاماباد راتلونکی نفوذ به تر ډېره په دې پورې تړلی وي چې وکولای شي د سرحدي امنیت، ترهګرۍ ضد مبارزې، سوداګرۍ او سیمهییز ثبات په برخه کې عملي پایلې وړاندې کړي.