• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بشري حقونو د څار سازمان: د تعز پر حیاتي سړک د حوثیانو برید جنګي جنایت کېدای شي

۷ لړم ۱۴۰۵ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۲:۲۳ GMT+۰

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، حوثي وسله‌والو د یمن محاصره شوي تعز ښار ته د خوراکي توکو، درملو او تېلو د لېږد پر مهم سړک چاودنه کړې، چې له امله یې د سلګونو زرو ملکي وګړو ژوند له جدي خطر سره مخ شوی او دا برید د شرایطو له مخې احتمالي جنګي جنایت کېدای شي.

دغه سازمان د اکتوبر پر ۲۸مه په یوه راپور کې ویلي، د «حیجات العبد» سړک تعز ښار ته د خوراکي توکو، درملو او تېلو د لېږد مهمه لار وه. حوثیانو له ۲۰۱۵ کال راهیسې دغه ښار محاصره کړی او د سړکونو بندېدو د خلکو لاسرسی لومړنیو اړتیاوو او بشري مرستو ته سخت محدود کړی دی.

د بشري حقونو د څار سازمان د یمن او بحرین څېړونکي، نیکو جعفرنیا، ویلي: «د تعز محاصره شوي ښار ته د سوداګریزو توکو د رسولو پر پاتې یوازینۍ لارې د حوثیانو برید، هغه ملکي وګړي لا ډېر له خطر سره مخ کوي چې له وړاندې د خوړو، اوبو، درملو او تېلو له سخت کمښت سره مخ دي.»

د نوموړي په وینا، که د دې حیاتي لارې له لارې د تعز اوسېدونکو تګ راتګ او د اړتیا وړ توکو رسېدل د اوږدې مودې لپاره بند شي، د هغوی ژوند او هوساینه به له لا جدي خطرونو سره مخ شي.

د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام د اکتوبر پر ۱۴مه خبرداری ورکړی و چې په تعز ښار کې له ۶۰۰ زرو ډېر اړمن کسان بشري مرستو ته اړتیا لري، خو دغه سازمان نه شوای کولای مرستې ور ورسوي. دې ادارې زیاته کړې وه چې د غنمو د اوړو زېرمې نږدې ختمې شوې او که د مرستو او سوداګریزو توکو پر لېږد محدودیتونه دوام وکړي، په بازارونو کې پاتې خوراکي توکي به هم ډېر ژر پای ته ورسېږي.

بشري حقونو د څار سازمان ویلي، د اکتوبر د ۱۸مې چاودنې د نړیوال بشري حقونو د قانون د سرغړونې او احتمالي جنګي جنایت په اړه جدي اندېښنې راپورته کړې دي. د سازمان په وینا، که د سړک ویجاړول په دې موخه شوي وي چې ملکي وګړي هغو توکو ته له لاسرسي محروم کړي چې د ژوند د دوام لپاره ورته اړین دي، دا کار د جګړې د قوانینو خلاف او جنګي جنایت کېدای شي.

دغه سازمان له ټولو ښکېلو جنګي لورو غوښتي چې د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره لازم اقدامات وکړي او بشري مرستو ته د لاسرسي مخه ونه نیسي.

د تعز ښار کنټرول له ۲۰۱۵ کال راهیسې وېشل شوی؛ ښار د یمن د نړیوالې ټولنې له خوا په رسمیت پېژندل شوي حکومت تر کنټرول لاندې دی، خو حوثیانو هغه مهمې لارې تړلې دي چې ښار له نورو سیمو، په ځانګړي ډول د عدن له بندري ښار سره نښلوي.

ډېر لیدل شوي

روغتیاپالان: طالبانو د سترګو د پردې په عملیاتو بندیز لګولی دی
۱

روغتیاپالان: طالبانو د سترګو د پردې په عملیاتو بندیز لګولی دی

۲

مېوې د لارو بندېدو قرباني؛ د کندهار انارو بیې لوېدلې او بڼوال د باغونو پر پرې کولو غور کوي

۳

د قوش‌تیپې کانال؛ د منځنۍ اسیا د اوبو کمښت په اړه اندېښنې زیاتې شوي

۴

د ملا هبت‌الله کتاب: « که امیر ظلم هم وکړي پر وړاندې یې بغاوت نه کوو»

۵

د برېټانیا استازې: په افغانستان کې د نیم نفوس په حذفولو سره تلپاتې سوله نه شي ټینګېدای

•
•
•

نور خبرونه

د ملګرو ملتونو د سر منشي څوکۍ لپاره د اماراتو نومانده د بشري سرغړونو په سپینولو تورنه ده

۶ لړم ۱۴۰۵ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۳:۱۳ GMT+۰
100%

د بشري حقونو څار سازمان د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د څوکۍ لپاره د متحده عربي اماراتو پر نوماندې لانا ذکي نسیبه نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې نوموړې په سوډان او یمن کې د اماراتو د بشري حقونو د سرغړونو د ردولو او پټولو اوږده سابقه لري.

د دغه سازمان په خبرپاڼه کې، چې د چهارشنبې په ورځ خپره شوې، ویل شوي چې متحده عربي اماراتو د اکتوبر پر ۲۱مه لانا نسیبه په رسمي ډول د ملګرو ملتونو د راتلونکي عمومي منشي لپاره نومولې ده.

د بشري حقونو د څار سازمان د مدافعې چارو مشر برونو ستاګنو اورګارته ویلي، نسیبې له کلونو راهیسې له خپل مقام څخه په استفادې هڅه کړې چې په یمن کې د اماراتو د جګړه‌ییزو جنایتونو او په سوډان کې د چټک ملاتړ ځواکونود ملاتړ په اړه پام واړوي او شواهد رد کړي.

هغه زیاته کړې، د اماراتو د بشري حقونو د وضعیت په اړه د نسیبې ناسمو معلوماتو، په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو د هغو راپورونو ردولو چې له چټک ملاتړ ځواکونو سره د اماراتو اړیکې مستندوي، د قربانیانو لپاره د عدالت او حساب‌ورکونې بهیر زیانمن کړی دی.

په سوډان کې د چټک ملاتړ ځواکونو د ملاتړ تورونه

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، نسیبې څو ځله دا رد کړې چې متحده عربي امارات د سوډان له چټک ملاتړ ځواکونو سره پوځي مرسته کوي، خو د دې ادعا پر خلاف یې د شته شواهدو په اړه روښانه ځواب نه دی ورکړی.

چټک ملاتړ ځواکونه له سوډاني پوځ سره په جګړه بوخت دي او د بشري حقونو د څار سازمان په وینا، دغه ځواکونه په پراخو جګړه‌ییزو جنایتونو او د بشریت پر ضد جنایتونو کې لاس لري. په دې کې د دارفور په سیمه کې د قومي تصفیې کمپاین هم شامل دی.

د سوډان په اړه د ملګرو ملتونو د حقیقت موندنې ماموریت د شمالي دارفور د الفاشر ښار پر وړاندې د دغو ځواکونو بریدونه ارزولي او ویلي یې دي چې د دغه ښار د نیولو پر مهال د هغوی کړنو د نسل‌وژنې نښې لرلې.

د بشري حقونو د څار سازمان د معلوماتو له مخې، نسیبې د ۲۰۲۴ کال په سپټمبر کې د «اکانومېسټ» ورځپاڼې د لیکونو په برخه کې په یوه لیک کې ویلي وو، چې امارات له چټک ملاتړ ځواکونو یا په سوډان کې له ښکېلو جګړه‌ییزو لورو سره وسلې او نورې مرستې نه کوي.

دغه څرګندونې د سوډان په اړه د ملګرو ملتونو د کارپوهانو د پلاوي د یوه راپور تر خپرېدو وروسته شوې وې. په راپور کې داسې «باوري ادعاوې» یادې شوې وې چې ګواکې امارات د چاد له لارې چټک ملاتړ ځواکونو ته پوځي مرستې رسوي.

د ۲۰۲۴ کال په اپرېل کې هم نسیبې د سوډان د حکومت هغه تورونه رد کړي وو چې امارات د چټک ملاتړ ځواکونو پوځي، لوژستیکي او سیاسي ملاتړ کوي. نوموړې دغه ادعاوې بې‌بنسټه بللې وې.

د بهرنیو جنګیالیو د لېږد په اړه راپورونه

د بشري حقونو د څار سازمان د ۲۰۲۶ کال د مې میاشتې په یوه راپور کې ویلي، چې داسې شواهد شته چې د کولمبیا خصوصي پوځي قراردادیان، چې ګومان کېږي د اماراتو مېشت یوه شرکت ګومارلي وو، سوډان ته تر لېږد مخکې د متحده عربي اماراتو له پوځي اډو تېر شوي دي.

د دغه سازمان په وینا، دغو جنګیالیو په سوډان کې د چټک ملاتړ ځواکونو په لیکو کې جګړه کړې، په ځانګړي ډول د الفاشر ښار د نیولو پر مهال. د راپور له مخې، په دغه عملیاتو کې د چټک ملاتړ ځواکونو ګڼې عام‌وژنې، پراخ جنسي تاوتریخوالی او د پیسو په بدل کې د خلکو تښتونې ترسره کړې دي.

د سوډان په اړه د ملګرو ملتونو د حقیقت موندنې ماموریت هم د ۲۰۲۶ کال په اګست کې په یوه راپور کې ویلي، چې له متحده عربي اماراتو سره تړلو کسانو او ادارو د هغو شبکو په جوړولو او فعالیت کې مهم رول درلود چې د بهرنیو جنګیالیو په ګومارلو، تمویل، لېږد او ځای پر ځای کولو او چټک ملاتړ ځواکونو ته د پوځي مرستو په برابرولو کې ښکېلې وې.

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، دغه موندنې د دې په اړه نور شواهد وړاندې کوي چې اماراتو د چټک ملاتړ ځواکونو له وړتیاوو سره مرسته کړې او یا یې د جګړه‌ییزو جنایتونو د ترسره کولو ظرفیت پیاوړی کړی دی.

په یمن کې د اماراتو د پوځي عملیاتو دفاع

د بشري حقونو د څار سازمان د خبرپاڼې له مخې، لانا نسیبې د ملګرو ملتونو په استازولۍ کې د اماراتو د استازې په توګه په یمن کې د دغه هېواد د پوځي مداخلې دفاع هم کړې او د سرغړونو په اړه یې مستند شواهد کم‌اهمیته بللي دي.

د ۲۰۱۵ کال له مارچ راهیسې متحده عربي امارات د هغو هېوادونو په ائتلاف کې مهم غړی و چې په یمن کې یې پوځي عملیات ترسره کول. د بشري حقونو د څار سازمان په وینا، اماراتو په دغو عملیاتو کې له ۳۰ څخه ډېرې جنګي الوتکې کارولې، د سمندري محاصرې لپاره یې بېړۍ برابرې کړې او د سیمه‌ییزو هغو ځواکونو ملاتړ یې کړی چې د سرغړونو په تورونو تورن شوي دي.

دغه سازمان وايي، په ۲۰۱۶ کال کې یې د سعودي عربستان او اماراتو په مشرۍ د ائتلاف ۵۸ ناقانونه هوايي بریدونه مستند کړي وو، چې نږدې ۸۰۰ ملکي وګړي پکې وژل شوي وو. په دغو بریدونو کې کورونه، بازارونه، روغتونونه، ښوونځي، سوداګریز ځایونه او جوماتونه په نښه شوي وو. سازمان همداراز په یمن کې د کلستر مهماتو د کارولو یادونه کړې ده.

په ۲۰۲۱ کال کې اماراتو او سعودي عربستان د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د هغو خپلواکو کارپوهانو د ډلې د ماموریت د پای ته رسولو لپاره د لابي هڅې هم کړې وې چې په یمن کې یې د بشري حقونو سرغړونې څېړلې.

د ملګرو ملتونو د مشرتابه لپاره د نوماندې وړتیا تر پوښتنې لاندې

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، د اکتوبر پر ۲۷مه د ملګرو ملتونو له غړو هېوادونو او مدني ټولنو سره په یوه متقابل بحث کې له نسیبې څخه د سوډان په اړه د ملګرو ملتونو د کارپوهانو او حقیقت موندنې ماموریت د راپورونو د ردولو په اړه پوښتنه وشوه.

د سازمان په وینا، نوموړې د دې پوښتنې مستقیم ځواب ورنه کړ چې ایا د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په توګه به هم د دغه سازمان د خپلو څېړنیزو بنسټونو موندنې ردوي که نه. هغې یوازې وویل چې د اماراتو د وزیرې له دندې یې رخصتي اخیستې او د متحده عربي اماراتو په اړه پوښتنې باید د دغه هېواد له حکومت سره شریکې شي.

د بشري حقونو د څار سازمان د مدافعې چارو مشر برونو ستاګنو اورګارته ویلي، د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه باید د نسیبې د نوماندۍ پر مهال د دې په اړه جدي پوښتنې مطرح کړي چې ایا نوموړې به د دغه سازمان د خپلواکۍ، بشپړتیا او څېړنیزو بنسټونو دفاع وکړي، په ځانګړي ډول په داسې وخت کې چې د دغو بنسټونو پر فعالیتونو فشارونه زیات شوي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان په دې توګه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د څوکۍ لپاره د نسیبې د وړتیا او د بشري حقونو په اړه د هغې د دریځ په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي.

رویټرز: قطر د ایران، امریکا او اسرییل ترمنځ د شخړې د حل لپاره نوې طرحه وړاندې کړې

۶ لړم ۱۴۰۵ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۲:۴۷ GMT+۰
100%

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې قطري منځګړو د ایران، امریکا او اسراییل ترمنځ د اتوو میاشتو جګړې د پای ته رسولو لپاره تهران ته د سولې یوه نوې مسوده وړاندې کړې ده، خو یوه جګپوړي ایراني چارواکي ویلي چې دوحې یوازې د نه منلو وړ نظرونه وړاندې کړي دي.

د دغو خبرو یوه خبر باوري چارواکي رویترز ته ویلي چې دا نوې طرحه د یکشنبې په ورځ وړاندې شوې او د روانې اونۍ تر پایه د تهران د رسمي ځواب تمه کېږي. قطر او پاکستان د دغې جګړې د ختمولو لپاره د منځګړیتوب مشري کوي، چې نړیواله بېړۍ چلوونه او د نفتو رسول یې له ګډوډۍ سره مخ کړي دي.

دغه باوري سرچینې ویلي چې د قطر په وړاندیز شوې مسوده کې اووه ورځنی مهالوېش ټاکل شوی چې د واشنګټن او تهران اندېښنې حل کړي او دواړه لوري هره ورځ د باور جوړونې عملي ګامونه پورته کړي. هغه زیاته کړې چې دا بهیر د راتلونکې اونۍ په پیل کې عملي کېدای شي او څو هېوادونه به یې ضمانت وکړي. خو د خبرو یوه ایراني چارواکي ویلي چې دوحې یوازې د نه منلو وړ افکار مخې ته اېښي او دا رسمي وړاندیز نه ګڼل کېږي.

د ده په وینا، تهران به د خپل اټومي پروګرام په اړه هېڅ راز انعطاف ونه ښيي. بل خوا د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د چهارشنبې په ورځ وویل چې تهران له منځګړو سره په اړیکه کې دی او دیپلوماسۍ ته فرصت ورکوي.

د امریکا اداره غواړي چې د جګړې د ختمولو په خبرو کې له پیله د ایران اټومي پروګرام شامل وي، خو تهران ټینګار کوي چې لومړی باید د ایران پر بندرونو د امریکا کلابندي لیرې او د نفتو پر صادراتو بندیزونه ختم شي.

واشنګټن دا رد کړې وه چې د هرمز تنګي د پرانیستلو پخوانۍ طرحه د اټومي بحث پرته ومني.

هم‌مهاله، په سعودي عربستان کې د راس تنوره د تېلو پر تر ټولو ستر تصفیه ځای د یمن د حوثي وسله والو له برید وروسته د برنټ نفتو بیه له یوې سلنې زیاته لوړه شوه او تر ۱۱۵ ډالرو واوښته. دغو بریدونو د هرمز تنګي ترڅنګ د باب المندب تنګي پر خوا هم جګړه پراخه کړې ده.

له بلې خوا، د یکشنبې د غونډې پر مهال اندېښنې وې چې ښایي د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو، چې د ټولټاکنو له سیالۍ سره مخ دی، پر اسلامي جمهوریت بریدونه بیا پیل کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ هم پر ایران د نویو بریدونو ګواښونه تکرار کړي، په داسې حال کې چې ایراني چارواکو ګواښ کړی که بریدونه وشي نو د خلیج په سمندر کې تر اوبو لاندې مخابراتي مزي به په نښه کړي. د روان وضعیت د کابو کولو لپاره د سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان جګپوړو چارواکو هم په تهران کې له ایراني چارواکو سره کتلي، په داسې حال کې چې قطر له ایرانه غوښتي چې پر خلیجي هېوادونو ګواښونه ودروي او د هرمز تنګی پرانیزي.

د امریکا، اسراییل او ایران ترمنځ مستقیمه پوځي نښته د ۱۴۰۴ کال په حوت میاشت کې د امریکا او اسراییل په هغو ګډو بریدونو سره پیل شوه چې د علي خامنه‌ای د وژل کېدو لامل شول.

تر دې وړاندې، د ۱۴۰۵ کال په چنګاښ میاشت کې د جنیوا او اسلام‌اباد له ناکامو خبرو وروسته د دواړو خواوو ترمنځ د «اسلام‌اباد تفاهم‌لیک» لاسلیک شوی و، خو دا تفاهم مات شو او د دواړو لورو ترمنځ ۱۷ ورځنۍ نښته رامنځته شوه.

د عمان په منځګړیتوب وروستۍ خبرې اترې هم تر ډېره د هرمز تنګي پر پرانیستلو متمرکزې پاتې شوې دي، ځکه واشنګټن د دغه حیاتي سمندري لارې پرانیستل خپله لومړیتوب بولي.

د روسیې سفیر: پښتو د طالبانو او پاکستان ترمنځ د سولې ژبه کېدای شي

۶ لړم ۱۴۰۵ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۲:۰۳ GMT+۰
100%

په پاکستان کې د روسیې سفیر البرټ خوریف ویلي چې پښتو د پاکستان او افغانستان د خلکو د یوې برخې ګډه ژبه ده او کولای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د متقابل تفاهم او پخلاینې په برخه کې مرسته وکړي.

هغه زیاته کړې چې د روسیې نوی وړاندیز هم د اسلام‌اباد او د طالبانو ادارې ترمنځ د اختلافونو د حل لپاره د مرستې یوه هڅه ده.

خوریف د سې‌شنبې په ورځ د لړم ۵مه، په پاکستان کې د روسیې په سفارت کې د «پښتو پرمختللې عملي ګرامر» کتاب د مخکتنې په مراسمو کې خبرې کولې. هغه وویل، په سفارت کې د دې مراسمو د جوړولو موخه دا ده چې د دواړو هېوادونو د مشرانو او سیاسي کړیو پام د پاکستان او افغانستان د خلکو د یوې برخې ګډې ژبې ته واړول شي.

د روسیې سفیر زیاته کړه چې دا نوښت د روغې جوړې لپاره بله بلنه او د مسکو له لوري د اسلام‌اباد او طالبانو ترمنځ د اختلافونو د حل په برخه کې د مرستې یوه هڅه ده.

هغه د روسیې او اوکراین جګړې ته په اشارې وویل چې روسي ژبه کولای شي د دغو دوو هېوادونو ترمنځ د پخلاینې په برخه کې مرسته وکړي او پښتو هم د پاکستان او افغانستان په اړیکو کې ورته رول لوبولای شي.

د پښتو ګرامر کتاب مخکتنه

د دې مراسمو پر مهال د کتاب لیکوال او د پاکستان د نوې ژبو ملي پوهنتون استاد، حفیظ‌الرحمان دوران، د دغه پوهنتون د پاکستاني ژبو څانګې مشر، محمد فاروق انجم، او په پاکستان کې د طالبانو د ادارې سفیر، سردار احمد شکیب، ګډون درلود. د پاکستان یو شمېر پوهنتوني استادانو او د رسنیو استازو هم په دې غونډه کې برخه اخیستې وه.

د روسیې سفارت ویلي چې دا نوښت د روسي او پاکستاني ژبپوهانو ترمنځ د همکارۍ د پراختیا په موخه پیل شوی دی. د دغه سفارت په وینا، دا کتاب د پښتو ګرامر په اړه د معاصرو ښوونیزو سرچینو د کمښت د جبران او د روسیې د پوهنتونونو د محصلانو د هڅونې لپاره چمتو شوی، څو پښتو ژبه زده کړي.

ټاکل شوې چې د دې کتاب نسخې د روسیې هغو پوهنتونونو ته ورکړل شي چې پښتو پکې تدریسېږي.

د روسیې له لوري د منځګړیتوب لپاره چمتووالی

دا غونډه په داسې حال کې جوړه شوې چې روسیې په وروستیو اوونیو کې د پاکستان او د طالبانو د ادارې ترمنځ د کړکېچ د کمولو لپاره د مرستې چمتووالی اعلان کړی دی.

د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې مسکو د دواړو لورو په غوښتنه چمتو دی منځګړیتوب وکړي او د خبرو اترو د بیا پیلولو لپاره مرسته وکړي.

شاوخوا دوه اوونۍ مخکې د روسیې د کورنیو چارو وزیر، ولادیمیر کولوکولتسف، په اسلام‌اباد او راولپنډۍ کې له پاکستاني ملکي او پوځي چارواکو سره ولیدل. په همدې وخت کې د روسیې د بهرني استخباراتو ادارې مشر، سرګي ناریشکین، په کابل کې د طالبانو د استخباراتو له رئیس، عبدالحق وثیق، سره وکتل.

په پاکستان کې د روسیې سفیر له دغو لیدنو وروسته وویل چې د دواړو لورو ترمنځ کړکېچ او د سرحدي لارو تړل کېدو د سیمې پر سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو هم اغېز کړی دی. خو پاکستان او طالبانو د روسیې د منځګړیتوب وړاندیز ته تر اوسه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

امنیتي اندېښنې؛ امریکا خپلو نادولتي کارکوونکو ته له سعودي عربستان څخه د وتلو امر کړی

۶ لړم ۱۴۰۵ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۱:۳۸ GMT+۰
100%

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په سعودي عربستان کې د امنیتي ګواښونو او د دغه هېواد پر هوایي ډګرونو د حوثیانو د بریدونو له امله خپلو نادولتي کارکوونکو او د هغوی د کورنیو غړو ته امر کړی، چې له دغه هېواده ووځي.


دغه پرېکړه د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر له ۲۳مې نېټې څخه نافذه شوې او په سعودي عربستان کې د امریکا ماموریت د چارشنبې په ورځ، د اکتوبر په ۲۸مه په دې اړه یو امنیتي خبرداری خپور کړ. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ایران د اسلامي جمهوریت له خوا ملاتړ کېدونکو حوثي یاغیانو پر سعودي عربستان بریدونه کړي، چې ملکي هوايي ډګرونه او نور حیاتي بنسټونه یې په نښه کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د حوثیانو د دغو بریدونو له امله ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې او د الوتنو په بهیر کې پراخ خنډونه رامنځته شوي دي. همدارنګه واشنګټن خبرداری ورکړی چې دغه نښتې او دښمنۍ ښايي په چټکۍ سره له اوسنۍ سیمې هاخوا پراخې شي. د دغه امنیتي خبرداري له مخې، په سعودي عربستان کې د امریکا دولتي کارکوونکي په دغه هېواد کې له هر ډول هوايي ډګر څخه د ګټې اخیستنې لپاره د ماموریت د مشر ځانګړې اجازې ته اړتیا لري.

د دغه خبرداري پر بنسټ، په ریاض کې د ملک خالد نړيوال هوايي ډګر د اکتوبر له ۲۳مې نېټې راهیسې د کورنیو او د ملي هوايي شرکتونو له لوري د ځینو نړیوالو الوتنو لپاره په جزوي ډول بېرته پرانیستل شوی دی. همدارنګه یو محدود شمېر الوتنې چې معمولاً له ریاضه کېدې، اوس په القصیم کې د شهزاده نایف بن عبدالعزیز له نړيوال هوايي ډګره ترسره کېږي. په جده کې د ملک عبدالعزیز نړيوال هوايي ډګر او په دمام کې د ملک فهد نړيوال هوايي ډګر که څه هم فعال دي، خو چارې یې له ځنډ او د الوتنو له لغوه کېدو سره مخ دي.

واشنګټن له امریکايي وګړو غوښتي چې پر هوايي ډګرونو د احتمالي بریدونو، د هوايي حریم د بندېدو، د الوتنو د لغوه کېدو او د سفرونو د ګډوډېدو په اړه خبر وي. امریکا خپلو اتباعو ته سپارښتنه کړې چې که په سعودي عربستان کې له هوايي ډګرونو ګټه اخلي، باید خورا ډېر احتیاط وکړي او د الوتنې مخکې د خپلو الوتنو وضعیت په مستقیم ډول له اړوندو هوايي شرکتونو او هوايي ډګرونو سره وګوري.

دا امنیتي خبرداری په داسې حال کې ورکول کېږي چې په سیمه کې د امریکا او د ایران د اسلامي جمهوریت ترمنځ پوځي تاوتریخوالی روان دی. د دواړو لورو ترمنځ مستقیمې پوځي نښتې د ۱۴۰۴ لمریز کال په حوت میاشت کې د امریکا او اسراییل په ګډو عملیاتو کې د اسلامي جمهوریت د پخواني مشر علي خامنه‌اي له وژل کېدو وروسته پیل شوې او وروسته تر یوې لنډې مودې دغه جګړه یو ځل بیا توده شوه. په داسې حال کې چې امریکا په سیمه کې بریدونو ته دوام ورکړی، د سپاه پاسداران ډلې ادعا کړې چې په کوېټ، اردن او بحرین کې یې د امریکا پر اډو بریدونه کړي او په سیمه کې جګړه لا هم پراخه ده.

په تېرو دوو کلونو کې په ترکیه کې ۲۵ افغان کارګر مړه شوي

۶ لړم ۱۴۰۵ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۰:۱۹ GMT+۰
100%

د ترکیې د کارګرانو د خوندیتوب او روغتیا شورا وايي، په تېرو دوو کلونو کې په دغه هېواد کې لږ تر لږه ۲۵ افغان کارګرانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په تازه پېښه کې، یو ۲۵ کلن افغان ځوان د سې‌شنبې په ورځ په یوه کرونده کې د کار پر مهال مړ شوی دی.

دې ادارې د روان کال په لومړیو نهو میاشتو کې په ټولیزه توګه د ۱۷۳۶ کارګرانو مړینه ثبت کړې ده.

شورا په یوه راپور کې ویلي چې اوس مهال هره میاشت په ترکیه کې له ۲۰۰ ډېر کارګران د کار پر مهال مري.

دې ادارې په خپل وروستي میاشتني راپور کې، چې د سپټمبر میاشتې په اړه دی، د ۲۲۶ کارګرانو مړینه ثبت کړې ده. د کارګرانو تر ټولو ډېرې مړینې په ودانیزو، کرنیزو او ترانسپورتي برخو کې ثبت شوې دي. شورا وايي، ښايي د مړو شویو کارګرانو اصلي شمېر تر دې هم لوړ وي.

د ترکیې د کارګرانو د خوندیتوب او روغتیا شورا شمېرې ښيي چې تېر کال په دغه هېواد کې لږ تر لږه ۱۲ افغان کارګران د کاري پېښو له امله مړه شوي دي. تر هغه په مخکیني کال کې هم د ۱۳ افغان کارګرانو مړینه ثبت شوې وه.

په ترکیه کې د کار پر مهال د مړینې د پېښو له پلوه، افغان کارګران تر سوریایي وګړو وروسته دویم ځای لري.

د ترکیې د کارګرانو د خوندیتوب او روغتیا شورا وايي، ډېری کډوال کارګران په سختو شرایطو کې او له کافي ملاتړ پرته کار کوي.

په تازه پېښه کې، ۲۵ کلن افغان کارګر اسماعیل ګیلاني د قونیه ولایت د جیحان‌بیلي ولسوالۍ په ینېجېوبا سیمه کې د چغندرو په یوه کرونده کې مړ شوی.

د اسماعیل خپلوانو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې هغه د چغندرو د راټولولو د ماشین ترڅنګ کار کاوه، چې ماشین ناڅاپه چپه شو.د پېښې عیني شاهدانو د مرستې غوښتنه وکړه او ټپي کارګر روغتون ته ولېږدول شو، خو د سختو ټپونو له امله ومړ.

اسماعیل په اصل کې د فراه ولایت د خاک‌سفید ولسوالۍ اوسېدونکی و. هغه اووه کاله مخکې د کار لپاره له افغانستان نه بهر لاړ او دوه کاله یې په ایران کې تر کار کولو وروسته، وروستي پنځه کاله په ترکیه کې تېر کړي وو.

ګیلاني کوژدن شوی و او کوژدنه یې په افغانستان کې ژوند کوي.

د هغه د کورنۍ غړو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې اسماعیل په غیررسمي ډول کار کاوه او د بیمې له پوښښ څخه برخمن نه و.

د ترکیې د قوانینو له مخې، بهرني کارګران د قانوني کار کولو لپاره د کار جواز یا له دې جواز څخه معافیت ته اړتیا لري. کارګومارونکي هم مکلف دي چې خپل کارګران د اړوندو مقرراتو له مخې د ټولنیزې بیمې په سیستم کې ثبت کړي.

د ترکیې د ټولنیز امنیت اداره وايي، هغه کارګران چې بیمه نه لري، له ګڼو قانوني ملاتړونو بې‌برخې کېږي.