یو این هبیتات: په افغانستان کې میلیونونه کسان مناسب کور ته اړتیا لري

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې پروګرام (یو این هبیتات) وايي، مناسب کور د انسان حق دی، نه امتیاز؛ خو په افغانستان کې میلیونونه کسان لا هم مناسب سرپناه ته اړتیا لري او شته سرچینې د دې اړتیا د پوره کولو لپاره بسنه نه کوي.
د دې ادارې په وینا، هر انسان حق لري چې په یوه خوندي کور کې ژوند وکړي. یو این هبیتات له اړوندو لورو غوښتي چې د ټولو لپاره مناسبې سرپناه ته د لاسرسي په برخه کې عملي ګامونه پورته کړي.
د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۶ کال د بشري اړتیاوو او مرستو د پلان له مخې، په افغانستان کې شاوخوا ۴،۲ میلیونه کسان د سرپناه مرستو ته اړتیا لري؛ خو د دغو خلکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره په پام کې نیول شوې مرستې یوازې ۸۸۱ زره کسانو ته د رسېدو وړتیا لري.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د کورونو د کمښت ستونزه د لسیزو جګړو، طبیعي پېښو، بېوزلۍ او له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو د پراخې راستنېدنې له امله لا پسې زیاته شوې ده. له ۲۰۲۳ کال راهیسې د میلیونونو افغانانو راستنېدو پر ښارونو او هغو سیمو فشار زیات کړی چې له وړاندې د کورونو او لومړنیو خدمتونو له کمښت سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې پروګرام په یوه بل راپور کې ویل شوي چې په افغانستان کې له ۹ میلیونو ډېر کسان په غیررسمي مېشتځایونو کې ژوند کوي؛ ډېری یې له مناسبو کورونو، پاکو اوبو، روغتیايي اسانتیاوو او خوندي استوګنځایونو ته له کافي لاسرسي بېبرخې دي.
د دې ادارې د معلوماتو له مخې، یو این هبیتات له ۲۰۲۲ کال راهیسې په افغانستان کې له ۶۸۸۳ ډېر سرپناهځایونه جوړ کړي یا رغولي او له ۵۰ زرو ډېرو کسانو ته یې د ژوند د شرایطو په ښه کولو کې مرسته کړې ده.
