طالبان: د یوې ښځې په ګډون ۱۵ تنه د «زنا، غلا او نشهيي توکو د قاچاق» په تور نیول شوي

د طالبانو امنیتي ادارو خبر ورکړی، چې په پنځو ولایتونو کې یې ۱۵ تنه د «زنا، غلا، غیرقانوني وسلې د ګرځولو او د نشه يي توکو د پلور او قاچاق» په تور نیولي دي. طالبانو ویلي، نیول شویو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی.
د طالبانو کورنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ (د لړم ۷مه) ویلي، چې د کابل په څلورمه حوزه کې یې د بېلابېلو عملیاتو پر مهال ۵ تنه نیولي. دغه وزارت زیاته کړې، چې ۴ تنه یې له هټيو او خلکو څخه د غلا او یو تن یې د یوې تومانچې سره د عامه نظم د ګډوډۍ په تور نیولي دي.
په ننګرهار کې بیا د طالبانو د امنیه قومندانۍ خبر ورکړی، چې په شینوارو ولسوالۍ کې یې پر یوه کور د عملیاتو پرمهال دوه تنه د ۲۶ زره او ۲۰۰ زیکب ګولۍ او ۱۷ کیلوګرامه نشه يي توکو سره نیولي. په بغلان کې هم ۴ تنه د نشه يي توکو د ساتلو او قاچاق په تور نیول شوي دي.
د جوزجان د طالبانو امنیه قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې په خانقاه ولسوالۍ کې یې دوه تنه د نشه يي توکود پلور او په شبرغان کې یوه ښځه او یو نارینه د «زنا» په تور نیولي دي.
د طالبانو په خبرپاڼو کې ویل شوي، چې نیول شویو کسانو خپل جرمونه منلي او تر پوښتنو وروسته به قضايي ادارو ته ور وپېژندل شي.
په دې وروستیو کې د طالبانو تر واک لاندي افغانستان کې جنايي پېښې زیاتې شوي او نږدې هره ورځ دغه ډله د جنايي پېښو په تور د یو شمېر کسانو د نیولو خبر ورکوي.
ډېری کسان د دغه پېښو لامل په افغانستان کې د کاري فرصتونو نشتوالی او اقتصادي ستونزې یادوي او ټینګار کوي، چې خلکو ته دي کاري زمېنې برابرې شي.
