د طالبانو تازه پرېکړه؛ چا چې مخکې یوځل حج کړی وي په ۱۴۰۶ کال کې حج ته نه شي تللی

د طالبانو د حج او اوقافو وزارت د یکشنبې په ورځ د ۱۴۰۶ کال د حج د نوم لیکنې بهیر پیلوي. یاد وزارت ویلي چې داځل هغه کسان حج ته نه شي تللی، چې له دې مخکې یوځل تللي وي. د طالبانو ګڼ مشران هرکال حج ته ځي، خو روښانه نه ده چې په تازه پرېکړه کې هغوی هم شامل دي او که نه.
د طالبانو د حج او اقافو وزارت د پنجشنبې په ورځ وویل، چې د ۱۴۰۶ کال حج لپاره د نوم لیکنې پروسه د یکشنبې په ورځ په ټولو ولایتونو کې پیلوي او یاده پروسه به د یوې اونۍ لپاره دوام ولري.
د یاد وزارت په خبرتیا کې د هغو کسانو پر نوم لیکنه بندیز اعلان شوی چې تر فرضي حج وروسته د دوهم ځل لپاره د نفلي حج اراده لري.
طالبانو د دغه بندیز لامل د هغو کسانو ډېروالی بللی چې له کلونو راهیسې حج ته د تګ لپاره د نوبت په تمه دي.
داپریکړه پر داسې مهال شوې چې تردې وړاندې د سراج الدین حقاني او امیرخان متقي په ګډون د طالبانو ګڼ لوړپوړي چارواکي چې یوځل یې حج کړی، د حج د مراسمو پرمهال بیا ځلې هم حج ته تللي دي.
همدارنګه طالبانو د بدن د مهمو غړو د شدیدو اختلالاتو، د ذهني او فکري ناتوانۍ لرونکو، امیندوارو مېرمنو، په ساري او تنفسي ناروغیو اخته کسانو هم د حج سفر بنديز لګولی دی.
د طالبانو د حج او اوقافو وزارت ویلي، چې یاد بندیز یې د سعودي عربستان د حج او عمرې او روغتیا وزارت د لارښوونو پر بنسټ لګولی دی.
د طالبانو د حج او اوقافو وزارت ویلي چې تر قرعه کشۍ وروسته حج تلونکي کسان به د لومړي قسط په توګه ۱۵۰زره افغانۍ د افغانستان بانک ته تحویلوي او د پاتې دویم قسط پیسې به د حج د لګښتونو د کچې تر روښانه کېدو وروسته تحویلوي.
د روان کال د حج مراسمو پرمهال ګڼو افغان حاجیانو د طالبانو د حج او اوقافو وزارت څخه شکایتونه لرل، چې د حاجیانو د اوسېدو لپاره یې په لرې سیمو کې په کمو امکاناتو ځایونه نیولي وو.
