• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ګلګت بلتستان اسکردو کې وسله‌والو د یوې کورنۍ څلور غړي وژلي

۸ لړم ۱۴۰۵ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۷:۲۳ GMT+۰تازه شوی: ۸ لړم ۱۴۰۵ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۹:۱۸ GMT+۰

د ګلګت بلتستان په اسکردو ښار کې ناپېژاندو وسله والو د یوې کورنۍ څلور غړي په ډزو وژلي دي. ځايي پولیسو ویلي چې بریدګر د شپې مهال کور ته ننووتي وو او ډزې یې کړې دي.

د سیمه‌ییزو پولیسو په وینا، پېښه د اسکردو ښار د مدینې کالونۍ شاته شوې، چې پکې وسله‌وال د شپې مهال یوه کور ته ننوتلي او یو مېړه، مېرمن او د هغوی دوه لوڼې یې په ډزو وژلي دي.

د وژل شویو نجونو عمرونه یو او پنځه کاله ښودل شوي دي. د پولیسو د معلوماتو له مخې، وژل شوی سړی د تالو بروق سیمې او مېرمن یې د پاراچنار اوسېدونکې وه.

د بلتستان د پولیسو مشر، اصف مهمند، ویلي چې د بریدګرو د نیولو لپاره لټون روان دی او هغوی به په هر قیمت ونیول شي.

ډېر لیدل شوي

د ملا هبت‌الله کتاب: « که امیر ظلم هم وکړي پر وړاندې یې بغاوت نه کوو»
۱

د ملا هبت‌الله کتاب: « که امیر ظلم هم وکړي پر وړاندې یې بغاوت نه کوو»

۲

ایران د سلګونو پخوانیو افغان پوځیانو د استوګنې موده نه ده غځولې

۳

د روسیې سفیر: پښتو د طالبانو او پاکستان ترمنځ د سولې ژبه کېدای شي

۴

د هبت الله د استوګنځي په څو کیلومټرۍ کې ګڼې ښځې او ماشومـان سوالګري کوي

۵

موندنې: اسټرالیایي ځواکونو د ملکي افغانانو تر وژلو وروسته د هغوی پر جسدونو وسلې ایښودلې

•
•
•

نور خبرونه

د پاکستاني درملو راټولول؛ درمل‌پلورونکي وايي د ځینو درملو بدیل په بازار کې نه موندل کېږي

۷ لړم ۱۴۰۵ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۸:۵۲ GMT+۰
100%

په هرات، بلخ او کابل کې یو شمېر درمل‌پلورونکي وايي چې د طالبانو له لوري د پاکستاني درملو راټولولو په بازار کې د ځینو اړینو درملو کمښت زیات کړی او ناروغانو ته یې زیان اړولی دی. د دوی په وینا، د دغو درملو د ځینو ډولونو مناسب بدیل نه پیدا کېږي او بیې یې هم په څرګند ډول لوړې شوې دي.

په همدې وخت کې، درمل‌پلورونکي وايي چې د پاکستان ځینې درمل لا هم په غیررسمي ډول د افغانستان بازار ته واردېږي، خو د طالبانو مامورین دغه درمل له بازاره راټولوي.

خلیل (مستعار نوم)، چې په هرات کې درمل‌پلورونکی دی، افغانستان انټرنشنل ته وايي چې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست روغتیايي کارکوونکي درملتونونو، شخصي کلینیکونو او د درملنې مرکزونو ته ورځي او پاکستاني درمل راټولوي. د هغه په وینا، په ځینو مواردو کې د ضبط شویو درملو ارزښت سلګونو زرو افغانیو ته رسېږي.

هغه وايي، د دغو درملو یوه برخه د زړه د ناروغانو، د شکرې، د پښتورګو او نورو مزمنو ناروغیو د درملنې لپاره کارول کېږي. د دغه درمل‌پلورونکي په وینا، د دغو درملو ناڅاپي راټولولو ناروغان او د هغوی کورنۍ له جدي ستونزو سره مخ کړې دي.

خلیل زیاتوي چې طالبانو تر دې مخکې د پاکستاني درملو پېر، پلور او واردات منع کړي وو، خو د درملتونونو د درملو د زېرمو راټولولو بهیر له مخکېنۍ خبرتیا پرته پیل شوی او پلورونکو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي.

د هغه په وینا، د دغو درملو روسي، هندي یا ترکي بدیلونه په بازار کې په اسانۍ نه موندل کېږي. هغه همدارنګه ټینګار کوي چې له هند څخه د درملو واردول ډېر لګښت لري او د لېږد رالېږد له ستونزو سره هم مل دي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د عقرب په درېیمه اعلان وکړ چې اوس مهال په افغانستان کې د درملو ۱۱۷ تولیدي فابریکې فعالیت کوي او د هېواد ۳۰ سلنه اړین درمل په کور دننه تولیدېږي.

له دې اعلان یوه ورځ وروسته، دغه وزارت وویل چې په کابل کې یې تر ۲۲ ټنو ډېر درمل، روغتیايي محصولات او د کارونې وړ نه توکي له منځه وړي دي. د وزارت په وینا، دغه توکي د میزان په میاشت کې له درملتونونو، د دودیزې درملنې له مرکزونو، فابریکو او ګمرکونو راټول شوي وو.

افغانستان انټرنشنل هم د تېر کال د دلوې په ۲۰مه، په کابل کې د یو شمېر درملتونونو له مسوولانو سره تر خبرو وروسته، د درملو د بیو د ۴۰ سلنه لوړېدو خبر ورکړی و.

د اړینو درملو د کمښت په اړه د درمل‌پلورونکو اندېښنې

په بلخ کې هم یو شمېر درمل‌پلورونکي پر دې وضعیت نیوکه کوي. منصور، چې په دغه ولایت کې درمل‌پلورونکی دی، وايي هغه کورنۍ چې د زړه ناروغان لري، د اړینو درملو د موندلو لپاره د ښار بېلابېلو درملتونونو ته ورځي، خو ډېری وخت دغه درمل نه شي موندلای.

په کابل کې هم یو شمېر درمل‌پلورونکي د پاکستاني درملو د راټولولو پر بهیر نیوکه کوي. د پلازمېنې یو درمل‌پلورونکی، بریالی، افغانستان انټرنشنل ته ویلي: «طالبان د دې پر ځای چې د درملو د قاچاق مخه ونیسي، درملتونونو ته ورغلي دي. موږ دغه درمل له کورني بازاره اخیستي دي او هېواد ته د هغوی د راوړلو مسوول نه یو.»

هغه زیاته کړه: «د راټولو شویو درملو په منځ کې داسې توکي شته چې ناروغانو کلونه کلونه کارولي دي او لا هم ورته مناسب او د لاسرسي وړ بدیل نه دی پیدا شوی. کله چې درمل له بازاره لرې شي، لومړی زیان ناروغان ویني، نه قاچاقبران.»

سرحدي کړکېچونه او د پاکستاني درملو د وارداتو بندېدل

د پاکستاني درملو د وارداتو بندیز وروسته له هغه پلی شو چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ سرحدي او سوداګریز کړکېچونه زیات شول. طالبانو د ۱۴۰۴ کال په عقرب میاشت کې واردوونکو ته درې میاشتې وخت ورکړ چې له پاکستاني شرکتونو سره خپلې معاملې پای ته ورسوي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د دې بندیز تر بشپړ پلي کېدو مخکې، د ۱۴۰۴ کال د دلوې په لومړۍ نېټه اعلان کړی و چې د پاکستاني درملو د تدریجي بندولو لپاره یې یوه کمېټه جوړه کړې ده. دغه وزارت ویلي وو چې دا بهیر باید د بازار اړتیاوو او د هېواد د روغتیايي نظام د شرایطو په پام کې نیولو سره عملي شي.

طالبانو د پاکستاني درملو د بدیل موندلو لپاره هند، ایران او روسیې په ګډون نورو هېوادونو ته مخه کړه. په همدې لړ کې، د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو ادارې مسوولانو په تهران کې له ایراني چارواکو سره تفاهم‌لیکونه لاسلیک کړل.

همدارنګه، د روسیې د «فارماسینتز» درمل جوړونې شرکت د روان کال د جوزا په شپږمه اعلان وکړ چې افغانستان ته د درملو د صادرولو په اړه یې د طالبانو د عامې روغتیا له وزارت سره هوکړې ته رسېدلی او ټاکل شوې چې لومړۍ جوپه درمل په راتلونکو دوو میاشتو کې ولېږي.

له دغو هڅو سره سره، درمل‌پلورونکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د ځینو پاکستاني درملو بدیلونو ته د لاسرسي ستونزه لا هم نه ده حل شوې.

ځايي سرچینې وايي چې د دې بندیز پلي کېدل په ټولو ولایتونو کې یو شان نه دي. په کندهار کې ځینو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې په دغه ولایت کې د پاکستاني درملو د راټولولو بهیر د شمالي او لوېدیځو ولایتونو په څېر په شدت نه تعقیبېږي او دغه درمل لا هم په بازار کې شته.

په هرات او بلخ کې درمل‌پلورونکي د قانون د پلي کېدو دغه توپیر «دوه‌ګونی سیاست» بولي. دوی همدارنګه ادعا کوي چې له طالبانو سره نږدې ځینې شبکې د درملو په قاچاق کې ونډه لري. افغانستان انټرنشنل نه شي کولای دغه ادعاوې په خپلواکه توګه تایید کړي.

طالبانو تر دې مخکې ویلي وو چې د قاچاقي لارو هېواد ته وارد شوي درمل د کیفیت د کنټرول رسمي پړاوونه نه تېروي او ښايي اړین روغتیايي معیارونه ونه لري.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند، شرافت زمان، هم له فرانس پرېس خبري اژانس سره په خبرو کې د تقلبي درملو واردات د دې ډلې د درملو د پالیسۍ د بدلون له لاملونو څخه بللي وو. هغه ویلي وو چې د درملو د وارداتو د سرچینو بدلول وخت ته اړتیا لري.

د نړیوال بانک د شمېرو له مخې، پاکستان په ۲۰۲۴ کال کې افغانستان ته د شاوخوا ۱۸۷ میلیونه ډالرو او په ۲۰۲۵ کال کې د څه باندې ۱۵۴ میلیونه ډالرو په ارزښت درمل صادر کړي دي. څېړنیز راپورونه ښيي چې افغانستان په تېرو کلونو کې د خپلو اړتیا وړ درملو شاوخوا ۶۰ تر ۷۰ سلنه له پاکستان څخه برابرول.

د پاکستاني علماوو د ځانمرګو بریدونو ضد فتوا؛ د افغانستان د جګړې پر مهال یې دریځ ولې بدل و؟

۷ لړم ۱۴۰۵ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۴:۳۰ GMT+۰
100%

په پاکستان کې دیني علماوو د ځانمرګو بریدونو او ترهګرۍ پر ضد پخوانۍ فتوا بیا تایید کړې ده؛ خو دا اقدام په داسې حال کې دی چې د افغانستان د جمهوري نظام پر مهال د ځانمرګو بریدونو او ملکي وګړو د وژنې په اړه د پاکستاني مذهبي کړیو د دریځ او چوپتیا پوښتنه بیا راپورته شوې ده.

د چهارشنبې په ورځ د بلوچستان د پیغام امن کمېټې په مشرۍ د کوټې په جامعې سلفیې دعوة الحق کې ګډه غونډه وشوه. ګډونوالو په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې «په اسلام کې ځانمرګي بریدونه حرام دي» او هېڅوک حق نه لري چې د مذهب، فرقې یا کومې ایډیالوژۍ په نوم د بې‌ګناه خلکو وینه توی کړي.

په اعلامیه کې راغلي چې ترهګري د اسلام او نورو مذهبونو له بنسټیزو لارښوونو سره په ټکر کې ده او هېڅ فرد، ډله یا سازمان اجازه نه لري چې د دولت پر ضد وسله‌وال عملیات وکړي یا قانون په خپل لاس کې واخلي.

ګډونوالو د ښځو، ماشومانو، ځوانانو او زده‌کوونکو کارول په ځانمرګو بریدونو او ترهګریزو فعالیتونو کې هم په کلکه غندلي او دا یې د انسانیت پر ضد جدي جنایتونه بللي دي. اعلامیه خبرداری ورکوي چې د نوي نسل ګمراه کول او د ترهګرۍ لپاره یې کارول د انساني ژوند او د پاکستان د راتلونکي پر ضد عمل دی.

خو د دغې فتوا بیا تایید د پاکستاني مذهبي کړیو د پخواني دریځ په اړه هم پوښتنې راپورته کوي. د افغانستان د جمهوري نظام پر مهال ځانمرګو بریدونو او د ملکي وګړو وژنې زرګونه قربانیان واخیستل، خو منتقدان پوښتي چې ولې هغه مهال د پاکستان د دیني عالمانو له لوري ورته څرګند او پراخ غږ نه اورېدل کېده او ولې اوس چې پاکستان پخپله له ترهګرۍ سره مخ دی، د دغو بریدونو پر ضد فتواوې بیا تازه کېږي.

ځینې شنونکي په دې باور دي چې د پاکستان د ځینو مذهبي کړیو دریځ د وخت او سیاسي شرایطو له مخې بدل شوی دی. د دوی په وینا، هغه مهال چې د افغانستان جګړه روانه وه، ځینو مذهبي عناصرو د پولې هاخوا جګړې ته د جهاد نوم ورکاوه؛ خو اوس چې د ترهګرۍ اغېزې پاکستان ته رسېدلي، د افراطیت پر ضد فتواوې صادرېږي. البته، د ټولو پاکستاني علماوو په اړه د یوه شان دریځ ادعا د جلا شواهدو غوښتنه کوي.

فدرالي حکومت په تېر کال کې په بلوچستان کې فعالې ترهګرې ډلې د «فتنة‌الهند» په نوم یادې کړې او هند یې د دغو ډلو له لارې د نیابتي جګړې په پرمخ وړلو تورن کړ؛ دا د پاکستان د حکومت ادعا ده. حکومت د تحریک طالبان پاکستان لپاره هم د «فتنة‌الخوارج» اصطلاح کاروي.

په پاکستان کې د ځانمرګو بریدونو او د عامو وګړو د وژنې پر ضد د «پیغام پاکستان» فتوا لومړی ځل په ۲۰۱۷ کال کې خپره شوې وه، چې د راپورونو له مخې، تر ۱۸۰۰ ډېرو دیني عالمانو لاسلیک کړې وه. د دې فتوا بیا تایید په داسې حال کې کېږي چې په سیمه کې د ترهګرۍ د مخنیوي او د مذهبي روایتونو د رول په اړه بحثونه لا هم روان دي.

د روسیې سفیر: پښتو د طالبانو او پاکستان ترمنځ د سولې ژبه کېدای شي

۶ لړم ۱۴۰۵ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۲:۰۳ GMT+۰
100%

په پاکستان کې د روسیې سفیر البرټ خوریف ویلي چې پښتو د پاکستان او افغانستان د خلکو د یوې برخې ګډه ژبه ده او کولای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د متقابل تفاهم او پخلاینې په برخه کې مرسته وکړي.

هغه زیاته کړې چې د روسیې نوی وړاندیز هم د اسلام‌اباد او د طالبانو ادارې ترمنځ د اختلافونو د حل لپاره د مرستې یوه هڅه ده.

خوریف د سې‌شنبې په ورځ د لړم ۵مه، په پاکستان کې د روسیې په سفارت کې د «پښتو پرمختللې عملي ګرامر» کتاب د مخکتنې په مراسمو کې خبرې کولې. هغه وویل، په سفارت کې د دې مراسمو د جوړولو موخه دا ده چې د دواړو هېوادونو د مشرانو او سیاسي کړیو پام د پاکستان او افغانستان د خلکو د یوې برخې ګډې ژبې ته واړول شي.

د روسیې سفیر زیاته کړه چې دا نوښت د روغې جوړې لپاره بله بلنه او د مسکو له لوري د اسلام‌اباد او طالبانو ترمنځ د اختلافونو د حل په برخه کې د مرستې یوه هڅه ده.

هغه د روسیې او اوکراین جګړې ته په اشارې وویل چې روسي ژبه کولای شي د دغو دوو هېوادونو ترمنځ د پخلاینې په برخه کې مرسته وکړي او پښتو هم د پاکستان او افغانستان په اړیکو کې ورته رول لوبولای شي.

د پښتو ګرامر کتاب مخکتنه

د دې مراسمو پر مهال د کتاب لیکوال او د پاکستان د نوې ژبو ملي پوهنتون استاد، حفیظ‌الرحمان دوران، د دغه پوهنتون د پاکستاني ژبو څانګې مشر، محمد فاروق انجم، او په پاکستان کې د طالبانو د ادارې سفیر، سردار احمد شکیب، ګډون درلود. د پاکستان یو شمېر پوهنتوني استادانو او د رسنیو استازو هم په دې غونډه کې برخه اخیستې وه.

د روسیې سفارت ویلي چې دا نوښت د روسي او پاکستاني ژبپوهانو ترمنځ د همکارۍ د پراختیا په موخه پیل شوی دی. د دغه سفارت په وینا، دا کتاب د پښتو ګرامر په اړه د معاصرو ښوونیزو سرچینو د کمښت د جبران او د روسیې د پوهنتونونو د محصلانو د هڅونې لپاره چمتو شوی، څو پښتو ژبه زده کړي.

ټاکل شوې چې د دې کتاب نسخې د روسیې هغو پوهنتونونو ته ورکړل شي چې پښتو پکې تدریسېږي.

د روسیې له لوري د منځګړیتوب لپاره چمتووالی

دا غونډه په داسې حال کې جوړه شوې چې روسیې په وروستیو اوونیو کې د پاکستان او د طالبانو د ادارې ترمنځ د کړکېچ د کمولو لپاره د مرستې چمتووالی اعلان کړی دی.

د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې مسکو د دواړو لورو په غوښتنه چمتو دی منځګړیتوب وکړي او د خبرو اترو د بیا پیلولو لپاره مرسته وکړي.

شاوخوا دوه اوونۍ مخکې د روسیې د کورنیو چارو وزیر، ولادیمیر کولوکولتسف، په اسلام‌اباد او راولپنډۍ کې له پاکستاني ملکي او پوځي چارواکو سره ولیدل. په همدې وخت کې د روسیې د بهرني استخباراتو ادارې مشر، سرګي ناریشکین، په کابل کې د طالبانو د استخباراتو له رئیس، عبدالحق وثیق، سره وکتل.

په پاکستان کې د روسیې سفیر له دغو لیدنو وروسته وویل چې د دواړو لورو ترمنځ کړکېچ او د سرحدي لارو تړل کېدو د سیمې پر سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو هم اغېز کړی دی. خو پاکستان او طالبانو د روسیې د منځګړیتوب وړاندیز ته تر اوسه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

ملګري ملتونه: جنسیتي نابرابري د پاکستان ښځې له مصنوعي ځیرکتیا لرې ساتي

۶ لړم ۱۴۰۵ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۵:۱۳ GMT+۰
100%

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام په یوه تازه راپور کې ویلي، په پاکستان کې میلیونونه ښځې لا هم ډیجیټلي خدماتو او مصنوعي ځیرکتیا ته له محدود لاسرسي سره مخ دي او د جنسیتي نابرابرۍ له امله د ټکنالوژۍ له نوو فرصتونو کمه ګټه اخلي.

د راپور له مخې، پاکستان د انټرنېټ د پراختیا او ډیجیټلي لاسرسي په نړیوالو شاخصونو کې ټیټ مقام لري. د هېواد ۸۳ سلنه ښځې د ګرځنده ټیلیفون د کارولو لپاره د کورنۍ د نارینه غړو اجازې ته اړتیا لري، او یوازې ۲۶ سلنه ښځې انټرنېټ ته لاسرسی لري. په کلیوالو سیمو کې دا کچه اووه سلنې ته راټیټېږي.

راپور وايي، که څه هم مصنوعي ځیرکتیا د زده‌کړو، روغتیا او اقتصادي فرصتونو د پراختیا وړتیا لري، خو موجودې نابرابرۍ ښايي ښځې له دغو فرصتونو هم محرومې کړي.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام په وینا، په افغانستان او هند کې د مصنوعي ځیرکتیا پر بنسټ تعلیمي پروګرامونو نجونو ته له کوره د زده‌کړو زمینه برابره کړې او روغتیايي وسایلو هم د امیندوارۍ د ستونزو په ژر تشخیص کې مرسته کړې ده.

خو راپور خبرداری ورکوي چې مصنوعي ځیرکتیا د جنسیتي تعصب د پراخېدو سبب هم کېدای شي. د بېلګې په توګه، د مخ پېژندنې ځینو سیسټمونو د تورو پوستو ښځو په پېژندنه کې د پام وړ تېروتنې کړې دي، چې د راپور په وینا د معلوماتو د ناسمې راټولونې او پروسس پایله ده.

راپور زیاتوي چې د مصنوعي ځیرکتیا له پراخېدو سره د کار بازار هم بدلېږي. هغه دندې چې ښځې پکې ډېره ونډه لري، د اتومات کېدو له خطر سره مخ دي، په داسې حال کې چې ښځې د مصنوعي ځیرکتیا، معلوماتي علومو او ټکنالوژۍ په برخو کې لا هم کمه ونډه لري. د راپور له مخې، په نړۍ کې یوازې ۲۲ سلنه د مصنوعي ځیرکتیا او معلوماتي علومو دندې د ښځو په واک کې دي.

راپور د انلاین ځورونې د زیاتوالي په اړه هم اندېښنه ښيي. د راپور له مخې، د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله جوړ شوي جعلي او سپکاوی کوونکي انځورونه تر ډېره ښځې په نښه کوي او په پاکستان کې د سایبري ځورونې د ثبت شویو پېښو شاوخوا ۳۰ سلنه له همدې ډول محتوا سره تړاو لري.

د راپور پر بنسټ، نږدې درېیمه برخه ښځینه زده‌کوونکې او د کارکوونکو ښځو نږدې نیمايي وايي چې په انلاین فضا کې له ځورونې سره مخ شوې دي. همداراز، د پاکستان د فدرالي پلټنو ادارې ته د ثبت شویو ځورونو نږدې ۹۰ سلنه شکایتونه د ښځو له لوري شوي دي.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام ټینګار کړی چې پاکستان باید د ښځو لپاره ډیجیټلي مهارتونه، تخنیکي زده‌کړې او انټرنېټ ته لاسرسی پراخ کړي، څو ښځې یوازې د ټکنالوژۍ کاروونکې نه، بلکې د هغې د جوړولو او رهبرۍ برخه هم وګرځي.

راپور په پای کې وایي، که د مصنوعي ځیرکتیا د پراختیا په بهیر کې جنسیتي برابري په پام کې ونه نیول شي، نو موجودې نابرابرۍ به لا ژورې شي؛ خو که په عادلانه ډول وکارول شي، مصنوعي ځیرکتیا د ښځو د پیاوړتیا او ټولنیز پرمختګ لپاره مهمه وسیله کېدای شي.

په پاکستان کې د ماشومانو جنسي ځورونې په تور ۴ کسان نیول شوي

۴ لړم ۱۴۰۵ - ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۰:۴۰ GMT+۰
100%

د پاکستان د انټرنېټي جرمونو د پلټنو ادارې څلور کسان د ماشومانو د جنسي ځورونې د ویډیوګانو د جوړولو، ګواښلو او د دغو ویډیوګانو په پاکستان او بهرنیو هېوادونو کې د پلورلو په تور نیولي دي. چارواکي وايي، دغه ډلې به له شپږو تر څوارلسو کلونو پورې عمر لرونکي ماشومان په نښه کول.

د پاکستان د انټرنېټي جرمونو د پلټنو ادارې د اسلام‌اباد څانګې مرستیال مشر محمد شعیب خان خبري غونډې ته وویل نیول شوي کسان د یوې داسې ډلې غړي دي چې له ماشومانو سره یې د ټولنیزو رسنیو له لارې اړیکې جوړولې او د پیسو، ډالیو، موبایل کارتونو او انټرنېټي بستو په ورکولو یې د هغوی باور ترلاسه کاوه.
د هغه په وینا، تورنو کسانو به لومړی په انسټاګرام او نورو ټولنیزو رسنیو کې له ماشومانو سره ملګرتیا کوله. کله به چې ماشومانو پر هغوی باور وکړ نو له هغوی سره به یې مخامخ لیدنې کولې او د جنسي ځورونې ویډیوګانې به یې ترې جوړولې.
محمد شعیب خان وايي، تورنو کسانو به وروسته ماشومان د دغو ویډیوګانو د خپرولو په ګواښ بلیک‌مېل کول او فشار به یې پرې راوړ چې نور ماشومان هم له دوی سره اړیکو ته وهڅوي.
د پلټنو ادارې په وینا، د دغې ډلې له خوا جوړې شوې ویډیوګانې د واټس‌اپ د بېلابېلو ګروپونو له لارې په پاکستان او بهرنیو هېوادونو کې پلورل کېدې.

ادارې وویل چې نیول شوي کسان د یوې داسې ډلې غړي دي چې له شپږو تر څوارلسو کلونو پورې عمر لرونکي ماشومان یې د ټولنیزو رسنیو له لارې په نښه کول.
محمد شعیب خان وویل، د دې قضیې پلټنې هغه مهال پیل شوې چې پلټونکو د یوه ماشوم له موبایل ټیلیفون څخه د ماشومانو د جنسي ځورونې شاوخوا ۵۰ تر ۶۰ ویډیوګانې ترلاسه کړې.
د هغه په وینا، د دغو ویډیوګانو له ارزونې وروسته لومړی یو کس ونیول شو او د نورو معلوماتو له ترلاسه کولو سره درې نور کسان هم ونیول شول.
د چارواکو په وینا، د ډلې د نورو احتمالي غړو او د هغو کسانو په اړه هم پلټنې روانې دي چې دغه ویډیوګانې یې اخیستې وې.
ادارې ویلي، د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د واټس‌اپ داسې ګروپونه موجود وو چې د ماشومانو د جنسي ځورونې ویډیوګانې پکې شریکېدل او پلورل کېدې.
محمد شعیب خان په همدې خبري غونډه کې وویل، ادارې د انټرنېټي درغلیو پر ضد په نورو عملیاتو کې هم سلګونه کسان نیولي دي.
د هغه په وینا، په ټول پاکستان کې پر ناقانونه ټیلیفوني مرکزونو د چاپو پر مهال ۴۷۳ بهرني وګړي نیول شوي دي. پر دغو کسانو تور دی چې د بېلابېلو هېوادونو د بانکونو د استازو په نوم یې له خلکو پیسې اخیستې.
نوموړي زیاته کړه، چې په تېره یوه اوونۍ کې د انټرنېټ له لارې د خلکو د ځورولو په تړاو په قضیو کې ۲۲ نور کسان هم نیول شوي دي.
خو چارواکو تر اوسه نه دي روښانه کړي چې د اسلام‌اباد د څلورو کسانو د نیولو په قضیه کې مصنوعي ځیرکتیا څومره کارول شوې ده.
خو چارواکو تر اوسه نه دي ویلي چې د دغې ډلې له خوا ټول څومره ماشومان ځورول شوي، له دې فعالیتونو څخه یې څومره پیسې ترلاسه کړې او ویډیوګانې یې په کومو بهرنیو هېوادونو کې پلورلې دي.
د پلټنو ادارې له مور او پلار غوښتي چې د خپلو ماشومانو د ټولنیزو رسنیو پر کارولو څارنه وکړي او هغوی د نااشنا کسانو له خوا د پیسو او ډالیو د ورکولو له احتمالي خطرونو خبر کړي.