رویټرز د څو هغو افغان کروندګرو سره خبرې کړي، چې مخکې یې د کوکنارو له کروندو عاید ترلاسه کول او پر دغه کښت له بندیز وروسته د اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
د رویټرز په راپور کې راغلي، چې د افغانستان په شمال کې د یوه کلي د محمد داوود د کور پر دېوالونو لا هم غالۍ ځوړندې دي او په کور کې سینګار شوي هندارې لا هم رڼا منعکسوي. دا د هغو کلونو یادګارونه دي، چې د کوکنارو د یو حاصل پیسو به د هغه د کورنۍ د ټول کال لګښتونه پوره کول.
خو دغه ۲۸ کلن افغان بزګر وايي، اوس خپلې ورځې د پنبې او غنمو په کروندو کې په کار کولو تېروي؛ داسې کروندې چې په سختۍ یې د ژوند لومړني لګښتونه پوره کوي.
هغه بلخ ولایت د بابایوسف کلي اوسېدونکی دی چې له رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې وویل: «موږ ښه ژوند درلود، خو اوس مې ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي.»
د رویټرز د راپور له مخي؛ په تېرو کلونو کې د افغانستان د کوکنارو کروندو د نړۍ شاوخوا ۸۰ سلنه تاریاک تولیدول. تاریاک د مورفین درملو او همدارنګه د هیروینو په څېر د ناقانونه نشهيي توکو په جوړولو کې کارول کېږي.
څلور کاله مخکې طالبانو د تاریاکو پر تولید دومره سخت بندیز ولګاوه، چې د افغانستان له کروندو څخه د کوکنارو کښت نږدې په بشپړه توګه ورک شو. خو اوس د طالبانو د مشر د بندیز فرمان د عملي ستونزو له امله په کمزوري کېدو دی. بزګرانو ته قانوني کرنیز محصولات کافي عاید نه ورکوي او ډېری افغان بزګران وايي، د خپلو ماشومانو د مړولو لپاره له سختو ستونزو سره مخ دي.
د رویټرز د راپور په خبره، ځینې بزګران بېرته د کوکنارو کښت ته مخه کوي. د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر د پنجشنبې په ورځ په یوه راپور کې وویل، چې سږ کال د کوکنارو کښت په څرګند ډول زیات شوی دی. دا بدلون ښايي د اروپا په څېر لرې سیمو کې هم د هیروینو بازارونه اغېزمن کړي.
د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر د افغانستان استازي پولیاک اوک سري له رویټرز سره په خبرو کې وویل: «ډېری بزګران بله چاره نه لري، پرته له دې چې بېرته د کوکنارو کښت ته مخه کړي.»
افغان کروندګر داوود وویل، چې دی لا هم د کوکنارو پر کښت د طالبانو بندیز مراعتوي. خو د هغه په وینا، په یوه بده ورځ کې د پنبې او غنمو له کرکېلې څخه د هغه عاید یوازې څلوېښتمه برخه جوړوي، چې پخوا یې د کوکنارو له کښت څخه ترلاسه کاوه.
د هغه ټول ګاونډیان د طالبانو له بندیز سره سم عمل نه کوي. د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر د راپور له مخې، بلخ ولایت تېر کال له کوکنارو پاک و، خو سږ کال په دغه ولایت کې بېرته د کوکنارو کښت پیل شوی دی. د ملګرو ملتونو له خوا د سپوږمکۍ د انځورونو د تحلیل له مخې، په افغانستان کې د کوکنارو د کښت ساحه سږ کال د ۲۰۲۵ کال په پرتله تر څلور برابرو ډېره شوې او شاوخوا ۴۳ زره او ۳۰۰ هکټارو ته رسېدلې ده.
بزګران اوس کوکنار د طالبانو له چارواکو څخه د پټ ساتلو لپاره د غنمو او نورو غلو دانو په کروندو کې کري او یا یې د خټو دېوالونو تر شا پټوي.
د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر (UNODC) ویلي، چې سږ کال په افغانستان کې د تاریاکو له پلور څخه شاوخوا ۵۲۵ میلیونه ډالره عاید ترلاسه شوی دی. دا له ۲۰۲۲ کال پرته له ۲۰۱۸ کال راهیسې تر ټولو لوړه کچه ده؛ ځکه په ۲۰۲۲ کال کې د طالبانو د بندیز له امله د تاریاکو بیې په بېساري ډول لوړې شوې وې.
طالبانو د دغه راپور موندنې رد کړې او ویلي یې دي، چې په حقیقت کې د کوکنارو د کښت ساحه د ملګرو ملتونو د اټکل شاوخوا نیمایي ده او د کوکنارو د له منځه وړلو هڅې لا هم روانې دي.
د بزګرانو د عاید کمېدل او د ماشومانو خوارځواکي
د مرستندویه ادارو په وینا، د افغانستان په کرنیزو سیمو کې اقتصادي فشارونه خورا سخت شوي دي.
د دغو ستونزو اغېزې په ماشومانو کې ورځ تر بلې څرګندېږي. د ملګرو ملتونو ادارو په روانه میاشت کې خبرداری ورکړی، چې سږ کال د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه په ۱۰ ولایتونو کې د ماشومانو خوارځواکي خطرناکې کچې ته رسېدلې او ښايي په ۲۰۲۷ کال کې د دغو ولایتونو شمېر ۱۴ ته لوړ شي.
د دغو ادارو په وینا، سره له دې چې حاصلات ښه شوي، د تولید لوړ لګښتونه او د کرنیزو محصولاتو ټیټې بیې پر بېوزلو بزګرانو فشار زیاتوي او د کورنیو خوراکي توکو ته لاسرسی محدودوي.
ډیپلوماټان وايي، د بهرنیو مرستو کمېدل او د ښځو د حقونو د ځپلو له امله د طالبانو نړیواله انزوا هم په دې وضعیت کې مهم رول لري. خو په بلخ کې د عالمخېل روغتیايي مرکز کې ډاکټران او ناروغان تر ډېره د کرنیزو عوایدو کمېدل د هغو شدیدو خوارځواکو ماشومانو د شمېر د زیاتېدو اصلي لامل بولي، چې دغه مرکز ته د درملنې لپاره راوړل کېږي.
د روغتیايي مرکز بهر طاهره، چې مېړه یې پنبه کري د خپلو څلورو ماشومانو له ډلې له اووه میاشتني ماشوم بنیامین سره د درملنې په تمه ناسته وه. بنیامین تبه او نسناستی درلود.
هغې وویل: «ډاکټران وايي، چې ماشوم مې په خوارځواکۍ اخته دی.» نوموړې زیاته کړه، چې کورنۍ یې په سختۍ د ژوند لومړني لګښتونه پوره کوي. هغې وویل: «پخوا مو ژوند ښه و.»
نړیوالې اغېزې
رویټرز ویلي، د افغانستان په کروندو کې د کوکنارو د کښت په اړه هر ډول بدلون به له دغه هېواده ډېر لرې سیمې هم اغېزمنې کړي. د نشهيي توکو د چارو شنونکي وايي، که افغانستان په بشپړه توګه بېرته د کوکنارو تولید ته مخه کړي، د نړۍ د نشهيي توکو پر بازارونو به د پام وړ اغېزې ولري.
تر بندیز مخکې د افغانستان د کوکنارو د کروندو محصولاتو په ټوله نړۍ کې د روغتیايي بحرانونو په رامنځته کېدو کې ونډه لرله. همدارنګه، اروپا ته د هیروینو د قاچاق په لارو کې یې فساد ته لمن وهله او د مخدره توکو د قاچاقبرو او د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې د ځواکونو ترمنځ یې د خونړیو نښتو لامل کېده.
طالبان د کوکنارو پر کښت بندیز خپله یوه مهمه لاسته راوړنه بولي او له نړیوالې ټولنې څخه د مشروعیت ترلاسه کولو په هڅو کې هم ورته اشاره کوي.
خو د طالبانو چارواکو په خپله هم په وروستیو کلونو کې د دغه بندیز د عملي کولو ستونزې منلې دي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي روانه میاشت په یوه غونډه کې ویلي وو، چې د بزګرانو د بدیل معیشت لپاره ملاتړ د دې مبارزې د دوام او پیاوړتیا لپاره خورا مهم دی.
خو د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر د افغانستان استازي اوک سري ویلي، چې نه د طالبانو حکومت او نه هم نړیوالې ټولنې د بزګرانو د بدیل معیشت لپاره کافي ملاتړ کړی دی.