حیدر خان هوتي: خیبر پښتونخوا کې د والي واکمني غیرجمهوري اقدام دی

د عوامي نېشنل ګوند مشر امیر حیدر خان هوتي په خیبر پښتونخوا کې د والي واکمنۍ اعلان غیرجمهوري اقدام بللی او ویلي یې دي، چې دغه ایالت د ترهګرۍ او توندلارۍ له بحران سره مخ دی او د سیاسي ثبات لپاره ګډې پرېکړې ته اړتیا لري.
حیدر خان هوتي وویل که څه هم په خیبر پښتونخوا کې د والي واکمنۍ اعلان غیرجمهوري اقدام دی خو د ده په باور هغه کسان تر دې هم زیات مسوول دي چې د خپلو کړنو له امله یې ایالت اوسني وضعیت ته رسولی دی.
نوموړي د خیبر پښتونخوا د والي او د هغه د مشورتي شورا پر پرېکړو او اقداماتو نیوکه وکړه او ویې ویل، چې دغه اقدامات داسې نه ښکاري چې یوازې د شپږو میاشتو لپاره وي.
هغه ټینګار وکړ، چې ټول سیاسي ګوندونه، والي او مشورتي شورا باید په ګډه د ترهګرۍ او توندلارۍ د مخنیوي او د جمهوري نظام د پیاوړتیا لپاره جامعي تګلاره جوړه کړي.
حیدر خان هوتي وویل، که لرې شوي اعلی وزیر او د هغه ملګرو پر خپلو کړنو او چلند له وړاندې غور کړی وای نو خیبر پښتونخوا به له اوسنیو ستونزو سره نه مخ کېده. نوموړي زیاته کړه، چې عوامي نېشنل ګوند له پیله د والي واکمنۍ مخالف و او اوس هم دغه اقدام د جمهوري اصولو خلاف ګڼي.
د عوامي نېشنل ګوند دغه مشر د بلدیاتي ټاکنو د ځنډېدو او د اساسي قانون محکمې له خوا د پېښور عالي محکمې د پرېکړو د ردولو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړه. د هغه په وینا، دغو پرمختګونو د خلکو د بنسټیزو حقونو په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.
حیدر خان هوتي د ۲۰۲۴ کال عمومي ټاکنو ته په اشارې وویل، چې عوامي نېشنل ګوند د ټاکنو پر پایلو سخت اعتراضونه لرل خو د جمهوري نظام د دوام او سیاسي ثبات لپاره یې پایلې ومنلې.
نوموړي خیبر پښتونخوا له سختې ازموینې او لوی سیاسي بحران سره مخ وباله او د دغه وضعیت د حل لپاره یې د ټولو سیاسي ګوندونو ترمنځ تفاهم اړین وګاڼه.
حیدر خان هوتي د تحریک انصاف ګوند د تېرو ۱۳ کلونو پر واکمنۍ هم نیوکه وکړه او ویې ویل، چې د دغه ګوند له کارکردګۍ څخه د ایالت خلک ناخوښه وو. د هغه په وینا، د تحریک انصاف ګوند د حکومت د لرې کېدو پر مهال د دغه ګوند په ملاتړ د خلکو نه لاریون کول د هغه د ناکامۍ څرګندونه کوي.
