فوربز: چین د سافټبانک او اېبيبي ترمنځ د ۵.۴ مېلیارد ډالرو معاملې مخه نیولې ده

چین د جاپاني شرکت «سافټبانک» لهخوا د سویسي شرکت «اېبيبي» د روباټیک څانګې د پېرلو معاملې مخه نیولې ده. د فوربز د راپور له مخې، د ۵.۴ مېلیارد ډالرو دغه معامله وروسته له هغې ودرول شوه چې په چین کې د بهرنۍ پانګونې د امنیتي ارزونې ادارې یې مخه ونیوله.
دغه پرېکړه د روبوټونو او فزیکي مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د سافټبانک د پانګونې پر پلانونو اغېز کوي. اېبيبي په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د چین د بهرنۍ پانګونې د امنیتي ارزونې ادارې په دغه هېواد کې د یاد شرکت د روباټیک څانګې د پلورلو معامله درولې ده.
د اېبيبي په وینا، سافټبانک دوی د چین د اړوندې ادارې له پرېکړې خبر کړي؛ خو دواړه شرکتونه لا هم په خبرو بوخت دي او هڅه کوي چې معامله بشپړه کړي. د اېبيبي د روباټیک څانګه په چین، امریکا او سویډن کې د تولید مرکزونه لري او شاوخوا ۷زره کسان پهکې کار کوي.
د شمېرو له مخې، یادې څانګې په ۲۰۲۴کال کې ۲.۳ مېلیارد ډالره عواید او ۳۱۳ مېلیونه ډالر ګټه ترلاسه کړې وه. په ۲۰۲۳کال کې یې عواید ۲.۵ مېلیارد ډالره او ګټه ۳۸۵ مېلیونه ډالر وه.
سافټبانک د ۲۰۲۵کال په اکتوبر کې د اېبيبي د روباټیک څانګې د پېرلو هوکړه کړې وه. تمه کېده، چې معامله به د ۲۰۲۶کال تر نیمايي یا پای پورې بشپړه شي.
د فوربز د معلوماتو له مخې، د سافټبانک مشر ماسایوشي سن ۴۵.۵ مېلیارد ډالره شتمني لري او د جاپان دویم شتمن کس دی. هغه فزیکي مصنوعي ځیرکتیا د خپل شرکت د راتلونکي مهم هدف په توګه یاد کړی و.
سافټبانک تر دې مخکې هم په امریکا کې د مصنوعي ځیرکتیا پر سترو پروژو او «اوپن اېای» شرکت لسګونه مېلیارده ډالر پانګونه کړې ده.
