ناسا: د فلوریډا ساحل ته نږدې د یوې کوچنۍ فضايي ډبرې ټوټه په فضا کې سوځېدلې

د امریکا فضايي ادارې (ناسا) ویلي، د یوې فضايي ډبرې شاوخوا ۶۰ سانتيمتره ټوټه د فلوریډا ایالت لوېدیځ ساحل ته نږدې د ځمکې اتموسفیر ته ننوتلې او د سمندر پر سر تر ورکېدو مخکې په یوې روښانه اورشیندونکې ډبرې بدله شوې ده.
ناسا د دوشنبې په ورځ (د لړم ۱۸مه) پر اېکسپاڼه لیکلي، چې د لړمه ۱۷مه د شپې شاوخوا لس بجې د فلوریډا ایالت لوېدیځ ساحل ته نږدې د اسمان په فضا کې د یوه اورشېندونکې ډبرې د لیدلو راپورونه ورکړل شوي دي.
د ناسا په وینا، دغه پېښه په سیمه کې د عامو خلکو د لاسرسي وړ څو څارونکو کمرو ثبت کړې او د ځمکې په مدار کې د امریکا د هواپېژندنې د دوو سپوږمکیو، «جياواېس-۱۸» او «جياواېس-۱۹»، د برېښنايي توپانونو د څار ځانګړو وسایلو هم تایید کړې ده.
ناسا ویلي، دغه اورشېندونکې ډبره د یوه فضايي ډبرې کوچنۍ ټوټه وه چې شاوخوا ۶۰ سانتي متره اوږدوالی یې درلود. د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، دغه ټوټه لومړی د فلوریډا د اسلامورادا ښار لوېدیځ ته د مکسیکو په خلیج کې ولیدل شوه.
د ناسا د معلوماتو له مخې، یاده ډبره په ساعت کې د شاوخوا ۸۷زره او ۷۰۰ کیلومترو په سرعت د سوېل لوېدیځ پر لور حرکت وکړ او په دې موده کې یې شاوخوا ۴۸ کیلومتره واټن وواهه. دغه ډبرې د کېي وېسټ ښار شمال لوېدیځ ته د سمندر له پاسه شاوخوا ۵۷ کیلومتره لوړوالي کې ټوټه ټوټه او وسوځېده.
د ناسا د رسمي ارزونې له مخې، دغه پېښه (د لړم ۱۸مه) د همغږې نړۍوالې زمانې له مخې د شپې په ۳ بجو او ۳ ثانیو ثبت شوې ده. د ناسا د معلوماتو له مخې، په فلوریډا ایالت کې تر سلو زیاتو کسانو د دغه ډبرې د لیدو راپورونه د امریکا د شهابثاقبونو ټولنې ته ورکړي دي. د پېښې د ثبت لپاره د سیمې د څارونکو کامرې او د هواپېژندنې سپوږمکۍ هم کارول شوې دي.
ناسا ویلي، چې د یادې پېښې په اړه د امریکا د شهابثاقبونو ټولنې اضافي معلومات هم ورسره شریک کړي دي.
