شپږ افغانې کورنۍ وايي، زامن یې له ایران څخه ترکیې ته د اوښتو د هڅې پر مهال ورک شوي او له څو ورځو تېرېدو سره سره یې لا هم د برخلیک په اړه هېڅ معلومات نه لري.
د دغو شپږو ځوانانو خپلوانو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د هغوی وروستۍ اړیکه یا پیغام هغه مهال و چې غوښتل یې له سرحدي لارو ترکیې ته واوړي. د دغه کورنیو په وینا، سره له دې چې د خپلو زامنو د موندلو لپاره یې بېلابېلې هڅې کړي، خو لا هم نه پوهېږي چې هغوی ژوندي دي او که مړه شوي دي.
د دغو کورنیو اندېښنې وروسته له هغه زیاتې شوې چې په تېرو څو ورځو کې د ایران او ترکیې پر پوله د افغان کډوالو د جسدونو د موندلو په اړه راپورونه خپاره شوي او په دې لاره کې یې د پناه غوښتونکو د خوندیتوب په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.
دا پېښه هم د وان ولایت د هغو اتو جسدونو له قضیې جلا ده چې په وروستیو ورځو کې موندل شوي دي.
د جنید په نوم یو افغان ځوان چې وايي له حامد ساپي سره یوځای و، ادعا کړې چې د ترکیې سرحدي ځواکونو تر نیولو وروسته له دوی سره ناوړه چلند کړی او بیا یې د سرحدي دېوال له لارې بېرته ایران ته شړلي دي. د هغه په وینا، حامد له دې پېښې وروسته مړ شوی دی.
افغانستان انټرنشنل نه دی توانېدلی چې دا روایت یا د حامد د مړینې کره لامل په خپلواکه توګه تایید کړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي تر دې مخکې افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو چې دغه وزارت د قربانیانو په اړه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره له ایران او ترکیې غوښتنه کړې، خو تر اوسه یې کره معلومات نه دي ترلاسه کړي.
د ایران او ترکیې پر پوله د افغان کډوالو د ورکېدو او مړینې د راپورونو له زیاتېدو سره، د ورکو شویو کسانو کورنۍ اوس د ایران او ترکیې د چارواکو د معلوماتو په تمه دي. هغوی وايي، تر ټولو لویه اندېښنه یې دا ده چې نه پوهېږي زامن یې چېرته او په کوم حالت کې دي.
د دې راپور تر خپرېدو پورې، د دغو شپږو ورکو شویو ځوانانو د ځای یا برخلیک په اړه خپلواک معلومات نه دي ترلاسه شوي. همداراز، په وروستیو ورځو کې د ایران او ترکیې پر سرحدي لاره د ورکو شویو کسانو کره شمېر هم نه دی معلوم.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، سره له دې چې په نړۍ کې د نري رنځ پېښې او مړینې کمې شوې دي، خو لا هم هر کال له یو میلیون ډېر کسان د دې ناروغۍ له امله مري او د تشخیص او درملنې په برخه کې د پام وړ ستونزې شته.
هغه څرګنده کړې، چې د ویزې د بلنلیک غوښتنلیک معمولاً د کډوالۍ پولیسو او د کورنیو چارو وزارت ته سپارل کېږي.
خو لا هم روښانه نه ده چې د قزاقستان د کورنیو چارو وزارت د دغو محصلانو د غوښتنلیکونو په اړه څه پرېکړه کړې او ایا یاد محدودیت د یوه رسمي حکم له مخې عملي کېږي، که د غوښتنلیکونو له جلا- جلا ارزونې سره تړاو لري.