• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نړیوالو بنسټونو د ادریس خټک د بې‌شرطه خوشې کېدو غوښتنه کړې

۲۲ لړم ۱۴۰۵ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۶، ۱۸:۳۴ GMT+۰

د بشري حقونو ۳۱ نړیوالو سازمانونو د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه کړې، چې پښتون فعال او د بشري حقونو مدافع ادریس خټک سمدستي او بې‌شرطه له بنده خوشی کړي.

دغو سازمانونو د خټک د نیول کېدو د اووم تلین په مناسبت خبرداری ورکړی، چې نوموړی یوازې د خپلو بشري فعالیتونو له امله زنداني شوی او اوس مهال په محبس کې له جدي روغتیايي ګواښونو سره مخ دی.

ادریس خټک چې د خیبر پښتونخوا او پخوانیو قبایلي سیمو کې یې د جبري ورکېدو د پېښو مستندولو لپاره لسیزې کار کړی، د ۲۰۱۹ کال د نومبر پر ۱۳مه وتښتول شو او تر اوو میاشتو پورې یې کورنۍ د هغه له برخلیکه بې‌خبره وه.

د پاکستان چارواکو وروسته اعتراف وکړ چې هغه د پوځي استخباراتو په بند کې دی او په ۲۰۲۱ کال کې یوې پوځي محکمې نوموړی په پټه او د عادلانه محاکمې له اصولو پرته په ۱۴ کاله بند محکوم کړ.

د بشري حقونو بنسټونو او د ملګرو ملتونو کارپوهانو دغه محکومیت په پاکستان کې د بشري حقونو پر ټولنې برید بللی او ویلي یې دي، چې د پاکستان پوځي قضايي سیسټم د منتقدو غږونو او مدني فعالانو د ځپلو لپاره د یوې وسیلې په توګه کارول کېږي.

د ملګرو ملتونو د خپلسرو نیونو ډلې هم تایید کړې چې خټک یوازې د خپلو بشري هڅو له امله بندي شوی او د هغه قضیه د امریکا په کانګرس او د اروپا په پارلمان کې هم څارل شوې ده.

لاسلیک کوونکو بنسټونو همدارنګه په زندان کې خټک ته د مناسبو روغتیايي خدمتونو، په ځانګړې توګه د شکر ناروغۍ د درملنې په نه ورکولو ژوره اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د ډاکټرانو له تایید سره سره چارواکي هغه ته طبي پاملرنه نه رسوي.

دوی له ډیموکراټیکو هېوادونو او اروپايي ټولنې وغوښتل چې د پاکستان د جي اېس پي پلس تجارتي امتیاز د بشري حقونو له معیارونو او د ادریس خټک په څېر د بندیانو له ازادۍ سره وتړي.

ډېر لیدل شوي

طالبان تر ځمکې لاندې او په غرونو کې تونلونه جوړوي
۱
څېړنیز راپور

طالبان تر ځمکې لاندې او په غرونو کې تونلونه جوړوي

۲

د افغان سوداګرو مشر: له بده مرغه د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري د سیاست ښکار شوې ده

۳
د طالبانو د لومړۍ ادارې نسکورېدل

۹۰ ورځې، یو په بل پسې سقوط؛ طالبان څنګه له شمال نه تر کابل او کندهاره پر شا شول؟

۴

د پښتین شلېدلی ګرېوان؛ ولې د ټولنیزو فعالانو پام د هغه څېري ګرېوان ته واوښت؟

۵

راپور: د جګړې د څېړنې له امله د برېتانوي ځانګړو ځواکونو امنیت له اندېښنو سره مخ دی

•
•
•

نور خبرونه

د پښتین شلېدلی ګرېوان؛ ولې د ټولنیزو فعالانو پام د هغه څېري ګرېوان ته واوښت؟

۲۲ لړم ۱۴۰۵ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۶، ۱۸:۱۵ GMT+۰
•
محبوب‌ شاه محبوب
100%

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین په تازه ویډیويي پیغام کې د ټولینزو فعالان پام د هغه شلیدلي ګرېوان ته اوښتی او د جامو همدې څېرې شوې برخې د پام وړ سمبولیکه معنا پېدا کړې. د پاکستان له حکومته د پټ شوي دغه سیاسي فعال شلېدلی ګرېوان په بېلابېلو معناو تعبیر شوی دی.

که څه هم دا نه ده څرګنده چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر ګرېوان څنګه شلېدلی دی، ایا د هغه پام ورته شته او که نه؟ خو د دې انځور د اغېز د درک لپاره ښايي د پېښې د علت معلومول یوازینی شرط نه وي. کله ناکله یو کوچنی انځور د یوې لویې ټولنیزې تجربې د بیان ژبه ګرځي.

د پښتونخوا د پښتون‌مېشتو سیمو د خلکو لپاره د محرومیت، جګړو، بې‌ځایه کېدو او ناامنۍ کیسې د ژوند له ورځنیو واقعیتونو سره تړلې دي. د تېرو څو لسیزو جګړو د زرګونو کورنیو ژوند بدل کړی، د ماشومانو راتلونکی یې اغېزمن کړی او د ګڼو خلکو لپاره یې د عادي او خوندي ژوند تصور ستونزمن کړی دی.

د منظور پښتین شلېدلی ګرېوان په همدې پراخ شالید کې د خلکو پام ځان ته اړوي. دا یوازې د یوه کس د جامو څېرې کېدل نه دي؛ لږ تر لږه د هغو کسانو لپاره چې په دې انځور کې د خپل ولس د وضعیت انعکاس ویني، د یوې اوږدې او ناتمامې کیسې د یادونې وسیله ده.

د یوه انځور پر وړاندې د ملاتړ غږونه

په ټولنیزو رسنیو کې د دې انځور په اړه د مثبتو غبرګونونو مهمه موضوع د پښتنو د حقونو، د مدني مبارزې او د ولسي یووالي غوښتنه ده. د منظور پښتین ملاتړي د هغه د غږ پورته کولو او د پښتنو د ستونزو د مطرح کولو پر دوام ټینګار کوي.

د دې ملاتړ تر شا یوازې د یوه سیاسي شخصیت په اړه احساسات نه دي؛ د پښتنو د هغو ټولنیزو او سیاسي غوښتنو یادونه هم ده چې د امنیت، عدالت، بشري حقونو او باعزته ژوند په څېر موضوعات رانغاړي. د ملاتړو له نظره، د یوه فعال د جامو ظاهري حالت د هغه د پیغام ارزښت نه ټاکي؛ مهمه دا ده چې د هغه خبرې کومې ستونزې راپورته کوي او د هغو ستونزو په اړه عامه بحث څومره پراخوي.

البته د ټولنیزو رسنیو غبرګونونه د ټول ولس د نظر استازیتوب نه شي کولای. خو د دې انځور په اړه د ملاتړ ژبه ښيي چې د پښتون ولس د دردونو او غوښتنو موضوع لا هم د خلکو د پام وړ ده.

د منظور پښتین شلېدلی ګرېوان د سایل د هغه بیت یاد تازه کوي چې د یوه وطن د اوږده درد تصویر په څو کرښو کې وړاندې کوي:

تار تار پروت دی چا راټول نه کړ سایله!
د پښتون وطــن ګرېــوان د لیـونـي دی

په دې شعر کې ګرېوان یوازې د جامو یوه برخه نه ده. دا د یوه داسې وطن استعاره ده چې د وخت، جګړو، سیاسي شخړو او ټولنیزو محرومیتونو په منځ کې یې ګڼې برخې څېرې شوې دي. د شعر پوښتنه هم یوازې دا نه ده چې ګرېوان چا شلولی؛ اصلي پوښتنه دا ده چې ولې یې د راټولولو او رغولو لپاره څه نه دي شوي؟

د پښتون وطن د ستونزو په اړه خبرې ډېرې شوې دي، خو د حل لپاره یې لا هم د سیاسي ارادې، ټولنیز تفاهم او عملي اقداماتو اړتیا شته. د خلکو غوښتنې یوازې په شعارونو نه پوره کېږي؛ امنیت، عدالت، د حقونو خوندیتوب او د ژوند د ښه کېدو واقعي فرصتونه غواړي.

د منظور پښتین د ویډیو په اړه د خلکو پام ښايي د یوې شېبې احساساتي غبرګون وي، خو هغه پوښتنې چې دا انځور یې راژوندۍ کوي، تر یوې ویډیو او یوې ورځې ډېر عمر لري.

د یوه انسان ګرېوان ښايي بېرته وګنډل شي. خو د یوه ولس د باور، امنیت او هیلو د رغولو لپاره تر ستنې او تار ډېر څه پکار دي. د پښتون وطن د ګرېوان د راټولولو لپاره باید هغه لاسونه سره یو شي چې د عدالت، سولې او انساني کرامت د تأمین مسوولیت لري.

ځکه د دې کیسې اصلي موضوع د یوه کس شلېدلی ګرېوان نه دی؛ اصلي موضوع هغه ولس دی چې لا هم د خپل درد د اورېدو، د خپلو حقونو د پېژندلو او د یوه خوندي راتلونکي په تمه دی.

د افغان سوداګرو مشر: له بده مرغه د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري د سیاست ښکار شوې ده

۲۲ لړم ۱۴۰۵ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۶، ۰۹:۲۶ GMT+۰
100%

په خیبرپښتونخوا کې د افغان سوداګرو استازي سید نقیب باچا له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره مرکه کې ویلي، چې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ سوداګري د سیاست قرباني شوې او دواړو لورو ته یې میلیارډونه ډالره تاوان اړولی دی. د هغه په وینا، د لارو بندېدو له امله زرګونه کسان هم بېکاره شوي دي.

په خیبر پښتونخوا کې د افغان سوداګرو د اتحادیې (متحده افغان تاجر اتحاد) مشر او د افغان کډوالو د عالي شورا غړي سید نقیب باچا ویلي، له بده مرغه د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري د سیاست ښکار شوې، چې له امله یې دواړو لورو ته د میلیاردونو ډالرو زیان اوښتی او په همدې موده کې په زرګونو کسان هم بې روزګاره شوي دي.

سید نقیب باچا له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره په مرکه کې ویلي، دا مهال دواړو هېوادونو د یو بل پر وړاندې دومره سخت دریځ خپل کړی چې د ده په باور، په نږدې راتلونکي کې به تړلې سوداګریزې لارې په اسانۍ بېرته پرانه‌نیستل شي.

هغه وویل، پخوا به له افغانستان څخه پاکستان ته وچه مېوه، تازه سبزي او سکاره راتلل، په داسې حال کې چې په پېښور کې د قیمتي ډبرو یو لوی بازار موجود و، چې تر لس زرو زیات دوکانونه یې لرل او ډېری قیمتي ډبرې به له افغانستان څخه راوړل کېدې.

د نوموړي په وینا، د قیمتي ډبرو له دې سوداګرۍ سره شاوخوا ۱۳ زره افغان سوداګر تړلي وو، چې هر کال به یې د پاکستان حکومت ته د میلیونونو ډالرو مالیه ورکوله. خو اوس له شاوخوا یوه کال راهیسې دغه کاروبار په ټپه درېدلی او افغان او پاکستاني سوداګر ټول بې روزګاره شوي او له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

سید نقیب باچا وویل، له پاکستان څخه به هم هر کال په ټنونو سمنټ، درمل، د تشنابونو او ودانیو د پاکوالي سامانونه، کېلې، مالټې او کچالو افغانستان ته صادرېدل، چې له خیبر پښتونخوا څخه نیولې تر پنجاب او کراچۍ پورې به سوداګرو ترې ګټه ترلاسه کوله. خو اوس دغه ټول سوداګر له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

هغه وویل، افغان سوداګرو څو ځله د حکومت له چارواکو او له پالیسۍ جوړوونکو سره ناستې کړي او د ستونزې د هواري لپاره یې بېلابېل وړاندیزونه هم کړي، چې په هغو کې افغان سوداګرو ته د اوږدمهالو ویزو ورکول او نورې اسانتیاوې شاملې دي.

خو د نوموړي په خبره، دوی لا هم نه پوهېږي چې پاکستان له افغانانو څه غواړي او ولې غواړي چې په خپله د خپلو اقتصادي ګټو پر وړاندې خنډونه جوړ کړي.

د هغه په وینا، پاکستان له تېرو شپږو میاشتو راهیسې افغان وګړو ته د ویزو ورکول بند کړي او هغه افغان محصلین هم بېرته لېږي چې د پاکستان حکومت په خپله ورته د زده کړو بورسونه ورکړي وو.

نوموړي وویل، دا ډول اقدامات به په افغانانو کې له پاکستان څخه کرکه زیاته کړي، چې په هېڅ صورت د پاکستان په ګټه نه‌ده.

سید نقیب باچا د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، داسې ښکاري چې د دواړو هېوادونو پالیسۍ د احساساتو او غبرګونونو له مخې پر مخ وړل کېږي او په هره موضوع کې سیاست ورګډ شوی دی.

هغه زیاته کړه، په پاکستان کې داسې فکر موجود دی چې افغان طالبان د دوی د هڅو په پایله کې واک ته رسېدلي، د شلو کلونو لپاره د اسلامي امارت مشرتابه دلته اوسېده، د جګړې پلانونه یې هم له همدې ځایه جوړېدل، خو اوس چې واک ته رسېدلي، د پاکستان د دښمنانو تر څنګ ولاړ دي.

سید نقیب باچا وویل، طالبان اوس ځانونه د یوه خپلواک حکومت په توګه ګڼي او داسې اشارې ورکوي چې پاکستان باید له دوی سره د برابرۍ په کچه خبرې وکړي. د نوموړي په باور، همدا هغه اساسي ستونزې دي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ یې اړیکې ترینګلې کړې دي.

هغه ټینګار وکړ، چې د دواړو هېوادونو او ولسونو اړیکې په هر اړخ کې دومره ژورې او سره تړلې دي چې بېلېدل یې ناشوني ښکاري. نو په داسې وضعیت کې د دښمنۍ اړتیا څه ده؟ ټولې ستونزې باید د متقابل تفاهم او خبرو اترو له لارې حل شي.

نوموړي دا هم څرګنده کړه، چې په پاکستان او افغانستان کې شاوخوا لس لکه داسې کسان شته چې د دواړو هېوادونو ترمنځ خپلوي لري او ودونه یې کړي دي؛ یعنې افغان ښځو له پاکستاني نارینه‌وو سره او پاکستانۍ ښځو له افغان نارینه‌وو سره ودونه کړي دي.

هغه پوښتنه وکړه، له دومره ژورو خپلویو او نږدې اړیکو سره سره، ایا دواړه ولسونه له یو بل څخه بېلېدای شي؟

منظور پښتین: اسلام‌اباد د پښتونخوا کانونه د پښتنو له ګډون پرته پر بهرنیو شرکتونو پلوري

۲۱ لړم ۱۴۰۵ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۶، ۱۹:۲۲ GMT+۰
100%

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي، د پاکستان حکومت د پښتونخوا طبیعي زېرمې د سیمې د خلکو له ګډون او مشورې پرته پر بهرنیو کان‌کېندونکو شرکتونو پلوري. هغه ټینګار کړی، دغه طبیعي زېرمې د سیمې د خلکو حق دی او اسلام‌اباد د دې حق په اړه د هغوی له رضایت پرته د پرېکړې واک نه لري.

پښتین د پنجشنبې په ورځ (د لړم ۲۱مه) د پښتونخوا د کانونو د پلور په اړه په یوې نیم ساعته ویډیويي وینا کې ویلي، چې د نومبر په ۱۲مه او ۱۳ په اسلام‌اباد کې د نړۍ د کان‌کېندنې شرکتونو په ګډون یو پروګرام جوړېږي، څو د پښتونخوا د کانونو د استخراج او پلورلو په اړه پرېکړې وشي؛ خو د نوموړي په وینا، په دې پروګرام کې د پښتنو استازي ګډون نه لري.

هغه ټینګار وکړ چې د پښتونخوا طبیعي زېرمې د سیمې د خلکو حق دی او اسلام‌اباد د دې حق په اړه د هغوی له رضایت پرته د پرېکړې واک نه لري.

منظور پښتین له پښتنو وغوښتل چې د کانونو د پلورلو او استخراج په وړاندې چوپ پاتې نه شي او د بهرنیو شرکتونو د مشرانو او اړوندو نړیوالو ادارو پام دې موضوع ته واړوي.

نوموړي وویل، د پښتون ژغورنې غورځنګ به په واشنګټن کې د نړیوال بانک مخې ته اعتراض وکړي او د پښتنو غږ به نړیوالو ته ورسوي. هغه همداراز د کان‌کېندنې په سیمو کې له خلکو وغوښتل چې د اعتراضونو، لاریونونو او لارو تړلو له لارې د کانونو د استخراج پر ضد خپل مخالفت څرګند کړي.

پښتین زیاته کړه چې د کان‌کېندنې له شرکتونو سره باید اړیکه ونیول شي او د پښتنو له رضایت پرته د طبیعي زېرمو د استخراج د پایلو په اړه خبرداری ورکړل شي.

نوموړي زیاته کړې: «د کانونو د پلور او ترهګرۍ په وړاندې چپ پاتې کېدل پنجابی استعمار لا ځواکمن کوي».

نوموړي له ټولو پښتنو وغوښتل، چې هر یو تر خپله وسه غږ پورته کړي. هغه ویلي: «موږ د دغه کمپنیو او شرکتونو ایمیل ادرسونه او د مشرانو ادرسونه پيدا کړي، خپل د احتیجاج لیک ورته استوو چې دا کار په زور او ظلم کېږي او باید قراردادونه تر سره نه کړي». هغه له ټولو غوښتنه کړې، چې د دغه شرکتونو ایمیلونو ته د دوی لیکل شوی پیغام په فردي توګه ولیږي او په انلاین احتیجاج کې ټول برخه واخلي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر په خپله وینا کې د پښتونخوا امنیتي وضعیت ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې په میرانشاه، بنو، اورکزیو، باجوړ او د بلوچستان په ځینو سیمو کې خلک د ناامنۍ، پوځي عملیاتو او وېرې له وضعیت سره مخ دي.

هغه ویلي، چې د ترهګرۍ ضد عملیاتو په نوم د پښتنو په سیمو کې د خلکو ژوند اغېزمن شوی، جبري نیونې او زنداني کول دوام لري او د ولسي خلکو د غوښتنو غږ نه اورېدل کېږي.

پښتین د تېر کال په تېرا کې پوځي عملیاتو ته په اشارې وویل، د پښتنو د مشرانو او ولس له مخالفت سره سره د پاکستان حکومت د عملیاتو پرېکړه وکړه او د خلکو غوښتنې یې له پامه وغورځولې.

هغه خبرداری ورکړ چې د پښتونخوا د طبیعي زېرمو استخراج، که د سیمې د خلکو له رضایت پرته پیل شي، د فساد، ناامنۍ او هدفي وژنو د زیاتېدو لامل کېدای شي.

فارن پالېسي: پر پاکستاني پوځ د امریکا باور د پخوانیو تېروتنو تکرار دی

۲۱ لړم ۱۴۰۵ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۶، ۱۶:۱۶ GMT+۰
100%

فارن پالېسي اِن فوکس په یوه تحلیلي راپور کې ویلي، چې د امریکا حکومت یو ځل بیا د پاکستان پر پوځ تکیه کوي، خو د دغې شننې له مخې، دا تګلاره د پخوانیو ناکامو تجربو تکرار دی او ښايي د واشنګټن اوږدمهالو ګټو ته زیان ورسوي.

د دغې رسنۍ د شننې پر بنسټ ، د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر په وروستیو کلونو کې په واشنګټن کې د مهم امنیتي شریک په توګه مطرح شوی او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم څو ځله د هغه ستاینه کړې ده. خو د لیکوال په باور، د پاکستان پوځ د هغو ستونزو برخه ده چې امریکا یې د حل هڅه کوي، نه د حل لاره.
د شننې له مخې، امریکا د ترهګرۍ ضد مبارزه، مهمې معدني زېرمې او له چین سره سیالي خپلې مهمې ستراتیژیکې موخې ګڼي، خو د پاکستان پوځ په دغو برخو کې د واشنګټن له تګلارې سره متضاد رول لوبوي.
فارن پالېسي اِن فوکس لیکي، د سپټمبر له یوولسمې بریدونو وروسته پاکستاني پوځ د امریکا میلیاردونه ډالر ترلاسه کړل، څو د طالبانو او القاعده پر ضد مبارزه وکړي. خو شل کاله وروسته طالبان بېرته واک ته ورسېدل او د لیکوال په وینا، د دې وضعیت یو لامل د پاکستان له خاورې د طالبانو د ځینو ډلو ملاتړ او خوندي پناه‌ځایونه وو.
سرچینه زیاتوي ، دا یوازې د تېر وخت موضوع نه ده، بلکې اوس هم د پاکستان امنیتي تګلاره د افغانستان له موضوع سره نږدې تړاو لري.
لیکوال یادونه کوي چې اسلام‌اباد پرله‌پسې ادعا کوي چې تحریک طالبان پاکستان له افغانستانه فعالیت کوي، خو د افغانستان او پاکستان ترمنځ امنیتي کړکېچ لا هم نه دی حل شوی.
د دغې رسنۍ د لیکوال په وینا، پاکستاني پوځ په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د ترهګرۍ ضد سیاست اصلي لوری ټاکي، خو د کلونو پوځي عملیاتو، بې‌پیلوټه بریدونو او زور کارونې سره سره، ناامني لا هم دوام لري.
سرچینه بلوچستان ته په اشارې وايي، دغه ایالت چې د سرو زرو او مسو په ګډون لویې معدني زېرمې لري، د ناامنۍ له امله د پراخو ستونزو سره مخ دی.
د شنونکي وینا، روان وضعیت د هغو امریکايي پانګونو لپاره هم خطر جوړوي چې د ریکوډک کان په پروژه کې پلان شوې دي.
دغه شننه زیاتوي چې واشنګټن د پاکستان له پوځ سره د اړیکو له لارې د چین د نفوذ د محدودولو هڅه کوي، خو په حقیقت کې همدا پوځ د پاکستان او چین د ستراتیژیکو اړیکو اصلي معمار بلل کېږي.
د فارن پالېسۍ د شننې له مخې، د ۲۰۲۵ کال د هند او پاکستان له جګړې وروسته د پاکستان دفاعي بودیجه شل سلنه زیاته شوې ده او چین، چې د پاکستان تر ټولو لوی پوځي تجهیزاتي شریک دی، د دې زیاتوالي له اصلي ګټه‌اخیستونکو څخه ګڼل کېږي.
فارن پالېسي لیکي، امریکا باید خپلې پوځي مرستې، د ایف-۱۶ الوتکو د ساتنې پروګرامونه، روزنیزې مرستې او ډیپلوماتیک ملاتړ له بشري حقونو سره وتړي او د سیاسي بندیانو د خوشې کېدو، د جبري ورکو شویو کسانو د قضیو د څېړنې او د ملکي وګړو د پوځي محاکمو د پای ته رسېدو غوښتنه وکړي.
فارن پالېسي زیاتوي، چې واشنګټن نه شي کولای د پاکستان سیاسي راتلونکی وټاکي، خو کولای شي د داسې پوځي جوړښت له ملاتړ څخه لاس واخلي چې د راپور په وینا د ولسي واکمنۍ پر ځای د پوځ واک پیاوړی کوي.
لیکوال ټینګار کوي چې د امریکا اوږدمهاله ګټې د پاکستان د پوځ له پیاوړتیا سره نه، بلکې د ولسي بنسټونو او ملکي حکومتولۍ له پیاوړتیا سره تړلې دي.

د تیراه د بې‌ځایه شویو نیوکې؛ حکومت هرې کورنۍ ته یوازې د یوه کس د ستنېدو اجازه ورکوي

۲۰ لړم ۱۴۰۵ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۶، ۲۱:۰۹ GMT+۰
100%

د خیبر پښتونخوا د خیبر ولسوالۍ ادارې اعلان کړی، چې د تیراه شاوخوا ۶۰۰ بې‌ځایه شوي اوسېدونکي به په څو پړاوونو کې خپلو سیمو ته ستانه کړي. خو د تیراه د اغېزمنو خلکو د غورځنګ ویاند صحبت خان اپرېدی وايي، د حکومت په نوي پلان کې له هرې کورنۍ یوازې یوه کس ته د ستنېدو اجازه ورکول کېږي.

د یادې ادارې له‌خوا په خپره شوې خبرتیا کې ویل شوي، چې د ولسوالۍ اداره به د تیراه د قومي مشرانو له ۲۴ کسیزې کمېټې سره په همغږۍ د شاوخوا ۶۰۰ بې‌ځایه شویو کسانو د ستنېدو بهیر تنظیم کړي.
د خبرتیا له مخې، له هرې بې‌ځایه شوې کورنۍ څخه یوازې یوه کس ته په ټاکلې ورځ تیراه ته د تګ اجازه ورکول کېږي. د ستنېدونکو کسانو نوملړ به د ولسوالۍ اداره خپروي؛ خو د سفر لپاره د موټرو برابرول به د خلکو خپله دنده وي.
په خبرتیا کې راغلي، یوازې هغه کسان کولای شي د باړې له نوې کمر سیمې څخه تیراه ته ولاړ شي چې نومونه یې په منظور شوي نوملړ کې شامل وي. نورو کسانو ته سپارښتنه شوې، چې د خپل وار تر رسېدو پورې انتظار وکړي او له رسمي اجازې پرته نوې کمر ته ولاړ نه‌شي.
خو د تیراه د اغېزمنو خلکو د غورځنګ ویاند صحبت خان اپرېدي د حکومت پر یادې پرېکړې نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې له هرې کورنۍ څخه یوازې یوه کس ته د ستنېدو اجازه ورکول له بې‌ځایه شویو خلکو سره ناعادلانه چلند دی.
د هغه په وینا، په تیراه کې د ژوند لومړني امکانات نه‌شته، د خلکو کورونه ویجاړ شوي او د ژمي په رانږدې کېدو سره د بې‌ځایه شویو کورنیو ستونزې لا زیاتېږي.
صحبت خان اپرېدي ویلي، د یوې کورنۍ یو غړی د حکومتي مرستو له ترلاسه کولو پرته نه‌شي کولای خپل ویجاړ شوی کور بېرته جوړ کړي او نه هم د خپلې کورنۍ د ستنېدو لپاره اړین چمتووالی ونیسي.
نوموړي شکایت کړی، چې حکومت له بېرته ستنېدونکو کورنیو سره نه مالي مرسته کوي، نه خوراکي توکي ورکوي او نه هم د کورونو د بیارغونې لپاره اړین مواد برابروي.
د هغه په وینا، په سیمه کې د امنیتي ځواکونو تالاشي او د وسله‌والو د بریدونو وېره د خلکو تګ راتګ ستونزمن کړی دی. نوموړي زیاته کړې، چې د تیراه ډېری بې‌ځایه شوې کورنۍ اوس په باړه او شاوخوا سیمو کې مېشتې دي او له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
صحبت خان اپرېدی وايي، د ډېرو کورنیو سپما شوې پیسې ختمې شوې دي او اوس ان د خپلو سیمو ته د بېرته ستنېدو د سفر لګښت هم نه شي پوره کولای.
د تیراه د اغېزمنو خلکو د غورځنګ ویاند د پاکستان له حکومته غوښتي، چې د ټولو بې‌ځایه شویو کورنیو د خوندي او باعزته ستنېدو زمینه برابره کړي، مالي او خوراکي مرستې ورسره وکړي او د ویجاړو شویو کورونو د بیا جوړولو امکانات ورته برابر کړي؛ څو وکولای شي بېرته عادي ژوند پیل کړي.
د خیبر ولسوالۍ ادارې تر دې وړاندې د سپټمبر په میاشت کې اعلان کړی و، چې د تیراه د بې‌ځایه شویو خلکو د ستنېدو بهیر به د اکتوبر له لسمې پیل شي؛ خو وروسته دغه پلان لغوه شو. د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د یادې پرېکړې د لغوه کېدو لامل نه و روښانه شوی.
د دغه پلان له لغوه کېدو وروسته زرګونه بې‌ځایه شوي کسان خپلو کورونو ته د ستنېدو په تمه پاتې شول. د اغېزمنو خلکو استازي ټینګار کوي، چې حکومت باید یوازې د ستنېدو بهیر اعلان نه‌کړي؛ بلکې د خلکو د امنیت، استوګنې، خوراک او د ویجاړو شویو کورونو د بیارغونې لپاره هم عملي ګامونه پورته کړي.