• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ټلېګراف:د افغانانو د وژنو په تړاو څېړنو د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو پر روحیې منفي اغېز کړی

۲۲ لړم ۱۴۰۵ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۶، ۰۳:۴۴ GMT+۰تازه شوی: ۲۲ لړم ۱۴۰۵ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۶، ۰۶:۳۲ GMT+۰

د بریتانیا ټلېګراف ورځپاڼې د یوې نظر پوښتنې په خپرولو سره لیکلي، چې په افغانستان کې د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو (اس‌اې‌اس) له لوري د بې‌وسلې افغانانو د وژل کېدو د ادعاوو په اړه اوږدمهاله څېړنو د دغه هېواد د ځانګړو ځواکونو پر سرتېرو منفي اغېز کړی دی.

د ورځپاڼې د راپور له مخې، د «هاډن کېو» په نوم څېړنه چې په ۲۰۲۳ کال کې پیل شوې، هغه ادعاوې څېړي چې ګواکې د برېتانیا ځانګړو ځواکونو د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ په افغانستان کې لږ تر لږه ۸۰ بې‌وسلې افغانان په ناقانونه توګه وژلي او د دغو پېښو اړوند شواهد یې له‌منځه وړي دي. تمه ده، چې دغه څېړنه په ۲۰۲۸ کال کې بشپړه شي.
ټلېګراف د پنجشنبې په ورځ (د لړم ۲۱مه) لیکلي، چې د برېتانیا د ځانګړو ځواکونو شاوخوا ۱۵۰ هغه سرتېري چې په افغانستان کې یې خدمت کړی، د دې څېړنې له لوري د پوښتنو یا لیکلي شواهدو وړاندې کولو لپاره خبر شوي دي.
د ورځپاڼې په وینا، ځینو سرتېرو ویلي، چې د دغې اوږدمهالې څېړنې له امله ځینې کسان له دندو وځي او ځینې نور د خپلو خدمتونو د مودې له غځولو ډډه کوي. هغوی اندېښنه لري، چې د پوځي عملیاتو پر مهال به د جنګي جرمونو په تړاو وپوښتل شي.
ټلېګراف لیکلي، چې د بریتانیا حکومت دې د ځانګړو ځواکونو ملاتړ وکړي او د هغو سرتېرو د مجازاتو او څېړنې ترمنځ توپیر وکړي چې په رښتیا یې جرمونه کړي دي.
تر دې وړاندې د بریتانیا د پوځ یوه پخواني لوړپوړي افسر منلې وه، چې په افغانستان کې د ځانګړو ځواکونو د احتمالي جنګي جرمونو د څېړنې پر مهال یې داسې عکسونه متخصصینو ته نه‌دي سپارلي، چې ښايي د پېښو په روښانولو کې یې مهم معلومات وړاندې کړي وای.

ډېر لیدل شوي

یونیسف: له څلورو میلیونو ډېر افغان ماشومان د خوارځواکۍ درملنې ته اړتیا لري
۱

یونیسف: له څلورو میلیونو ډېر افغان ماشومان د خوارځواکۍ درملنې ته اړتیا لري

۲

د ترکیې او ایران پر پوله د موندل شویو اتو جسدونو له ډلې د ۲۵ کلن افغان ځوان هویت څرګند شو

۳

په کندهار کې د درملو پر سر شخړه؛ طالبانو د پېښې د ویډیو خپروونکي ګواښلي

۴

د روسیې مرستیال لومړی وزیر او ملا برادر د اقتصادي همکاریو هوکړه لاسلیکوي

۵
ځانګړی

له غربته د تېښتې سفر؛ د ایاز مړی د ایراني پولیسو په ولکه کې او د فرهاد او عبدالحق درک نشته

•
•
•

نور خبرونه

ایران غواړي د خوزستان د بندرونو له لارې افغانستان د خلیج فارس له بازارونو سره ونښلوي

۲۲ لړم ۱۴۰۵ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۶، ۰۳:۴۰ GMT+۰
100%

د ایران د اهواز د سوداګرۍ خونې منشي وایي، د خوزستان د بندري، سړکونو او رېل‌پټلیو ظرفیتونه کولای شي افغانستان د عراق، متحده عربي امارات، کویټ او د خلیج فارس له نورو بازارونو سره ونښلوي او د افغانستان د سوداګریزو توکو د ترانزیټ لګښتونه او وخت راکم کړي.

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د اهواز د سوداګرۍ خونې منشي محمد نجفیان ویلي، د هرات اقتصادي فعالان کولای شي د خوزستان د ترانسپورټي ظرفیتونو په کارولو سره خپل تولیدي او صادراتي توکي د عراق، متحده عربي امارات او کویټ په ګډون د سیمې بازارونو ته ولېږدوي.

د هغه په وینا، د خوزستان د بندرونو او ګډې ترانسپورټي شبکې کارول کولای شي د افغانستان د سوداګریزو توکو د لېږد لګښتونه او د سیمې سویلي بازارونو ته د رسېدو وخت راکم کړي او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د همکاریو نوې لارې پرانیزي.

نجفیان د اقتصادي راکړو ورکړو په برخه کې د خنډونو د لرې کولو لپاره د سوداګریزې ډیپلوماسۍ پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې په افغانستان کې د ایران د نوي سوداګریز سلاکار د کار پیل هم کولای شي د دواړو هېوادونو د اقتصادي فعالانو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا او د همکاریو د نویو برخو د پېژندلو لپاره ښه فرصت برابر کړي.

نجفیان د هرات کرنیز ظرفیتونه د خوزستان د پروسس کوونکو صنایعو ترڅنګ د ګډو همکاریو لپاره مناسبه زمینه بللې او ویلي یې دي، چې هرات د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو په تولید کې د پام وړ ظرفیت لري او خوزستان هم د پروسس، د خوراکي توکو د تولید او بسته‌بندۍ د صنعتونو په لرلو سره د دغو محصولاتو د ارزښت د ځنځیر په بشپړولو کې رول لوبولی شي.

هغه زیاته کړې، د خوراکي توکو په صنعت، د کرنیزو محصولاتو په پروسس او د بسته‌بندۍ د کرښو په جوړولو کې ګډه پانګونه کولای شي د محصولاتو ارزښت لوړ کړي او د درېیمو هېوادونو بازارونو ته د هغوی د رسولو زمینه برابره کړي.

د ایرنا د راپور له مخې، ایران او افغانستان په وروستیو کلونو کې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ د پراختیا لپاره د ترانزیټي او رېل‌پټلیو د مسیرونو پراختیا د خپلو همکاریو له مهمو برخو څخه ګرځولې ده.

د هرات اسلام‌کلا او د ایران د رضوي خراسان ولایت دوغارون بندرونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ځمکنۍ سوداګرۍ له مهمو لارو څخه دي. د دواړو هېوادونو چارواکو څو ځله د لاریو د تګ راتګ د ظرفیت پر زیاتوالي، د ګمرکي تشریفاتو پر کمولو او د سوداګرۍ پر اسانتیاوو ټینګار کړی دی.

د خواف ـ هرات رېل‌پټلۍ هم د ایران او افغانستان ترمنځ د رېل‌پټلۍ د نښلولو له مهمو زیربناوو څخه ده. د خپرو شویو راپورونو له مخې، د دې لارې له لارې د افغانستان د توکو او کانونو د محصولاتو لېږد د ایران سویلي بندرونو او نورو بازارونو ته ممکن شوی دی.

سوداګر: درمل په ګمرک کې په قصدي ډول خرابېږي، خو پړه یې پر موږ اچول کېږي

۲۱ لړم ۱۴۰۵ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۶، ۲۳:۳۱ GMT+۰
100%

په کندهار کې د درملو سوداګر وایي، هغه درمل چې په قانوني اسنادو هېواد ته راوړل کېږي، د ګمرکي چارو او کیفیت معلومولو په نوم د اوږدې مودې لپاره په نامناسبو شرایطو کې ساتل کېږي، چې له امله یې د خرابېدو او د کیفیت د له منځه تلو خطر زیاتېږي.

د کندهار په ګمرک کې د قانوني وارد شوو هندي درملو د تخلیې او په ازاده فضا کې د اېښودلو موضوع د درملو د سوداګرو اندېښنې راپارولې دي.

د درملو یو شمېر سوداګر شکایت کوي چې د کندهار په ګمرک کې د درملو له موټرو څخه د درملو کښته کول او د لمر او باران په وړاندې اېښودل د درملو د کیفیت لپاره جدي ګواښ دی.

د دوی په خبره، د درملو په ساتنه کې د نړیوالو معیارونو نه مراعاتول نه یوازې د سوداګرو پانګې ته زیان رسوي، بلکې د ناروغانو روغتیا هم له خطر سره مخ کوي.

د درملو یو سوداګر په خپره شوې ویډیو کې وایي: «موږ په قانوني اسنادو درمل واردوو، خو په ګمرک کې یې له موټرو کښته کوي، لمر ته یې ږدي او د کیفیت د معلومولو په نوم یې له داسې حالت سره مخ کوي چې د خرابېدو امکان یې ډېر دی. کله چې دا درمل بازار ته وړاندې شي، بیا همدا مسوولین یې له خلکو راټولوي او سوداګر د بې‌کیفیته درملو په پلورلو تورنوي. نو که درمل په خپله د ګمرک په انګړ کې خرابېږي، د دې مسوولیت به څوک مني؟.»

یو بل درمل پلورونکی وایي، دا لومړی ځل نه دی چې د ګمرک په انګړ کې درمل له اوږدې مودې څخه پاتې کېږي او د ساتنې مناسب شرایط ورته نه برابرېږي.

د هغه په وینا، تر دې وړاندې هم داسې درمل د اوږدې مودې لپاره په ګمرکونو کې درول شوي چې وروسته یې د ختمېدو نېټه تېره شوې او سوداګرو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي.

نوموړی زیاتوي: «درمل عادي سوداګریز توکي نه دي چې هر چېرې او په هر ډول وساتل شي، ځینې درمل د تودوخې او رڼا پر وړاندې ډېر حساس دي، که د ساتنې شرایط یې مراعات نه شي، کیفیت یې له منځه ځي، بیا ولې سوداګر د داسې درملو د خرابېدو مسوول ګڼل کېږي چې د خرابېدو زمینه یې خپله طالبان برابروي؟.»

د سوداګرو په خبره، دوی د ګمرکي ځنډ، د درملو د تخلیې او د نامناسبې ساتنې له کبله له سختو اقتصادي فشارونو سره مخ دي.

دوی ادعا کوي چې د خپلو قانوني وارداتو د خلاصون لپاره له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او د دوی شکایتونو ته هم لازم پام نه کېږي.

د درملو د یوه سوداګر په وینا، د دې وضعیت دوام سوداګر له داسې رواني او اقتصادي فشار سره مخ کړي چې نور یې د زغملو توان نه لري.

هغه خبرداری ورکوي چې که د سوداګرو ستونزو ته رسېدنه ونه شي، د دې وضعیت پایلې به ډېرې درنې وي.

بل خوا په کندهار د طالبانو ګمرک ریاست د خلکو د شکایتونو او ویډيوګانو خپرېدو وروسته دغه ادعاوې رد کړې دي او وایي، د یادې محمولې یوه اندازه درمل د کیفیت د ازموینې لپاره د شرکت په رضایت تخلیه شوي، بېرته بار شوي او وروسته ځانګړې سړې خونې ته لېږدول شوي دي.

د ګمرک مسوولینو ټینګار کړی چې د ازموینې تر پایلې پورې به درمل د ساتنې په مناسبو شرایطو کې وساتل شي.

اروپايي مشرانو د اروپا د امنیتي نظم د بدلولو په اړه د پوتین غوښتنه رد کړه

۲۱ لړم ۱۴۰۵ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۶، ۲۳:۲۱ GMT+۰
100%

اروپايي مشرانو د اوکراین د سولې په خبرو کې د اروپا د امنیتي نظم د بدلون لپاره د روسیې هڅې رد کړې. د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي خبرداری ورکړی چې واشنګټن او مسکو د دې موضوع په اړه خبرې پیل کړې دي او اروپا باید په دې برخه کې هوښیاره وي.

د فایننشل ټایمز د راپور له مخې، دغه اختلاف په ابوظبۍ کې د اوکراین د سولې په اړه له خبرو اترو وروسته څرګند شو. د روسیې پلاوي په دې غونډه کې د اروپا د امنیتي ترتیباتو په اړه د بحث غوښتنه وکړه، خو له اروپايي چارواکو سره یې له لیدنې ډډه وکړه.

د امریکا استازو سټیو ویټکاف او جېرډ کوشنر د پنجشنبې په ورځ په ابوظبۍ کې له خبرو وروسته په مسکو کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ولیدل.

په همدې وخت کې د اروپا شورا مشر انتونیو کوسټا په ډوبلین کې د اروپايي مشرانو یوې غونډې ته وویل چې د اروپا د امنیتي نظم بیا طرحې ته اړتیا نشته.

کوسټا زیاته کړه: «اروپا یو اغېزناک امنیتي چوکاټ درلود چې لومړی په تدریجي ډول کمزوری شو او په پای کې پر اوکراین د روسیې د یرغل له امله له منځه ولاړ.»

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي هم ویلي چې په ابوظبۍ کې د خبرو اترو لویه برخه د امنیتي تضمینونو موضوع ته ځانګړې شوې وه. نوموړي خبرداری ورکړ چې د امریکا او روسیې ترمنځ د خبرو موضوع له اوکراین څخه پراخه شوې ده.

د اوکراین ولسمشر وویل: «اروپا باید دې موضوع ته جدي پام وکړي. کله چې امریکایان او روسان د دغو مسایلو په اړه خبرې کوي، بحث یوازې د اوکراین په اړه نه دی، بلکې تر ډېره د اروپا او روسیې ترمنځ د یوه نوي امنیتي چوکاټ په اړه دی. دا ډول چلند زموږ لپاره یو څه د حیرانتیا وړ دی».

د روسیې غوښتنه څه ده؟

روسي چارواکو په وار وار د ناټو د پراختیا د بندولو، د روسیې د پولو ته نږدې د پوځي تمریناتو د بندیز او د ختیځې اروپا څخه د ناټو د سرتیرو او تجهیزاتو د ایستلو غوښتنه کړې ده.

د اروپا ډېری پلازمېنې د روسیې دغه غوښتنې د خپل نفوذ د ساحې د بېرته پراخولو او د اروپايي ټولنې او ناټو د غړو هېوادونو د ملي حاکمیت د محدودولو هڅه بولي.

ولادیمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ ټینګار وکړ چې د نوي امنیتي نظم په اړه د مسکو وړاندیزونه باید د جګړې د پای ته رسولو له هوکړې مخکې وڅېړل شي. نوموړي د اروپا هغه دریځ رد کړ چې له مخې یې باید دغه موضوع په اوکراین کې د سولې له ټینګښت وروسته وڅېړل شي.

د روسیې ولسمشر همداراز وویل، د اروپايي هېوادونو هغه پلان چې د سولې له هوکړې وروسته اوکراین ته خپل پوځونه واستوي، د «جګړې د دوام» معنا لري.

د امریکا استازو سټیو ویټکاف او جېرډ کوشنر د کرملین په ټلوېزیوني خپرېدونکې غونډه کې وویل چې امریکا غواړي اروپا په راتلونکو خبرو اترو کې ګډون ولري. هغوی زیاته کړه چې واشنګټن د اروپا د لویې وچې د امنیتي نظم په اړه له خپلو اروپايي متحدینو سره خبرې پیل کړې دي.

خو د فایننشل ټایمز د راپور له مخې، یوې سرچینې چې د ابوظبۍ له مذاکراتو خبره وه ویلي چې د اروپا د پراخ امنیت موضوع مطرح شوې، خو تر اوسه یې د جزییاتو په اړه بحث نه دی شوی.

مسکو ته د امتیاز ورکولو په اړه د اروپا اندېښنې

د فایننشل ټایمز ورځپاڼې ته دریو چارواکو ویلي چې د اروپا په پلازمېنو کې اندېښنې مخ په زیاتېدو دي. هغوی وېره لري چې د ټولې اروپا د امنیت په اړه خبرو ته غاړه ایښودل ښايي د اوکراین د سولې په مذاکراتو کې د اروپا د ګډون بیه وي.

د استونیا لومړي وزیر کریسټن میخال خبرداری ورکړی چې اروپا په یوه «دام» کې راګیر شوې ده. د هغه په وینا، پوتین له کلونو راهیسې هڅه کوي چې د ناټو د غړو هېوادونو د ملي حاکمیت په اړه د نظر او پرېکړې کولو حق ترلاسه کړي.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوولې کایا کالاس ویلي چې د اروپا د امنیتي نظم په اړه خبرې باید یوازې هغه مهال پیل شي چې روسیه د سولې له هوکړې سره موافقه وکړي.

هغې زیاته کړې چې په اوسنیو شرایطو کې د دې موضوع مطرح کول، د اصلي لومړیتوب، یعنې په اوکراین کې د اوربند او د وژنو د درولو، په اړه د پام اړولو لامل کېږي.

اروپايي مشران په ډوبلین کې د مذاکراتو لپاره د یوه ګډ استازي پر ټاکلو هم خبرې کوي او هیله لري چې د همدې میاشتې په اوږدو کې د یوه نوم په اړه هوکړې ته ورسېږي.

د اروپا شورا مشر انتونیو کوسټا ټینګار کړی: «د اروپا د امنیت په اړه له اروپا پرته د مذاکراتو پر مېز خبرې نه شي کېدای.»

هغه ویلي چې د اروپا ګډ دریځ باید د اروپايي هېوادونو، اروپايي ټولنې او ناټو په همکارۍ رامنځته شي.

د ترکیې په پوله لږ تر لږه شپږ افغان ځوانان ورک شوي دي

۲۱ لړم ۱۴۰۵ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۶، ۱۹:۴۷ GMT+۰
100%

شپږ افغانې کورنۍ وايي، زامن یې له ایران څخه ترکیې ته د اوښتو د هڅې پر مهال ورک شوي او له څو ورځو تېرېدو سره سره یې لا هم د برخلیک په اړه هېڅ معلومات نه لري.

د دغو شپږو ځوانانو خپلوانو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د هغوی وروستۍ اړیکه یا پیغام هغه مهال و چې غوښتل یې له سرحدي لارو ترکیې ته واوړي. د دغه کورنیو په وینا، سره له دې چې د خپلو زامنو د موندلو لپاره یې بېلابېلې هڅې کړي، خو لا هم نه پوهېږي چې هغوی ژوندي دي او که مړه شوي دي.

د دغو کورنیو اندېښنې وروسته له هغه زیاتې شوې چې په تېرو څو ورځو کې د ایران او ترکیې پر پوله د افغان کډوالو د جسدونو د موندلو په اړه راپورونه خپاره شوي او په دې لاره کې یې د پناه غوښتونکو د خوندیتوب په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.

۲۲ کلن ځوان فرهاد

د ورکو شویو ځوانانو له ډلې د فرهاد په نوم یو ۲۲ کلن ځوان هم دی. د هغه ورور فریدون د پنجشنبې په ورځ د ننګرهار د بټي کوټ ولسوالۍ څخه افغانستان انټرنشنل ته ویلي، شاوخوا یوه اوونۍ کېږي چې له فرهاد څخه هېڅ خبر نه لري.

د هغه په وینا، فرهاد د جمعې په ماښام ( د لړمه ۷مه) د ترکیې پر لور د سرحدي دېوال د اوښتو په موخه حرکت کړی و، خو له هغه وروسته یې له خپلې کورنۍ سره هېڅ اړیکه نه ده نیولې.

فریدون ویلي، کورنۍ یې په تېرو څو ورځو کې د بېلابېلو لارو هڅه کړې چې د فرهاد د برخلیک په اړه معلومات ترلاسه کړي، خو تر اوسه یې هڅې کومه پایله نه ده لرلې.

100%
۲۲ کلن فرهاد د ترکیې په پوله کې ورک شوی

۲۱ کلن ځوان نورمل غفاري

د نورمل پلار بشرمل غفاري د پنجشنبې په ورځ له کابله ویلي، زوی یې د جمعې په ماښام ( د لړم ۱۴مه) له ایران نه د ترکیې پر لور روان شوی دی.

هغه ویلي، له هماغه وخته تر اوسه د خپل زوی د ژوندي یا مړه کېدو په اړه هېڅ ډول معلومات نه لري.

هغه هویتي اسناد چې افغانستان انټرنشنل لیدلي، ښيي چې نورمل د ۱۳۸۴ کال د چنګاښ په ۱۹مه زېږېدلی دی.

100%
۲۱ کلن نورمل غفاري د ایران او ترکیې په پوله کې ورک شوی

نورالله عزیزي ۲۵ کلن ځوان

د تخار ولایت د تالقان اوسېدونکی نورالله عزیزي هم د هغو کسانو له ډلې دی چې کورنۍ یې ترکیې ته پر لاره د هغه د ورکېدو خبر ورکړی دی.

د نورالله ورور عنایت‌الله عزیزي ویلي، له خپل ورور سره یې وروستۍ اړیکه د یکشنبې په ورځ (د لړم ۱۰مه) نیولې وه.

د هغه په وینا، نورالله په وروستۍ اړیکه کې خبر ورکړی و چې غواړي د ایران خاوره پرېږدي او ترکیې ته ننوځي.

عنایت‌الله ویلي، له هغه وخت راهیسې یې کورنۍ نه ده توانېدلې چې له نورالله سره اړیکه ونیسي او یا یې د اوسېدو د ځای په اړه کوم معلومات ترلاسه کړي.

100%
۲۵ کلن نورالله عزیزي د ترکیې په پوله کې ورک شوی

۲۲ کلن ځوان سلیمان خالقي

د سلیمان خالقي پلار نعمت‌الله خالقي د پنجشنبې په ورځ له ننګرهاره افغانستان انټرنشنل ته ویلي، زوی یې د ترکیې پر پوله ورک شوی دی.

د هغه په وینا، سلیمان د جمعې په سهار(د لړم ۱۵مه) د سهار په اتو بجو له خپلې کورنۍ سره وروستۍ اړیکه نیولې وه.

سلیمان په هغه اړیکه کې ویلي وو چې غواړي د شپې له خوا د سرحدي دېوال له لارې د ترکیې وان ښار ته واوړي.

د کورنۍ له خوا وړاندې شوي هویتي اسناد ښيي چې سلیمان د ۱۳۸۳ کال د وږي په څلورمه زېږېدلی دی.

د هغه کورنۍ اصلا د ننګرهار اوسېدونکې ده، خو اوس په کابل کې ژوند کوي.

100%
۲۲ کلن سلیمان خلیقي د ترکیې په پوله کې ورک شوی

۲۸ کلن ځوان ضمیر احمدي

د ضمیر پلار خوشدل احمدي ویلي، شاوخوا یوه اوونۍ کېږي چې د خپل زوی د نښې موندلو هڅه کوي، خو تر اوسه نه دی توانېدلی پوه شي چې هغه ژوندی دی او که نه.

د هغه د پلار په وینا، ضمیر د جمعې په ماښام وروستی ځل د واتساپ له لارې په کابل کې د خپلې کورنۍ یوه غړي ته پیغام لېږلی و او لیکلي یې وو: «همدا اوس موټر راغی، موږ د پولې پر لور باروي. دعاګانو ته مو اړتیا ده. خدای پامان!»

دا وروستی پیغام دی چې کورنۍ یې له ضمیر څخه ترلاسه کړی دی.

د هغه د هویتي معلوماتو له مخې، ضمیر د ۱۳۷۷ کال د چنګاښ په شپاړسمه د پنجشېر په بازارک کې زېږېدلی دی.

100%
۲۸ کلن ضمیر احمدي د ایران او ترکیې پر پوله ورک شوی دی

نجیب‌الله اکبري ۱۸ کلن ځوان

د نجیب‌الله اکبري ورور عصمت اکبري ویلي، د تېرې جمعې له ورځې راهیسې یې د ورور په اړه هېڅ خبر نه دی ترلاسه کړی.

هغه ویلي، کورنۍ یې په تېره یوه اوونۍ کې هڅه کړې چې د نجیب‌الله د ځای او وضعیت په اړه معلومات ترلاسه کړي، خو تر اوسه په دې کار نه ده بریالی شوی.

د نجیب‌الله په پاسپورټ کې د ثبت شویو معلوماتو له مخې، هغه د ۱۳۸۷ کال د غوايي په شپاړسمه په کندوز ولایت کې زېږېدلی دی.

100%
۱۸ کلن نجیب د ترکیې په پوله کې ورک شوی

پر پوله د کډوالو مړینه

د دغو شپږو افغان ځوانانو د ورکېدو خبر داسې مهال خپرېږي چې په وروستیو ورځو کې د څو نورو افغان کډوالو کورنیو هم د ایران او ترکیې پر پوله د خپلو خپلوانو د مړینې خبر ورکړی دی.

د ترکیې د وان ولایت د اوزالپ سیمې ته نږدې په یوه پېښه کې د ایران له پولې شاوخوا درې کیلومتره لرې د اتو ځوانو نارینه‌وو جسدونه موندل شوي دي.

د ۲۵ کلن محمد یاسین خاکسار او د بامیان د ۱۶ کلن ځوان رضا نظري کورنیو له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې د دغو موندل شویو جسدونو په منځ کې د خپلو خپلوانو هویت پېژندلی دی.

د ترکیې رسنیو راپور ورکړی چې ښايي سخته سړه هوا د دغو کسانو په مړینه کې رول لرلی وي، خو د هغوی د مړینې کره لامل تر اوسه په خپلواکه توګه نه دی تایید شوی.

د وان د وکیلانو ټولنې هم ویلي چې دا قضیه څاري او د قربانیانو د هویت او د مړینې د لامل په اړه څېړنې روانې دي.

د ترکیې د وان والي دفتر د دې قضیې اړوند معلومات د محرموالي تر حکم لاندې راوستي دي.

د مړو شویو کډوالو د شمېر زیاتوالی

د افغانستان انټرنشنل څېړنې ښيي چې ښايي د ایران او ترکیې پر پوله د مړو شویو افغان کډوالو شمېر تر هغه لوړ وي چې تر اوسه په رسنیو کې اعلان شوی دی.

په یوه جلا قضیه کې، د ننګرهار د ۱۹ کلن ځوان ایاز مومند کورنۍ ویلي چې هغه د ایران او ترکیې پر پوله د چالدران په سیمه کې مړ شوی دی. کورنۍ یې د هغه د جسد یو انځور چې په واورو کې پروت دی، له افغانستان انټرنشنل سره شریک کړی دی.

همداراز، منیر خان ساپي افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې ورور یې، ۲۲ کلن حامد ساپی چې د کندوز د امام‌صاحب ولسوالۍ اوسېدونکی و په سرحدي سیمه کې مړ شوی او جسد یې د ایران د چالدران دولتي سړې خونې ته لېږدول شوی دی.

دا پېښه هم د وان ولایت د هغو اتو جسدونو له قضیې جلا ده چې په وروستیو ورځو کې موندل شوي دي.

د جنید په نوم یو افغان ځوان چې وايي له حامد ساپي سره یوځای و، ادعا کړې چې د ترکیې سرحدي ځواکونو تر نیولو وروسته له دوی سره ناوړه چلند کړی او بیا یې د سرحدي دېوال له لارې بېرته ایران ته شړلي دي. د هغه په وینا، حامد له دې پېښې وروسته مړ شوی دی.

افغانستان انټرنشنل نه دی توانېدلی چې دا روایت یا د حامد د مړینې کره لامل په خپلواکه توګه تایید کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي تر دې مخکې افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو چې دغه وزارت د قربانیانو په اړه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره له ایران او ترکیې غوښتنه کړې، خو تر اوسه یې کره معلومات نه دي ترلاسه کړي.

د ایران او ترکیې پر پوله د افغان کډوالو د ورکېدو او مړینې د راپورونو له زیاتېدو سره، د ورکو شویو کسانو کورنۍ اوس د ایران او ترکیې د چارواکو د معلوماتو په تمه دي. هغوی وايي، تر ټولو لویه اندېښنه یې دا ده چې نه پوهېږي زامن یې چېرته او په کوم حالت کې دي.

د دې راپور تر خپرېدو پورې، د دغو شپږو ورکو شویو ځوانانو د ځای یا برخلیک په اړه خپلواک معلومات نه دي ترلاسه شوي. همداراز، په وروستیو ورځو کې د ایران او ترکیې پر سرحدي لاره د ورکو شویو کسانو کره شمېر هم نه دی معلوم.

د نري رنځ ناروغي؛ تېر کال یې د نړۍ ۱،۱ میلیونه کسان وژلي دي

۲۱ لړم ۱۴۰۵ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۶، ۱۸:۳۳ GMT+۰
100%

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، سره له دې چې په نړۍ کې د نري رنځ پېښې او مړینې کمې شوې دي، خو لا هم هر کال له یو میلیون ډېر کسان د دې ناروغۍ له امله مري او د تشخیص او درملنې په برخه کې د پام وړ ستونزې شته.

دغه سازمان د پنجشنبې په ورځ (د نومبر ۱۲مه) د نري رنځ د ۲۰۲۶ کال په نړیوال راپور کې ویلي، چې په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۱۰،۶ میلیونه کسان په دې ناروغۍ اخته شوي او ۱،۱ میلیونه نورو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د راپور له مخې، د نري رنځ له امله د مړینو کچه د ۲۰۱۵ کال په پرتله ۳۵ سلنه راټیټه شوې او له ۲۰۰۰ کال راهیسې د دې ناروغۍ درملنې د اټکل له مخې د ۸۶ میلیونه کسانو ژوند ژغورلی دی. په دې توګه نړۍ د روغتیا نړیوال سازمان د «نري رنځ د له منځه وړلو» د تګلارې د مړینې لومړنی هدف ترلاسه کړی، خو له ټاکلي مهالوېش څخه پنځه کاله وروسته.

د روغتیا نړیوال سازمان د عمومي رییس ټېډروس ادهانوم غیبریسوس ویلي، د نري رنځ د پېښو او مړینو دوامداره کمښت هیله‌بښونکی دی، په ځانګړي ډول په داسې حال کې چې ګڼو هېوادونو د روغتیايي مرستو د بودیجې له کمښت سره مخامخ دي.

هغه ویلي: «ډېرو حکومتونو د خپلو لاسته راوړنو د ساتنې لپاره له خپلو کورنیو بودیجو څخه ډېرې پیسې ځانګړې کړې دي. خو بیا هم هر کال له یو میلیون ډېر کسان د یوې داسې ناروغۍ له امله مري چې مخنیوی او درملنه یې شونې ده.»

نوموړي له هېوادونو او شریکانو غوښتي چې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی پراخ کړي، د دې ناروغۍ لپاره اړینې بودیجې خوندي کړي او د وبا د پای ته رسولو لپاره د نویو طبي وسایلو او درملنو د جوړولو بهیر چټک کړي.

د راپور له مخې، د نري رنځ د مخنیوي او درملنې لپاره د هېوادونو کورنۍ پانګونه د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ ۱۴ سلنه زیاته شوې او ۵،۶ میلیارده ډالرو ته رسېدلې ده. دغه زیاتوالی د نړیوالو مالي مرستو د ورته کچې د کمښت یوه برخه جبران کړې ده.

د نري رنځ نړیوال بار په ۳۰ هېوادونو کې متمرکز دی، چې په ۲۰۲۵ کال کې د دغې ناروغۍ د ټولو پېښو ۸۸ سلنه پکې ثبت شوې دي. د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، د ۲۰۱۵ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ په اروپايي سیمه کې د نري رنځ پېښې ۴۲ سلنه او په افریقايي سیمه کې ۳۰ سلنه کمې شوې دي، خو په سوېلي ختیځه اسیا کې دا کموالی ۱۸ سلنه او د ختیځې مدیترانې په سیمه کې یوازې ۶،۶ سلنه و. په لوېدیځه ارام سمندر سیمه کې د پېښو په شمېر کې بدلون نه دی راغلی، خو په امریکا کې د نري رنځ پېښې پرله‌پسې پنځم کال هم زیاتې شوې او د ۲۰۱۵ کال په پرتله ۱۳ سلنه لوړې شوې دي.

افغانستان هم د نري رنځ د پام وړ پېښو له لرونکو هېوادونو څخه دی. د سیمه‌ییزو روغتیايي شمېرو له مخې، په دغه هېواد کې په ۲۰۲۴ کال کې د نري رنځ شاوخوا ۸۷ زره پېښې اټکل شوې وې او نږدې ۱۵ زره کسان د دې ناروغۍ له امله مړه شوي وو. په دې توګه، په افغانستان کې د نري رنځ کچه په هرو ۱۰۰ زرو وګړو کې ۲۰۳ پېښو ته رسېدلې وه. همدارنګه، په ۲۰۲۵ کال کې په دغه هېواد کې ۴۹ زره او ۵۳۳ ناروغان ثبت او د درملنې تر پوښښ لاندې راوستل شوي وو.

د روغتیا نړیوال سازمان په خپل راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۵ کال له ۱۰،۶ میلیونه اټکلي ناروغانو څخه ۸،۴ میلیونه تشخیص شوي او د ۲،۲ میلیونه نورو ناروغانو پېښې یا نه دي تشخیص شوې او یا هم راپور شوې نه دي. همدارنګه، د نویو تشخیص شویو ناروغانو یوازې ۵۹ سلنه د دغه سازمان له لوري په سپارښتل شوو چټکو ازموینو معاینه شوي دي.

د درملو پر وړاندې مقاومت لرونکی نری رنځ هم یوه جدي روغتیايي ننګونه بلل شوې ده. د راپور له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۳۷۰ زره کسان د ریفامپیسین پر وړاندې مقاوم نري رنځ اخته شوي وو، خو یوازې ۴۲ سلنه یې درملنه ترلاسه کړې ده.

دغه سازمان همدارنګه د نري رنځ په اړه د څېړنو لپاره ځانګړې شوې بودیجه ناکافي بللې او ویلي یې دي چې په ۲۰۲۳ کال کې د دې برخې لپاره یوازې ۱،۲ میلیارده ډالر لګول شوي، چې د ۲۰۲۷ کال لپاره د ټاکل شوي پنځه میلیارده ډالرو کلني هدف له څلورمې برخې هم کم دي.

روغتیا نړیوال سازمان له حکومتونو او نړیوالو شریکانو غوښتي چې د نري رنځ د مخنیوي، ژر تشخیص او اغېزمنې درملنې لپاره خپلې هڅې او پانګونه زیاته کړي، څو نړۍ وکولای شي د دې ناروغۍ د له منځه وړلو پر لور خپل پرمختګ چټک کړي.