• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان په پنجاب کې د ماشومانو پر سر شخړه کې د ډزو له امله درې کسان وژل شوي

۲۲ لړم ۱۴۰۵ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۶، ۰۷:۲۳ GMT+۰تازه شوی: ۲۲ لړم ۱۴۰۵ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۶، ۰۹:۱۷ GMT+۰

د پاکستان د پنجاب په فتح‌جنګ سیمه کې د ماشومانو ترمنځ یوه کوچنۍ شخړه د لویانو ترمنځ په خونړۍ نښته اوښتې او له امله یې د ډزو په پایله کې درې کسان وژل شوي دي.

د پاکستان د پنجاب پولیسو ويلي، چې تېره شپه د فتح‌جنګ سیمې د ماشومانو ترمنځ له شخړې وروسته د دواړو لورو مشران سره مخامخ شوي او موضوع له لفظي شخړې وروسته ډزو ته رسېدلې ده.

د راپورونو له مخې، په دې پېښه کې درې کسان وژل شوي دي.

د پولیسو په وینا، بریدګر له ډزو وروسته د پېښې له ځایه تښتېدلي او د هغوی د نیولو لپاره په سیمه کې پلټنې روانې دي.

ډېر لیدل شوي

طالبان تر ځمکې لاندې او په غرونو کې تونلونه جوړوي
۱
څېړنیز راپور

طالبان تر ځمکې لاندې او په غرونو کې تونلونه جوړوي

۲

د افغان سوداګرو مشر: له بده مرغه د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري د سیاست ښکار شوې ده

۳
د طالبانو د لومړۍ ادارې نسکورېدل

۹۰ ورځې، یو په بل پسې سقوط؛ طالبان څنګه له شمال نه تر کابل او کندهاره پر شا شول؟

۴

د پښتین شلېدلی ګرېوان؛ ولې د ټولنیزو فعالانو پام د هغه څېري ګرېوان ته واوښت؟

۵

راپور: د جګړې د څېړنې له امله د برېتانوي ځانګړو ځواکونو امنیت له اندېښنو سره مخ دی

•
•
•

نور خبرونه

منظور پښتین: اسلام‌اباد د پښتونخوا کانونه د پښتنو له ګډون پرته پر بهرنیو شرکتونو پلوري

۲۱ لړم ۱۴۰۵ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۶، ۱۹:۲۲ GMT+۰
100%

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي، د پاکستان حکومت د پښتونخوا طبیعي زېرمې د سیمې د خلکو له ګډون او مشورې پرته پر بهرنیو کان‌کېندونکو شرکتونو پلوري. هغه ټینګار کړی، دغه طبیعي زېرمې د سیمې د خلکو حق دی او اسلام‌اباد د دې حق په اړه د هغوی له رضایت پرته د پرېکړې واک نه لري.

پښتین د پنجشنبې په ورځ (د لړم ۲۱مه) د پښتونخوا د کانونو د پلور په اړه په یوې نیم ساعته ویډیويي وینا کې ویلي، چې د نومبر په ۱۲مه او ۱۳ په اسلام‌اباد کې د نړۍ د کان‌کېندنې شرکتونو په ګډون یو پروګرام جوړېږي، څو د پښتونخوا د کانونو د استخراج او پلورلو په اړه پرېکړې وشي؛ خو د نوموړي په وینا، په دې پروګرام کې د پښتنو استازي ګډون نه لري.

هغه ټینګار وکړ چې د پښتونخوا طبیعي زېرمې د سیمې د خلکو حق دی او اسلام‌اباد د دې حق په اړه د هغوی له رضایت پرته د پرېکړې واک نه لري.

منظور پښتین له پښتنو وغوښتل چې د کانونو د پلورلو او استخراج په وړاندې چوپ پاتې نه شي او د بهرنیو شرکتونو د مشرانو او اړوندو نړیوالو ادارو پام دې موضوع ته واړوي.

نوموړي وویل، د پښتون ژغورنې غورځنګ به په واشنګټن کې د نړیوال بانک مخې ته اعتراض وکړي او د پښتنو غږ به نړیوالو ته ورسوي. هغه همداراز د کان‌کېندنې په سیمو کې له خلکو وغوښتل چې د اعتراضونو، لاریونونو او لارو تړلو له لارې د کانونو د استخراج پر ضد خپل مخالفت څرګند کړي.

پښتین زیاته کړه چې د کان‌کېندنې له شرکتونو سره باید اړیکه ونیول شي او د پښتنو له رضایت پرته د طبیعي زېرمو د استخراج د پایلو په اړه خبرداری ورکړل شي.

نوموړي زیاته کړې: «د کانونو د پلور او ترهګرۍ په وړاندې چپ پاتې کېدل پنجابی استعمار لا ځواکمن کوي».

نوموړي له ټولو پښتنو وغوښتل، چې هر یو تر خپله وسه غږ پورته کړي. هغه ویلي: «موږ د دغه کمپنیو او شرکتونو ایمیل ادرسونه او د مشرانو ادرسونه پيدا کړي، خپل د احتیجاج لیک ورته استوو چې دا کار په زور او ظلم کېږي او باید قراردادونه تر سره نه کړي». هغه له ټولو غوښتنه کړې، چې د دغه شرکتونو ایمیلونو ته د دوی لیکل شوی پیغام په فردي توګه ولیږي او په انلاین احتیجاج کې ټول برخه واخلي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر په خپله وینا کې د پښتونخوا امنیتي وضعیت ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې په میرانشاه، بنو، اورکزیو، باجوړ او د بلوچستان په ځینو سیمو کې خلک د ناامنۍ، پوځي عملیاتو او وېرې له وضعیت سره مخ دي.

هغه ویلي، چې د ترهګرۍ ضد عملیاتو په نوم د پښتنو په سیمو کې د خلکو ژوند اغېزمن شوی، جبري نیونې او زنداني کول دوام لري او د ولسي خلکو د غوښتنو غږ نه اورېدل کېږي.

پښتین د تېر کال په تېرا کې پوځي عملیاتو ته په اشارې وویل، د پښتنو د مشرانو او ولس له مخالفت سره سره د پاکستان حکومت د عملیاتو پرېکړه وکړه او د خلکو غوښتنې یې له پامه وغورځولې.

هغه خبرداری ورکړ چې د پښتونخوا د طبیعي زېرمو استخراج، که د سیمې د خلکو له رضایت پرته پیل شي، د فساد، ناامنۍ او هدفي وژنو د زیاتېدو لامل کېدای شي.

فارن پالېسي: پر پاکستاني پوځ د امریکا باور د پخوانیو تېروتنو تکرار دی

۲۱ لړم ۱۴۰۵ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۶، ۱۶:۱۶ GMT+۰
100%

فارن پالېسي اِن فوکس په یوه تحلیلي راپور کې ویلي، چې د امریکا حکومت یو ځل بیا د پاکستان پر پوځ تکیه کوي، خو د دغې شننې له مخې، دا تګلاره د پخوانیو ناکامو تجربو تکرار دی او ښايي د واشنګټن اوږدمهالو ګټو ته زیان ورسوي.

د دغې رسنۍ د شننې پر بنسټ ، د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر په وروستیو کلونو کې په واشنګټن کې د مهم امنیتي شریک په توګه مطرح شوی او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم څو ځله د هغه ستاینه کړې ده. خو د لیکوال په باور، د پاکستان پوځ د هغو ستونزو برخه ده چې امریکا یې د حل هڅه کوي، نه د حل لاره.
د شننې له مخې، امریکا د ترهګرۍ ضد مبارزه، مهمې معدني زېرمې او له چین سره سیالي خپلې مهمې ستراتیژیکې موخې ګڼي، خو د پاکستان پوځ په دغو برخو کې د واشنګټن له تګلارې سره متضاد رول لوبوي.
فارن پالېسي اِن فوکس لیکي، د سپټمبر له یوولسمې بریدونو وروسته پاکستاني پوځ د امریکا میلیاردونه ډالر ترلاسه کړل، څو د طالبانو او القاعده پر ضد مبارزه وکړي. خو شل کاله وروسته طالبان بېرته واک ته ورسېدل او د لیکوال په وینا، د دې وضعیت یو لامل د پاکستان له خاورې د طالبانو د ځینو ډلو ملاتړ او خوندي پناه‌ځایونه وو.
سرچینه زیاتوي ، دا یوازې د تېر وخت موضوع نه ده، بلکې اوس هم د پاکستان امنیتي تګلاره د افغانستان له موضوع سره نږدې تړاو لري.
لیکوال یادونه کوي چې اسلام‌اباد پرله‌پسې ادعا کوي چې تحریک طالبان پاکستان له افغانستانه فعالیت کوي، خو د افغانستان او پاکستان ترمنځ امنیتي کړکېچ لا هم نه دی حل شوی.
د دغې رسنۍ د لیکوال په وینا، پاکستاني پوځ په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د ترهګرۍ ضد سیاست اصلي لوری ټاکي، خو د کلونو پوځي عملیاتو، بې‌پیلوټه بریدونو او زور کارونې سره سره، ناامني لا هم دوام لري.
سرچینه بلوچستان ته په اشارې وايي، دغه ایالت چې د سرو زرو او مسو په ګډون لویې معدني زېرمې لري، د ناامنۍ له امله د پراخو ستونزو سره مخ دی.
د شنونکي وینا، روان وضعیت د هغو امریکايي پانګونو لپاره هم خطر جوړوي چې د ریکوډک کان په پروژه کې پلان شوې دي.
دغه شننه زیاتوي چې واشنګټن د پاکستان له پوځ سره د اړیکو له لارې د چین د نفوذ د محدودولو هڅه کوي، خو په حقیقت کې همدا پوځ د پاکستان او چین د ستراتیژیکو اړیکو اصلي معمار بلل کېږي.
د فارن پالېسۍ د شننې له مخې، د ۲۰۲۵ کال د هند او پاکستان له جګړې وروسته د پاکستان دفاعي بودیجه شل سلنه زیاته شوې ده او چین، چې د پاکستان تر ټولو لوی پوځي تجهیزاتي شریک دی، د دې زیاتوالي له اصلي ګټه‌اخیستونکو څخه ګڼل کېږي.
فارن پالېسي لیکي، امریکا باید خپلې پوځي مرستې، د ایف-۱۶ الوتکو د ساتنې پروګرامونه، روزنیزې مرستې او ډیپلوماتیک ملاتړ له بشري حقونو سره وتړي او د سیاسي بندیانو د خوشې کېدو، د جبري ورکو شویو کسانو د قضیو د څېړنې او د ملکي وګړو د پوځي محاکمو د پای ته رسېدو غوښتنه وکړي.
فارن پالېسي زیاتوي، چې واشنګټن نه شي کولای د پاکستان سیاسي راتلونکی وټاکي، خو کولای شي د داسې پوځي جوړښت له ملاتړ څخه لاس واخلي چې د راپور په وینا د ولسي واکمنۍ پر ځای د پوځ واک پیاوړی کوي.
لیکوال ټینګار کوي چې د امریکا اوږدمهاله ګټې د پاکستان د پوځ له پیاوړتیا سره نه، بلکې د ولسي بنسټونو او ملکي حکومتولۍ له پیاوړتیا سره تړلې دي.

د بلوچستان محکمې مجید اڅکزی په لس کلن بند محکوم کړ، ګوند یې «سیاسي فشار» بولي

۲۰ لړم ۱۴۰۵ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۶، ۱۷:۴۸ GMT+۰
•
عبدالکریم ملاخېل
100%

د بلوچستان سترې محکمې د یوه ترافیک افسر د نهه کاله مخکې وژنې په قضیه کې د پخواني ایالتي استازي او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د تره زوی عبدالمجید اڅکزي د برائت پرېکړه لغوه کړې او هغه ته یې د ۱۰ کلونو سزا اورولې ده. د هغه اړوند ګوند دا پر دوی «سیاسي فشار» ګڼي.

محکمې همداراز نوموړی د وژل شوي پولیس افسر د کورنۍ د دیت ورکولو مکلف بللی او د نیولو امر یې کړی دی.
د قاضي محمد عامر نواز رانا او قاضي عبدالقیوم لهړي په مشرۍ دوه کسیز قضايي پلاوي د بلوچستان حکومت د استیناف په ځواب کې دا پرېکړه کړې ده.
محکمې ویلي، چې مجید اڅکزی د موټر په تېز چلولو او بې‌احتیاطۍ کې مسوول و او د هغه د موټر وهلو له امله د ترافیکو سب‌انسپکټر عطاالله ژوند له لاسه ورکړی و. پېښه د ۲۰۱۷ کال د جون پر ۲۰مه د کوټې ښار په زرغون سړک، د جي‌پي‌او څلورلارې ته نږدې شوې وه؛ دا سیمه د ایالتي اسمبلۍ له ودانۍ څو ګامه لرې ده.
محاکمې د پاکستان د جزا قانون د ۳۲۰مې مادې له مخې اڅکزي ته د ۱۰ کلونو د سختو مشقتونو بند سزا اورولې ده. د دې مادې له مخې، د تېز رفتارۍ یا بې‌احتیاطۍ له امله د یوه کس مړینه د قتلِ خطا جرم ګڼل کېږي چې د دیت ترڅنګ د بند سزا هم لرلای شي.
مجید اڅکزی د ۲۰۲۰ کال د سپټمبر پر څلورمه د کوټې د ماډل جنايي محکمې له لوري د شواهدو د کموالي له امله بری شوی و، خو د بلوچستان حکومت د دې پرېکړې پر ضد هایکورټ ته استیناف کړی و. عالي محکمې اوس د هغه پخوانۍ برائت لغوه کړې او د نیولو لپاره یې د ناقابل ضمانت وارنټونو د صادرولو او له نیول کېدو وروسته زندان ته د لېږدولو لارښوونه کړې ده.
همایون کاسي: دا پرېکړه« سیاسي انګېزه» لري
د بلوچستان مدافع وکیل او د سیاسي چارو شنونکی همایون کاسي د محکمې دا پرېکړه سیاسي بللې او ادعا کوي، چې د مجید اڅکزي له خوا د وژل شوي پولیس افسر له کورنۍ سره جوړجاړی شوی او د دیت موضوع هم حل شوې وه.
کاسي افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې د محکمې له خوا د پخوانۍ برائت لغوه کول او د قضیې بیا راپورته کول د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مشر محمود خان اڅکزي د سیاسي دریځونو له امله پر هغه د فشار راوړلو هڅه ده.
د نوموړي په وینا، د مجید اڅکزي قضیه د هغه د تره زوی محمود خان اڅکزي او د ګوند د کمزوري کولو لپاره کارول کېږي. کاسي ادعا کړې چې د پاکستان ځواکمنې کړۍ غواړي د دې قضیې له لارې محمود خان اڅکزی له خپلو سیاسي دریځونو پر شا کړي.
هغه د پاکستان د تحریک انصاف او جمعیت علمای اسلام پر وړاندې روانې قضیې هم د سیاسي فشار د یوې پراخې لړۍ بېلګې بللې دي.
عبدالقهار ودان: د ګوند پر وړاندې د «فشار »هڅه ده
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ایالتي مشر عبدالقهار ودان هم د مجید اڅکزي د سزا پرېکړه سیاسي انګېزه لرونکې بللې او ویلي یې دي چې موخه یې د محمود خان اڅکزي او د هغه د ګوند تر فشار لاندې راوستل دي.
ودان افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، محمود خان اڅکزی د پښتنو او د پاکستان د نورو محکومو قومونو، جمهوریت او فډرالي نظام استازیتوب کوي او د همدې دریځ له امله د ګوند پر وړاندې تورونه او قضیې کارول کېږي.
نوموړي د خپل ګوند سیاسي مخینه د خان شهید عبدالصمد خان اڅکزي له مبارزې سره تړلې بللې او ویلي یې دي چې د قومونو د حقونو او فډرالي نظام لپاره د ګوند مبارزه د انګرېزانو د واکمنۍ پر مهال پیل شوې او لا هم روانه ده.
ودان د مجید اڅکزي د قضیې په اړه ویلي، د پېښې له رامنځته کېدو وروسته د پښتنو د دود له مخې د وژل شوي پولیس افسر له کورنۍ سره جوړجاړی شوی و او د هغه په وینا، د کورنۍ د ملاتړ لپاره مالي مرستې او دندې هم برابرې شوې وې.
هغه د پاکستان پر اوسني سیاسي نظام نیوکه کړې او ویلي یې دي چې حکومت د پارلمان واکونه کمزوري کړي او د صوبو او قومونو د حقونو د محدودولو هڅه کوي. ودان د طبيعي زیرموقانون او د ځانګړو پانګونې پروژو په تړاو هم د خپل ګوند مخالفت یاد کړی دی.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ایالتي مشر ټینګار کړی چې پوځ، عدلیه او اجرائیه قوه باید خپلې چارې په خپلواکه توګه ترسره کړي او پارلمان ته باید خپل اساسي واکونه بېرته ورکړل شي.
د قضیې قانوني او سیاسي اړخونه
د بلوچستان عالي محکمې د پرېکړې له مخې، مجید اڅکزی د ترافیک افسر د مړینې په قضیه کې د ۱۰ کلونو بند سزا او د دیت ورکولو مکلفیت لري. خو همایون کاسي او عبدالقهار ودان د دې پرېکړې تر شا سیاسي انګېزه ویني او هغه د محمود خان اڅکزي او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند پر وړاندې د فشار هڅه بولي.
د محکمې په خپره شوې پرېکړه کې د سزا قانوني بنسټ د تېز رفتارۍ او بې‌احتیاطۍ له امله د انسان مړینه ښودل شوې ده؛ د سیاسي فشار په اړه د کاسي او ودان څرګندونې د هغوی ادعاوې او سیاسي ارزونې دي.

د مارګلا ناسته: «پاکستان نه غواړي افغانستان د هند غېږې ته ولوېږي»

۱۹ لړم ۱۴۰۵ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۶، ۲۲:۴۰ GMT+۰
100%

د پاکستان یوشمېر سیاست‌والو په اسلام‌اباد کې د مارګلا د خبرو اترو په غونډه کې د افغانستان په اړه د خپل هېواد پر سیاست نیوکې وکړې. هغوی ویلي، چې امنیتي ترینګلتیاوو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د لارو تړل کېدو پر سوداګرۍ او دوه‌اړخیزو اړیکو ناوړه اغېز کړی دی.

پاکستاني سیاست‌وال او پخواني سناتور مشاهد حسین د اسلام‌اباد د سیاست د بیا کتنې غوښتنه وکړه او خبرداری یې ورکړ، چې پاکستان باید افغانستان د هند لوري ته له ورټېل وهلو ډډه وکړي.

بلخوا پاکستانۍ سناتورې شېري رحمان طالبان تورن کړي، چې د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي‌ټي‌پي) جنګیالیو ته یې پناه ورکړې ده. هغې وویل، چې اسلام‌اباد نه‌شي کولای امنیتي ګواښونه له پامه وغورځوي.

یاده غونډه د سې‌شنبې په ورځ په اسلام‌اباد کې د پاکستان د پالیسۍ د څېړنو د انسټیټیوټ په کوربه‌توب جوړه شوې وه. د افغانستان او پاکستان ترینګلې اړیکې د بحثونو له مهمو موضوعاتو څخه وې.

پاکستان دې افغانستان د هند لوري ته نه ورټېل وهي

پاکستاني سیاست‌وال مشاهد حسین د افغانستان په اړه د اسلام‌اباد پر تګلاره نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې پاکستان باید له خپلو سیاستونو سره افغانستان د هند لوري ته ټېل نه وهي.

مشاهد حسین ویلي، افغانستان او پاکستان تاریخي اړیکې لري؛ خو بېړنۍ پرېکړې، د لارو تړل او د افغان محصلینو بېرته ستنول د دواړو هېوادونو اړیکو ته زیان رسوي.

هغه ټینګار کړی، د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه باید د دواړو هېوادونو د خلکو له اړیکو جلا وساتل شي او اسلام‌اباد باید داسې سیاستونه ونه کړي چې افغانستان هند ته نږدې کړي.

د پاکستان دغه پخواني سناتور ادعا کړې، چې له افغانستان سره د پاکستان د سوداګرۍ کچه په ۲۰۲۴کال کې له ۲.۳ میلیارد ډالرو څخه په روان کال کې اووه مېلیون ډالرو ته راټیټه شوې ده.

مشاهد حسین اوسنی وضعیت لنډمهاله بللی او هیله یې څرګنده کړې، چې دواړه هېوادونه به په پای کې خپل اختلافات حل کړي. نوموړي همداراز وړاندیز کړی، چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه دې د سیمې د هېوادونو لکه چین، روسیه، ترکیه، ایران او یوشمېر عربي هېوادونو په ګډون ترسره شي.

پاکستان نه‌شي کولای بې‌پروا پاتې شي

پاکستانۍ سناتورې شېري رحمان تر ډېره د خپل هېواد پر امنیتي اندېښنو ټینګار وکړ. هغې وویل، د وسله‌والو ډلو بریدونو، سرحدي نښتو، په سوداګرۍ کې ګډوډۍ او د بې‌باورۍ زیاتېدو د دواړو هېوادونو اړیکې سختې زیانمنې کړې دي.

رحمان طالبان تورن کړي، چې د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي‌ټي‌پي) د پام وړ شمېر جنګیالیو او د نورو وسله‌والو ډلو غړو ته یې پناه ورکړې او د هغوی فعالیتونه زغمي. هغې زیاته کړه، چې طالبان دغه تورونه ردوي؛ خو پاکستان نه‌شي کولای د هغه ګواښونو او بریدونو پر وړاندې بې‌پروا پاتې شي، چې سرچینه یې افغانستان دی.

رحمان په ورته وخت کې وویل، چې د لارو تړل کېدل د دواړو غاړو کورنیو او سوداګرو ته زیان رسوي او د سویلي او منځنۍ اسیا د نښلولو لپاره د افغانستان د جغرافیایي موقعیت د کارولو مخه نیسي.

هغې د کاسا۱۰۰۰ او ټاپي پروژې د سیمه‌ییزې همکارۍ د فرصتونو بېلګې وبللې او ویې ویل، چې پاکستان باید د امنیتي اندېښنو د حل ترڅنګ اقتصادي او ترانزیټي همکارۍ هم پراخې کړي.

له طالبانو سره د اختلافاتو حل

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دراني له طالبانو سره د اختلافاتو حل په ځانګړي ډول د ترهګرۍ او ټرانزیټي سوداګرۍ په برخو کې د اسلام‌اباد له درېیو مهمو لومړیتوبونو څخه یو بللی دی.

هغه د چابهار بندر په برخه کې د هند پانګونې او د چین او پاکستان د اقتصادي دهلېز (CPEC) ته په اشارې ویلي، چې پاکستان باید د یوې ترانزیټي پروژې ګټه د بلې پروژې زیان ونه ګڼي. د نوموړي په وینا، دغه لارې کولای شي د یو بل بشپړوونکې اوسي.

د منځګړیتوب په هڅو کې د ترکیې رول

د ترکیې د ابن خلدون پوهنتون استاد اسماعیل نعمان تلسي هم د پاکستان او طالبانو ترمنځ د کړکېچ د کمولو لپاره د انقرې د هڅو په اړه خبرې وکړې. هغه وویل، د ۱۴۰۴کال (د لړم په ۸مه) په استانبول کې د خبرو اترو پرمهال د اوربند د غځولو او د څار لپاره د یوه میکانیزم پر جوړولو هوکړه وشوه. د نوموړي په وینا، کله چې خبرې اترې ودرېدې، ترکیې له پاکستاني پلاوي وغوښتل چې خبرو اترو ته یو بل فرصت ورکړي.

تلسي زیاته کړه، د روان کال په فبرورۍ کې د کړکېچ له زیاتېدو وروسته ترکیې له دواړه خواوو وغوښتل چې د خبرو مېز ته ستانه شي. هغه ټینګار وکړ، چې انقره به د منځګړیتوب هڅو ته دوام ورکړي؛ ځکه د افغانستان له ثبات پرته د سویلي، لوېدیځې او منځنۍ اسیا ترمنځ د نښلوونکو لارو تړل او پراختیا ستونزمنه ده.

د مارګلا ناسته یوه نړۍواله غونډه ده، چې د اسلام‌اباد د پالیسۍ د څېړنو انسټیټیوټ یې جوړوي. په دې غونډه کې پاکستاني او بهرني سیاست‌وال، ډیپلوماټان او څېړونکي د امنیت، سیمه‌ییزو اړیکو او نړۍوالو بدلونونو په اړه بحثونه کوي.

د طالبانو له واکمنۍ تر جلاوطنۍ؛ په پاکستان کې افغان هنرمندان له ناڅرګند برخلیک سره مخ دي

۱۹ لړم ۱۴۰۵ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۶، ۲۲:۱۹ GMT+۰
•
فضل عزیز
100%

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته پاکستان ته کډوال شوي افغان سندرغاړي او هنرمندان وايي، چې په دغه هېواد کې له سختو اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مخ دي او د خپل راتلونکي په اړه ډاډه نه‌دي.

افغان سندرغاړي سعیدالله وفا افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې ماشومان یې له زده‌کړو بې‌برخې دي، ازاد تګ‌راتګ نه‌شي کولی او له سختو اقتصادي ستونزو سره ژوند تېروي.

د هغه په وینا، دوی نه په افغانستان او نه هم په پېښور کې فکري ازادي لري او تر فشارونو لاندې ژوند کوي. وفا وايي، دامهال شاوخوا د ۵۰۰ افغان هنرمندانو کورنۍ په پېښور او کوټه کې مېشتې دي چې له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د نوموړي په خبره، په پېښور کې د مېشتو ۱۰۹ هنرمندانو کورنیو عالي محکمې ته عریضې کړې دي؛ څو افغانستان ته د دوی د جبري ستنولو مخه ونیسي. هغه زیاته کړې، په پېښور کې د «هنري ټولنې» په نوم بنسټ له دغه کورنیو سره د محکمې تر بهیر پورې مرسته کړې او له محکمې یې غوښتي چې د دغه هنرمندانو د اېستلو مخه ونیسي؛ ځکه په افغانستان کې د هغوی ژوند له جدي ګواښ سره مخ دی.

100%

د پېښور عالي محکمې د ۲۰۲۶کال د اکتوبر په پنځمه د پاکستان اړوندو چارواکو ته لارښوونه کړې، چې د افغان هنرمندانو د ویزو اړوند غوښتنلیکونه وڅېړي. د «هنري ټولنې» د خبرپاڼې له مخې، محکمې امر کړی چې دغه بهیر باید د قانون له اصولو سره سم په ۶۰ ورځو کې بشپړ شي.

وفا وايي، محکمې دوی ته یو رسمي لیک هم ورکړی، چې له مخې یې پولیس نه شي کولی هغوی ونیسي یا وځوروي. د هغه په خبره، له دې پرېکړې وروسته د پولیسو چلند ورسره تر یوه بریده نرم شوی دی.

وفا ټینګار کړی، چې افغانستان ته بېرته نه‌شي ستنېدای؛ ځکه هلته نه یوازې د دوی پر هنر او کار بندیزونه لګېدلي، بلکې د ماشومانو د زده‌کړو مخه یې هم نیول شوې ده. هغه ویلي، چې درېیمو هېوادونو ته د لېږد په تمه دي او په دې اړه یې غوښتنلیکونه هم سپارلي دي.

وفا ادعا کړې: «طالبانو په افغانستان کې ګڼ هنرمندان نیولي، زنداني کړي او توبې یې پرې اېستلې دي». د هغه په وینا، طالبانو په خوست او لوګر ولایتونو کې د موسیقۍ سلګونه الې هم سوځولې دي؛ دا هغه اقدامات دي چې د افغانستان د موسیقۍ او هنر راتلونکی یې له ګواښ سره مخ کړی دی.

100%

د «هنري ټولنې» مشر راشد احمد خان هم ویلي، چې اوس‌مهال په پېښور او کوېټه کې د افغان هنرمندانو، سندرغاړو او د هغوی د کورنیو د غړو شمېر له ۸۰۰ تر ۱۰۰۰ پورې رسېږي.

د هغه په وینا، دغه ټولنه د افغان هنرمندانو د حقونو د دفاع او افغانستان ته د هغوی د جبري ستنولو د مخنیوي لپاره هڅې کوي او د محکمې پرېکړې د دې زمینه برابره کړې، چې دغه هنرمندان په جبري توګه افغانستان ته ونه اېستل شي.

راشد احمد خان د افغان هنرمندانو پر وړاندې د پاکستان د حکومت د تګلارې په اړه ویلي، دولتي او امنیتي ادارې په ښکاره وايي هنرمندان نه ځوروي؛ خو بیا هم پولیس هغوی نیسي او دوی یې د خوشې کولو لپاره د محکمې دروازې ټکوي.

هغه ټینګار وکړ، چې د «افغان هنرمندانو په اړه د پاکستان حکومت هېڅ روښانه تګلاره نه‌لري». راشد احمد خان د اندېښنې په څرګندولو خبرداری ورکړی، چې ښايي په راتلونکي کې د افغانستان اصیله او دودیزه موسیقي له‌منځه لاړه شي.