د افغانستان حلقوي سړک، چې د هېواد لوی ښارونه سره نښلوي او پخوا د ناامنیو له امله د «مرګ پر لار» مشهور و، اوس د امنیتي وضعیت د ښه کېدو شاهد دی؛ خو د دې مهمې لارې مسافر لا هم له نورو ستونزو سره مخ دي.
د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر له ۱۱مې وروسته، دا لاره په ځانګړي ډول د کابل او د طالبانو د زېږنځي کندهار ترمنځ، د جګړو او جنایتونو په اصلي مرکز بدله شوې وه.
د فرانس ۲۴ رسنۍ د راپور له مخې، په تېرو دوو لسیزو کې هغه کسان چې پر دې لویه لار تلل، د باج اخیستنې، سړي تښتونې او ځانمرګو بریدونو له دوامداره ګواښونو سره مخ وو.
د کابل او کندهار نښلوونکې دا مهمه ترانزیټي لار د ماینونو د ښخولو، د موټرو د سوځولو او د وسلهوالو نښتو له امله د هېواد په تر ټولو وېروونکې لار بدله شوې وه. مسافرو او موټر چلوونکو به په سختې وېرې او تشویش سره له دې لارې تګ راتګ کاوه.
په راپور کې زیاته کړل شوې چې دا تاریخي لار اوس د تېرو کلونو په پرتله په بشپړ ډول بېل او نوی وضعیت لري.
که څه هم پخوانۍ وسلهوالې جګړې او پرلهپسې ځانمرګي بریدونه تر ډېره درېدلي دي، خو پر دې لویه لار د تېرو دوو لسیزو د جګړو ویجاړۍ او اغېزې لا هم په بېلابېلو برخو کې په څرګند ډول لیدل کېږي.
د طالبانو د پنځه کلنې واکمنۍ پر مهال پر دې لاره تګ راتګ کوونکي کسان او موټر چلوونکي که څه هم له مخکینیو جنګي ګواښونو تر یوه حده ارام شوي، خو لا هم له اقتصادي ستونزو او د لارو له خرابوالي سره لاس او ګرېوان دي.
دغه افغان وګړي چې د نورو نیول شویو کسانو په استازیتوب یې خبرې کولې، وویل چې ځینې افغانان له څلورو تر شپږو میاشتو پورې په دغه مرکز کې ساتل شوي دي. نوموړي زیاته کړه، چې دا کسان عراق ته د غیرقانوني ننوتلو له امله نیول شوي دي.
د هغه په وینا، د دوی یو شمېر د زیارت او ځینې نور یې د کار لپاره دې هېواد ته تللي وو.
دغه افغان وګړي وویل چې بندیانو خپلې جریمې ورکړې او افغانستان ته د ستنېدو لپاره یې د الوتکې د ټکټ پیسې هم برابرې کړې دي، خو لا هم نه دي توانېدلي چې له عراقه ووځي.
هغه وویل، چې دا کسان د بیا ټکټ اخیستلو لپاره کافي پیسې نه لري او تر دې دمه هېچا د هغو پیسو د برخلیک په اړه چې مخکې یې ورکړې وې روښانه ځواب نه دی ورکړی.
دغه افغان همدارنګه په دې ځای کې د خوړو له وضعیت او د ژوند له شرایطو هم شکایت وکړ او ویې ویل چې د ساتل شویو کسانو ستونزو ته پاملرنه نه کېږي.
هغه زیاته کړه، چې د پاکستان په ګډون د ځینو نورو هېوادونو د وګړي د بېرته ستنېدو بهیر چټک ترسره کېږي، خو افغان وګړي لا هم په بې برخلیکه حالت کې شپې سبا کوي.
هغه په عراق کې د افغانستان له سفارت او کونسلګرۍ وغوښتل چې د دې کسانو وضعیت ته د رسېدنې لپاره اقدام وکړي او هېواد ته یې د بېرته ستنېدو زمینه برابره کړي.
د عراق د کورنیو چارو وزارت مخکې اعلان کړی و، چې د روان زیږدیز کال له پیله د تلې تر ۲۷مې پورې یې د استوګنې له قوانینو د سرغړونې له امله له یې ۳۲ زرو ډېر بهرني وګړي له دغه هېواده اېستلي دي. د دغه وزارت په وینا، له ۲۰ زرو ډېر کسان له بغداده او له ۱۲ زرو زیات کسان د عراق له نورو ولایتونو ایستل شوي دي.
محمود، چې کرۍ ورځ د کابل پر خامه سړکونو ټکسي چلولې وه او ماسخوتن له ده افغانان څخه د کور پر لور روان و، په لاره کې په پوځي او پیکپ موټرو کې وارخطا طالبان له ښاره په تېښته لیدل.
هغه وایي: «کور ته په لاره کې مې شاوخوا کتل، له دولتي دفترونو او کورونو څخه له خلکو بار موټرې په تېزۍ وتلې، په ځینو موټرو کې به کسان نه وو او یوازې وسایل پکې بار وو. په دوو سرو پیکپونو کې بسترې هم بار وې».
په کابل کې هغه شپه هیڅوک نه پوهېدل چې سبا سهار به څه پېښېږي. له خلکو سره ګڼې پوښتنې وې، چې د طالبانو جنګیالي به بېرته راستانه شي؟ ایا مخالف ځواکونه به ښار ته ننوځي؟ کابل به له کلونو تاوتریخوالي او جګړو وروسته یو ځل بیا د وسلهوالو ډلو د جګړې په ډګر بدل شي؟
د همدې سختې او ویروونکې شپې پر سهار محمود په خپله خونه کې له یوه واړه ټيپ څخه د نغمې کیسټه را وایسته او پنځه کاله وروسته یې د موټر په ټیپ کې واچوله. هغه له ویرې پرته د ۲۰۰۱ کال د نومبر په ۱۳مه نېټه په لوړ غږ خپل موټر کې سندره چالانه کړه او د هغه ښار کوڅو ته ووت چې نور پکې هغه ځواکونه نه لیدل کېدل چې خلکو ته یې په موسیقۍ اورېدو سختې سزاوې ورکولې.
د طالبانو لومړی حکومت په څه باندې دوو میاشتو کې له داسې ځواک څخه، چې د افغانستان پر ډېری برخو یې واک درلود، داسې حالت ته ورسېد چې په تېښته تېښته کې یې د خپلو بهرنیو مېلمنو د انتقال لپاره هم موټر نه درلودل.
د تېښتې دغه بهیر د ۲۰۰۱ کال د اکټوبر په اوومه د امریکا او بریتانیا له پوځي بریدونو سره هممهاله پیل شو او د همدغه کال د ډسمبر په لومړیو کې له کندهاره د طالبانو په وتلو پای ته ورسېد.
د امریکا ځانګړي ځواکونه د افغان قوماندانانو ترڅنګ ځای پر ځای شول او د طالبانو د مورچو د پېژندلو او د هغوی د دقیقو مختصاتو په ټاکلو سره یې د دې ډلې پر دفاعي لیکو هوايي بریدونه رهبري کړل.
دې همکارۍ پوځي انډول په چټکۍ بدل کړ. طالبانو، سره له دې چې وسلهوال ځواکونه یې لرل او پر لویو ښارونو یې واک درلود، د هوايي بریدونو او د مخالفو ځمکنیو ځواکونو د پرمختګ پر وړاندې د خپلو پرلهپسې جبهاتو د ساتلو توان له لاسه ورکړ.
د شمال او لوېدیځ د جبهاتو ماتېدل
د طالبانو د سقوط لومړی مهم پړاو د ۲۰۰۱ کال د نومبر په نهمه د مزارشریف نیول وو.
مزارشریف د خپل جغرافیایي موقعیت او د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د افغانستان د نښلوونکو لارو پر سر د واقع کېدو له امله ستراتیژیک اهمیت درلود. د طالبانو لپاره د دې ښار ساتل په شمال کې د پوځي او اداري اړیکو د دوام په معنا وو.
د عبدالرشید دوستم ځواکونو د امریکا په هوايي ملاتړ او د نورو مخالفو ډلو په همکارۍ، د طالبانو پر مورچو پراخ برید پیل کړ. د دې ډلې د دفاعي لیکو له ماتېدو وروسته مخالف ځواکونه ښار ته ننوتل.د مزارشریف سقوط د افغانستان په شمال کې د طالبانو د پوځي او ارتباطي شبکې یوه مهمه برخه له منځه یووړه.
دوه ورځې وروسته، د نومبر په یوولسمه، طالبانو د تخار ولایت مرکز تالقان ښار، هم له لاسه ورکړ. په همدې ورځ د متحدې جبهې اړوندو هزاره ځواکونو د بامیان کنټرول هم ترلاسه کړ.
د نومبر په دولسمه، د اسماعیل خان اړوند ځواکونه هرات ته ننوتل او د دې مهم لوېدیځ ښار کنټرول یې بېرته له طالبانو واخیست.
یوازې په څو ورځو کې د افغانستان په شمال او لوېدیځ کې څلور مهم مرکزونه د طالبانو له کنټروله ووتل. دغو بدلونونو وښوده چې طالبان نور نه شي کولای په څو جبهاتو کې د مخالفو ځواکونو د هممهاله پرمختګ پر وړاندې منظم مقاومت وکړي.
د مزارشریف، تالقان، بامیان او هرات له لاسه ورکولو د طالبانو د ځواکونو مورال هم کمزوری کړ او له نورو سیمو څخه یې د شاتګ زمینه برابره کړه.
پلازمېنه څنګه په یوه شپه د طالبانو له کنټروله ووتله؟
د ۲۰۰۱ کال د نومبر په دیارلسمه د کابل سقوط د طالبانو پر لومړي حکومت تر ټولو ستر ګوزار و.
د هېواد په شمال او لوېدیځ کې د مهمو مرکزونو له سقوط وروسته، د متحدې جبهې ځواکونه له څو لارو د پلازمېنې پر لور وخوځېدل. په هغه وخت کې طالبان له دوو سختو انتخابونو سره مخ وو، چې یا به په کابل کې مقاومت کوي او یوې درنې ښاري جګړې ته به زړه ښه کوي، یا به شاتګ کوي او د خپلو ځواکونو د بشپړې محاصرې مخه به نیسي.
د نومبر په څوارلسمه جلالاباد هم د طالبانو له کنټروله ووت او مخالفو سیمهییزو ځواکونو د ښار اداره په لاس کې واخیسته.
په شمال کې د طالبانو وروستی لوی مرکز کندز تر محاصرې، سختو بمباریو او د قوماندانانو ترمنځ له خبرو اترو وروسته د نومبر په ۲۵مه سقوط شو.
په کندهار کې د ملاعمر د تخت سقوط
کندهار د طالبانو د غورځنګ د رامنځته کېدو ځای او د ملا محمد عمر د واک اصلي مرکز و. د کابل او کندز له سقوط وروسته، دا ښار د طالبانو تر ټولو مهم پاتې مرکز ګڼل کېده.
د طالبانو مخالف ځواکونه له څو لارو د کندهار پر لور وخوځېدل. د حامد کرزي او ګلاغا شیرزي اړوند ځواکونو د هېواد په جنوب کې په جګړو کې مهم رول درلود او امریکايي ځواکونو هم د هوايي عملیاتو او د سمندري ځواکونو د ځای پر ځای کولو له لارې پر طالبانو فشارونه ډېرول.
په تورهبوړه کې سخت هوايي بریدونه د ډسمبر له درېیمې څخه تر اوولسمې پورې روان وو او غرني مورچلونه او د غارونو خولې یې په نښه کولې.
د دغو عملیاتو له پوځي ارزښت سره سره، د بمباریو انساني پایلې هم له پامه نه شوای غورځول کېدای. کورونه، بنسټیزې زېربناوې او یو شمېر ملکي مرکزونه زیانمن شول او عادي وګړي د مرګ، ټپي کېدو، بېځایه کېدو او د خپلو شتمنیو د له لاسه ورکولو له خطر سره مخ شول.
خلکو یوځل بیا یوڅه ارامه سا واخېسته
د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال هم لکه اوس ښځې د زدهکړو، کار، تګ راتګ او ټولنیز حضور په برخه کې له سختو محدودیتونو سره مخ وې. ډېری ښځینه کارکوونکې اړې شوې چې خپلې دندې پرېږدي او نجونې له ښوونځیو او پوهنتونونو څخه بېبرخې شوې.
خو دغو محدودیتونو د ښځو فعالیتونه په بشپړه توګه بند نه کړل. یو شمېر ښځو په خپلو کورونو او پټو ځایونو کې زدهکړو، اقتصادي فعالیتونو او فرهنګي کارونو ته دوام ورکړ او ځینو یې خپلې هیلې ژوندۍ وساتلې.
راحله، چې له طب نه فارغه او ډاکټره وه، له پنځه کلن بند وروسته په کابل کې خپل پخواني روغتون ته را وګرځېده.
هغې افغانستان انټرنشنل ته وویل، « د طالبانو په لومړني حکومت کې زه په کور ناسته وم. کورنۍ هم ددندې اجازه نه راکوله، خو په ۲۰۰۱ کال کې، چې طالبان مات شول، زه دولتي روغتون ته لاړم او دنده مې واخېسته. دا زما لپاره نه هېرېدونکې ورځ ده».
د نومبر په شپاړسمه د افغانستان راډیو له کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره د عبدالله مقري موسیقي خپره کړه. د ډېرو وګړو لپاره دا د فرهنګي او هنري فضا د ورو ورو بېرته راګرځېدو نښه وه.
۳۲ کلنه نبیله هاشمي هغه ښوونکې ده چې د طالبانو په لومړۍ واکمنۍ کې په پټه د خلکو کورونو ته ورتلله او ۱۵ نجونو ته یې درس ورکاوه. هغه وایي: «خطر راته موجود و، خو ډېر احتیاط م کولو، نه مې غوښتل چې زنداني شم، ځکه که داسې شوي وای، نو کومو نجونو ته چې ما درس ورکولو هغوی بیا له زدهکړو محرومې کېدلې».
د ښځو د حقونو فعالې ثریا پرلیکا هم د طالبانو له سقوط وروسته د ښځو د ټولنو د بیا تنظیمولو هڅې پیل کړې. د هغې کوچنی کور د هغو ښځو د راټولېدو پر ځای بدل شوی و چې غوښتل یې د خپلو ټولنیزو او سیاسي حقونو په اړه خبرې وکړي.
خو له دې سره سره، ټولو ښځو د طالبانو له سقوط وروسته د خوندیتوب احساس نه کاوه. ځینو لا هم چادري اغوسته او غوره یې ګڼله چې تر هغه وخته خپل چلند او جامې بدلې نه کړي، څو د وضعیت له ثباته ډاډه شوې نه وي.
م. نېکبخت، چې د طالبانو په وخت کې د لنډې مودې لپاره کابل ته تللی و، وايي، طالبانو د ږیرې په تړاو خورا سخت او تریخ چلند درلود. د کابل په میونده جاده کې طالبانو هغه له دې امله ونیوه، چې ږیره یې کمه کړې وه او له ټوکر نه یې د ږیرې ویښتان راووتل.
د طالبانو د امر بالمعروف یو شمېر کسانو هغه مهال د ږیره کموونکو کسانو د معلومولو لپاره له ټوکر نه کار اخېست او د هرچا د ږیرې تارونه به چې له ټوکر نه ووتل، هغوی یې نیول او بندي کول.
د ټلوېزیون او ویډیو بېرته دودېدل هم یو نوی بدلون و. محمد داوود، چې د ټلوېزیون او ویډیويي دستګاوو (وي سي ار) د پټ پلورلو له امله څلور ځله زنداني شوی و، د طالبانو له سقوط وروسته یې خپل فعالیت بېرته پیل کړ.هغه پېښور ته ولاړ، د ټلوېزیون او ویډیو دستګاوې یې واخیستې او تر بېرته راستنېدو وروسته یې د خپل دوکان پر ښیښه ولیکل: «ټلوېزیون، وي سي ار او ویډیويي کیسټې موجودې دي».
د ۲۰۰۱ کال په وروستیو کې د کابل په کوڅو کې د موسیقۍ بېرته غږېدل، د نجونو د ښوونځیو پرانیستل او د ښځو د کار او ټولنیز حضور د بیا پیل هیلې د یوه نوي افغانستان د جوړېدو زېری ورکاوه. ډېرو خلکو ګومان کاوه چې د طالبانو د واکمنۍ له نسکورېدو سره به د هېواد سیاسي او ټولنیز مسیر د تل لپاره بدل شوی وي، خو تاریخ بل لوری هم وښود. هغه غورځنګ چې په ۲۰۰۱ کال کې یې په څو اونیو کې د افغانستان لوی ښارونه او د حکومت واګې له لاسه ورکړې وې، په راتلونکو شلو کلونو کې بېرته د جګړې په ځواکمن لوري واوښت. د بهرنیو ځواکونو اوږدمهاله حضور، د جمهوري نظام کمزورۍ، سیاسي اختلافونو، اداري فساد او د طالبانو د پوځي او تشکیلاتي بیا رغېدو په ګډه داسې شرایط برابر کړل چې دغه ډله یوځل بیا پر کابل واکمنه شي.
د ۲۰۰۱ کال په نومبر کې د ۲۷ کلن محمود په ږیره کې هېڅ سپین وېښته نه و، خو اوس په ۵۲کلنۍ کې هغه ږیره پرېښې او ټوله سپینه ده. هغه له پنځو کلونو راهیسې یوځل بیا د هغو بندیزونو شاهد دی، چې له دې وړاندې یې هم پنځه کاله تجربه کړي دي.
د هغو معلوماتو له مخې، چې د تونل کیندنې له فعالیتونو سره بلدو کسانو له افغانستان انټرنشنل سره شریک کړي، دغه تونلونه د جوړښت، پراخوالي او احتمالي کارونې له مخې له یو بل سره توپیر لري او په ډېرو برخو کې یې عرض څه باندې دوه متره دی. د تونلونو ارتفاع هم دومره ده چې یو انسان په ولاړه پکې تګ راتګ کولی شي.
یو تن کارګر، چې د ښورابک په تونل کې یې کار کړی، وویل، « د سترګو تړلو هدف داو، چې کارګران د کار سیمې او د تګ راتګ لارې ونه پېژني او د تونلونو د موقعیتونو په اړه معلومات ترلاسه نه کړي».
له هوايي ډګر څخه تر قول اردو پورې د تونل کیندنې نښې
د افغانستان انټرنشنل د څېړنیزې ډلې د معلوماتو له مخې، د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د طالبانو د ۲۰۵ البدر قول اردو او د کندهار هوايي ډګر په شاوخوا کې د پوځي فعالیتونو او کیندنو نښې لیدل شوې دي.
دا سیمه د کندهار له مهمو پوځي او لوژستیکي مرکزونو ګڼل کېږي، خو د لیدل شویو کیندنو ماهیت او له ځمکې لاندې پوځي تاسیساتو سره یې تړاو لا نه دی تایید شوی.
پاکستان د ۲۰۲۶ کال په مارچ کې د کندهار پر بېلابېلو تاسیساتو د هوايي بریدونو ادعاوې وکړې.
د پاکستان دولتي چارواکو د مارچ په ۱۴مه او ۱۵مه وویل، چې ځواکونو یې د ۲۰۵ قول اردو د لوا پر مرکز او د مهماتو پر زېرمتونونو او یوه تونل بریدونه کړي دي، خو د دغو هدفونو د څرنګتیا او اوښتو زیانونو په اړه د پاکستان ادعاوې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.
جنرال کریمي دا احتمال نه ردوي، چې طالبانو د ایران له تاکتیکونو او ستراتیژیکو اجرااتو الهام اخېستی وي، خو وايي، « ایران د پیاوړي اقتصاد څښتن دی او له پخوا ورسره دا ستراتیژیک هدف و، چې له اسراییل سره به مخ کیږي او د دوی ځمکني تاسیسات له پخوا او په داسې ځای کې وو، چې الوتکو پرې د بمبارۍ لپاره استقامت نه شوای برابرولی».
خو هغه ډاډه نه دی، چې طالبان د ایران په څېر د تاسیساتو جوړولو اقتصادي توان لري او که نه.
د هغه په وینا، دفاعي زیرمې او تونلونه په صعب العبور سیمو او تنګو درو کې جوړیږي، خو د صعب العبور اراضي ډیپوګان تر ارامو او نرمو هغو ګران پرېوځي.
له طالبانو وړاندې پخوانیو مجاهدینو هم د افغانستان په مختلفو سیمو کې تونلونه او سمڅې جوړې کړې وې، چې مشهورې هغه یې د ننګرهار د تورې بوړې او د ژورې سمڅې وې.
د طالبانو د ملي پراختیا شرکت ژورې مرکز ته د جوړېدونکي سړک سروې هم بشپړه کړه. دغه سړک غلام خان ګمرګ ته څېرمه د شاوه ولي خان دوکانونو له سیمې نه د ژورې مرکز پر لور په پام کې نیول شوی و. خو د ګوربزو له قبیلې سره د اختلاف له امله د سمڅو او سړک جوړولو چارې وځنډېدې.
د خلکو له مخالفت وروسته د جلال الدین حقاني ورور ابراهیم حقاني یادې سیمې ته لاړ او خلکو ته یې وویل، چې « [د حقاني شبکې مشر] جلال الدین حقاني د دغو مرکزونو په بدل کې د سیمې خلکو ته وسلې ور کړې وې او باید د بیارغونې مخه یې ونه نیول شي».