• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سپېس‌اېکس: د سټارشېپ فضايي بېړۍ تر بریالۍ ازموینې وروسته ټېکساس ته ستنه شوه

۲۳ لړم ۱۴۰۵ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۶، ۲۱:۵۹ GMT+۰

د سپېس‌اېکس شرکت فضايي بېړۍ «سټارشېپ» د شنبې په ورځ په مدار کې تر ټولو اوږدې ازمایښتي الوتنې وروسته د ټېکساس هغه ویشتګر ځای ته ستنه شوه، چې یوه ورځ مخکې ترې فضا ته توغول شوې وه.

دغه بریا د بشپړ بیا کارېدونکي راکټ د جوړولو په برخه کې د یاد شرکت د لس کلنو هڅو یو مهم ګام بلل کېږي. د رویټرز د راپور له مخې، د یادې دوه پوړیزې فضايي بېړۍ ستر بوسټر د جمعې په ورځ سټارشېپ له ټېکساس څخه فضا ته وتوغاوه؛ خو تر توغولو شاوخوا لس دقیقې وروسته بوسټر ونه توانېد، چې د توغولو ځای ته بېرته راستون شي. له همدې امله د سپېس‌اېکس هغه پلان عملي نه شو، چې غوښتل یې د لومړي ځل لپاره د راکټ دواړه برخې بېرته ترلاسه کړي.
سټارشېپ په فضا کې تر ۲۲ ساعتونو ډېر وخت تېر کړ او شاوخوا ۱۴ ځله یې د ځمکې پر مدار حرکت وکړ.
د سپېس‌اېکس بنسټګر اېلان ماسک سټارشېپ د سپوږمکیو د سوداګریزې شبکې پراختیا، سپوږمۍ او په پای کې مریخ ته د انسانانو د لېږد لپاره خورا مهم بولي. دغه فضايي بېړۍ د جمعې په شپه په مدار کې د ۲۶ سټارلېنک سپوږمکیو له ځای پر ځای کولو وروسته، ځمکې ته ستنه شوه.

ډېر لیدل شوي

 د کوټې د وچې مېوې سوداګر: افغانستان سره د لارو بندښت مو کاروبار له ناورین سره مخ کړی
۱

د کوټې د وچې مېوې سوداګر: افغانستان سره د لارو بندښت مو کاروبار له ناورین سره مخ کړی

۲

د ماشوم ژغورنې نړیوال سازمان: کډوالۍ افغان ماشومان خوارځواکه کړي او د زده‌کړو محروم کړي

۳

ډېپلوماټ مجله: متحدې جبهې د طالبانو د نفوذ پر اصلي مرکزونو کندهار او هلمند تمرکز کړی دی

۴

افغان ماشومان د تاوتریخوالي، بېوزلۍ او جبري ودونو له ګواښ سره مخ دي

۵

هبت الله اخوندزاده: د جوماتونو او مدرسو جوړولو لپاره تر دې ښه فرصت بیا نه راځي

•
•
•

نور خبرونه

مثبت فکر د انسان پر ژوند څه اغېز لري او څنګه له اندېښنو ځان خلاصولی شو؟

۲۳ لړم ۱۴۰۵ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۶، ۰۲:۱۴ GMT+۰
100%

مثبت فکر د انسان پر رواني روغتیا، ځان‌باوري، اړیکو او د ستونزو پر وړاندې د مقاومت پر وړتیا مثبت اغېز لري. د منفي افکارو کنټرول، ورزش، کافي خوب، له نورو سره خبرې او د حل لارو لټول د اندېښنو په کمولو او ذهني سکون کې مرسته کوي.

څیړنو ښودلې مثبت فکر د انسان د رواني روغتیا، ځان‌باوري او ورځني ژوند په ښه کولو کې مهم رول لري. هغه کسان چې د ژوند ستونزو ته په هیله‌من نظر ګوري، د ستونزو د حل لپاره هڅه کوي او پر خپلو وړتیاوو باور لري، کولای شي له سختو شرایطو سره ښه مقابله وکړي.

مثبت فکر په دې معنا نه‌دی، چې انسان به هېڅکله خپه، اندېښمن یا ناهیلی نه‌شي، بلکې موخه یې دا ده، چې له ستونزو سره سره د حل لارې ولټوي او د ښې راتلونکي لپاره هیله ژوندۍ وساتي.

د ارواپوهنې له نظره، د انسان فکرونه د هغه پر احساساتو، چلند او پرېکړو مستقیم اغېز لري. کله چې یو څوک تل د ناکامۍ، وېرې او بدو پېښو په اړه فکر کوي، ښايي رواني فشار او اندېښنې یې زیاتې شي، خو که د ستونزو پر ځای د حل لارو ته پام وکړي، د بې‌وسۍ احساس یې کمېدای شي.

مثبت فکر د انسان پر ځان باور پیاوړی کوي، د کورنۍ او ټولنې له غړو سره یې اړیکې ښې کوي او د ستونزو پر وړاندې د زغم او مقاومت وړتیا یې زیاتوي. همدارنګه هیله‌من فکر، انسان هڅوي چې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره هڅه وکړي او له ناکامیو څخه د تجربې په توګه ګټه واخلي.

د مثبت فکر د پیاوړتیا لپاره اړینه ده، چې انسان له ځان سره مثبتې خبرې وکړي، خپلې وړتیاوې وپېژني، د نورو له ژوند سره د خپل ژوند له پرتله کولو ډډه وکړي او د هرې ورځې د ښو پېښو قدر وکړي. د بېلګې په توګه، د دې پر ځای چې ووایي: «زه دا کار نه‌شم کولای»، باید ووایي «زه هڅه کوم او ښايي بریالی شم».

ورزش، قدم وهل، کافي خوب، سالمه غذا او له دوستانو او کورنۍ سره خبرې کول هم د رواني هوساینې په ساتلو کې مرسته کوي. متخصصان سپارښتنه کوي، چې انسان خپلې اندېښنې له باوري کسانو سره شریکې کړي او د ستونزو د حل لپاره عملي ګامونه واخلي.

کله چې انسان له اندېښنو سره مخ شي، کولای شي خپلې ستونزې پر کاغذ ولیکي، د هغو د حل لپاره لومړیتوبونه وټاکي او پر هغو موضوعاتو تمرکز وکړي، چې د ده په واک کې دي. د ژورې ساه اخیستلو تمرین، دعا، عبادت او څو دقیقې ارام کېناستل هم د ځینو کسانو لپاره د ذهني سکون په ترلاسه کولو کې ګټور دي.

د ارواپوهنې په برخه کې د ادراکي او چلندي درملنې په نوم یوه علمي طریقه هم شته چې انسان ته ورزده کوي څنګه خپل منفي او غیر واقعي افکار وپېژني، د هغو ارزونه وکړي او پر ځای یې متوازن فکرونه غوره کړي. دا طریقه د اضطراب، خپګان او رواني فشار په مدیریت کې کارول کېږي.

خو مثبت فکر په دې معنا نه‌دی چې انسان دې خپل غمونه، ستونزې او رواني فشارونه پټ کړي. خپګان او اندېښنه د انسان د ژوند طبیعي احساسات دي او هر څوک یې تجربه کولای شي. که اندېښنې دوامداره شي، خوب او ورځنی ژوند اغېزمن کړي، له ارواپوه یا روغتیايي متخصص سره مشوره کول اړین دي.

په ټوله کې، مثبت فکر د یوې ورځې کار نه‌دی، بلکې د ورځني تمرین او سالمو عادتونو پایله ده. انسان باید د ژوند ستونزې د ماتې په توګه ونه‌ګڼي، بلکې د زده‌کړې او پرمختګ فرصتونه یې وبولي. مثبت فکر د ستونزو نشتوالی نه‌دی، بلکې د ستونزو پر وړاندې د سالم چلند او د حل لارې موندلو وړتیا ده.

امریکا: د شپږم نسل B-۲۱ رایډر الوتکې د وسلو لومړنۍ ازموینه بریالۍ ترسره کړې

۲۲ لړم ۱۴۰۵ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۶، ۱۹:۰۸ GMT+۰
100%

د امریکا دفاع وزارت وايي، د دغه هېواد شپږم نسل لرونکې «بي ـ ۲۱ رایډر» اوږد واټن ویشتونکې بم غورځوونکې الوتکې د دودیزې وسلې د خوشې کولو لومړنۍ ازموینه بریالۍ ترسره کړې، چې په دې سره یې د الوتنې له ازمایښتي پړاو څخه د وسلو د عملیاتي وړتیا پړاو ته د تګ یو مهم پړاو بشپړ کړی دی.

د امریکا د هوايي ځواک د عامه اړیکو ادارې د نومبر پر ۱۳مه په یوه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې دغه ازموینه تېره اوونۍ د کالیفورنیا ایالت له «اېډوارډز» هوايي اډې څخه د الوتنې پر مهال ترسره شوې ده.

د راپور له مخې، په دې ازموینه کې د بي ـ ۲۱ رایډر یوې ازمایښتي الوتکې دودیزه وسله خوشې کړې، چې د الوتکې د ډیجیټلي ماډلونو او د هغې د پرانیستې سیسټمي جوړښت د بشپړتیا کچه یې تایید کړې ده. دغه ازموینه همداراز د نوو وسلو د چټک مدغمولو او د الوتکې د برید وړتیا څرګندوي.

د امریکا د هوايي ځواک مشر «ټراي مېنک» ویلي: «بي ـ ۲۱ داسې طرحه شوې چې د جګړې ډګر ته د نوو وسلو د چټک مدغمولو له لارې، جنګي ځواکونو ته لا پیاوړې وړتیاوې برابرې کړي او په عین حال کې یې د باور وړتیا او ساتنه اسانه وي.»

نوموړي زیاته کړې: «د دې ازموینې بریا ښيي چې موږ په چټکۍ سره د ځان عیارولو وړتیا لرو او که د جګړې د مخنیوي هڅې ناکامې شي، هر هدف په نښه کولای شو.»

په راپور کې ویل شوي، چې د ازموینې چمتووالی د بي ـ ۲۱ د ډیجیټلي دوه‌ګوني چاپېریال په کارولو سره د زرګونو ساعتونو مجازي ازموینو او ماډل‌جوړونې پر بنسټ ترسره شوی دی. دې چارې د الوتکې له ازمایښتي ټیم سره مرسته کړې چې د وسلو د مدغمولو بهیر چټک کړي او د الوتکې له الوتلو مخکې د وسلې د مسیر اټکل او اصلاح په لوړه کچه دقت سره ترسره کړي.

د امریکا د هوايي ځواک لوی درستیز جنرال «کېن ویلسباخ» ویلي: «د وسلو دا ازموینه ثابتوي چې د بي ـ ۲۱ پروګرام په بریالیتوب سره پر مخ روان دی. موږ د داسې یوه ځواکمن هوايي ځواک د الوتکو یوې ټولګې د جوړولو په حال کې یو چې په راتلونکو لسیزو کې به زموږ ګډو پوځي ځواکونو ته د دښمن د دفاعي لیکو د ماتولو او د دقیقو بریدونو لپاره د باور وړ انتخابونه برابر کړي.»

بي ـ ۲۱ رایډر د نړۍ لومړنۍ او یوازینۍ شپږم نسل لرونکې، د اوږده واټن او د پیاوړو دفاعي سیستمونو د نفوذ وړ بم غورځوونکې الوتکه بلل شوې، چې د سختو پوځي شرایطو پر مهال د بقا، له بدلونونو سره د عیارېدو او له نورو پوځي سیستمونو سره د شبکوي اړیکو وړتیا لپاره طرحه شوې ده.

د امریکا د هوايي ځواک د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې د دغو الوتکو لومړۍ جوپه په ۲۰۲۷ کال کې د سوېلي ډاکوټا ایالت په «ایلزوورث» هوايي اډه کې ځای پر ځای شي.

د نیویارک پوهنتون نوې طبي څېړنه؛وختي ویده کېدل له وزن کمېدو سره مرسته کوي

۱۷ لړم ۱۴۰۵ - ۸ نومبر ۲۰۲۶، ۱۶:۲۸ GMT+۰
100%

د نیویارک پوهنتون یوه نوې طبي څېړنه ښيي، چې د شپې لخوا یو ساعت وختي ویده کېدل د وزن له کمېدو سره مرسته کوي. د دې څېړنې پر بنسټ، هغه کسان چې وختي ویده شوي، په اتو اونیو کې یې شاوخوا شپږ سوه ګرامه وزن کم کړی دی.

د نیویارک پوهنتون د نرسنګ پوهنځي څېړونکو په یوه نوې څېړنه کې موندلې ده، چې د خوب د مودې تر څنګ، د شپې له خوا وختي ویده کېدل هم د انسان د وزن له کمېدو سره نېغه په نېغه اړیکه لري. د دغې څېړنې د شمېرو له مخې، هر ۶۰ دقیقې یا یو ساعت مخکې ویده کېدل په اته اوونیو کې د شاوخوا ۵۹۰ ګرامه، یعنې ۱.۳ پونډه، وزن د کمېدو لامل ګرځي. څېړونکي ټینګار کوي، چې دا پایلې د وزن د کموالي او د ویده کېدو د وخت ترمنځ یوه احصائیوي اړیکه ښيي، خو لا هم د دوی ترمنځ علت او معلول نه دی ثابت شوی.
په دې څېړنه کې، چې پایلې یې په نرسنګ ریسرچ (Nursing Research) علمي مجله کې خپرې شوې دي، ۱۹۶ هغو لویانو برخه اخیستې وه چې د شکرې ناروغۍ له لومړنیو نښو (پری‌ډیابیټس) سره مخ وو او د شپې به معمولاً تر شپږ نیم ساعتونو کم ویده کېدل.

د دغې څېړنې اصلي لیکوالې او د نیویارک پوهنتون مرستیالې استادې، سوزان کول مالون وویل، داسې ښکاري چې یوازې د خوب موده نه، بلکې د ویده کېدو وخت هم د وزن په کمولو او د بدن په میتابولیک روغتیا کې یو مهم او پام‌نه شوی عامل دی. څېړونکو برخه وال په دوو ډلو ووېشل او د حسګرونو، مړوندۍ الیکټرونیکي وسیلو او ورځنیو معلوماتو له لارې یې د هغوی بدني فعالیت، خوب او د وینې د شکر کچه وڅارله.
که څه هم د وینې د قند په کچه کې د پام وړ بدلون ونه لیدل شو، خو کله چې څېړونکو د دواړو ډلو ارقام په ګډه تحلیل کړل، څرګنده شوه هغه کسان چې د خوب وخت یې مخکې راوستی و، ډېر وزن یې بایللی دی. څېړونکي اټکل کوي چې دا چاره د انسان له بیولوجیکي ساعت او هورمونونو سره اړیکه لري. تر ناوخته ویښ پاتې کېدل انسان له مصنوعي رڼا سره ډېر مخامخ کوي، چې دا کار په بدن کې د لوږې راپاروونکي هورمونونه لکه ګرلین زیاتوي او د شپې په وروستیو ساعتونو کې چې د انسولین حساسیت تر ټولو ټیټ وي، انسان د خوړو خوړلو ته اړ باسي.
له دې ټولو سره، څېړونکو خبرداری ورکړی چې دغه موندنې باید په قطعي توګه د وزن پر کمېدو د وختي خوب د مستقیم اغېز د ثبوت په توګه ونه ګڼل شي. د دوی په خبره، دا څېړنه یوازې اته اوونۍ روانه وه او روښانه نه ده چې برخه وال به په اوږدمهال کې هم دا بدلون وساتلی شي او که نه. همدارنګه، د خوب کیفیت او د ورځې پر مهال د ستړیا کچه تر ډېره د ګډونوالو پر شخصي څرګندونو ولاړه وه او دا پایلې یوازې یو احصائیوي پاموړ تړاو ښيي، نه دا چې د خوب وخت بدلول په یوازې ځان خامخا د ډنګرېدو لامل ګرځي.

تازه څېړنه: د پتاسیم لرونکې مالګې کارول د میلیونونو انسانانو ژوند ژغورلی شي

۱۳ لړم ۱۴۰۵ - ۴ نومبر ۲۰۲۶، ۱۷:۳۷ GMT+۰
100%

د استرالیا د څېړونکو د یوې تازه څېړنې پر بنسټ، که د عادي ملګي پر ځای په پتاسیم بډایه مالګه وکارول شي، هر کال د نږدې درې میلیونه کسانو د مړینې مخه نیولای شي. د روغتیا نړیوال سازمان هم د وینې د لوړ فشار د راکمولو لپاره د دې مالګې کارول تایید کړي دي.

په اسټرالیا کې د «جورج روغتیايي بنسټ» څېړونکو اعلان وکړ، چې د معمولي خوراکي مالګې پر ځای په پتاسیم بډایه مالګې کارول کولای شي په نړۍ کې هر کال د نږدې درې میلیون مړینو مخه ونیسي. په دې ارزونه کې د ۱۹۳ هېوادونو معلومات څېړل شوي او ښيي چې دغه بدلون کولای شي هر کال د لسو میلیونونو څخه د زیاتو کسانو د زړه او رګونو او د پښتورګو د اوږدمهاله ناروغیو مخنیوی وکړي. د وینې لوړ فشار د مرګونیو پایلو لکه: د مغزي سکتې او زړه حملې اساسي لامل دی او د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، په نړۍ کې نږدې ۱.۴ میلیارده لوړ عمره کسان پرې اخته دي.

دا خوراکي محصول د معمولي مالګې د سوډیم کلوراید د یوې برخې په بدلولو سره د پتاسیم کلوراید په واسطه تولیدېږي او د پخولو پر مهال د مالګې له معمولي ډول سره په بڼه او خوند کې هېڅ توپیر نه لري. د دې څېړنې مشر څېړونکي بروس نیل وویل چې د سوډیم زیاته اندازه کارول او د پتاسیم کم تر لاسه کول د وینې د لوړ فشار اصلي لاملونه دي، او د بډایې شوې مالګې کارول دواړه تغذیه يي نیمګړتیاوې په همدې مهال سموي. د زړه او رګونو ناروغۍ په نړیواله کچه د مړینې تر ټولو مهم لامل دی او یوازې په ۲۰۲۳ میلادي کال کې یې د ۱۹.۲ میلیون انسانانو ژوند واخیست.

د دې څېړنې موندنې ښيي چې حتا د مالګې په مصرف کې نسبي بدلون هم د ټولنې د روغتیا لپاره د پام وړ ګټې لري. یوازې په کورني پخولو کې د مصرفی مالګې بدلولای شي په کال کې د ۱.۸۵ میلیون مړینو مخه ونیسي، په داسې حال کې چې په پروسس شویو او رستورانتونو په خوړو کې د مالګې اصلاح به د ۱.۵۶ میلیون نورو مړینو مخه ونیسي. د نیل په خبره، په اروپا او شمالي امریکا کې د خوراکي رژیم له ۷۰ سلنې څخه زیاته مالګه د چمتو شویو او رستورانتونو د خوړو له لارې بدن ته ننوځي او له همدې امله په دې سیمو کې د زړه ناروغیو د ګواښونو د کمولو لپاره د خوړو د صنعتونو همکاري مهمه ده.

د دې بدلون مثبت اغېز په هغو هېوادونو کې چې ډېر نفوس لري او د زړه ناروغۍ په کې زیاتې دي، ډېر څرګند دی.

دغه مالګه په چین کې هرکال له یوه میلیون څخه د زیاتو او په هند کې د نږدې ۴۰۰ زرو کسانو ژوند وژغوري. څېړونکي همدارنګه اټکل کوي چې په برېتانیا کې د دې مالګې کارول به هر کال د شاوخوا ۱۳ زرو مړینو او نږدې ۶۰ زرو د زړه او پښتورګو ناروغیو مخنیوی وکړي. سره له دې، هغه کسان چې د پښتورګو پر پرمختللو ناروغیو اخته دي او یا د پتاسیم زیاتوونکي درمل کاروي، په وینه کې د دې مادې د ډېر زیاتېدو د خطر له امله باید تر څارنې لاندې وي. په جورج بنسټ کې د پښتورګو متخصص ویوک جا ټینګار وکړ چې دا ګواښونه د دقیقو نښو ، پوهاوي او کلینیکي څارنې له لارې د کنترول وړ دي او دا تګلاره د درملو په پرتله ډېر کم لګښت لري.

ناسا: د ارتمیس پروګرام بدلونونه سپوږمۍ ته د ستورمزلو د ستنېدو لپاره د ۲۰۲۸ کال چانس زیاتوي

۲ لړم ۱۴۰۵ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۷:۰۷ GMT+۱
100%

د امریکا د فضايي ادارې (ناسا) چارواکي وايي، د ارتمیس سپوږمیز پروګرام په پلانونو کې بدلونونه به دې ادارې ته زمینه برابره کړي چې په ۲۰۲۸ کال کې ستورمزلي سپوږمۍ ته ولېږي. دا ماموریت به د سپېس‌اېکس یا د بلو اوریجن له خوا د جوړ شوي د سپوږمۍ د ناستې وسیلې له لارې ترسره شي.

د سي‌بي‌اېس نیوز د راپور له مخې، ناسا غواړي د دواړو شرکتونو د تخنیکي وړتیاوو او ازموینو پر بنسټ وروستۍ پرېکړه وکړي. د دې بدلونونو موخه دا هم ده چې که له یوه شرکت سره د توکو د برابرولو ستونزې، تخنیکي نیمګړتیاوې یا نور خنډونه رامنځته شي، د ماموریت لپاره بله لاره موجوده وي.

د ارتمیس پروګرام مشر جېرمي پارسنز، ویلي چې ناسا او قراردادي شرکتونه هڅه کوي راتلونکی کال د ارتمیس درېیم ماموریت ترسره کړي. په دې ماموریت کې به څلور ستورمزلي د ځمکې مدار ته ولېږل شي، څو له دواړو شرکتونو سره د سپوږمۍ ته د ښکته کېدو فضايي وسیلو د نښلېدو او اړینو سیستمونو ازموینې وکړي.

پارسنز ویلي: «موږ غواړو د امکان تر وروستۍ شېبې پورې انتظار وکړو، څو پرېکړه وکړو چې کوم شرکت به په ۲۰۲۸ کال کې لومړني امریکايي ستورمزلي بېرته سپوږمۍ ته ولېږدوي.» هغه زیاته کړې چې د ناسا ډلې له دواړو شرکتونو سره نږدې کار کوي او دواړه د ۲۰۲۸ کال سپوږمۍ ته د ښکته کېدو فضايي وسیلې ماموریتونو ته چمتووالی نیسي.

د ارتمیس درېیم ماموریت به د نړۍ د درېیو پیاوړو توغندیو همغږو توغولو ته اړتیا ولري: د بلو اوریجن «نیو ګلېن»، د سپېس‌اېکس «سوپر هېوي ـ سټارشېپ» او د ناسا «فضايي توغولو سیستم». په دې ماموریت کې به د ناسا «اورین» فضايي کپسول هم له دواړو شرکتونو د ازمایښتي وسایلو سره ونښلول شي.

ناسا غواړي د دغو ازموینو له لارې مهم تخنیکي پړاوونه د ځمکې په مدار کې وازمويي، مخکې له دې چې بې‌پیلوټه سپوږمۍ‌ناوونه (سپوږمۍ ته د ښکته کېدو فضايي وسیله) د سپوږمۍ پر سطحه د ازمایښتي ناستې لپاره ولېږي. د ستورمزلو له لېږلو مخکې به دواړه شرکتونه اړ وي چې د سپوږمۍ پر سطحه بریالۍ بې‌پیلوټه ناسته ترسره کړي.

د ناسا مشر، جېرډ ایزاکمن، د دې پروګرام د ستونزمنتیا په اړه ویلي: «هغه څه چې موږ یې ترسره کوو، ډېر لوی هدف دی او په فوق‌العاده توګه ستونزمن دي. د دې ادارې دننه او بهر کلونو پرېکړو هغه وخت او سرچینې رانه اخیستې چې د ضایع کولو لپاره یې نه لرو.»

ناسا غواړي د سپوږمۍ جنوبي قطب ته ستورمزلي ولېږي؛ ځکه اټکل کېږي چې هلته د یخ زېرمې شته او په راتلونکي کې ترې د توغندیو د سون توکو، هوا او اوبو د برابرولو لپاره ګټه اخیستل کېدای شي. دغه اداره همداراز غواړي په ۲۰۳۰مو کلونو کې پر سپوږمۍ د اوږدمهاله ماموریتونو لپاره اډه جوړه کړي.

د امریکا دا پروګرام په داسې حال کې پر مخ ځي چې چین هم غواړي تر ۲۰۳۰ کال پورې خپل ستورمزلي سپوږمۍ ته ولېږي. насا هڅه کوي تر چین مخکې دې هدف ته ورسېږي، خو د ۲۰۲۸ کال مهالویش د درنو توغندیو پرله‌پسې توغولو، په فضايي مدار کې د سون توکو د لېږد او ډکولو، او د سپوږمۍ پر نااشنا سطحه د خوندي ناستې په بریالیتوب پورې تړلی دی.