د بېپیلوټه الوتکو د عملیاتو د مرکزونو جوړول، په زیانمنونکو سیمو کې د ځواکونو ځای پر ځای کول، د سرحدي سیمو له اوسېدونکو د نویو ځواکونو ګومارل، د پخوانیو نظامیانو پراخې نیونې او په مرکز او ولسوالیو کې پراخ اداري بدلونونه د دغو اقداماتو برخه دي.
له دې چمتووالي سره هممهاله، د طالبانو مسوول چارواکي په بدخشان کې د مخالفو ځواکونو شتون ردوي او خبرداری ورکوي چې هر څوک یا ډله د دوی پر وړاندې ودرېږي، وبه ځپل شي.
۱. امنیتي ټکان؛ د یفتل ولسوالۍ سقوط او په زیباک کې د جګړو پیل
د روان کال د چنګاښ میاشتې په وروستیو کې د یفتل ولسوالۍ سقوط طالبانو ته لوی امنیتي ټکان ورکړ. په دې پېښه کې یوې داسې جبهې چې تر هغه مخکې یې نوم نه و اورېدل شوی، یوه ورځ سهار د طالبانو تر واک لاندې ادارې، د ولسوالۍ ودانۍ، د امنیې قوماندانۍ او د استخباراتو دفتر ونیول او د پام وړ پوځي وسایل او تجهیزات یې ترلاسه کړل.
د دې پېښې او د طالبانو له ناڅاپي غافلکېدو څو ورځې وروسته، په بدخشان کې بله جګړه وشوه چې د امنیتي خبرونو په سر کې راغله. په دې برید کې د ازادۍ جبهې ځواکونو د زیباک ولسوالۍ د طالبانو پر اډو او مرکزونو بریدونه وکړل.
د دغو نښتو په پایله کې د طالبانو یو شمېر جنګیالي ووژل شول او ټپیان شول. د طالبانو د پوځ لوی درستیز هم سیمې ته ولاړ، څو د ځواکونو د ځای پر ځای کولو او د وضعیت د کنټرول چارې سمبال کړي، خو د دې ولسوالۍ په بېلابېلو برخو کې وخت ناوخت نښتې لا هم روانې دي.
۲. د پخوانیو نظامیانو پراخې نیونې
دغه مهمې امنیتي پېښې په داسې وخت کې وشوې چې د طالبانو د درواز سیمې یو قوماندان جمعه فاتح هم له دې ډلې سرغړونه کړې وه او له دغو بدلونونو وروسته، طالبانو په ټول بدخشان کې د پخوانیو نظامیانو د پراخو نیونو لړۍ پیل کړه. دا نیونې په څو پړاوونو کې د یفتل، شکي، کشم، ارګو او فیضاباد په ولسوالیو کې ترسره شوې.
د وږي میاشتې په وروستیو کې طالبانو په یفتل ولسوالۍ کې ۱۶ کسان د یوې مخالفې جبهې سره د همکارۍ په تور ونیول. څو ورځې وروسته، په ارګو ولسوالۍ کې هم ۱۰ نور کسان د مخالفو جبهاتو سره د همکارۍ په تور ونیول شول.
د تلې په میاشت کې هم ۱۰ کسان، چې یو پخوانی پوځي چې منصور نومېده او د قیوم ملنګ له ملګرو څخه و، د شکي په ولسوالۍ کې پر طالبانو د برید د پلان جوړولو په تور ونیول شول او کابل ته ولېږدول شول.
د افغانستان انټرنشنل موندنې ښيي چې د پخوانیو نظامیانو د نیولو بهیر په وږي میاشت کې، د طالبانو د نوي والي او امنیه قوماندان له ټاکل کېدو سره هممهاله، ډېر چټک شو او لا هم دوام لري.
۳. د پوځي ټکنالوژۍ پراختیا او د بېپیلوټه الوتکو د عملیاتو د مرکزونو جوړول
په زیباک ولسوالۍ کې د ازادۍ جبهې له بریدونو وروسته، طالبانو د بدخشان هوايي ډګر ته نږدې د بېپیلوټه الوتکو د عملیاتو لومړی مرکز جوړ کړ. ډېر وخت لا نه و تېر شوی چې د دغه ولایت په بله سیمه کې یې دویم مرکز هم فعال کړ. د دغو مرکزونو د جوړولو موخه د بدخشان په مرکز کې د پرلهپسې بریدونو مخنیوی او له سرحدي سیمو څخه د معلوماتو راټولول بلل شوي دي.
خو د طالبانو یوې باوري سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې دواړه مرکزونه، په ځانګړي ډول د زیباک ولسوالۍ په ګډون له سرحدي سیمو څخه د معلوماتو په راټولولو کې چندان بریالي شوي نه دي او له همدې امله، طالبان غواړي په کران او منجان ولسوالۍ کې یو نوی مرکز جوړ کړي.
په ورته مهال په دې ولسوالۍ کې د یوه نوي سرحدي لېوا د ځای پر ځای کولو هڅې هم روانې دي.
پردې سربېره، په بدخشان کې د طالبانو ۲۱۹ «عمر ثالث» فرقې د وږي په میاشت کې اعلان وکړ چې څو «ډيسي» توپونه یې د عملیاتو لپاره چمتو کړي او د دغو وسلو د کارولو لپاره یې ځانګړي کسان هم روزلي دي.
۴. په ملکي او پوځي ادارو کې د هدفمند بدلونونه
د یفتل ولسوالۍ له سقوط شاوخوا یوه میاشت وروسته، د طالبانو مشرتابه د بدخشان لپاره نوی والي او نوی امنیه قوماندان وټاکل او وروسته دغه بدلونونه د ولسوالیو تر کچې هم وغځېدل.
تازه راپورونه ښيي چې په دې وروستیو کې یو شمېر ولسوالان، د پولیسو قوماندانان، د ولسوالیو د استخباراتو مدیران او د فیضاباد ښار د امنیتي حوزو امران هم بدل شوي دي.
د طالبانو د نوې تګلارې له مخې، ټاکل شوې چې د هرې ولسوالۍ اوسېدونکي د هماغې سیمې د اداري او امنیتي مسوولینو په توګه وګومارل شي. داسې ښکاري چې د دې اقدام موخه د احتمالي سرغړونو مخنیوی او پر سیمهییزو ادارو د طالبانو د واک پیاوړتیا ده.
۵. په فیضاباد کې امنیتي وضعیت او د تلاشۍ د پوستو زیاتوالی
په تېرو دوو میاشتو کې د فیضایاد ښار د څو چاودنو له امله د طالبانو امنیتي اندېښنې زیاتې شوې دي. مخالفو جبهاتو د دغو چاودنو مسوولیت منلی او ویلي یې دي چې په بریدونو کې د طالبانو چارواکي، استخباراتي کسان او پولیس په نښه شوي دي.
له دغو پېښو وروسته، په ښار کې د تلاشۍ د پوستو شمېر په بېساري ډول ډېر شوی او دې وضعیت نه یوازې امنیتي فضا سخته کړې، بلکې د ښار د اوسېدونکو پر تګ راتګ او ورځني ژوند یې هم محدودیتونه لګولي دي.
۶. د سرحدي سیمو د ځوانانو او اسماعیلیانو د جذبولو سیالي
د سرحدي سیمو په ځینو برخو کې د ازادۍ جبهې د بریدونو د پراخېدو په غبرګون کې، د طالبانو دفاع وزارت په بدخشان کې د سیمهییزو ځوانانو د ګومارنې د بهیر د پیل خبر ورکړی دی.
ځايي سرچینې وايي چې طالبان په دې بهیر کې تر ډېره د سرحدي سیمو د اسماعیلي اوسېدونکو د ځوانانو پر جذبولو تمرکز کوي. د بدخشان د اسماعیلیانو جغرافیایي موقعیت او د اوسېدو سیمې دغه مذهبي ډله د بدخشان په جګړو کې پر یوه مهم لوري بدله کړې ده.
خو راپورونه ښيي چې مخالفې جبهې، په ځانګړي ډول د ازادۍ جبهه، هم په ورته وخت کې د اسماعیلي ځوانانو او د سرحدي سیمو د اوسېدونکو د جذبولو هڅې کوي. د ځايي سرچینو په وینا، مخالفې جبهې په دې برخه کې تر طالبانو ډېرې بریالۍ شوې دي.
۷. د مخالفو جبهاتو د شتون ردول او د ځپلو ګواښ
په داسې حال کې چې په سیمه کې دا بدلونونه روان دي، د طالبانو د لوړپوړو چارواکو څرګندونې د بدخشان د امنیتي وضعیت له راپورونو سره څرګند توپیر لري.
په بدخشان کې د طالبانو والي رحمتالله نجیب څو ځله په دغه ولایت کې د مخالفو جبهو شتون رد کړی او ادعا یې کړې چې هېڅوک د طالبانو پر ضد د فعالیت توان نه لري.
همدارنګه د طالبانو د پوځ لوی درستیز قاري فصیحالدین هم په دې وروستیو کې د نویو ګومارل شویو ځواکونو د فراغت په مراسمو کې ادعا کړې چې په بدخشان او پنجشېر کې هېڅ مخالف ځواک شتون نه لري. نوموړي ویلي چې په دغو سیمو کې د مخالفو ځواکونو د فعالیت په اړه خپرې شوې ویډیوګانې د پاکستان په غرونو کې ثبت شوې دي.
له کابل څخه بدخشان ته د امنیتي پلاوي سفر
د طالبانو پولیسو د تلې په ۱۲مه د یوه ګډ پلاوي د سفر خبر ورکړ چې د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او د طالبانو د استخباراتو عمومي ریاست استازي پکې شامل وو. دغه پلاوي بدخشان او تخار ولایتونو ته سفر کړی و.
د طالبانو د پولیسو د معلوماتو له مخې، د دې سفر موخه د امنیتي وضعیت ارزونه، د ځواکونو د چمتووالي څېړل، د حساسو سیمو څارنه او د سرحدي سیمو د وضعیت ارزونه وه.
پلاوي په بدخشان کې د کران او منجان ولسوالۍ او په تخار کې د ورسج ولسوالۍ له ځینو سیمو لیدنه کړې ده.
بدخشان د ناورین پر دوهلارې
په بدخشان کې د طالبانو ستونزې یوازې د مخالفو جبهو تر فعالیتونو محدودې نه دي، بلکې دغه ولایت له ګڼو پېچلو داخلي او جوړښتي ستونزو سره مخ دی.
د سرو زرو د کانونو پر سر پټې او ښکاره شخړې، د نشهيي توکو د کرکېلې او قاچاق په اړه لانجې، د طالبانو د قوماندانانو ترمنځ ژور خپلمنځي اختلافونه، په سرحدي سیمو کې د بهرنیو توندلارو ډلو شتون او د خلکو پراخه ناخوښي هغه ستونزې دي چې په دغه ولایت کې یې د طالبانو واکمني له یوې اوږدې او پېچلې ننګونې سره مخ کړې ده.
په بدخشان کې د طالبانو د اقداماتو ټولګه ښيي چې دغه ډله د مقاومت د هستهوو د فعالېدو او د مخالفو جبهو د نفوذ د پراخېدو په اړه ژوره اندېښنه لري.
له بلې خوا، داسې ښکاري چې د طالبانو چارواکي هم دې پایلې ته رسېدلي چې خپلمنځي اختلافونه، د اقتصادي سرچینو پر سر سیالي او د خلکو د ناخوښۍ زیاتوالی د مخالفو جبهو لپاره د ځواکونو د جذب او د نفوذ د پراخولو زمینه برابروي.
په داسې وضعیت کې، بدخشان داسې پسرلي ته نږدې کېږي چې ښايي طالبان پکې له لا جدي امنیتي ننګونو سره مخ شي. د دغو ننګونو کابو کول یوازې د پوځي ځواکونو په زیاتولو، د بېپیلوټه الوتکو د مرکزونو په جوړولو او د امنیتي تدابیرو په سختولو نه شي کېدای.