منډې او زنګون ؛نوې څېړنې د بندونو د خرابېدو وېره ردوي

نویو علمي څېړنو ښودلې چې تفریحي منډه نه یوازې د زنګون بندونو ته زیان نه رسوي، بلکې د ارتروز خطر هم کموي. په څه باندې ۱۲۵ زره کسانو دغه ترسره شوې څېړنه ښيي چې په منډه جوړونکو کې دا کچه ۳.۵ سلنه خو په بېتحرکه خلکو کې ۱۰.۲ سلنه ده.
د طبي څېړنو پایلې ښيي چې تفریحي او عادي منډه نه یوازې د زنګون بندونو ته زیان نه رسوي، بلکې د ارتروز ناروغۍ د مخنیوي او د بندونو د روغتیا ساتلو لپاره ګټوره ده. په څه باندې ۱۲۵ زره کسانو شوې یوه پراخه څېړنه چې په یوه معتبره علمي مجله کې خپره شوې، په ډاګه کوي چې د عادي منډه وهونکو په منځ کې د زنګون او ورن د ارتروز کچه یوازې ۳.۵ سلنه ده. په داسې حال کې چې دا کچه په بېتحرکه او ناستو کسانو کې ۱۰.۲ سلنې ته رسېږي.
دغو علمي ارزونو دا هم په ډاګه کړې چې د مسلکي او سیالیزو لوبغاړو په منځ کې، چې کلونه کلونه درانه او بېحده سخت تمرینونه کوي، د ارتروز کچه ۱۳.۳ سلنه ده. پوهان ټینګار کوي چې باید د تفریحي او عادي منډې او د مسلکي ډګر د خورا زیات فشار ترمنځ ښکاره توپیر وساتل شي. د ۲۰۲۳ کال یوې بلې پراخې څېړنې هم چې د شاوخوا ۱۲ زره کسانو معلومات یې ارزولي وښوده چې حتی په اونۍ کې تر ۴۸ کیلومتره ډېره منډه هم د زنګون د ارتروز د رامنځته کېدو لامل نه ده شوې.
طب پوهان وایي، چې د زنګون غضروف یو ژوندی نسج دی او د مناسب میخانیکي فشار په وړاندې د مقاومت او جوړښت وړتیا لري. د اېماراف (MRI) تصویرونو ښودلې چې که څه هم له منډې سمدستي وروسته د غضروف حجم لږ کمېږي، خو دا بدلون لنډمهالی دی او غضروف په چټکۍ سره بېرته خپل عادي حالت ته راګرځي. ډاکتران وایي ډېری هغه دردونه چې منډه وهونکي ورسره مخ کېږي، د ارتروز نښه نه ده، بلکې د عضلاتو د کمزورتیا او ناڅاپي ډېر فشار له امله رامنځته کېږي چې د درملنې وړ دي.
د وروستیو لارښوونو پر بنسټ، هغه کسان چې غواړي منډه ووهي باید خپل تمرینونه په تدریجي ډول او د بدن له وړتیا سره سم پیل کړي. د پښو او ورنونو د عضلاتو پیاوړي کول، مناسب استراحت او د بدن نښو ته پاملرنه کولای شي د زنګون بندونه له هر ډول احتمالي زیان څخه وژغوري. روغتیایي متخصصان وايي چې د زنګون د فرسوده کېدو له بېځایه وېرې پرته، فزیکي فعالیت او په منظم ډول منډه وهل د زړه د سلامتیا، د وزن د کنټرول او د مفاصلو د پیاوړتیا لپاره غوره لار ده.
