نوې څېړنه: جبري مسکا د غوسې احساس زیاتولی شي

د فلوریډا پوهنتون یوې نوې څېړنې چې له ۱۱۰۰ څخه زیاتو کسانو پهکې ګډون کړی ښودلې، چې جبري او پرلهپسې مسکا د خوښۍ احساس کموي او غوسه زیاتوي. څېړونکي وايي، مصنوعي مسکا ښايي د لنډ وخت لپاره د انسان طبیعت ښه کړي؛ خو تکرار یې برعکس پایله لرلای شي.
په دغه څېړنه کې څېړونکو ګډونوال په بېلابېلو ازمایښتي حالتونو کې وازمویل. هغوی ګډونوالو ته د زړهراښکوونکو او برعکس انځورونو په ښودلو سره له یوې ډلې وغوښتل، چې یو ځل او له بلې ډلې یې وغوښتل چې څو ځله مصنوعي مسکا وکړي.
په ځینو ازموینو کې ګډونوالو ته خبرداری ورکړل شو، که مسکا ونه کړي ښايي مالي جریمه شي. د څېړونکو موخه دا وه، چې روښانه کړي، د مصنوعي مسکا تکرار او د احتمالي مالي جریمې له امله رامنځته شوی رواني فشار د خلکو پر خوښۍ او احساساتو څه اغېز کوي.
د څېړنې موندنو وښوده، چې ان د ناخوښوونکو انځورونو د لیدلو پرمهال یو ځل مصنوعي مسکا هم د خوښۍ احساس تر یوه بریده زیاتولای شي. دغه مثبت اغېز ان پر هغو کسانو کې هم لیدل شوی، چې د مالي جریمې له ګواښ سره مخ وو.
خو د مسکا تکرار په تدریجي ډول د هغې مثبت اغېز کم کړ. همدارنګه کله چې د مسکا له اجبار سره د مالي جریمې ګواښ هم مل شو، دغه مثبت اغېز په بشپړه توګه لهمنځه ولاړ.
برعکس د زړهراښکوونکو انځورونو د لیدلو پرمهال جبري مسکا د انسان د طبیعي غبرګون خلاف، د خوښۍ احساس نه زیاتوي. ان د یادې کړنې تکرار د خلکو د خوښۍ احساس نور هم کموي.
څېړنې ښودلې، هغه کسان چې د زړهراښکوونکو انځورونو د لیدلو پرمهال مسکا ته اړ شوي وو؛ د هغو کسانو پرتله چې خپل طبیعي غبرګون یې څرګنداوه، د غوسې ډېر احساس یې درلود.
څېړونکي وايي، په کاري چاپېریال کې د مسکا کولو لپاره د کارکوونکو اړ ایستل ښايي د مثبتو اړیکو د پیاوړتیا پر ځای د هغوی د طبیعي احساساتو د څرګندولو ازادي محدوده کړي.
دغه عاطفي فشار یوازې پر کارکوونکو نه وي؛ پېرودونکي هم ښايي د کارکوونکو د جبري دوستانه چلند په غبرګون کې داسې احساس وکړي، چې دوی هم باید مثبت غبرګون وښيي.
د یادې څېړنې ارواپوه او څېړونکی نیکولاس کولز باوري دی، په دوامداره توګه د مثبتو احساساتو د رامنځته کولو یا د هغوی د ښودلو هڅه حتمي نه ده چې د لا ډېرې خوښۍ لامل شي؛ بلکې کله ناکله د خوشحاله ښکارېدو ټینګار د ناوړه عاطفي تجربو لامل کېدای شي.
