د امازون ۴۰ سپوږمکۍ د توغندي د ناکامۍ له امله لهمنځه تللې دي

د بوینګ او لاکهید مارتین ګډ شرکت «یونایټډ لانچ الاینس» توغندی د امریکا له فلوریډا ایالت څخه تر توغولو شاوخوا ۱۰ دقیقې وروسته په هوا کې له ناکامۍ سره مخ شوی، چې له امله یې د امازون انټرنېټي شبکې ۴۰ سپوږمکۍ لهمنځه تللې دي. دا د یاد شرکت د فضايي ماموریتونو لومړنۍ ناکامي بلل کېږي.
رویټرز خبري اژانس (د لړم ۲۴مه) راپور ورکړی، چې د «ولکان» په نوم دغه توغندی د یکشنبې په ورځ له فلوریډا څخه وتوغول شو؛ خو له توغېدو شاوخوا ۱۰ دقیقې وروسته یې تخنیکي ستونزه پیدا کړه او ونه توانېد، چې سپوږمکۍ د ځمکې مدار ته ورسوي.
د توغندي د ناکامۍ لامل لا نهدی روښانه شوی. دغه پېښه د یاد شرکت لپاره لویه ضربه بلل کېږي، ځکه غوښتل یې د امازون د پراخېدونکې سپوږمکۍمحورې انټرنېټي شبکې لپاره د توغولو منظم بهیر پیل کړي.
د یونایټډ لانچ الاینس شرکت په یوه خبرپاڼه کې ویلي: «زموږ د توغولو د مسوول د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، تاییدوو چې له ۴۱م فضايي توغونې مرکز څخه توغول شوي ولکان راکټ د الوتنې په لسمه دقیقه کې له یوې تخنیکي ستونزې سره مخ شو او د امازون سپوږمکۍ یې مدار ته ونه رسولې». دغه شرکت زیاته کړې، چې د یادې پېښې د څرنګوالي په اړه معلومات نهلري.
یونایټډ لانچ الاینس د بوینګ او لاکهید مارټین ګډ شرکت دی او د ولکان توغندی یې نوی مهم فضايي توغندی بلل کېږي. امازون غوښتل د دغه سپوږمکیو له لارې د خپلې «لیو» انټرنېټي شبکې پراختیا ته دوام ورکړي.
