
ټرمپ ایران ته د نوي پوځي برید خبرداری ورکړی
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، ښايي پر ایران د «حماسي غوسې» په څېر یو بل پوځي عملیات هم ترسره شي او زیاته کړې یې ده، چې بله لاره د تهران له لوري د یوې هوکړې لاسلیکول دي. هغه ټینګار کړی، که ایراني چارواکي هوښیار وي، جدي خبرې اترې به پیل کړي.



















