
ملګرو ملتونو له اسراییل غوښتي چې د اکتوبر اوومې ځانګړې پوځي محکمه لغوه کړي
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر، فولکر تورک، له اسراییل غوښتي چې د اکتوبر اوومې نېټې د بریدونو په تړاو جوړېدونکې ځانګړې پوځي محکمه لغوه کړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر، فولکر تورک، له اسراییل غوښتي چې د اکتوبر اوومې نېټې د بریدونو په تړاو جوړېدونکې ځانګړې پوځي محکمه لغوه کړي.

د افغانستان د مخکني جمهوري نظام مرستیال ولسمشر احمدضیا مسعود افغانستان انټرنشنل ته په یوه مقاله کې طالبان په افغانستان کې د قومي حکومت وروستۍ او تر ټولو څرګنده بېلګه بللې ده. نوموړي خبرداری ورکړی، چې له قومي حکومتونو ملاتړ په پای کې د ملي پاشلتیا او د هېواد د بحران لامل کېږي.

د متحدې جبهې مشر جنرال سمېع سادات وايي، طالبانو افغانستان د القـ. ـاعدې پر مرکزي پناهځای او عملیاتي مرکز بدل کړی دی. د نوموړي په وینا، د شمالي افریقا او منځني ختیځ جنګیالي د کندهار په شاوخوا کې د القـ. ـاعدې په کمپونو او پوځي تاسیساتو کې روزل کېږي او بیا جنګي سیمو ته لېږل کېږي.

د امریکا د ولسمشر مرستیال جيډي وېنس وایي، د متحده ایالاتو او ایران ترمنځ روان مذاکرات د پرمختګ په حال کې دي، خو اصلي موخه دا ده چې ایران هېڅکله اټومي وسلې ته لاسرسی پیدا نه کړي.

د پاکستان پوځ د رسنیو څانګې ویلي، د بلوچستان د بارکان ولسوالۍ په نوشم سیمه کې یې د وسلهوالو پر ضد تصفیوي عملیاتو کې پنځه تنه عسکر وژل شوي دي. د ایاېسپيار په خبرپاڼه کې همدا راز ادعا شوې چې دغو عملیاتو کې ۷وسلهوال هم وژل شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ویلي، چې په لرې پرتو سیمو کې روغتیايي خدماتو او رواني مشورو ته د افغان ښځو لاسرسی کولی شي د هغوی پر جسمي او رواني وضعیت مثبت اغېز ولري.

په خوست کې د طالبانو والي عبدالرحمن حقاني په یوې ولسي غونډه کې له خلکو غوښتي چې د خپلو سرونو په بیه د دوی له نظام څخه دفاع وکړي. هغه زیاته کړې چې د دغه اسلامي نظام، جغرافیې او فضا ساتنه پر خلکو فرض ده.

افغانستان لپاره د پاکستان پخواني استازي اصف دُراني افغانستان انټرنشنل ته ويلي، اسلاماباد په کابل کې د رژيم بدلون هڅه نه کوي او نه غواړي طالبان د هغوی له مخالفانو سره بدل کړي. هغه وويل، پاکستان د ټولو افغان اړخونو سره په اړيکه کې دی، خو د دغو اړيکو موخه د طالبانو نسکورول نه دي.

سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، چې د کونړ ولایت د پېچ درې ولسوالۍ په ماڼوګي کلي کې له سوات څخه د راغلو کډوالو په یوه کور کې چاودنه شوې، چې له امله یې د یوې ښځې او درې ماشومانو په ګډون پنځه کسان وژل شوي دي.

د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر ویلي، چې نتنیاهو د ایران د جګړې پر مهال متحده عربي اماراتو ته سفر کړی او هلته یې د اماراتو له امیر شیخ محمد بن زاید سره لیدلي، چې دا د دواړو مشرانو ترمنځ لومړنۍ تایید شوې لیدنه بلل کېږي.

د افغان کرېکټ ملي لوبغاړو محمد نبي او راشد خان د هند په یوه روغتون کې د افغان کرېکټ د پخواني ملي لوبغاړي شاپور ځدراڼ پوښتنې ته ورغلي دي. محمد نبي ویلي، د شاپور ناروغي «عادي» نهده او راشد خان د هغه د رغېدو لپاره د دعاګانو هیله کړې ده.

په افغانستان کې پر سنیو د طالبانو له بندیزونو سره سم د کاناډا په ټورنټو کې د بیان ازادۍ مرکز درېیمه کلنۍ ناسته کړې ده. د ناستې جوړونکو ویلي، چې په دې غونډه کې د افغان خبریالانو په ګډون شاوخوا درې سوه جلاوطنه خبریالانو، د رسنیو فعالانو، اکاډمیکو او سیاسي څېرو ګډون کړی و.

د افغانستان د پخواني جمهوري نظام پر مهال د چارو ادارې مشر فضل محمود فضلي ویلي، چې د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر سهیل خان اپریدي وروستیو څرګندونو په سیمه کې د پاکستان د «ډالري جګړې» حقیقت بربنډ کړی دی.

رویټرز خبر ورکړی، چې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال د سعودي عربستان جنګي الوتکو په عراق کې د ایران له ملاتړه د برخمنو شیعه وسلهوالو ډلو پر اهدافو بریدونه کړي ، ځکه له دې سیمو ډرون فعالیتونه او توغندويي بریدونه کېدل.

د سومالیا پونټلنډ ساحل ته نږدې د سمندري غلو له خوا د یوې تېل وړونکې بیړۍ له نیول کېدو ۲۳ ورځې وروسته، د تښتول شویو لسو پاکستانيانو کورنیو د هغوی د ژغورنې لپاره له اړوندو ادارو د عاجلې مرستې غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي په مشرۍ د دې ډلې د عامې روغتیا وزیر او د دفاع، کورنیو چارو، لوړو زدهکړو او مالیې وزارتونو او د استخباراتو استازو په افغانستان کې د غوره روغتیايي خدماتو برابرولو په اړه ناسته کړې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د چارشنبې په ورځ د بریکس د بهرنیو چارو وزیرانو په شلمه غونډه کې د ګډون لپاره نوي ډیلي ته روان لاړ.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې ویلي، چې د اسلام کلا-دوغارون په سیمه کې د ګډې ازادې سوداګریزې سیمې جوړېدل کابل او تهران دواړو ته ګډې اقتصادي ګټې لرلای شي. ایران وړاندیز کړی چې طالبان دې د دوغارون د ازادې سیمې په اندازه ځمکه بېله کړي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ګډه ازاده سیمه جوړه شي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وایي، ددې ډلې امنیتي ځواکونو په کابل کې د یو لړ عملیاتو پر مهال د اختطافګرو یو مشهور بانډ له منځه وړی، چې مشري یې د کریمالله او احمدي په نامه کسانو کوله.

د امریکا د ولسمشر ټرمپ د نېږدې ملګرو تر څنګ یو شمېر مهم امریکايي چارواکي غواړي چې د ټرمپ اداره دې په پاکستان کې د ایران د جنګي الوتکو د پټ ساتلو په اړه پلټنې او معلومات د امریکا له ولس سره شریک کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د ایران جګړې د پای ته رسولو او د هرمز تنګي د کړکېچ د حل لپاره د چین مرستې ته اړتیا نه ویني. نوموړي دغه څرګندونې چین ته له سفر او د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره تر لیدنې وړاندې کړې دي.