
د ملګرو ملتونو امنیت شورا به نن د افغانستان د وضعیت په تړاو غونډه وکړي
ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن، چهارشنبه، د افغانستان د سیاسي، بشري، امنیتي او بشري حقونو د وضعیت په تړاو غونډه وکړي.

ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن، چهارشنبه، د افغانستان د سیاسي، بشري، امنیتي او بشري حقونو د وضعیت په تړاو غونډه وکړي.

هندۍ سیلانۍ آرونیمای ایپي وایي، په بامیانو کې طالبانو هغه مهال ودروله چې یوازې یې سفر کاوه او هېڅ نارینه ملګری ورسره نه و. نوموړې زیاتوي، طالبانو ورته ویلي چې د مقرراتو د ماتولو له امله باید ونیول شي. هغه وایي، کابل کې له هند سفارت سره یې تر اړیکې وروسته ستونزه هواره شوه.

د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد وايي، چې د دوی لپاره د خپلې تګلارې عملي کول تر دې مهم دي چې دغه تګلاره له خلکو سره د دوی د نږدېوالي یا واټن سبب شي.

د شمالي وزیرستان په زرکي سیمه کې د پاکستاني ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښتې روانې دي. د نښتو له امله ډیری کورونه ویجاړ شوي او ځایي اوسېدونکي اړ شوي ترڅو خپلې سیمې پرېږدي.

د بلخ لپاره د طالبانو رسنیز دفتر وایي، د ازبکستان په ترمذ ښار کې د افغانستان او ازبکستان د دودیزو صنایعو ګډ نندارتون پرانیستل شوی دی.

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د بریتانیا استازي کیټ فاستر وايي، په یمن کې د کړکېچ زیاتوالی د ایران د اسلامي جمهوریت په ملاتړ ترسره کېږي.

د جنرال سمیع سادات په مشرۍ د طالبانو مخالفې وسلهوالې ډلې، متحدې جبهې ادعا کړې چې د کندهار ښار د باغ پل بازار په سیمه کې یې یو طالب وسلهوال په نښه کړی او وژلی دی. دغې جبهې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې یاد طالب د سهشنبې په ورځ غرمه مهال د دوی د ځواکونو لهخوا وژل شوي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د احصایې او معلوماتو اداره وايي، چې د افغانستان په کچه ۹۲،۶ سلنه سړکونه خامه او یوازې ۷،۴سلنه یې پاخه دي. دوی ویلي کابل د څلورو زرو او ۸۴ کیلومترو په اوږدوالي تر ټولو ډېر پاخه سړکونه لري، په داسې حال کې چې نورستان یوازې ۱۲ کیلومتره پاخه سړکونه لري.

یوه کورنۍ وایي، د کابل په یوه روغتیايي کلینیک «ترکش» کې د وېښتانو د کښت یا ټرانسپلانټ پر مهال د ډاکټرانو د بېغورۍ او غفلت له امله د دوی د کورنۍ یو ځوان «محمد حنیف بارک» خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ وايي چې د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر راهیسې تر اوسه ۲،۷ میلیونه افغانان له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي. دوی وایي په دغو کډوالو کې ۲۷۳ زره افغانان په جبري ډول ایستل شوي دي.

په افغانستان کې د القاعدې او نورو وسلهوالو ډلو د پټنځایونو په اړه د وروستیو راپورونو له خپرېدو وروسته، چین په پلازمېنه بېجنیګ کې د شیانګشان په نوم کلنۍ امنیتي غونډې ته د طالبانو یو پوځي پلاوی هم وربللی دی. ویل کېږي چې طالب پلاوي په دې غونډه کې د لطف الله حکیمي په مشرۍ ګډون کړی.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د جرمني د دفاع وزیر بوریس پیستوریوس او د امریکا د جګړې وزیر پیټ هګسیټ د دواړو هېوادونو د دفاعي صنایعو ترمنځ د همکاریو د لا ژورولو په موخه یو هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش وايي، دیموکراسي یو ورځنی بهیر دی چې موخه یې د بشري حقونو، د قانون د حاکمیت او په مدني او سیاسي ژوند کې د ټولو خلکو د تلپاتې ونډې تضمینول دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي، د جوزجان ولایت په اقچه ولسوالۍ کې د دوی کشفي او امنیتي ځواکونو د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د وسلهوالو غلو یو ۱۳ کسیز بانډ د وسلو له یوې زېرمې او غلا شویو مالونو سره یو ځای نیولی دی.

د اسټرالیا اوو پخوانیو کرېکټ لوبډلمشرانو د پاکستان د پخواني لومړي وزیر او د کرېکټ لوبډلې د پخواني لوبډلمشر عمران خان د بند او روغتیا په اړه اندېښنه ښودلې او د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې پني وانګ ته یې لیک استولی دی.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندامحمد ندیم، د دوی په اړوندو پوهنتونونو کې د بهرنیو استادانو او محصلانو د جذب لپاره د لارښود پر جوړولو د کار خبر ورکړی. حال دا چې واک ته د طالبانو د بیا راتګ وروسته ډیری افغان استادان یا طالبانو له دندو ګوښه کړي او یا هم اړ کړل شوي چې هېواد پرېږدي.

د افغانستان د ډیپلوماتیکو او قونسلي ماموریتونو د همغږۍ شورا غړو د بلجیم له حکومت، د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست او امنیتي ادارې سره په لیدنو کې غوښتنه کړې چې د طالبانو له پنځه کلنې واکمنۍ وروسته، باید د افغانستان په اړه د تېرو پنځو کلونو تګلاره په جدي توګه وارزول شي.

د پښتونخوا په لنډي کوتل کې افغانستان ته د ستنېدونکي افغان کډوال موټر چلوونکي سره د پولیسو د بد چلندۍ له پېښې وروسته د لنډي کوتل د پولیسو مشر عدنان اپرېدی، د میچنۍ او تورخم پر لویه لار د پرتو پولیسو پوستو د ۱۶ پولیسو په ګډون د محرر دندې معطل کړي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي هغه ادعاوې «دروغ» بللې چې ګواکې تهران د ځان د دفاع توان نه لري او ادعا یې کړې چې ایراني ځواکونو د امریکا سلګونه پوځي مرکزونه ویجاړ کړي دي.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د درې نړیوالو شل اوریزو سیالیو د لړۍ په دویمه لوبه کې هم د هند پر وړاندې ماتې وخوړه. افغان لوبډلې دا ځل هم، لکه د لومړۍ لوبې په څېر، سیالي هند ته د ۷ وېکټو په توپیر وبایلله.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مرستیالې هېډر بار له جرمني، کاناډا، اسټرالیا او هالنډ څخه غوښتي چې د طالبانو پر خلاف کړې ژمنې باید ژر تر ژره عملي او پوره کړي.