
د اټکل له مخې؛ سږکال به په لغمان کې ۱۷۰۰ ټنه د شفتالو حاصلات ترلاسه شي
په لغمان کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امر بریالی همدرد وايي، په دغه ولایت کې پر ۱۵۱ هکټاره کرنیزې ځمکې شفتالو کرل شوي او تمه لري چې سږکال به ترې ۱۷۰۰ ټنه د شفتالو حاصلات ترلاسه کړي.



















