
طالبانو په پروان کې د یوه ځوان د قتل په تور پنځه کسان نیولي دي
په پروان کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ خبر ورکړی، ځواکونو یې د هغه ځوان مړی موندلی چې ۱۲ ورځې وړاندې نادرکه شوی و. د یادې قوماندانۍ په وینا؛ د یادې پېښې په تړاو یې پنځه کسان هم نیولي دي.

په پروان کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ خبر ورکړی، ځواکونو یې د هغه ځوان مړی موندلی چې ۱۲ ورځې وړاندې نادرکه شوی و. د یادې قوماندانۍ په وینا؛ د یادې پېښې په تړاو یې پنځه کسان هم نیولي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران له حکومت سره د خبرو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل:« ما خبرې اترې کړې دي او زه پلان لرم، چې دا کار وکړم». هغه زیاته کړه: « ایران ته مې وویل چې خپل اټومي پروګرام او د لاریون کوونکو وژنه ودروي. دوی زرګونه لاریون کوونکي وژني».

د سند سترې محکمې د یوه پاکستانۍ کورنۍ د غړو په نوملړ کې د افغان وګړي د شاملولو له امله نادرا ادارې ته امر کړی، چې په لسو ورځو کې د دغه کورنۍ قانوني اسناد وڅېړي. محکمې دغه پرېکړه د یوې عریضې تر ترلاسه کولو وروسته کړې ده.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د هواپوهنې ادارې خبر ورکړی، چې د سلواغې له ۱۰مې تر ۱۲مې نېټې پورې په ۱۷ ولایتونو کې د سېلابونو راوتو اټکل شوی. د یادې ادارې په خبره؛ د سختو ورښتونو او د واورو ویلي کېدو له امله به په یوشمېر سیندیزو حوزو کې د اوبو کچه لوړه شي.

د سریلانکا له لوري د سویلي افریقا پر وړاندې تر بریا وروسته د ۲۰۲۶کال نړۍوال جام نیمهپایلوبې ته د رسېدو لپاره د افغانستان له ۱۹ کلنو کم عمره د کرېکټ ملي لوبډلې یوازینۍ لاره د اېرلنډ پر وړاندې بریا ده.

د یو تازه راپور لهمخې، طالبانو په غیر رسمي ډول د ښځو د امیندوارۍ مخنیوی منع کړی او یادې پرېکړې د میندو لپاره وژونکې پایلې لرلې دي. د طالبانو تر واکمنۍ لاندې امیندوارۍ ضد ګولیو ته لاسرسی محدود شوی او لسګونه هغه کلینیکونه تړل شوي چې د زیږون د اختلاطاتو او ناڅاپي سقط درملنه یې کوله

د امریکا د سانفرانسېسکو ښار یوې محکمې د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۹مه) لېنوې ډینګ چې د چین تابعیت لري او د ګوګل پخوانی انجنیر وو، د دې شرکت د مصنوعي ځیرکتیا (AI) اړوند د سوداګریزو او تخنیکي رازونو د غلا په تور مجرم وباله.

د نړۍوالو همکاریو په چارو کې د قطر د دولت وزیرې مریم بنت علي بن ناصر المسند د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۹مه) د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري چارو له دایمي همغږي کوونکي ندرېکا راتواته سره د بشري مرستو پر اړتیا خبرې کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن (پنجشنبه د سلواغې ۹مه) په سپینه ماڼۍ کې د نشه يي توکو د قاچاق او په امریکا کې د روږدي کېدو بحران د مخنیوي په موخه یو نوی اجراييوي فرمان لاسلیک کړ. یاد فرمان په امریکا کې د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې نوی فصل بلل شوی دی.

لوړپوړی روسي کارپوه رجب صفروف وایي، چې طالبان په یوازې ځان د افغانستان د امنیت د ټینګښت وړتیا نهلري او د وسلهوالو ډلو پر وړاندې د مقابلې لپاره د سیمې له هېوادونو، په ځانګړي ډول له روسیې سره همکارۍ ته اړتیا لري.

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) عمومي رییس ټېدروس ادهانوم ګبریسوس په ایران کې د وروستي وضعیت له امله پر روغتیایي کارکوونکو او روغتیايي مرکزونو د منفي اغېزو په اړه ژوره اندېښنه ښودلې ده.

د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې د ۵شنبې په ورځ (د سلواغې ۹مه) یوه لایحه تصویب کړه، چې لهمخې یې له افغانستان سره د امریکا مرستو ته د طالبانو لاسرسی په بشپړ ډول بندېږي. د یادې کمېټې رييس ویلي، تر دې وروسته به د امریکا د مالیه ورکوونکو یو ډالر هم طالبانو ته ونهرسېږي

ګوترېش ویلي، چې له طالبانو سره تعامل یو بد انتخاب دی، خو له دې ډلې سره بشپړ پرېکون تر هغه هم بدتره انتخاب دی. ګوترېش د افغانستان انټرنشنل د خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل:«د طالبانو تګلارې ناهیلې کوونکې دي، خو موږ دې پایلې ته رسېدلي یو چې بشپړ تعامل بندول به بدتره انتخاب وي».

د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۹مه) په یوې مرکه کې ویلي، اساسي قانون یو نوی مفهوم دی او د طالبانو اداره د هبتالله اخونزاده پر فرمانونو ولاړه ده او اساسي قانون ته اړتیا نهلري. هغه د نجونو د زدهکړو په اړه پرلهپسې پوښتنو ته له ځواب ورکولو هم ډډه وکړه.

د مخکېني جمهوري نظام پر مهال د ملي امنیت رییس رحمتالله نبیل خبرداری ورکړی، چې د ایران سپاه پاسداران د اروپایي ټولنې لهخوا د ترهګرو سازمانونو په نوملړ کې شاملېدل به یو شمېر هغو افغان سیاسي، رسنیزو او کلتوري څېرو او بنسټونو لپاره جدي او مستقیمې پایلې ولري.

د کابل او اسلام اباد تر منځ د خرابو اړیکو تر سیوري لاندې پاکستان او چین پرېکړه کړې، چې د سيپیک پروژه افغانستان ته وغځوي او چین هڅه کوي د دواړو هېوادونو ترمنځ خرابې اړیکې بېرته ورغوي.

د طالبانو د تېرې واکمنۍ پر مهال اسلام اباد کې د دغې ډلې سفیر عبدالسلام ضعیف وایي، امریکا جګړې ته له چمتووالي سره سره غواړي له ایران سره د تفاهم لاره پیدا کړي، خو د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو یې جګړې ته هڅوي.

د امریکا د دفاع وزیر پېټ هېګسټ ویلي، چې په ایران کې د اټومي وسلو د جوړولو د مخنیوي لپاره، امریکايي ځواکونه د ډونالډ ټرمپ هرې پرېکړې پلي کولو ته چمتو دي.

په قطر کې د طالبانو سفیر محمد سهیل شاهین د جلا جلا ناستو په ترڅ کې د افغانستان لپاره د فرانسې له شارژدافیر او د هالنډ له سفیرې سره د ستنېدونکو افغان کډوالو پر اړتیاوو، بشري مرستو او روغتیایي همکاریو خبرې کړې دي.

د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې د پنجشنبې په ورځ «ترهګرو ته د مرستو بندولو لایحې» په اړه ناسته وکړه. د دې لایحې موخه دا ده، چې طالبان د امریکا له هغو مرستو څخه بېبرخې شي چې افغانستان ته لېږل کېږي. د دې کمېټې مشر جېم رېش وایي، له مخالفتونو سره سره دا لایحه یو ګام مخته تللې ده

د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد په خپلې یوې تازه مرکه کې یو ځل بیا له امریکا سره د ښو اړیکو د لرلو غوښتنه کړې. نوموړي ویلي، د چین، روسیې او سیمې د نورو هېوادونو په څېر امریکا هم کولای شي په افغانستان کې حضور ولري.