
طبیعي پېښې او درانه زیانونه؛ د اساسي زیربناوو نشتوالی د بحران اصلي لامل ګڼل کېږي
طالبان وایي، په تېرو ۴۸ ساعتونو کې په بېلابېلو ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله ۹ کسان مړه او ۱۱ نور ټپیان دي. بل لور ته زیانمن شوي خلک وایي، د طبیعي پېښو د مخنیوي لپاره د اساسي زیربناوو او وقایوي پروژو نشتوالی د دې تکراري مرګژوبلې او ویجاړیو اصلي لامل ګرځي.



















