
پنځه کاله پټ ښوونځي
لیلا هره ورځ هغه ټولګي ته ځي چې باید څوک یې ونه ویني. هغه سهار له کوره وځي، داسې ښوونځي ته ځي چې لوحه نه لري او له هغو نجونو سره یوځای زدهکړې کوي چې د خپلو زدهکړو د دوام لپاره باید پټې پاتې شي.

لیلا هره ورځ هغه ټولګي ته ځي چې باید څوک یې ونه ویني. هغه سهار له کوره وځي، داسې ښوونځي ته ځي چې لوحه نه لري او له هغو نجونو سره یوځای زدهکړې کوي چې د خپلو زدهکړو د دوام لپاره باید پټې پاتې شي.

د ایران د بشري حقونو سازمان ههنګاو خبر ورکړی چې ایراني چارواکو د خلیل افغان په نوم یو ۲۵ کلن افغان د نشهيي توکو د قاچاق په جرم د زاهدان په مرکزي زندان کې اعدام کړی دی.

د کراچۍ په منګهوپیر کې د پولیسو یونیفروم لرونکو کسانو په ډزو کې د یوه ۱۶ کلن پښتون ځوان د وژل کېدو په غبرګون اعتراضي پرلت په تمه ورځ هم دوام لري. د وژل شوي ځوان د کورنۍ غړي او پرلت کوونکي وايي، یاد پرلت به د قاتلانو تر نیول کېدو دوام ولري.

د سنوکر فدراسیون په کابل کې د ۳۰ بېلابېلو کلبونو د ۹۰ لوبغاړو ترمنځ دوه ورځنۍ سیالۍ پیل په لاره اچول دي. د سنوکر فدراسیون ویلي چې د دغو سیالیو موخه د سنوکر لوبې پراختیا او د نویو استعدادونو موندل دي.

ایراني چارواکي ویلي چې دغه هېواد د لومړي ځل لپاره د لرستان ولایت له دورود کارخونې څخه د رېل پټلۍ له لارې افغانستان ته څه باندې ۱۱ سوه ټنه سمنټ صادر کړي دي. ایراني چارواکو دا ګام د سوداګرۍ پراختیا بېسارې لاره بللې.

په هرات کې د طالبانو والي نوراحمد اسلام جار په رباط سنګي ولسوالۍ کې د تورغونډۍ په سیمه کې د افغانستان او ترکمنستان له ګډې پولي څخه لیدنه کړې او د یادې پولي د امنیت پر ساتنه یې ټینګار کړی دی.

په پنجشېر کې د طالبانو د والي ویاند سیفالدین لټون وايي، چې د دغه ولایت د زمردو په تازه بولۍ کې ۲زره او ۹۵۵ قیراطه تازه کېندل شوي زمرد په ۱۶ مېلیونه او ۷۶۲زره افغانیو پلورل شوي. نوموړي ویلي، په دغه مراسمو کې کورنیو او بهرنیو سوداګرو برخه اخیستې وه.

د افغانستان د سوک وهنې درې کسیزه ډله د طالبانو د المپیک، بدني روزنې او ورزش ادارې په بلنه د ۲۰مې دورې اسیايي المپیک لوبو کې د ګډون په موخه جاپان ته ولاړه.

په زابل او هلمند ولایتونو کې تېره شپه برمو ته د دوو ماشومانو د لوېدو له امله یو ماشوم مړ او بل ژغورل شوی دی. ځايي طالب مسوولین وايي، په زابل کې یو پنځه کلن ماشوم د شاجوی ولسوالۍ او په هلمند کې درې کلن ماشوم ګرشک ولسوالۍ کې برمو ته لوېدلي وو.

د طالبانو ویاند مرستیال حمدالله فطرت وایي، د روان کال له پیل راهیسې تراوسه ۹۲زره او ۳۳۱ کډوالې کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۸۲زره او ۲۶۵ کسانو ته رسېږي؛ په جبري توګه له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستنې شوې دي.

په کابل کې یو هټۍوال افغانستان انټرنشنل ته په لېږلي پیغام کې ویلي، چې طالبانو یې هټۍ د رسمي جواز سربېره د کوم څرګند لامل پرته مهر و لاک کړې ده.

د کابل ښار یوې اوسېدونکې افغانستان انټرنشنل ته په لېږلي پیغام کې ویلي، چې د طالبانو د پوهنې په ریاست کې ښځینه کارکوونکې د محدودیتونو او د اداري چارو پرمهال له ستونزو او لالهاندۍ سره مخ دي.

په لوګر کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، چې په دغه ولایت کې سږکال د بادامو حاصلات د تېرکال پرتله ۱۰ سلنه زیات شوي دي. دغه ادارې زیاته کړې، چې سږکال په دغه ولایت کې پر ۴۹۶ هکټاره ځمکه د بادامو ونې کېنول شوې دي.

د یمن حوثي وسلهوالو ځواکونو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې سعودي عربستان په تېرو پنځو ورځو کې د یمن پر بېلابېلو سیمو تر ۳۰۰ زیات هوایي بریدونه کړي دي.

د پېښور له نارټوېسټ روغتون څخه سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، چې د ویزو د نه لرلو له امله تر ۲۰ د زیاتو ډاکټرانو او روغتیاپالو دندې ځنډول شوې دي. دغه ډاکټران وايي، دوی د خپلو ویزو د غځولو لپاره غوښتنلیکونه سپارلي؛ خو تایید شوي نهدي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د قرغزستان د بهرنیو چارو له وزیر ژینبېک کولوبایف سره د ټېلیفون په کرښه د افغانستان او قرغزستان ترمنځ د سیاسي اړیکو، اقتصادي او سوداګریزو تعاملاتو په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو د کډوالو عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې تېره ورځ (د وږي ۲۳مه) له پاکستان او ایران نه ۶۷۱ افغان کډوال د سپین بولدک، تورخم، ورېښمو پله او اسلامکلا له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

د پاکستان د بلوچستان ایالت په عبدالله کلا ولسوالۍ کې د پنجاب ایالت پنځه سوداګر د نامعلومو وسلهوالو لهخوا تښتول شوي دي. د معلوماتو له مخې، پېښه د دوشنبې په شپه د ګلستان په ګردي پنکۍ سیمه کې هغه مهال شوې چې سوداګر د خټکیو د بارولو لپاره یوې ځايي کروندې ته تللي وو.

د طالبانو اړوند رسنۍ «حریت راډیو» خبر ورکړی، چې د سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز روغتون ډاکټرانو د یوه ناروغ له معدې ۳۰ مېخونه اېستلي دي. د راپور له مخې، یاد ناروغ چې عصمتالله نومېږي دغه مېخونه تېر کړي وو.

د بشري حقونو سازمان حالوش راپور ورکړی، د ایران د سراوان ولسوالۍ د روتک سرحدي سیمې اړوند په مکسوخته کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۷ افغان کډوال د سختې تندې له امله مړه شوي دي.

د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي اېتلاف په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د ایران له ملاتړه برخمنو حوثي وسلهوالو د دوشنبې په ورځ (د وږي ۲۳مه) په دغه هېواد کې پر ملکي سیمو بریدونه کړي. هممهاله «بلومبرګ» راپور ورکړی، چې سعودي عربستان د حوثیانو د مخنیوي لپاره له برېتانیا د مرستې غوښتنه کړې ده.