
حکمتیار د جمعه خان همدرد له غبرګون وروسته؛ په څو تابعيته او كرايي غړو ګوند نه شي جوړېدلی
د حزب اسلامي د رهبري شورا غړي جمعه خان همدرد له غبرګون وروسته د یاد ګوند مشر ګلبدین حکمتیار د هغه څرګندونو ته په غیر مستقیم ډول غبرګون ښودلی دی. حکمتیار ویلي، چې په «څو تابعیت لرونکو او کرایي غړو» نه ګوند جوړېدای شي او نه هم سالم سیاست کېدای شي.



















