
په فاریاب کې د ۱.۱۲ مېلیارده افغانیو په ارزښت د برېښنا درې پروژې پیل شوې
د طالبانو د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت د سېشنبې په ورځ (د غویي ۸مه) خبر ورکړی، چې ملاعبدالغني برادر په فاریاب ولایت کې د برېښنا د لېږد او وېش درې پروژې پرانیستې دي.

د طالبانو د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت د سېشنبې په ورځ (د غویي ۸مه) خبر ورکړی، چې ملاعبدالغني برادر په فاریاب ولایت کې د برېښنا د لېږد او وېش درې پروژې پرانیستې دي.

د طالبانو د کابل ښاروالۍ ویاند نعمتالله بارکزی وایي، د ودانیو د جوړولو د نوي حکم له مخې هېڅوک حق نهلري چې له درېیو پوړونو لوړه ودانۍ جوړه کړي. د هغه په وینا؛ دغه درې پوړونه به له زیرزمینۍ پرته وي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ د طالبانو د جزایي اصولنامې د اصلاح په موخه په یوه لیک کې له هغوی غوښتي، چې دغه قانون اصلاح کړي او په افغانستان کې د هغو قوانینو د تطبیق مخه ونیسي چې له نړۍوالې ټولنې سره د افغانستان له کړو ژمنو سرغړونه کوي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو معین مهاجر فراهي غزني ولایت ته د سفر په لړ کې ویلي، چې په دغه ولایت کې د ۱۰ تاریخي ابداتو د ترمیم او رغونې لومړني کارونه پیل شوي دي. د هغه په وینا؛ په لومړي پړاو کې هغه ابدې چې زیانمنې شوې، ترمیم او رغول کېږي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش اعلان کړی، چې فرانسوی ډیپلوماټ برونو جورج لیمارکېس په افغانستان کې د یوناما د نوي مرستیال، د ملګرو ملتونو د همغږۍ استازي او د بشري چارو د همغږۍ مسوول په توګه ټاکل شوی دی. نوموړي په کانګو کې ورته دنده ترسره کړې ده.

بېګاه شپه د پاکستان په پنجاب ایالت کې د یوه ګودام دننه د اورلګېدنې له امله درې ماشومان مړه شوي دي. د راپورونو له مخې؛ دغه درې ماشومان د یوې کورنۍ غړي وو، چې له دې ډلې یوې ماشومې په روغتون کې او دوو نورو روغتون ته د لېږد پرمهال ساه ورکړې ده.

د تېر جمهوري نظام پرمهال د کورنيو چارو وزیر عبدالستار ميرزکوال وایي، چې پاکستان له لسیزو راهیسې له افغانستان سره د دوښمنۍ اړیکه پالي. نوموړي زیاته کړې، چې پاکستان د «اسلامي شعارونو» په ناسمې ګټې اخیستنې نیابتي ډلې رامنځته کړې او د افغان ملت او دولت پر وړاندې یې درولې دي.

په کابل کې د ایران سفارت د سېشنبې په ورځ (د غویي ۸مه) خبر ورکړی، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په کابل کې د ایران له سفیر علي رضا بېکدلي سره په لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو او د سیمې روان وضعیت په اړه خبرې کړې دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق استازي تاج الدین اویوواله په کندهار کې د کډوالو له پنډغالي څخه د لیدنې پر مهال ویلي، چې په ۲۰۲۵کال کې ۲.۸ مېلیونه افغان کډوال له پاکستان او ایران نه افغانستان ته ستانه شوي دي.

د تېر جمهوري نظام پرمهال د اطلاعاتو او کلتور وزیر عبدالکریم خُرم ویلي، چې د ایران د جګړې له پیل راهیسې په افغانستان کې د پاکستان د بریدونو ابعاد پراخ شوي. د هغه په وینا؛ د خلکو بېځایه کول او په ځانګړې توګه د ښوونیزو مرکزونو په نښه کول یې نوي ابعاد دي.

د طالبانو د دولتي شرکتونو ریاست د سېشنبې په ورځ (د غویي ۸مه) خبر ورکړی، چې روسیې له افغانستان سره د انرژۍ او په ځانګړي ډول د برېښنا په برخه کې د پراخې همکارۍ ژمنه کړې ده.

د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د خیبرپښتونخوا د پېښور ښار په حسنخېلو سیمه کې د دوشنبې په سهار پر یوه جومات ډرون برید شوی دی. د راپور له مخې، په یاده سیمه کې چاودنه هم شوې ده؛ خو په دواړو پېښو کې د مرګ ژوبلې راپور نهدی ورکړل شوی.

د بلوڅانو د یووالي غورځنګ مشرې ماهرنګ بلوڅ د دوشنبې په ورځ د پاکستان سترې محکمې ته عریضه وړاندې کړې؛ څو د هغې پر ضد د ترهګرۍ ضد قانون له مخې درج شوې قضیه کې د ضمانت نه ورکولو پرېکړه وننګوي.

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، د دوشنبې په ورځ (د غویي ۷مه) د هېواد له بېلابېلو لارو ۷۳۲ کډوالې کورنۍ چې ټولټال ۴زره او ۶۶ کسان کېږي؛ افغانستان ته ستنې شوې دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) د سېشنبې په ورځ خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د نجونو پر زدهکړو او کار بندیز ښایي دغه هېواد تر ۲۰۳۰کال پورې د څه باندې ۲۵زره ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو له کمښت سره مخ کړي.

په هرات کې د طالبانو والي شیخ اسلامجار وایي، د لومړي ځل لپاره په یوه میاشت کې ۱۱۱زره ټنه توکي د هرات-خواف اوسپنې پټلۍ له لارې لېږدول شوي دي. نوموړي دغه څرګندونې د طالبانو د رېل پټلۍ د پراختیا کنسرسیوم مسوول ضیاءالحق رحماني سره په لیدنه کې کړې دي.

یوشمېر افغان پناهغوښتونکي چې د قطر د السیلیه په پنډغالي کې مېشت دي وايي، تر میاشتو ستونزو وروسته افغانستان ته د بېرته ستنېدو او د کانګو دیموکراتیک جمهوریت ته د لېږد په اړه اندېښمن دي. دوی وايي، چې افغانستان ته په ستنېدو خوندي نهدي او غواړي یو خوندي هېواد ته ولېږدول شي.

د افغانستان د بدن جوړونې فدراسیون خبر ورکړی، چې د یادې برخې پخوانی اتل سیدهاشم موسوي د امریکا د «امیرلنډ کاپ» سیالیو کې د نارینهو د بدن ښکلا په کټګورۍ کې اتلولي خپله کړې ده. دغه ورزشکار له کلونو ځنډ وروسته د بدن جوړونې اتلولۍ سیالیو ته راستون شوی.

د نایجریا چارواکو ویلي، چې وسلهوالو کسانو د دغه هېواد د اداماوا ایالت پر یوه کلي برید کې لږترلږه ۲۹ کسان وژلي دي. داعش په ټېلګرام پاڼه د یوه بیان په خپرولو د دغه برید مسوولیت په غاړه اخیستی.

د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پوهنې ریاست ویلي، چې د هېواد په ۲۲ولایتونو کې د باران او د سېلابونو د راوتلو احتمال شته.

د بشري حقونو د څار سازمان پخواني مشر کینیټ روټ وایي، چې د پاکستان د توهین مذهب(د مذهب سپکاوي) قوانین د افرادو او مذهبي لږکیو پر ضد د ناوړه استفادې، د خلکو لهخوا د تاوتریخوالي او د سختو سزاوو لامل شوي، دا هغه ادعا ده چې تازه راپورونه یې هم پخلی کوي.