
ملابرادر: د سیاسي او اقتصادي فضا تنګول تهدیدونه زېږوي
د طالبانو د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملابرادر په جوزجان کې «د یتیم تاق» سمنټو تولیدي فابریکې د جوړېدو په مراسمو کې له نړۍوالو وغوښتل، چې د رسمي اقتصاد په چوکاټ کې له افغانستان سره تعامل پياوړی کړي. نوموړي وویل، چې د سیاسي او اقتصادي فضا تنګول تهدیدونه زېږوي.



















