
ایران وايي هرمز تنګی تړلی دی خو امریکا وايي موږ ته پرانېستی دی
د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کاظم غریبابادي وايي: «د هرمز تنګی تړلی دی او که کومه کښتۍ له دې لارې تېرېږي، دا کار به د تهران په همغږۍ او اجازې ترسره کېږي». د سپینې ماڼۍ د دفتر مرستیال سټېفن مېلر بیا وايي، د هرمز تنګی د امریکا لپاره پرانیستی او د ایران لپاره تړلی دی.



















