
د ازبکستان او طالبانو چارواکي د اقتصادي همکاریو او ګډې پانګونې پر پراختیا غږیدلي
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمدالله زاهد د ازبکستان د قشقه دریا ولایت له مرستیال والي شهرت مرادوف سره په لیدنه کې د مستقیمو اقتصادي همکاریو، ګډې پانګونې، کرنې، پنبې او نساجۍ او صنایعو په برخو کې د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.



















