
طالبانو په کابل کې هغه کس نیولی چې ادعا یې کوله له پېریانو سره د ټېلیفون له لارې غږيږي
د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت وايي، د کابل په سروبي ولسوالۍ کې یې هغه کس نیولی چې ادعا یې کوله له پېریانو سره د ټېلیفون له لارې خبرې کوي. دغه کس ادعا کوله، چې له دې لارې له پېریانو د اغېزمنو شویو کسانو درملنه کوي.



















