
طالبانو په روانه اونۍ کې ۳۸ کسانو ته د بند او دُرو وهلو سزاوې ور کړې دي
د طالبانو ستره محکمه وایي، چې د روانې اونۍ په ترڅ کې یې د هېواد په پنځو ولایتونو کې پر ۳۸کسانو د حبس او درو وهلو سزاوې پلې کړې دي.

د طالبانو ستره محکمه وایي، چې د روانې اونۍ په ترڅ کې یې د هېواد په پنځو ولایتونو کې پر ۳۸کسانو د حبس او درو وهلو سزاوې پلې کړې دي.

د تاجکستان سرحدي ځواکونو له افغانستان څخه د اوښتو وسله والو په برید کې د دوو تاجکستاني سرتیرو د وژل کېدو په غبرګون کې ویلي، چې طالبان دې د تاجکستان له ولس نه بښنه وغواړي او د پولې د امنیت خوندیتوب لپاره دې اغېزناګ ګامونه واخلي.

چین د پنجشنبې په ورځ امریکا تورنه کړه چې د چین د دفاعي پالیسۍ ناسم انځور وړاندې کوي او په دې توګه د بیجنګ او نوي ډیلي ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو مخه ونیسي.

د تاجکستان ولسمشر امامعلي رحمان د افغانستان سره د خپل هېواد پر پوله د ټانکونو د تمرین یو میدان او څلور نوې سرحدي پوستې پرانیستې. امامعلي رحمان د چهارشنبې په ورځ (د مرغومي ۳مه) د تاجکستان په دفاع وزارت کې دغه نوي تاسیسات په انلاین بڼه پرانیستل.

د نایجریا پولیسو ویلي، چې د دغه هېواد د بورنو ایالت په میدوګوري سیمه کې د ماښام د لمانځه پر مهال د یوې چاودنې له امله لږ تر لږه پنځه لمونځ کوونکي وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان دي. د یاد برید پړه لاتراوسه کومې ډلې په غاړه نهده اخیستې.

د ایران د روغتیا وزارت چارواکو ویلي، چې په دغه هېواد که شاوخوا ۷ مېلیونه خلک د غږونو اورېدو له ستونزې سره مخ دي. د یاد وزارت یوه چارواکي جعفر جندقي ویلي، له هرو درېیو کسانو څخه چې عمر یې له ۶۰ کلونو پورته وي؛ یو یې د اورېدو له اختلال سره مخ دی.

د طالبانو د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن د هرات ولایت په صنعتي پارکونو کې د «پامیر المونیمي قوطیو تولیدي کارخونې» د بنسټ ډبره کېښوده. د یادې کارخونې د جوړولو لپاره د ۱۲۰ مېلیون ډالرو په ارزښت پانګونه شوې ده.

د تاجکستان د ملي امنیت کمېټې ویلي، له هغو وسلهوالو سره یې نښته کړې چې له افغانستان نه د تاجکستان خاورې ته اوښتي وو. د یادې کمېټې په وینا؛ په دغه نښته کې د یوې وسلهوالې ډلې درې غړي او د تاجکستان دوه سرحدي سرتېري وژل شوي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني وایي، چې دوی د دوحې تړون ته ژمن دي او د افغانستان له خاورې نورو هېوادونو او سیمو ته هېڅ ډول ګواښ نهشته. هغه ویلي:« افغانستان دا مهال یو خوندي هېواد دی او نړۍوالو ته باید ډاډ ورکړل شي، چې د افغانستان خاوره د هیچا پر ضد نه کارول کېږي.»

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په تېرې لېندۍ میاشت کې له ایران، ترکیې او پاکستان نه ۲۴۱زره او ۷۸۰ کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، په روانه اونۍ کې ۵۰ افغان کډوال چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو؛ له زندانه تر خوشې کېدو وروسته بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی، چې د کابل ولایت اړوند په چهار اسیاب ولسوالۍ کې نیول شوي ۶۵ کیلو انساني وېښتیان یې سوځولي دي. د یادې محکمې په وینا؛ دغه اندازه وېښتان د یادې ډلې د یو لړ عملیاتو پرمهال نيول شوي وو، چې وروسته يې دوسیه محکمې ته راجع شوه.

تر ۱۶ ورځنیو سختو سرحدي نښتو وروسته چې لږترلږه ۸۶ کسان پهکې ووژل شول، د تایلینډ او کمبوډیا پوځي چارواکو د چهارشنبې په ورځ یو وار بیا د اوربند په اړه خبرې پیل کړې. دواړو هېوادونو ویلي، چې په اوربند سلا شوي دي.

د شمالي کوریا دولتي رسنیو خبر ورکړی، د دغه هېواد مشر کېم جونګاون له خپلې لور سره چې د هغه احتمالي ځایناستې هم بلل کېږي؛ د یوه اوبتل د جوړولو له چارو لېدنه وکړه. د راپورونو له مخې؛ نوموړي دارنګه له ځمکې څخه هوا ته د لرې واټن وېشتونکو توغندیو څارنه هم کړې ده.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د پنجشنبې په ورځ (د مرغومي ۴مه) خبر ورکړی، چې پرون له ایران او پاکستان نه ۷۴۵ کډوالې کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي. د دغه کمېسیون په راپور راغلي، چې له دې ډلې ګڼې کورنۍ خپلو سیمو ته لېږدول شوې دي.

د طالبانو د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت خبر ورکړی، چې د دوی محتسبانو په تېره یوه اونۍ کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۱ کوډګر نیولي دي. د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې نیول شوي کوډګر عدلي او قضایي ارګانونو ته ور پېژندل شوي دي.

د متحده عربي اماراتو ولسمشر محمد بن زاید ال نهیان سبا په یوه رسمي سفر پاکستان ته ځي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې نوموړی د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف په رسمي بلنه دغه هېواد ته سفر کوي.

د بېځایه شویو نړۍوال سازمان له ایران نه افغانستان ته د افغان کډوالو او په ځانګړي ډول د پخوانیو افغان پوځيانو د جبري ستنولو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده. دغه سازمان له ګاونډیو هېوادونو غوښتي، چې سملاسي دې د پخوانیو افغان پوځیانو جبري ستنونه ودروي.

په کندهار کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې په عصري ټېکنالوژۍ او نړۍوالو معیارونو جوړ شوی د چرګانو یو فارم د ورځې ۳۵۰زره هګۍ او ۶۵ټنه غوښه تولیدوي.

د روغتیا نړۍوال سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي، ۸۶ سلنه له وخت مخکې مړینې په هغو هېوادونو کې پېښېږي چې ډېر کم او منځنی عاید لري. د راپور له مخې؛ د زړه او رګونو ناروغۍ، سرطان، شکرې او تنفسي ناروغۍ د نړۍ په کچه د مړینې، بېوسۍ او معلولیت اصلي لاملونه دي.

د هند په اسام ایالت کې د پولیسو او لاریونوالو ترمنځ نښته کې دوه کسان وژل شوي او د پولیسو په ګډون له ۵۰ ډېر ټپیان دي. د اسام په کاربي انګلونګ ولسوالۍ کې ځایي خلکو د ځمکو د غصب پر ضد لاریون وکړ، چې وروسته دغه لاریون په تاوتریخوالي واوښت.