
طالبان وايي چې کابل ته یې د ۸۲۸ بې اسنادو موټرو د ننوتلو مخه نیولې ده
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي چې د عامه امن پولیسو یې د کابل د امنیت د ټینګښت په موخه د بېاسناده وسایطو پر تګ راتګ محدودیتونه زیات کړي او ۸۲۸ وسایط یې له ښار څخه ګرځولي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي چې د عامه امن پولیسو یې د کابل د امنیت د ټینګښت په موخه د بېاسناده وسایطو پر تګ راتګ محدودیتونه زیات کړي او ۸۲۸ وسایط یې له ښار څخه ګرځولي دي.

ټاکل شوې د اپرېل پر۱۱مه، د امریکا او ایران ترمنځ په اسلاماباد کې د سولې خبرې پیل شي. په امریکايي پلاوي کې د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي وینس، سټیف ویټکاف او جرډ کوشنر شامل دي. په ایراني پلاوي کې د ایران د پارلمان رییس باقر قالیباف او عباس عراقچي دي.

د ملي مقاومت جبهې اړوندو سرچینو ویلي چې د دغې جبهې ځواکونو تېره شپه د بدخشان ولایت په مرکز فیضاباد ښار کې د طالبانو د والي پر دفتر راکټي برید کړی او دوه تنه یې وژلي دي. محلي سرچینو ویلي، چې راکټونه شاوخوا لګېدلي دي. تر اوسه طالبانو د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر نورالله نوري پر افغانستان د پاکستان وروستیو بریدونو ته په اشاره ویلي، چې د افغانستان په اړه د پاکستان خوبونه پردي دي او پنجاب دې د امریکا او روس په برخلیک د اخته کېدو انتظار وباسي. نوري وايي، پاکستان د ډیورند لپاره جګړه جوړه کړې.

د طالبانو د عدلیې وزارت خبر ورکړی، چې د مرکزي زون د غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ ځانګړي محکمې په کابل کې د عمر ګلستان ښارګوټي په نوم نږدې ۱۱ جریبه ځمکه دولتي اعلان کړې ده.

د طالبانو تر کنټرول لاندې له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ادارې ویاند محمد یوسف حماد وایي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ورښتونو او سېلابونو له کبله ۹ کسان مړه، ۱۳ ټپیان او یو کس لادرکه شوی دی.

د کابل پوهنتون د ازبکي ژبې او ادبیاتو پوهنځي یو محصل ویلي، چې د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندامحمد ندیم له دې امله پرمخ په څپېړه وهلی، چې ازبکي خولۍ یې پر سر کړې وه. ندیم ویلي، چې دا «د خلقیانو او منظور پشتین» خولۍ ده او پر سر کول یې سیاسي فعالیت دی.

د پاکستان د سند ایالت په خیرپور ولسوالۍ کې د بیزو تڼاکې ویروس خپرېدو خلک اندېښمن کړي دي. د سند ایالت روغتیا ادارې خبر ورکړی، چې په دغه ایالت کې پر بېزو تڼاکې ناروغۍ د اخته ۷ ماشومانو له ډلې څلور ماشومان مړه شوي دي.

د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی، چې د ننګرهار په سرهرود ولسوالۍ کې یې د «غلا» په تور یو کس په عام محضر کې په ۳۹ دُرو وهلی دی. دغه محکمه وايي، چې یاد کس ته یې د یو کلن تنفیذي بند سرا هم ورکړې ده.

په میدان وردګ کې د طالبانو تر واک لاندې د پېښو سره د مبارزې اداره وايي، چې په دغه ولایت کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له کبله ۵ کسان مړه او ۵ نور ټپیان شوي دي. یادې ادارې زیاته کړې، چې سېلابونو ۴۰۵ کورونه، ۲۴ جوماتونه، مدرسې، ښوونځي او یو روغتیایي مرکز زیانمن کړی دی.

د طالبانو روغتیا وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ به ډېر ژر ۱۵ نوي جوړ شوي روغتیايي مرکزونه دوی ته وسپاري. طالبانو ویلي، د ملګرو ملتونو یادې ادارې د ۱۱ مرکزونو لپاره د ۲۰۰زره امریکايي ډالرو په ارزښت طبي او غیرطبي تجهیزات هم برابر کړي.

د افغانستان د پوځ یو پخوانی افسر چې د امریکایي ځواکونو سره یې دنده ترسره کړې او د پناه غوښتونکي په توګه متحده ایالاتو ته تللی و، د امریکا حکومت پر ضد یې محکمې ته شکایت کړی. هغه ادعا کړې، چې د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو ادارې لهخوا په ناقانونه توګه نیول شوی و.

د بلوڅانو د یووالي غورځنګ مشرې ماهرنګ بلوڅ ویلي، د دوی د فعالیتونو له امله يې کورنۍ ځورول کېږي. د پاکستان په زندان کې دغه زنداني فعاله وایي:« زه له یوه کال راهیسې په انفرادي بند خونه کې یم. دلته چوپتیا یو داسې دروندوالی لري، چې څومره ورسره پاتې شې هغومره پر تا فشار راوړي».

د طالبانو دفاع وزارت خبر ورکړی، چې د دوی اړوند ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو ۱۳ میله تمانچې، ۱۰ کارټنه پټاقۍ او ۲۰ کلچې تاریاک نیولي دي. یاد وزارت زیاته کړې، چې دغه وسلې او نشهيي توکي له پاکستان نه د ننګرهار له لارې افغانستان ته راوړل کېدل.

د طالبانو د معیار او کیفیت اداره وایي، د هرات د اسلامکلا له لارې یې ۲۷ټنه بېکیفیته ودانیز توکي چې له کورنیو معیارونو سره سمون نهلاره؛ بېرته ایران ته ګرځولي دي. د یادې ادارې په وینا؛ دغه توکو ته د اړینو معیارونو نه پوره کېدو له امله اجازه ورنه کړل شوه، چې افغانستان ته وارد شي.

په پنجشېر کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم ریاست خبر ورکړی، چې په تېر یوه کال کې یې د ۳۲مېلیون ډالرو په ارزښت تر ۱۱۱زره قیراطه ډېر زمرد پلورلي دي. د دغه ریاست په وینا؛ د یاد ولایت د حصه اول او پریان ولسوالیو زمرد یې په کورنیو او بهرنیو سوداګرو د داوطلبۍ له لارې پلورلي دي.

د طالبانو د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت خبر ورکړی، چې د دوی محتسبانو په تېره یوه اونۍ کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ۲۴ کوډګر نیولي دي. د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې نیول شوي کوډګر عدلي او قضایي ارګانونو ته ور پېژندل شوي دي.

د شانګهای همکاریو سازمان سرمنشي نورلان یرمیګبایف وايي، چې د دغه سازمان غړي هېوادونه د افغانستان وضعیت له نږدې څاري. هغه څرګنده کړه: «هېوادونه له دې درک سره چې په افغانستان کې هر ډول بدلون د ټولې سیمې وضعیت اغېزمنوي او ځینې ورسره ګډه پوله هم لري، د افغانستان وضعیت څاري».

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، د چهارشنبې په ورځ له پاکستان او ایران نه ۵۴۴ کورنۍ چې د غړو ټولیز شمېر یې ۳زره او ۸۱۹ کسان کېږي؛ افغانستان ته ستنې شوې دي. دغه کمېسیون وایي، تر ۲زره ډېر کسان یې خپلو مېنو ته لېږدولي دي.

په ننګرهار کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند سیدطیب حماد خبر ورکړی، چې د جلالاباد ښار په حلقوي سړک کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله یو کس مړ او ۳۵ نور ټپیان شوي دي. د هغه په وینا؛ دغه پېښه د تازه ستنو شویو کډوالو موټر چپه کېدو له امله رامنځته شوې ده.

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند بنسټګر او پخواني لومړي وزیر عمران خان وکیل سلمان صفدر په اډیاله زندان کې له هغه سره لیدلي دي. سلمان صفدر پر اېکس پاڼه لیکلي، چې له عمران خان سره یې لیدلي؛ خو د محکمې له امر سره، سره له بشرا بيبي سره د ملاقات اجازه نهده ورکړل شوې.