
پاکستاني پولیسو د بلوچستان په چاغۍ ولسوالۍ کې ۲۵ افغان کډوال نيولي دي
د بلوچستان ایالت چاغۍ ولسوالۍ اړوند په یک مچ سیمه کې د ځايي پولیسو لهخوا ۲۵ افغان کډوال نیول شوي دي. ځایي پوليسو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ويلي، چې دغه افغان کډوال د نوګنډۍ د ایران له پولې پاکستان ته په قاچاقي لارو داخل شوي وو.



















