
په امریکا کې د ډزو په پېښه کې یو پولیس افسر وژل شوی دی
د امریکا ډېلاور ایالت چارواکو د سېشنبې په ورځ ویلي، چې د وېلمنګټن په ښار کې د ډزو له امله یو پولیس افسر وژل شوی دی. د ځایي چارواکو په وینا؛ په پېښه کې بریدګر هم وژل شوی، خو د نوموړي د هویت په اړه لا معلومات په لاس کې نهشته.



















