
پاکستان او ناروې د افغانستان امنیت، ترهګرۍ او ناقانونه کډوالۍ په اړه خبرې کړي
د پاکستان کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د ناروې د بهرنیو چارو له وزیر اسپن بارت ایدې سره په لیدنه کې ادعا کړې چې د پاکستان پر ضد د ترهګریزو بریدونو لپاره د افغانستان خاوره کارول کېږي او د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره یې د نړیوالو ګډو هڅو غوښتنه کړې ده.



















