
تر یوې اونۍ لادرکۍ وروسته؛ په عراق کې تښتول شوې امریکایي خبریاله خوشې شوه
سيبياېس نیوز راپور ورکړی، امریکايۍ خبریاله شېلي کیټلسن چې شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې په عراق کې د ایران پلوه وسلهوالو له خوا تښتول شوې وه، اوس بېرته خوشې شوې ده.

سيبياېس نیوز راپور ورکړی، امریکايۍ خبریاله شېلي کیټلسن چې شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې په عراق کې د ایران پلوه وسلهوالو له خوا تښتول شوې وه، اوس بېرته خوشې شوې ده.

د عوامي نشنل ګوند مشر، اېمل ولي خان، ويلي چې خېبرپښتونخوا کې امنیتي وضعیت ورځ تر بلې خرابیږي او د ترهګرۍ پېښې په تکراري ډول ترسره کېږي. هغه زیاته کړي، چې د دغه پېښو پړه بېځایه پر افغانستان ورتپل کېږي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سهشنبه د (وري ۱۸مه) خبر ورکړی چې په تېره میاشت کې له ۸۳زره او ۷۴۷تنو بېځایه شویو، راستنو شویو او کوربه ټولنو سره مرستې شوې دي. خبرپاڼه زیاتوي، چې دغو مرستو ارزښت څه باندې ۳۴۴میلیونه افغانیو ته رسېږي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر، محمود خان اڅکزي ویلي، هغه سلوک چې پاکستان د افغانانو په وړاندې کوي، دایمي دښمني رامنځته کوي او د بربادۍ لار ده.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې د فبرورۍ د میاشتې په پای کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د شخړو د زیاتېدو په نتیجه کې شاوخوا ۹۴۰زره کسان، چې شاوخوا ۱۳،۴۰۰ کورنۍ کېږي، اړ شوي چې خپل کورونه پریږدي.

جاپان او د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام (یو این ډي پي) اعلان کړی، چې په افغانستان کې د هغو زیانمنو ټولنو لپاره د بدیل معیشت پروګرام پیلوي چې د اقلیمي بدلونونو له اغېزو او د کوکنارو بندیز له کبله د اقتصادي سقوط سره مخ شوي دي.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق اعلان کړی، چې د بریتانیا له حکومت سره په همکارۍ، په افغانستان کې له پنځو میلیونو زیاتو ښځو او نجونو روغتیايي خدماتو ته لاسرسی موندلی دی.

د طالبانو د هوا پوهنې ادارې خبر ورکړی، چې د هېواد په ۲۱ولایتونو کې د روانې وري میاشتې تر ۱۹مې نېټې پورې د شدیدو بارانونو، تېزو بادونو، تالنده برېښنا او د سېلابونو د راوتو اټکل شوی دی. همدا راز ویل شوي چې په مرکزي او سویل ختیځو ولایتونو کې د تېزو بادونو د پېښېدو اټکل هم شوی دی.

د روغتیا نړیوالې ورځې سره هممهاله، اروپايي ټولنې یو ځل بیا د افغانستان د ټولو وګړو د روغتیا د تأمین لپاره خپله ژمنتیا تازه کړې او ویلي یې دي چې افغان ښځو او ماشومانو ته به ځانګړې پاملرنه کوي.

د طالبانو په ولکه کې د پېښو پر وړاندې د چمتوالي ملي ادارې اعلان کړی، چې د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې په هېواد کې د سختو بارانونو او زورورو سیلابونو راوتلو له امله لږ تر لږه ۲۲ کسان مړه او ۳۲ نور ټپیان شوي دي.

د روغتیا نړیوالې ورځې په مناسبت، د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر په خپره شوې اعلامیه کې ټینګار شوی، چې په افغانستان کې د نشهيي توکو کړکېچ یوازې یوه جلا او محدوده ستونزه نه ده، بلکې د عامې روغتیا په برخه کې یوه جدي ننګونه بلل کېږي.

په مسکو کې د طالبانو سفارت خبر ورکړی، چې د دوی سفیر مولوي ګل حسن حسن د «روسیې – اسلامي نړۍ ستراتیژیک» کنفرانس کې ګډون کړی. خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې کنفرانس څنډه کې د طالبانو سفیر د تاتارستان جمهور رییس رستم مینیخانوف سره هم لیدلي دي.

د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، چې په ۲۰۲۶ کال کې به په ټول افغانستان کې تر ۱۴میلیونو ډېر خلک بشري مرستو او روغتیايي خدماتو ته اړتیا ولري.

د ترکیې په توکات ښار کې پولیسو د سې شنبې په ورځ ۱۸ افغان کډوال چې د خورما او پستې د غوړیو په لارۍ کې پټ وو، نیولي دي. پولیسو د لارۍ چلوونکی هم نیولی او قضايي ادارې ته یې معرفي کړی دی.

د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار او ۱۲ ولسواليو کې د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د سېلابونو راوتلو او د کورونو د ړنګېدو له امله ۱۶ کسان مړه شوي او ۳۳ نور ټپیان دي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت وايي، ددغه شرکت رییس عبدالحق همکار د تاجکستان د انرژۍ له وزیر دلیر جمعه سره د کاسا–۱۰۰۰ پروژې د پرمختګونو او شته ننګونو په تړاو انلاین ناسته وکړه. په دې ناست کې ټینګار شوی، چې د کاساـ۱۰۰۰ پروژې چارې تر ټاکلي وخت پورې بشپړې شي.

په خیبر پښتونخوا کې د طالبانو د کونسلګرۍ ډېپلوماتانو د پېښور ښار له کمیشنر رياض خان محسود سره په لیدنه کې په تورخم کې د کډوالو د ستنېدو سيستم د بيا فعالېدو او د هر اړخيزو اسانتياوو برابرولو په تړاو خبرې کړې دي.

په کونړ کې ځایي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې ددغه ولایت د نرنګ ولسوالۍ په کړمار کلي کې د اکرام په نامه یو ځوان له واده دوه ورځې وړاندې ځان وژنه کړې ده. اکرام نن سهار په خپل کور کې دتومانچې په ډزو ځان وژلی دی. نژدې خپلوان یې وايي چې د نوموړي اقتصادي وضعیت ښه نه و.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اداري مرستیال محمد نعیم د ماین پاکۍ نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د ماین پاکۍ په برخه کې له افغانستان سره دوامداره مرسته او همکاري وکړي. نوموړي له نړیوالې ټولنې نه په دې برخه کې د پرمختللو تجهیزاتو غوښتنه کړې ده.

په کابل کې د چین سفیر د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره د دوه اړخیزو همکاریو، سیمهییزو تحولاتو او د چین په ارومچي کې د طالبانو او پاکستان د روانو خبرو اترو په تړاو ناسته کړې ده. ژاو شینګ ویلي، بېجینګ هڅه کوي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د باور فضا رامنځته کړي.

د طالبانود کورنیو چارو وزارت وايي، چې په غزني، کابل، ننګرهار، کاپیسا، هلمند، پروان، جوزجان، کندز، بامیان، سمنګان او پکتیکا ولایتونو کې یې ۴۰ تنه د نشه يي توکو د قاچاق او پلور په تړاو نیولي. د وزارت په وینا، یاد کسان به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.