
طالبان وایي په غزني کې د کډوالو د دویم ښارګوټي د جوړولو چارې پیل شوې دي
د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جيایاېس ریاست تخنیکي ټیم د غزني په مرکز کې د کډوالو د دویم ښارګوټي د جوړولو چارې پیل کړې دي. دغه وزارت ویلي، دغه ښارګوټی به د کډوالو د استوګنې بنسټیزې اړتیاوې پوره کړي.



















