
د امریکايي ډرامو مشهور اداکار جېمز رینسن ځان وژنه کړې ده
د اېچبياو ټلوېزون د مشهورې ډرامې «ده وایر» اداکار جېمز رینسن د جمعې په ورځ د ۴۶ کلونو په عمر ځان وژنه کړې ده. د لاسانجلس طبي چارواکو د هغه ځان وژنه تایید کړې ده.

د اېچبياو ټلوېزون د مشهورې ډرامې «ده وایر» اداکار جېمز رینسن د جمعې په ورځ د ۴۶ کلونو په عمر ځان وژنه کړې ده. د لاسانجلس طبي چارواکو د هغه ځان وژنه تایید کړې ده.

کرملین وايي، هغه خبرې چې د اوونۍ په پای کې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په اړه د روسیې او امریکا ترمنځ په میامي ښار کې شوي، باید د کوم بنسټیز بدلون یا «ماتې ورکونکي پرمختګ» په توګه ونه ګڼل شي.

د پاکستان د وفاقي کابینې وزیر طارق فضل چودري وايي، چې د تحریک انصاف له زنداني بنسټګر عمران خان سره به د فبرورۍ تر اتمې نېټې پورې لیدنې کتنې بندې وي.

د رحمتخان محمدي او محمد بلال هوتک په نومونو دوه افغان کډوال په لندن کې د «ګرېنډر» (Grindr) اپلیکیشن په کارولو سره د یو شمېر همجنسګرایانو کورونه لوټ کړي، چې د محکمې لهخوا په بند محکوم شول.

د غزې روغتیايي چارواکي وایي، چې په په روغتونونو کې د درملو شدید کمښت د زرګونو ناروغانو ژوند له ګواښ سره مخ کړی. چارواکي وايي، د درملو د کمښت له امله د ناروغانو د درملنې چارې له جدي ستونزو سره مخ دي او همدارنګه د لابراتوار ټېسټونو او د وینې بانک لپاره ۵۹ سلنه اړین توکي کم شوي.

د امریکا د کډوالۍ ادارې ویلي، چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې د کډوالۍ د سختو تګلارو په لومړي کال کې ۱۸۲ داسې قضیې تشخیص شوې چې د ملي امنیت له پلوه خطر بلل کېږي او په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۱۹۶ زره کسانو ته د محکمې د حاضرېدو رسمي خبرتیاوې صادرې شوې دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ وویل، چې ګرینلنډ باید د متحده ایالاتو اړوند شي. نوموړي وویل، دغه سیمه د معدني زېرمو لپاره نهغواړي، بلکې د ملي امنیت لپاره ورته اړتیا لري. د ټرمپ دغې غوښتنې یو ځل بیا د ډنمارک او ګرینلنډ نیوکې راپارولې دي.

د امریکا د متحده ایالاتو د جګړې وزیر پیټ هېګسټ وایي، چې واشنګټن د خپل پوځ د بیا رغونې په لړ کې د غښتلي مخنیويکوونکي ځواک سیاست بېرته پیاوړی کوي، څو د کورنیو او بهرنیو ګواښونو پر وړاندې اغېزناک ځواب ولري.

هر کال د ډسمبر په وروستۍ ورځ د نړۍ په بېلابېلو ښارونو کې رڼاګانې بلېږي، کلیساوې د مذهبي مراسمو لپاره چمتوالی او لوی اکثریت کورنۍ د یو بل د لیدو لپاره تیاری نیسي. دا فضا د کرېسمېس د رارسېدو نښه ده؛ هغه ورځ چې د پېړیو په اوږدو کې یې خپل مذهبي، ټولنیز او کلتوري بڼې بدلې کړې دي.

د عدالت او ازادۍ لپاره د افغان ښځو غورځنګ د «یلدا شپې» په تړاو راټولېدنه کې ویلي، د طالبانو پر وړاندې د افغان ښځو مقاومت دوام لري او په وینا یې، د ښځو له معنالرونکې حضور پرته عادلانه راتلونکې شونې نهده.

طالبانو د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې په شاوخوا سیمو کې دوه کسان له ۲۳۰۰ تابلېت «K» سره یو ځای نیولي دي. طالبان وايي، له دغو کسانو ۸ جوړې ښځينه افغاني جامې چې پهکې «شیشه» مخلوط شوي و، هم ترلاسه شوي دي.

د ډونالډ ټرمپ ادارې اعلان کړی، چې نږدې ۳۰ سفیران او نور لوړپوړي مسلکي ډېپلوماټان به له بهرنیو ماموریتونو څخه بېرته واشنګټن ته وغواړي، څو ډاډ ترلاسه شي چې د امریکا سفارتونه د «امریکا لومړی» له تګلارې سره سم فعالیت کوي.

د پاکستان دیني عالمانو په یوې غونډه کې له افغان طالبانو او پاکستاني چارواکو وغوښتل، چې خپلمنځي ستونزې د خبرو له لارې حل کړي. دغو دیني عالمانو د یوه لس مادهییزې اعلامیې په خپرولو سره له دواړو لوریو غوښتي، چې د ښه ګاونډيتوب د اصولو پر بنسټ د دایمي سولې او ثبات لپاره هڅې وکړي.

امنیتي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د واڼه په سیمه کې پر یوې پوځي اکاډمۍ د شوي خونړي برید د ځانمرګي بریدګر هویت افشا شوی. د سرچینو په وینا، دغه بریدګر جانالله ایوبي نومېده، په «زاهد» مستعار نوم پېژندل کېده او د ننګرهار ولایت د مهمنددرې ولسوالۍ د کوچیانو کلي اوسېدونکی و.

د امریکا د کورني امنیت وزیرې کریسټي نوم اعلان کړی، چې د ناقانونه کډوالو د داوطلبانه وتلو د هڅولو لپاره یو نوی تشویقي پروګرام پلي کېږي، چې لهمخې به یې کډوالو ته نغدي مرسته او وړیا ټکټ ورکړل شي.

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، چې د ایران د اټومي پروګرام او د سیمې د وروستیو بدلونونو په اړه به د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره خبرې وکړي.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د دوشنبې په ورځ ۱۴۱ نور افغان پناهغوښتونکي له اسلاماباد څخه د چارټر الوتکې له لارې د هانوفر ښار ته ولېږدول شول.

په لوګر کې پر ۱۰۰۰ بېوزلو او اړمنو کورنیو د یوې اندازې خوراکي او غېر خوراکي توکو مرستې وشوې. دغه مرستې د طالبانو له پېښو سره د مبارزې ادارې او یو شمېر نورو همکارو موسسو په همغږۍ برابرې شوې دي.

د بشري حقونو بنسټونه وایي، چې د ایران په بندخونو کې د اعدامونو کچه بېسارې لوړه شوې او یوازې د لیندۍ په میاشت کې لږ تر لږه ۳۳۸ بندیان اعدام شوي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي مرستیال محمد ابراهیم صدر د خپلو ولایتي سفرونو په لړ کې د دوشنبې په ورځ (د مرغومې لومړۍ) په ننګرهار کې ولس يووالي ته راوباله او زياته يې کړه، که د ولس او نظام ترمنځ باور وي، نو «دوښمن» هېڅکله هم نهشي بریالی کېدای.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت ویلي، چې د ترکمنستان ـ هرات وارداتي برېښنا پرې شوي مزي یې په لنډمهاله ډول بېرته ونښلول. په هرات کې د وارداتي برېښنا مزي درې ورځې وړاندې پرې شوي وو.